The news is by your side.

په ګرمۍ کې بدن د اوبو له کمښت څخه څنګه وژغورو؟

0

په ګرميو کې د انسان له بدن څخه خولې په ډېرې چټکۍ سره روانې وي، له همدې کبله بدن د ما لګې له کمښت سره مخ کيږي. که چېرې دغه مالګه له خپل مقدار نه کمه شي، نو د انسان روغتیا له ګواښ سره مخ کوي او کمزوری کيږي. په داسې حالاتو کې د بدن اوبو بېرته پوره کولو لپاره ګلوکس او نورو مشروباتو څښلوته اړتیا وي . ایا له مشروباتو پرته نور داسې څه شته چې د انسان د بدن اوبه پوره کړي.

د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو له هغو طبیعي سبزیجاتو او مېوو څخه یادونه کړې ده چې د بدن له لاسه تللې اوبه او مالګه په چټکۍ سره پوره کوي.

کریله

په سبزيو کې يوه داسې سپينه سبزي ده چې په دې کې داوبو کچه خوره لوړه ده، د دې دکارولو طریقه د سلاد په ډول ده. که تاسې غواړئ چې دبدن اوبه مو پرته له نورو مشروباتو پوره شي نو کريله ډېره خورئ او چکنۍ سره يې هم وکاروئ. دا د پسرلي ځانګړې ‌ډالۍ ده او چې د بدن ټولو زهرجنو مادو په له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي.

د کوپرۍ یا ناریال اوبه

د سپورټ پر مهال بدن په ډېرې چټکۍ سره د خولې له لارې مالګه او اليکټرولائټس له لاسه ورکوي دغه مالګه په وينه کې شتون لري له دې نه په بدن کې د اوبو يوه ځانګړې کچه فعاله وي. د ناريل اوبه هم طبیعي دي، چې په طبیعي ډول د مالګې يوه خاصه کچه په ځان کې لري، د ده خوند دومره ښه نه وي، خو د لاسه ورکړل شوی ځواک بېرته راوستلو کې يو ګټوره څښاک دی

مېوه:

مېوه هم د مالګې يوه طبعي زېرمه ده، الله (ج) هره مېوه له ځانګړي ځواک او له اوبو نه برخمنه کړې ده. همدا رنګه د ځینو مېوو جوس په ډېر شوق سره څښکل کيږي. له دې سره سره په مېوو کې په پراخه کې کچه وټامينونه هم شتون لري. همدا راز خټکی او هندواڼه هم له اوبو څخه ډکې مېوې دي، چې له کارولو سره یې د بدن اوبه پوره کېږي.

الله (ج) ګولپي د اوبو له زېرمې برخمن کړی دی، خو ډېری خلک ګولپي پرې کوي او لمر ته يې وچوي، چې د تلې مياشت له ختمېدو نه وروسته یې وچ پاخه کړي . خو له دې لارې د ګولپي طبعي ټولې اوبه وچېږي اوخپل خوند هم له لاسه ورکوي، د ګولپي له خوړلوسره يوازې د بدن اوبه نه پوره کوي بلکې د وینې کوليسټرول هم کموي او د سرطا ن لپاره هم کار کوي.په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا څېړونکو يوه څېړنه کې ښایي چې ګولپی د سرطان په له منځه وړلو کې مرسته کولی شي نو پردې اساس موږ ته هغه خواړه چې زموږ بدن ته ګټه رسوي باید خوړل یې هیر نه کړو.

(Visited 26 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.