The news is by your side.

پوهنتونونه، لوړې زده کړې او اوږدمهاله

لیکوال: رحمت الله کټوازی، ژبو او ادبیاتو پوهنځی، کندهار پوهنتون

0

لوړې زده کړې د هیوادونو او ولسونو لپاره ډېر لوی ارزښت لري. پوهنتونونه د لوړو زده کړو د علمي بنسټونو په توګه د عالي کیفت او کوالیټي زده کړو د وړاندې کولو اړوند ډېر مسئول بنسټونه ګڼل کېږي. دا نه یواځې په یوه هیواد، ولس او خلکو پورې تړلې مسئله ده، بلکه پوهنتونه په نړېواله کچه خپل رول او موثریت لرلای شي او د خلکو د هوساینې لپاره ګټور خدمات وړاندې کولای شي. دا چې  نړۍ د نړیوالتوب (Globalization)‎  پر مسیر روانه ده، نو کرار کرار نړیوال پوهنتونونه د ګډو نړیوالو نورمونو او فرېمورکونو تر چتر لاندې په لوړه کچه د  علمي څېړنیزو موخو لپاره ګډ کار کوي لګیا دي. دا ځکه چې د ځمکې کره د یوه نړیوال کلي په توګه ګډې موخې، ګډې ننګونې او ددې نړېوال کلي د هوسا راتلونکي لپاره ګډ پلانونه او لېرلید لري. دا چې پوهنتونونه  په اوږد مهال کې په یوه ارت کانټیکسټ کې څومره بنسټیز رول لوبولی شي؟ او د پوهنتونونو فارغین په ملي (د هیوادونو په کچه) او نړېواله کچه د پالیسۍ جوړولو په برخه کې څومره موثریت لرلای شي؟ هغه پوښتنې دي چې د یوه اوږدمهاله لېرلید په توګه ورته کتل کېږي. دا چې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو لرونکي په دې اړوند کوم رغنده رول لرلای شي، په دې اړوند په نړېواله کچه مشهورو څېړونکو او لیکوالو لیکل کړي او دغه مسئله یې د یوې برخلیک ټاکونکې هغې په توګه یاده کړې ده.

که څه هم دا ستونزمن کار دی چې د راتلونکي اړوند اټکل وشي، او موږ نه شو کولای چې په کره ډول سره د پوهنتونونو د رول او راتلونکې موثرتیا په اړوند وغږېدلای شو، ځکه چې راتلونکی تر اوسه واقع شوی لا نه دی نو غږېدل هم ورباندې څه ګران کار دی. مګر لږ تر لږه خو دومره کولای شو چې زماني بدلونونو او علمي او څېړنیزو شواهدو ته په کتو راتلونکی په یوه موثر لیدلوري کې ترسیم کړو تر څو خلک او ادارې یې په اړوند یو کلي پوهاوی ولري. پوښتنه دا ده چې ولې موږ نن ورځ پوهنتونونو ته اړتیا لرو؟ او ولې به مثلا په ۲۰۳۰ کال کې اړتیا ورته ولرو؟ یو دلیل یې دا کېدای شي چې شاوخوا ۲۰۰ کلونه وړاندې په نړۍ کې صرف یو بیلیون وګړو ژوند کاوه، او ډېری وګړې په غربت کې اوسېدل چې ددې وړتیا یې نه لرله چې ځمکنۍ سرچینې په سمه توګه وکارولای شي. مګر نن ورځ، ځمکه د اوه بیلیونه وګړو کور دی چې د دوئ په دومره لوی تعداد کې شتون په ځمکه  لوی بدلون راوستلای شي او هر اړخیز تاثیرات لري. په نړېواله کچه لوی بدلونونه باید د اګاه خلکو له لورې راوستل شي او پوی خلک باید ښې پرېکړې وکړي. دلته نو د پوهنتونونو رول ډېر حیاتي ګڼل کېږي چې په دغسې حالت کې موثر رول ادا کړلای شي تر څو داسې پوی او باخبره فارغین ورکړي چې موثریت یې په نړېواله کچه خلکو ته هوسايي رامنځ ته کړي . [۱]

ملګرو ملتونو د وګړو د هوسا او پایېدونکي راتلونکې لپاره  ۱۷ کلي او ۱۶۹ فرعي اهداف ټاکلي دي چې په نړېواله کچه باید خلک او حکومتونه یادو اهدافو ته په رسېدو کې خپلې هڅې وکړي. دا چې نړۍ اوس په یوه کلي بدله شوې، نو د نړۍ ټول هیوادونه اړتیا لري تر څو یادو اهدافو ته د رسېدو لپاره په ګډه کار وکړي، یو له بل سره مرسته وکړي، بډای هیوادونه د غریبو هیوادونو لاسنیوی وکړي تر څو د ځمکې کره (چې د ټولو انسانانو او ژوندیو ګډ کور دی، هره ښه او بده پېښه په یو نه یو ډول سره د ځمکې کره متاثره کوي) په هر اړخیزه توګه د ژوند کولو جوګه وګرځوي او نړېوالو چېلنجونو ته په ګډه رسیدګي وکړلای شي. دا چې لوړې زده کړې او پوهنتونونه په دې اړوند ستر رول لوبولای شي، نو د ملګرو ملتونو (۴) کلي هدف او ۱۰ فرعي اهداف دې ته ځانګړی شوي دي چې په نړېواله کچه وګړي له باکیفیته ښوونې او روزنې نه برخمن شي. دې اهدافو ته د رسېدو لپاره ټنیګار پر دې شوی دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د نړۍ ټولو وګړو ته (بډای، غریب، معلولیت لرونکي، نارینه او ښځينه) باکیفیته د لوړو زده کړو چوپړونه وړاندې شي. ځکه نو ویلای شو چې د پوهنتونونو رول او ونډه دداسې خدماتو د وړاندې کولو لپاره ډېره اړینه ده.

د پوهنتونونو په اړوند صرف دا نه شو ویلای چې ښه دي، بلکه دا باید ووایو چې څومره ښه دي؟ په کومه کچه موثر باید چې وي؟ یانې پوهنتونونه او فارغین (زده کړیالان) یې باید په محلي او نړېواله کچه په اقتصادي پرمختګ، روغتیا او نورو نوښتګرو برخو کې رغنده رول ولوبوي تر څو وکولای شي چې د ملګرو میلتونو د ۱۷ کلي او ۱۶۹ فرعي اهدافو لپاره عامه پوهاوی رامنځ ته کړي او په عمل کې یې پلي کړي. [۲]

ددې تر څنګ، پوهنتونونه به د علمي مرکزونو په توګه په نړېواله کچه د پالیسۍ جوړولو په برخه کې لویه او رغنده ونډه ولري او دولتونه به د ګډو همکاریو له طریقه نړېوالو ستونزو او چېلینجونو ته د حل لارې چارې پیدا کوي. د پوهنتونونو ونډه د ښو او موثرو حللارو د وړاندې کولو په برخه کې ډېره مهمه ده.

ځینې لویې موضوع ګانې او چېلینجونه چې نړۍ به په راتلونکې کې ورسره مخ شي، په لاندې توګه یادې شوې دي[۴] :

  1.  اقلیمي بدلون
  2.  درېیم نړېوال جنګ
  3.  اقتصادي رکود (چې تر ۲۰۰۸ به ممکن ډېر لوی وي)
  4.  وبايي ناروغۍ
  5.  غربت

دا چې خپله د ځمکې د کرې اوسېدونکي به د یادو ستونزو د را پیدا کېدو عاملین وي، نو تر ډېره ددې ستونزو حل هم په دوئ پورې اړه لري. دلته نو پوهنتونونه د یادو ستونزو په حل کې رغنده رول لوبولی شي او د څېړنو له لارې کولای شي چې لویې نړېوالې ستونزې په سمه توګه سره حل کړای شي. چامسکي، چې امریکایی لیکوال او د نړېوالو پېښو او سیاست څېړونکی دی، په یوه مرکه کې چې د کرونا د خپرېدو په اوایلو کې کړې وه د نړۍ لپاره یوه بله ستونزه هم یاده کړې وه چې ده تر وبایي ناروغیو لا ستره ننګونکې مسئله بللې وه. نوموړي ویلي وو چې ”د ساینس او ټیکنالوژۍ په دې نوي عصر کې به نړۍ ډېر ژر وکولای شي چې د کرونا وبا لپاره واکسین جوړ کړي او بالاخره دغه وبا کنترول کړلای شي. تر دې لا خطرناکه مسئله د اټومي وسلو ده چې په نړۍ کې موجودې دي او که ددې په له منځه وړلو کې کافي کار و نه شي، زموږ نړۍ به د همدې اټومې وسلو د استعمال له کبله له مینځه لاړه شي“. که وکتل شي، رښتیا هم، دا دی کرونا وایروس ته د مختلفو کمپنیو له خوا واکسین جوړ کړل شو، او په دې کې هم ډېر ستر رول د پوهنتونونو وو چې دې نړېوال روغتیایي چېلینج ته یې دوا پیدا کړه. ځینو پوهنتونونو له شخصي کمپنیو سره په ګډه کار وکړ تر څو کرونا وبا ته یوه ګټوره درملنه پیدا کړي. خو په بل اړخ کې وکتل شي، اټومي وسلې لا هم د یوه لوی نړېوال ګواښ په توګه پاته دي او هیوادونه لګیا دي د اټومې وسلو نوې بڼې جوړوي او ذخیره کوي. پوهنتونونه کولای شي چې دې نړېوال ګواښ ته هم د حل لارې پیدا کړي او بشریت ته له متوجه راتلونکو خطرونو پرده پورته کړي.

ډاکټر کوټس د شینګوا پوهنتون څېړونکی او پورفیسور دی، ده په یوه مقاله کې د لویو وچو په کچه د باکیفیته لوړو زده کړو د تر سره کولو یوه رقابتي فرېمورک ته اشاره کړې ده او لیکي: چې اسیا مخکې له مخکې د نړۍ د شپږو هغو پوهنتونونو کور دی چې په ټاپ-۵۰ کې راغلي دي. دی ددې اټکل کوي چې د اسیا لویه وچه به په اوږدمهال کې د لا ډېرو معتبرو علمي بنسټونو کور وي چې په نړېواله کچه به عالي او با کیفیته علمي او ښوونیز چوپړونه وړاندې کوي. د چین، جاپان، جنوبي کوریا، تایوان، هانګ کانګ او سینګاپور تر څنګ، پوفیسور کوټس د مالیزیا، فلیپین، ویتنام او ټایلینډ یادونه هم کوي چې په راروان نږدې راتلونکې کې به د معیاري او باکیفیته لوړو زده کړو او علمي چوپړونو لوی مرکزونه وي. [۳]  دا په دې مانا چې د لویو وچو تر منځ به په نړېواله کچه لوړې زده کړې او پوهنتونونه د ګلوبلایزېشن پر لورې نور هم چټګ ګامونه واخلي او پوهنتونونه به د ایکسچېنج، موبلیټي پروګرامونو او ګډو علمي او څېړنیزو فعالیتونو له لارې نور هم په نړېواله کچه ګډ علمي او ښوونیز چوپړونه وړاندې کړي.

په پایله کې دا ویلای شو چې پوهنتونونه د لوړو زده کړو د علمي بنسټونو په توګه د باکیفیته لوړو زده کړو د وړاندې کولو بنسټیز مرکزونه دي چې موثر خدمات یې کولای شي چې د هیوادونو په کچه، په سیمه ایزه  کچه او په نړېواله کچه د انسانانو د هوسا راتلونکي لپاره ګټور واقع شي. د افغانستان لوړو زده کړو وزارت، د هیواد د لوړو زده کړو د تر ټولو لوړ مسئول اورګان په توګه باید د افغانستان پوهنتونونه د ښو ښوونیزو، علمي، څېړنیزو او روزنیزو چوپړونو وړاندې کولو ته وهڅوي او پوهنتونونه باید د پالیسۍ جوړونې په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي. دا چې په افغانستان کې د اکثریت پوهنتونو علمي بهیر په دې شل کلنه دوره کې لږ خوځنده او پام وړ شو، نو افغان پوهنتونونه لا په هغه کچه نه دي چې په سیمه ایزه او نړېواله کچه دې چوپړونه وړاندې کړای شي، او یادې د پالیسۍ جوړولو اړوند رغنده رول ولوبوي، مګر لږ تر لږه باید د هیواد په کچه د زراعت، سوداګرۍ، نړېوالو اړیکو، ټیکنالوژۍ، ښوونه  او روزنه، لوړو زده کړو، اداره او نورو برخو کې د پالیسۍ جوړولو برخه شي او د نړېوالو نورمونو او فرېمورکونو په لیدلوري کې خپلې پالیسۍ نوې کړي تر څو په سیمه ایزه او نړېواله کچه د سالمو رقابتونو برخه شي. دا چې مخکې یادونه وشوه، چې د افغانستان پوهنتونونه لا دومره وړتیاوې، امکانات او لوړ تحصیل لرونکي کادرونه نلري چې په سیمه ایزه یا نړېواله کچه یې علمي او څېړنزې هڅې محسوس کړل شي، مګر په ځانګړې توګه، په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لورې د اوبو بندونو جوړول، نوې سوداګریزې لارې، برېښنايي پروژې، کرهڼیزې پروژې… مهمې مسئلې دي چې پوهنتونونه یې په اړوند علمي څېړنې کولای شي او افغان حکومت ته د ښو پالیسیو په جوړولو کې وړاندیزونه او علمي مواد په واک کې ورکړي، تر څو حکومت یې پر مټ داسې پالیسۍ جوړې کړي، چې وکولای شي خلکو ته د کار او هوسا ژوند ژواک زمینې برابرې کړي.

دا چې لوړو زده کړو وزارت په ځانګړې توګه د کمال خان بند اړوند مختلف علمي کنفرانسونه، علمي سیالۍ، ډیبیټونه او پروګرامونه په پلان کې لري، او ځينې دغه ډ‌ول فعالیتونه یې تر سره کړي دي، دا د راتلونکي افغانستان لپاره دداسي پالیسیو په لرلو کې یو نوی چپټر دی چې پر علمي تیوري ګانو ولاړې وي. د افغانستان ډېری پوهنتونونو هم علمي ډیبیټونه، علمي کنفرانسونه او نور علمي پروګرامونه جوړ کړي دي تر څو د کمال خان بند، او په ټوله کې د افغانستان لپاره د اوبو پر اهمیت ټینګار وشي. ځکه نو لوړو زده کړو وزارت خپله هم په دې برخه کې ونډه لرلې ده، او پوهنتونونه یې هم هڅولي تر څو د کمال خان بند لپاره خپلې طرحې، مقالې او نظریات لوړو زده کړو وزارت سره شریک کړي. په سوداګریزو، رغنیزو، کرهڼیزو، علمي، او نورو برخو کې د پوهنتونونو ښکېلتیا د راتلونکي افغانستان د پر ځان بسیاینې خواته لوی ګام دی او ددې هیله مندي شته چې کرار کرار افغان پوهنتونونه نه یواځې دا چې له افغان حکومتونو سره په دې کې مرسته وکړي چې علمي ډيټا په لاس ورکړي، بلکه داسې فارغین ورکړي چې د هیواد د پر ځان بسیاینې د لېرلید پر اړتیاوو پوره وي، او دې اړتیاوو ته خپله همدوئ ځواب وویلای شي.

Reference 

    1. Ince, M. (2019). “Higher education in 2030”, Higher Education Evaluation and Development, Vol. 13 No. 1, pp. 48-52. https://doi.org/10.1108/HEED-06-2019-026
  • Friberg, P., Causevic, S., Dahlstrand, J., Segersten, U., & Tomson, G. (2019). The 2030 Agenda: A Survival Kit for Humanity. Molecular Frontiers Journal3(02), 166-172.
  1. Lau, J. (2020). Most of higher education in Asia by 2030, professor predicts. https://www.timeshighereducation.com
  2. Rosling, H. (2019). Factfulness. Flammarion.
(Visited 15 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.