The news is by your side.

په هر قيمت سوله يانې څه؟ -نثار احمد احمدي

0

د سولي د روان جريان په ترڅ کي دا خبره ډېره پورته کښته کېږي چي موږ په هر قيمت سوله غواړو. دا خبره تر ډېره د طالبانو مدافعين، د حکومت سياسي مخالفين او په تېره بيا د ولسمشر محمد اشرف غني سيالان کوي. د دې تر څنګ دا ادعا هم کوي چي هر افغان سوله غواړي. دا دواړي خبري د مفهوم او تعبير له مخي غلطي دي.

که دا خبره سمه وي چي هر افغان سوله غواړي، بيا نو دا جګړه څوک کوي؟ طالبان څوک دي ايا هغوئ افغانان نه دي؟ هغه چي سوله غواړي ولي جنګېږي؟ البته دا خبره بيا سمه ده چي اکثريت افغانان سوله غواړي، يوه ډله چي په جنګ کي ګټي لري يا د جهالت افت په سر نيولي سوله نه غواړي.

بل په هر قيمت د سولي مفهوم دی. په هر قيمت د سولي غوښتل داسي مانا لري چي د سولي پر کېدو تر هر شي ور تېر يوو. دلته د سولي او جګړې پښې دواړي د پاکستان په خېټه کي بندي دي. موږ له يوې خوا د پاکستان د دښمنۍ خبره کوو بل پلو په هر قيمت د سولي غوښتنه کوو. قيمتونه توپير کوي. موږ بايد د دې توپير واضح کړو.

مثلا: پاکستان وايي ډېورنډ را لاسيک کړئ. موقت حکومت جوړ کړئ. له هند سره اړيکي پرې کړئ. د بلوڅانو او منظور پښتون له له پاڅونه ملاتړ مکوئ. خپلي اوبه موږ ته راکړئ. بهرنی او کورنی سياست زموږ واک ته وسپارئ. طبعي زېرمي موږ ته راکړئ. د هلمند د سنګي روخام ډبره را خيرات کړئ. ياني پاکستان ووايي دا هر څه موږ ته راکړئ بيا طالبان سولي ته در حاضروم، نو ايا موږ بايد دا قيمت پرې کړو؟ افغانستان بايد په دغه قيمت سوله وغواړي؟

يا هيڅکله نه. ځکه دغه ډول سوله، سوله نه بلکي يوه لنډمهالې پروژه ده چي تر شا به بله جګړه په پسې وي. موږ سوله د دې لپاره نه غواړو چي ځان تباه کړو. موږ سوله د دې لپاره غواړو چي ځان له دې روان جنګي حالته وساتو. سوله د دې لپاره نه غواړو چي خپل د وطن شتمني خرڅه کړو. سوله د دې لپاره غواړو چي خپله شتمني وساتو. دا د هر قيمت سوله يو طفلانه او ماشومانه شعار دی چي هر څوک يې زمزمه کوي، يا نه پوهېږي يا شعوري دا کار کوي او د وطن پر ضد يې کوي.

زموږ دريځ دا دی سوله د افغانستان د ثبات کيلي ده. تر څو چي سوله نه وي سوې، افغانستان د ثبات څښتن نه سي کېدلی. مګر سوله بايد د افغانستان د حکومت تر چتر لاندي وي. د افغانستان د اساسي قانون په مقرراتو کي وي. د ولس د غوښتنو او ملي ارزښتونو په پام کي نيولو سره وي. دغه شعار چي په هر قيمت سوله غواړو د پاکستان اساسي اجنډا ده. موږ په هر قيمت سوله نه غواړو د سولي لپاره خپل قيمت لرو.

موږ څنګه سوله غواړو؟

موږ داسي سوله غواړو چي د افغانستان عزت پکښې خوندي وي. د تېرو څو کلونو پرمختګونه پکښې ساتلي وي. د شهيدانو او ژوبلېدو افغانانو پر سر سوداګري نه وي پکښې. حکومتي ماشين پر خپل ځای وي. د پاکستان او ايران فرمايشونه پکښې نه وي. د موقت حکومت ډنډوره پکښې خاموشه وي. د خبرو مېز بين الافغاني وي. مذاکرات د طالبانو او حکومت ترمنځ وي.

سوله بايد د افغانستان د ګټو پر بنسټ وسي. داسي سوله نه چي د ايران، پاکستان، او نورو په فرمايشونو رامنځته کېږي، او د هغوئ ناوړه غوښتني پکښې منل کېږي.  طالبان حق لري چي له جګړې څخه په لاس اخیستلو سره ځانونه سياسي جريان ته ور ګډ کړي او په حکومت کي شامل سي. د بهرنيانو له وتلو په قانون کي تر تعديل پوري دا ټولي مسئلې بايد د حکومت او طالبانو ترمنځ حل وفصل سي.

(Visited 72 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.