The news is by your side.

پېغلې فاطمه خلیل ته د هغې د پلار ځینې یادښتونه

0

ارواښادې پيغلې فاطمه (خلیل) د مظلومانه وژنې او ژوند په هکله د هغې د په زړه زخمي او بو‌‌‌‌‌‌ډا پلار د ځينو یادښتونو یادونه

زه ځکه نوموړې ته د “شهيد” کلمه نه استعمالوم چې پدې ټولنه کې حتی نړیوال تروریست ته د یو هېواد د واکمن له خوا د شهيد خطاب شوی دی. همدارنګه ‌‌‌‌‌‌ډيرو نورو جنګسالارانو او قاتلینو ته د “شهید” لقب ورکړل شوی دی.

زه نه غواړم چې خپله معصومه او ګرانه لور مې د هغوی په ردیف کې وشمیرم.

 تر هرڅه ړومبی د فاطمه خلیل لڼډ ژوند لیک په هکله چې زما په. ذهن کې شته ږغیږم اویادونه یې کوم

فاطمه خلیل د حلیمې خلیل او خلیل احمد خلیل لور چې د ۱۳۷۶ هجري لمریز کال د غبرګولی (جوزا) دمیاشتې پر ۲۸مه نیټه په یو غریبه کورنۍ کې وزیږیده. د نوموړې ارواښادې ځيرکتیا د پيدایښت د لومړیو ورځو څرګنده او ښکاره وه. دا ځکه چې په هغه وخت کې د نوموړې د کور څنګ ته یو ګاوڼډي په قفس کې یوه مرغۍ ساتلې وه او هر وخت به یې اوازونه کول چې نوموړې د خپل ژوند په لومړنیو میاشتو کې د ژړا پر ځای د هغې مرغۍ اوازونه ایستل.

 پر پښو دولاړیدو سره سم خبرې کول پيل کړل. کله چې د پنځو کالو په عمر ښوونځي کې شامله شوه نو هر وخت به یې د ښوونځي په درسونو کې لوړې نمرې اخیستې او ممتازه زده کوونکې وه چې تر اووم ټولګي پورې یې د کابل په الفتح لیسه کې زده‌کړې سر ته ورسولې. وروسته یې دافغان – ترک د ښځو لیسې ته د امتیازي شمولیت له پاره، د کابل د ‌‌‌‌‌‌ډيرو زده‌کوونکو په شمیر کې په آزموینه کې برخه واخیسته او په هغه آزموینه کې په لوړو نمرو بریالۍ او په نوموړې لیسه کې یې خپلې زده‌کړې په بریالۍ توګه سرته ورسولې.

بیا یې د قرغزستان په هېواد کې د امریکایې پوهنتون کې د زده‌کړو په پار په آزموینه کې برخه واخیسته. په نوموړي پوهنتون کې یې د څلورو کلنو په جریان کې د انتروپولوژي په څانګه کې په بریالۍ توګه دیپلوم ترلاسه کړ او فارغه شوه. د کورنۍ غړو یې ورته وویل چې بس دی یو څه وخت استراحت وکړه، خو نوموړې د زده‌کړې سره ‌‌‌‌‌‌ډيره مینه او علاقه لرله نو یې وکولای شول چې د کورنۍ غړو قناعت ورکړي او یو کال نور یې د بشري حقونو په برخه کې زده کړې وکړي او په نړیوالو بشري حقونو کې یې هم دیپلوم او تخصص لاسته راووړ.

نوموړي په پښتو، دري، ترکي، انګلیسي، روسي او اردو ژبو کې په فصاحت سره خبرې، لیک او لوست کول چې تر فراغت وروسته فاطمه خلیل ته د نړۍ په هره سیمه کې د دندې او کار کولو زمینه برابره وه خو نوموړې د هېواد، هېوادوالو او خپلې کورنۍ سره د مینې له کبله هېواد ته راستنه او د بشر ي حقونو په برخه کې یې دنده پيل کړه چې د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د چنګاښ د میاشتې پر اوومه نیټه د هېواد د پرمختګ د دښمنانو له لوري پداسې حال کې چې په هیڅ جنګي لوري پورې یې تړاو نه درلود په مظلومانه توګه په قتل ورسېده؛ روح دې یې ښاد او یاد به یې د تل له پاره زموږ سره ژوندې پاته وي.

 څنګه چې فاطمه خلیل د خپلې کورنۍ کوچنۍ او نازولې لور وه له دې کبله په کورنۍ کې فاطمه خلیل ته د “نتاشې” په نامه ویل کېده ځکه زه د یو په زړه زخمې پلار په توګه د نتاشي په نامه غږ کوم.

 زما په زړه پوري ګرانې لورې نتاشې! نه به تاته معلومه وي او نه هم موږ ته معلومه ده چې مرګ ښه شی دی که بد، خو زما په نظر مرګ هغه حالت دی چې انسان په کې د ژوند د دردونو او خوشحالیو له احساس څخه خلاص شي. خو مور، پلار، خوندې، وروڼه، دوستان او نور خواخوږي یې په زړونو زخمي پاته شي او د غمونو سره یې سر شي. مونږ به د ژوند تر ورستۍ شیبو پورې ستا د غم له کبله کړیږو. هغه ارمانونه چې تا د انسانیت د ښيرازۍ لپاره لرل، نیمګړي پاته شول.

 نو زما ګرانې لورې نتاشې! زما زړه ستا په مرګ سره زخمي دی. ‌‌‌‌‌‌چې غم راباندې زور شي وایم دا زړه مې را وباسم چې بې حرکته پاته شي او سر له دیوال سره وجنګوم چې ماغزه مې راووځي او د فکر کولو څخه پاته شي. خو دا کار نه کوم ځکه په مغزو کې مې ستا د ماشومتوب، د زده کړو د دورو او د بشریت لپاره د کار د وخت یادونه دي نو کوښښ کوم چې سالم واوسي. همدارنګه د مغزو د سالم ساتلو لپاره هم تلاش کوم چې سالم وي هلته ستا د ماشومتوب او بیا د لویوالي تصورات موجود دي. کله چې به زه د یو چا د خیانت او بد سلوک له کبله احساساتي شوم تا به ماته ویل چې بابا جانه ته ځان د یو خاین او بد سلوک انسان سره په یوه ترازو کې مه تله. او زه به دې د خپلو علمي او منطقي خبرو له لارې سم فکر کولو ته اړ کړم.

 نو ګرانې نتاشي لورې! که ته د یوې خوا زما ګرانه لور وې، له بلې خوا زما استاده وې نو ستا نیکې مشورې، کار او لار ښوونې به نورو انسانانو ته څومره ګټوري تمامې سوې وي. له دې کبله ته یوازې زما او خپلې مور لور نه وې بلکې د هېواد قهرمانه لور وې چې د تورمخو، کرغیړنو، د انسانیت د پرمختګ د دښمنانو له خوا په قتل ورسېدې.

ګرانې لورې! تا لږ ژوند وکړ خو د افتخار او ویاړ څخه ‌‌‌‌‌‌ډک ژوند دې وکړ. ستا هدف او غوښتنه په هېواد کې د یو سوله‌ایز، سوکاله او متمدن محیط رامنځته کول وو خو دا مقدس ارمانونه دې خاورو ته یووړل. ګرانې لورې! ته په واقعي توګه یو اتله، زړوره لور وې. تا د هېواد لپاره ځان قربان کړ. تا به ماته ویل چې موږ باید د انسان د حقونو څخه په سوله‌ایزه توګه دفاع وکړو. ګرانې لورې! تا د خپل هېواد د خلکو د امنیت او دفاع په لاره کې خپل ژوند قربان کړ. خو د هېواد او خلکو دښمن ‌‌‌‌‌‌ډير ذلیله، ‌‌‌‌‌‌ډارن، بې‌غیرته، پست فطرته دی. نه دمخامخ جګړې غیرت لري او نه هم د هېواد استعداد لرونکي واقعي او زړورو کسانو تحمل کولای شي. ستا علمي او منطقي زړورتیا ته سلام.

 ګراني لورې! ما تاته د خپل ژوند کیسې کله ناکله کولې. ما هم هیڅکله د بستر مرګ نه دی خوښ کړی. خو تا راڅخه یوړه او کامیابه شوې او ماته دې د ناکامۍ پارچه په لاس راکړه او پخپله دې د انسانیت او بشریت دحقونو د ترلاسه کولو د مبارزي په لاره کې له ویاړ څخه ‌‌‌‌‌‌ډک مرګ قبول کړ. زه د خپلې ناکامۍ نمرې ستا په ویاړونو کې پټوم. زه که د یوې خوا ستا د مرګ غمونو او ویر ‌‌‌‌‌‌ډير کمزوری کړي یم له بلې خوا ستا له ویاړه ‌‌‌‌‌‌ډکې مبارزې او قرباني ماته د ژوند قوت رابخښي.

ماته یو شمیر کسان چې درک نه لري وایې چې دې معصومې بې ګناه انجلۍ نو څه کړي وو چې د تروریزم ښکار وګرزیده. خو پدې نه پوهیږي چې تا خو د ارتجاع، جګړه‌مارو او هغه انسان‌دښمنه کسانو پر وړاندې مبارزه کوله چې هر وخت یې د نورو د جهالت څخه په استفاده د هېواد د خلکو پر اوږو سپاره د عیش او عشرت ژوند تیر کړی دی او تیروي یې، او ددې خلکو د ناپوهۍ او جهالت څخه په استفاده د دغه جاهلانو پر وینو لوی لوی تجارتونه کوي. ځکه نو تر ټولو مخکې دوی د پوهې او علم دښمنانان دي او بیا د انساني حقونو دښمنان دي. نو هغه څوک چې د پوهې او علم په جامو پټ وي او خپله علمي انرژي د خلکو د سترګو څخه د تورتم د تاریکې پردې د لرې کولو لپاره لګوي او پدې لاره کې مبارزه کوي هغوی ددې هېواد او نړیوالې ارتجاع ښکار ګرځي.

  زما ګرانې لورې! که څه هم زه د خپل احساس له مخې ځان نه شم بخښلای، هغه ددې کبله چې ته مې پدې وطن کې کار کولو ته وهڅولې. پدې وطن کې فرعوني خدایان ‌‌‌‌‌‌ډير دي هر هغه څوک چې ‌‌‌‌‌‌ډيرې وینې یې توې کړې وي او ‌‌‌‌‌‌ډير انسانان یې وژلې وې او د انسانانو پر وینو یې ‌‌‌‌‌‌ډير تجارت کړی وي هغه نه یوازې د خپلو جنایتونو له کبله بخښنه نه غواړي بلکې په هغه جنایتونو او د انسانانو په وژنو افتخار او ویاړ کوي. دوی د خپلو دغو جنایتونو له لارې پر ولس باندې خپله فرعونې خدایي ته دوام ورکوي او ټولنه هم په ناپوهۍ او جهالت کې داسي غوټه ده چې په دې فرعوني خدایانو پسي لکه پسونه داسي روان دي لکه د نړۍ په لرغونو وختو کې چې فرعونانو به پر غلامانو او ولسونو خدایې حکمونه جاري ساتل. او کله چې به مړه شول، مجسمې به یې جوړیدلې او جاهلو انسانانو به هغه مجسمو ته سجدې کولې.

 وس په افغانستان کې هغه حالت دی چې فرعونان په ژوند کې د ولس د مرګ ، قتل او ترور واک لري او کله چې مړه شي د عامه شتمني ‌‌‌‌‌‌ډيره برخه د هغوی پر قبرونو اومزارونو لګیږي. او پر هغه سربیره هر کال د هغوی د تلین په ورځو د نمانځنې په غوڼډو کې د ملت د شتمنۍ څخه ‌‌‌‌‌‌ډير څه مصرفیږي او دا غوڼډې او لاریونونه د عام ولس پر وړاندې د تاوتریخوالې سره هم مل وي.

 ګرانې لورې! ویل کېدل چې د هر فرعون په وړاندې موسی (ع) پيدا کیږي خو زموږ په ټولنه کې د فرعونې خدایانو پر وړاندې د کوم موسی څرک نشته او نه یې امکان تر سترګو کیږي. زما ګرانې لورې نتاشې! ستا د ژوند ځلانده خاطرې ‌‌‌‌‌‌ډيرې زما په ذهن کې پورته او کښته کیږي، خو هره خاطره چې دې لیکم زړه مې په دربیدو شي او توان له لاسه ورکړم. زه پوهیږم که ته ژوندۍ وای او زموږ دا حالت دې لیدلای، ‌‌‌‌‌‌ډيره به ځوریدلې ځکه تا هر وخت د خپلې کورنۍ، ځان، خپلو دوستانو او ټولو خلکو خوشحالي غوښتله. ځکه زه هم نور ستا د روح د خوشحالۍ لپاره نور څه نه لیکم. ستا روح دې ښاد او یادونه به دې زموږ سره هر وخت ژوندې پاته وې.

ستا پلار، خلیل احمد خلیل

(Visited 100 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.