The news is by your side.

پټه وینا

محمد مصطفی سمون‎

0
پټه مانا سړی په فکري لحاظ د یوې موضوع د پلټنې لپاره بیداروي، ذهني بوختیا ورته پیدا کوي، د دې په لټه کې وي، چې څنګه د مانا پټې زاویې راوسپړي او د متن مطابق یې تحلیل کړي. زموږ د هر یوه وینا پټ اړخونه لري، ځینې خبرې مو مبهمې او ځینې د پوهاوي وړ وي. د مبهمو خبرو په سپړنه کې له یوه جوابه څو څو پوښتنې پیدا کېږي لکه په لاندې بېلګه کې:
الف: د احمد د پلار له مړینې خبر یې؟
ب: نه وروره!
الف: یوه اونۍ یې د پلار له مړینې نه وه تېره چې ځان ته یې موټر واخیست .
ب: موټر یې اخیستی؟
الف: هو هغه هم لوړ ماډل.
دې بېلګه کې موږ له ډول ډول تعبیرونو سره مخ کېږو، پلار یې ښکلی کتابتون درلود او هر ډول کتابونه یې لرل د مړینې وروسته یې د زوی چلند ښودل کېږي.
د کتابونو ډېروالی، د کتابونو ګران والی، د کتابونو نه ارزښت دې کس ته، د زوی بې وفایي, د زوی بې‌پروايي, د ټولنې د نرخ او دود له پامه غورځول او داسې نور. له دې پوښتنو څخه د موضوع ډېر اړخونه راسپړل کېږي، چې مانیز چاپېریال د هرې وینا څخه د متن مطابق بېلابېلې ماناوې را په ګوته کوي.
 پاس مو ولیدل چې د مانا د څرگندتیا ترڅنګ د دومره تعبیرونو شتون د سړي په ذهن کې رنگارنګ خبرې فکرونه راپورته کوي. دا د دې مانا ورکوي، چې د سر پټې مانا تر څنگ څرګنده مانا هم د څو اړخونو له لارې څېړل کېدای شي او له رنګارنګ ماناوو سره مو مخ کولای شي.
کاروونکې نظریه د بېلابېلو توپیرونو په اړه, چې د کلمو د لفظي مانا او مضمون تر منځ تړاو پکې د لیدو وړ دی، ډېرې خبرې د کولو لپاره لري. کله چې دې نظریې په لومړي ځل پښې ټینګې کړې، د مخکې تګ له نظریاتو څخه وه، هڅه یې کوله، چې د مشخص نظام په لرلو سره، د مانا او مضمون ترمنځ توپیر وښیي.
په پایله کې د کارونپوهنې په بنسټیزو لاملونو کې راغله. له دې سره سره د لفظي او قصدي مانا ترمنځ نور اړخونه هم شته. خو کاروونکې نظریه يې په ښه توگه مشخصولای نه‌شي. د ژبې کارونه د مضمون د منل شویو ډولونو په وروستي حد کې هم د وړاندیز شوې طرحې د فهرست او بېلابېلو نقشونو په مټ, چې ژبه يې ترسره کوي, خپل ځای ته رسېدای نه‌شي. “سرل” مدعي و، چې د کارونې اصلي فهرست او د ژبې نقشونه په حقیقت کې کم دي.
او دا چې د نقشونو تعیين یا هغه نقشونه چې د یوه ویناوال مقصد وي، یو خاص موقعیت دی چې په اړه يې اصولي کړنلارې شتون لري؛ نو د دې لپاره له بېلابېلو لارو ګټه اخستل کېدای شي. هغه څه چې لفظا یې وایو او هغه څه چې زموږ هیله وي, راښیي. کېدای شي، چې د بېلابېلو لارو او په غیر رسمي ډول خپل پیغام بل ته ورسوو. خو د پیغام د فهرست په بنسټ د مضمونونو په توگه مشخص نه وي.
موږ په اصل کې هغه څه ته اړ یو، چې په کړنلاره کې توصیف شوي دي او دا راته روښانه کوي، چې موږ څنګه پوه شو، په کوم ځای کې کلمې لفظي او چېرته غیر لفظي کارول کېږي. که وشي چې داسې لار مشخصه کړو، چې څنګه د غیر لفظي مانا په ماهیت باندې پوه شو, نو دا مو باید په یاد وي، چې د کارونپوهنې په علم یا پر هغه خبرېدا,  چې د ټولو جملو  صدقوالی ( رښتیاوالي)  په ژبه کې پروت دی, هېڅکله د متن له شرایطو او خبرېدا سره یو شان نه ده. هغه شرایط او متن چې ویناوال يې د مانا انتقالول غواړي, باید صادق وي, چې د مانا په مشخصولو کې ډېر مهم دي، مگر هغه ټولې خبرې چې د مانا په اړه دي, موږ ته یې ويلای نه‌شي. حتی په هغو مواردو کې هم چې لیدل کېږي، د وینا کوونکي مقصد له لفظي مانا سره توپیر لري; نو هغه څه چې ویل شوي موږ باید هغه د پیل په توگه وگڼو او ځان  پرې پوه کړو.
 د مانا د ښه پوهېدو لپاره, چې موخه مو د اطلاعاتو زیاتول وي, يا چې د قصدي او ضمني مانا پر لفظي مانا باندې د پوهېدو لپاره یا د هرې پټې وینا په اړه چې اطلاعات بیانېږي، نو هغه څه چې ویل کېږي، پکار ده انتقال ومومي.
 پټه قراردادي وینا, د گرایس په طبقه بندۍ کې د مانا په ډولونو کې شته، چې پر توپیر سربېره هغه څه چې ویل کېږي او لیدل کېږي، د کلمو له واقعي  مانا سره کارول کېږي. دغه پټه وینا پر مداخلې سربېره د هغو ټاکلو کلمو لپاره چې ويل کېږي, کارول کېږي او دا ښیي چې د یوې خاصې پټې وینا د رامځته کېدو لامل کېږي. گرایس یې د پټې قراردادي وینا په نامه نوموي.
په لاندې بېلگو کې یې گورو.
۱:هغه یو افغان دی؛ نو ځکه زړور دی.
۲:هغه یو افغان دی، هغه زړور دی.
یوازینی توپیر په پاسنیو بېلگو کې د (نو ځکه) قید دی.
گرایس دا بحث نور هم پر مخ بیایي، په لومړۍ بېلگه کې یو قید په یوه پټه وینا کې ځای پر ځای کوي. یعنې دغه پټه مانا چې مرجع یې د هغه نومځری دی، په جمله کې هغه زړور دی. حقیقي پایله یې د هغه افغانیت دی.
د پټې وینا د مکالمو د پوهېدو لپاره باید د ژبې د کارولو په وخت کې د یوې فقرې په کچه پوه وو. هغه څه چې ویل کېږي، د دې لپاره چې اورېدونکی د پټې مانا په پوهېدو کې ورسره مرسته وکړي، دا پوهېدل ورته بسنه نه کوي، اورېدونکی دې داسې فرض کړي، چې وینا کوونکی د ژبې ټولو اصولو ته پام کوي. د متن د فقرې بېلابېلې برخې په نظر کې نیسي. گرایس دا ډول پټې وینا ته د پټې وینا مکالمې وایي. له پټې قراردادي وینا سره به توپیر ولري، چې د متن په بېلابېلو برخو کې پېښېږي. مګر د پټې وینا د هرې مکالمې  په مانیز وينايي چاپېریال کې انتخاب پکار دی، چې له مانا سره د وینا قوت ښکاره شي؛ نو څومره چې د پټې وینا بالقوه اړخونه کمزوري وي، همغومره پټه وینا شاعرانه کېږي،  او دا په دې خاطر چې هغه متن شاعرانه دی.
 ماخذونه
۱: چپمن، شیوان(۱۳۹۸), معنی کاربردشناختی, (ترجمه: کورش صفوي) تهران: نشرعلمی.
۲:صفوی، کورش (۱۳۹۸)، روایت، تهران:نشرعلمی.
(Visited 24 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.