The news is by your side.

پوځي قطعې دې د ملت ښوونځي شي

جنرال دولت وزیري

0

څوک چې په خپله حرکت نه کوي، تل د نورو له خوا د مرستو په تمه وي، د خپل نفس عزت ته به خجالت وي او تنبل ګڼل کېږي. په جهالت او ذلت کې خوښ وي او په دې تمه وي چې اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي. داسې خلکو  او ملتونو ته کمزوري ملتونه وايي.

     ویاړلي ملتونه خپل هيواد او خپلو خلکو ته په خپله ویاړونه ګټي او خپل هيواد په خپله جوړوي. وايي کله چې د فنلند هېواد د سويډن او بیا روسانو له خوا اداره کیده، دوی د پارلمان او پولې واحد تر څنګ یو وړوکی وسله وال ځواک هم درلوده. وسله وال ځواک يې د سویډني قوماندانانو له خوا سمبالیده. یوازې سرتېري به يې د فنلند ځوانان وو.

په وسله والو ځواکونو کې دومره ګډوډي او بې نظمي وه چې  خلکو به په خپلو منځو کې پر سرتېرو او پوځي جزوتامونو مسخرې کولې ویل به يې، موږ له پوځي جزوتامونو نفرت او کرکه لرو.

 د خلکو په منځ کې داسې اصطلاحګانې وې چې کله به په یوه غونډه کې شور ماشور او ګډوډي وه، نظم به نه و، جنګ او شخړه به وه دوی به ویل، ارام واوسئ دا خو څه عسکري قطعه نه ده.

یا به يې د مسخرو په شکل ویل، آیا فکر کوئ چې دلته عسکري قشله ده څه او یا ګیله ترې په کار نه ده، اخلاق يې عسکرو ته ورته دي. فنلنډي افسران او سرتېري نور د داسې مسخرو ستړي شوي وو، نور يې نه غوښتل چې د خلکو د مسخرو الې وي.

روسي ليکوال پتروف لیکي:

«دوی قسم یاد کړ او پرېکړه يې وکړه چې له عسکري قطعې به د ملت ښوونځی جوړوي.»

دوی په ټینګه وویل، چې موږ به له عسکري قطعې داسې پوهنتون جوړوو چې سرتېري به په کې داسې ښوونه او اخلاق تر لاسه کوي چې په ژوند کې به د نورو له پاره بېلګه وي. دوی به له عسکري څخه خوږې خاطرې له ځانونو سره وړي او تل به يی په یاد ساتي.

دوی ټینګه پرېکړه وکړه چې د عسکري قطعې به داسې یو ځای جوړوي چې خلک به د دې پر ځای چې بد رد ورته ووايي، وبه وايي:

 چې خدای تعالی دې عسکري قطعي ته خیر ورکړي چې دا احمق يې اصلاح کړ، ځکه داسې ښه دی چی په عسکري قطعه کې تربیه شوي دي.

 په عسکري قطعه کې يې اخلاق، ښه خوی، زیار ايستنه او رښتیا ویل زده کړي دي.

افسرانو هوډ وکړ چې پورته خبرې باید د خلکو تر منځ په متلونو بدلې شي.

 پتروف لیکي:

«مخکې له دې به د عسکرو کاغوشونه ناولي، چټل او د لیدلو وړ نه وو. یونیفورم به يې د اغوستلو نه وو، تل به چټل او بویناک به وو. خواړو به يې تل بوی کاوه او سرتېري به ناروغ وو. فساد تر وروستۍ کچې پورې رسېدلی و. له ډلګي مشر څخه نيولې بیا تر قوماندان پورې ټول په فساد کې ښکیل وو. د سرتېرو تحقیر او ډبول خو په ورځني ژوند بدل شوي وو.»

له دې وروسته داسې نه و. هر څه بدل شول. کاغوشونه پاک او دیوالونه يې رنګ شول. باغچې شنې او له ګلونو ډکې شوې. کړکۍ په پردو او ګلدانونو ښکلې شوې. سرتېري پاک او هر سهار د ځان وینځلو فرهنګ رواج شو. اخلاق اخري حد ته ورسیده. یو او بل ته احترام او په درناوي بدل شول.سرتېرو به پخواني وختونه را يادول ویل به يې:

لیونیان او نشه لکه سویډنیان،

د سویډنيانو په څیر ښکنځلې مه کوه،

پتروف وايي:

«پخوا به سرتېري تل نشه وو، یو او بل ته به يې ښکنځلې کولې. افسرانو او جنرالانو به هم په خپل منځ کې یو او بل ته ښکنځلې کولې. دوی به دومره بې نزاکته وو، چې یو او بل ته به يې د پلار، مور، دین، ایمان او هر څه ته پوچ ویل.»

 وروسته افسرانو خپلو سرتېرو ته وښودل چې له ډوډۍ خوړلو مخکې خپل لاسونه په صابون ووينځي. روی پاک، برس، کریم، د بوټانو برس او رنګ سرتيرو ته حواله شول. له يوه او بل سره د ښو اړيکو طريقه د افسرانو له خوا وښودل شوه. سرتيرو قسم یاد کړ چې نور به يوه او بل ته پوچ ویل نه کوي.

له دې وروسته افسرانو د ښکنځلو او د سرتېرو د ډبولو حق نه درلود. تر ډیرې کمې مودې وروسته په واقعي توګه د دوی په منځ کې بې له زور او جبر پوځي ډسپلين ټينګ شو.

پتروف لیکي:

«پخوا به عامو خلکو هم د سرتېرو په څیر ښکنځلې، چيغې، جنګ او جدال د غيرت او زړورتیا نښې ګڼلې او ویاړ به يې پرې کاوه.»

اوس سرتېري پوځي قطعه د خپل عبادت ځای بولي، په همغه اندازه چې يوه کس ته معبد مقدس دی، سرتيرو ته خپله پوځي قشله سپیڅلې وه.

دوی په هغو ميرمنو ته چې د دوی سره به يو ځای په خدمت کې وي، د خور او مور په سترګه کتل او د هغوی په مخکې به يې لا مودب او اخلاقي چال چلند کاوه.

افسرانو به خپلو سرتيرو ته ويل، په کاغوش کې لاړې مه تو کوئ. په ښکنځلو د کاغوش فضا مه خرابوئ.

په پوچو خبرو د نورو غوږونه چټلوئ. دوی به ورته ويل، ښکنځلې کول د سپي له غږ څخه هم بد تر دي. ښکنځلې کول بې ادبي ده. که غواړئ چې خپله زړورتيا په اثبات ورسوئ، نورې لارې هم ډیرې دي. ورزش وکړئ، لامبو ووهئ، منډې او خيزونه ووهئ، په غونډو کې ګډون وکړئ، ښه او ګټور کتابونه ولولئ.

افسرانو به خپل ټول وخت له سرتېرو سره په ښوونه او روزنه کې تېراوه او د سرتيرو د بوخت ساتلو له پاره به يې ډول ډول تفريحي پروګرامونه جوړول. د هيواد ملي ویاړونو کیسې به يې ورته کولي او ښې او ښکلې منظري به يې د پروجکتور په واسطه ور ته ښودلي.

افسرانو به ترخیص شوو سرتېرو ته ویل، کله چې خپلې سيمې ته ځئ، څه مو چې دلته زده کړي دي هلته يې نورو ته ورزده کړئ. تاسو بايد هغوی ته د ښو او روزل شوو انسانانو بيلګه وئ.

 دوی په اردو کې داسې ټولګي هم را منځ ته کړل چې نوم به يې مرګ وو، ځکه تر اخرنۍ سلګۍ پورې به جنګيدل او هيڅ وخت به شا ته نه تلل.

پتروف  په دوام لیکي:

«سرتيرو به له ځانونو سره تل داسې زمزمه کوله، ژوند د هېواد د پرمختګ او سر ورکول د هېواد په لاره کې ستر ویاړ دی.»

افسرانو به سرتېرو ته د عسکري علومو تر څنګ د غنمو د کرلو، د باغونو د جوړولو، د حيواناتو د روزلو، د مدنې ژوند کولو او د کوچنیانو د پاللو لارې چارې هم ور ښودلې.

دوي به ویل دا سمه ده چې انګلیسي ټوټې، فرانسوي بوټونه او په ټوله کې بهرني توکي خوندور او ښکلي دي، خو د خپل هيواد له توکو ګټه پورته کول، هيوادنۍ مینې ته وايي او ولې موږ ونه شو کړای چې د هغوی په څير څیزونه په خپل هيواد کې جوړ کړو.

افسرانو به خپلو سرتيرو ته ویل، که تاسو خپلو کورنيو او خپلو وطنوالو ته د ښه ژوند کولو بیلګې شئ ټول ملت به پر تاسو وياړ کوي. په یاد مو دي چې کله په لومړۍ ورځ قطعې ته راغلئ، د خامو موادو په څېر وئ او کله چې اوس ترخیص اخلئ د الماسو په څير کلک او قيمتي خپلو کورونو ته ځئ.

سرتيرو به کوښښ کاوه چې افسران له ځانه ناراضه نه کړي. هغوی ته به يې د مشر او مربي په سترګه کتل او تل به يې له افسرانو سره د ښو اړيکو يادونه کوله.

  پتروف لیکي:

«وروسته له دې قطعه د مسخرو ځای نه بلکې په ښوونځي بدله شوه. پلرونو او ميندو به خپلو شوخو اولادونو ته ویل، د عسکرۍ وخت دی نږدې دی اصلاح به شي. نورو به ویل، یوازې عسکري قطعه يې اصلاح کولای شي. د تنبل او شوخو کسانو د اصلاح ځای یواځي عسکري قطعه ده او بس.»

سپین­ږيرو به ویل، ړانده وو، نه پوهېدو، ځکه مو بد ژوند درلود. شکر چې اوس مو ځوانان د ژوند په طريقه پوهیږي.

پتروف وايي:

«وروسته له دې عسکري قطعاتو د ځوانانو د روزلو په برخه کې د ملت له پاره د خمیرې رول ادا کړ، لکه خمیره چې اوړه پخولو ته اماده کوي.»

د افغانستان وسله وال ځواکونه چې د هېواد د پت او عزت ساتلو دنده پر غاړه لري. په روزلو کې يې باید له هېڅ ډول کوښښ او زيار څخه ډډه ونه شي. هېوادوال د دې حق لري چې د خپلو اولادونو پوښتنه له مسولینو څخه وکړي.

دوی حق لري چې ووايي، موږ خو خپل د زړه کترې تاسو ته سپارلي دي. تاسو يې په روزلو او ساتلو کې تر کومه حده زيار ویستلی دی، که یوازې مو د يوه نوکر او کنيز په څیر ورته کتلي دي؟

 سرتېري بايد له هېواد سره د مينې په روحیه و روزل شي. هغه لارې چارې ورته وښودل شي چې په راتلونکي ژوند کې د نورو له پاره د ښه ژوند بېلګه وي. نه دا چې له دوی څخه فاسد، غل، چرسي او ډاکو جوړ شي.

پر هېواد مئین او ښه افسران يوازې د سرتېرو ورونه او مشران نه دي بلکې تر څنګ يې د هغوی ښوونکي او لارښود هم دي.

دوی د سرتېرو په مقابل کی مسولیت لري ځکه سرتېرو خپل ځان دوی ته تسليم کړی وي. نو په دې خاطر افسران د سرتېرو د روغتیا، روزنې، د شخصیت جوړولو او شخصیت ورکولو مسئول هم دي. دوی بايد سرتېرو ته د ښو اخلاقو او سمه لار وښيي. له هېواد سره د مينې درس ورکړي. د سولې او جګړې پر وخت هېواد ته د خدمت کولو طريقې ورپه ګوته کړي.

پتروف وايي:

«فلندیانو په خپل ټینګ هوډ سره خپل پوځي قطعات د ملت د روزلو په ښوونځيو بدل کړل.»

نو ځکه ورته وايي:

«د ملت مکتب/ پوځي قطعه »

زموږ مسئولین او افسران هم کولای شي چې خپل پوځي قطعات او جزوتامونه د ملت د ځوانانو له پاره په ښوونځيو او پوهنتونونو بدل کړي. دا څه کوډې خو نه دي، چې فنلندیان يې کولای شي موږ يې هم کولای شو، خو د فلندیانو په څیر ټينګ هوډ ته اړتیا لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.