The news is by your side.

ځانګړې ورځې او زموږ چلندونه

عزیز انیس  

0 8

     نن د معلولینو نړیواله ورځ وه. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ګڼ شمېر معلولین لري، خو بیا به هم ډېر کم معلولین په دې خبر وي، چې د ډسمبسر ۳- مه نېټه زموږ لپاره ځانګړې شوې. معلولین د دې ټولنې یوه عاجزه، غریبه او ناوسه طبقه ده. څومره ښه به وه چې نن ورځ موږ همدا معلولین خوشاله ساتلي وای، پر شنډو مو ورته موسکا راخوره کړې وای، څو شریک انځورونه مو ورسره اخیستي وای… ایا دا کارونه د معلول کورنۍ او ملګرو نشوای کولی؟ خو نه مو دی کړي. د معلولینو ورځ خو به یوې خواته کړو، ځکه زموږ میډیا، حکومت او فرهنګپالانو د دې ورځې د عامېدو لپاره کوم ځانګړی کار نه دی کړی، خو موږ د نورو عامو شویو ورځو په مقابل کې هم بې غوره یوو.

    موږ د کال په اوږدو کې ځینې ځانګړې ورځې لرو، مثلن: د مور ورځ، د ښځو ورځ، د فرهنګې میراثونو د ساتنې ورځ، د ښوونکي ورځ، د ملي بیراغ ورځ… دا ورځې په دوه ډوله دي، یو یې ملي دي او بل یې نړیوالې. نړیوالې ورځې د نړۍ په اکثریت هېوادونو کې نمانځل کېږي او ملي ورځې یوازې زموږ په هېواد کې نمانځل کېږي. خو موږ د دې ورځو په مقابل کې دوه ډوله چلن کوو. یو شمېر خلک همدا ورځې د فیشن او ځان موډرن ښودلو په خاطر نمانځي، خو هغه حق چې په همدې ورځ باید د دوۍ مستحقینو ته ورکول شي، نه دی ورکړل شوی. یو شمېر نور بیا دا کار د فرهنګ او دین خلاف ګڼي.

     کله چې د مور ورځ وي، نو ګڼ ځوانان لیدل کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې به یې مور ته مبارکۍ ترڅنګ خواږه الفاظ کارولي وي. خو که ترې وپوښتې چې ایا ستا مور فیسبوک لري چې ته ورته په فیسبوک کې مبارکي ورکوي؟ ممکن دی ووایه چې دا کار مې د دې لپاره کړی چې نور ځوانان متوجه شي او د مور قدر وکړي. خو که بیا وپوښتل شي چې ایا د مور په ورځ دې مورجانې ته په کور کې کومه تحفه ورکړې؟ د هغې د خوشالولو لپاره دې یو کوچنۍ پارټي جوړه کړې؟ تشه مبارکي دې ورکړې؟… ډېرو کمو ځوانانو به دا کار کړی وي.

     هغه غونډې چې د همدې ورځو په مناسبت جوړېږي، په هغو کې زموږ ګډون هم د احترام او درنښت پر ځای کولو په خاطر نه وي، بلکې همدا ورځې د خپلو اهدافو د تعقیب یوه وسیله ګڼو.

     له دې مغراضانه چلن ورهاخوا یو شمېر بنسټپاله ځوانان د دې ورځو د نمانځلو مخالف دي. دوۍ د خپل اختلاف لپاره بېلابېل دلایل بیانوي. مثلن: درته به وايي چې څه اړتیا ده چې د پلار په نوم ورځ ونمانځل شي، موږ ته خو دین امر کړی چې هر وخت د پلار احترام وکړئ. هره ورځ د پلار ورځ ده، که تاسو یوازې یوه ورځ د پلار د ورځې په نامه نوموئ، نو دا خو په دې مانا چې په نورو ورځو کې د پلار احترام مه کوئ. دوۍ ته باید وویل شي چې د دې مانا دا نه ده چې همدا یوه د پلار د احترام ورځ ده، بلکې په همدې ورځ موږ ته دا احساس پیدا کېږي چې زه باید د خپل پلار خاطر وکړم، هغه قربانۍ چې زما لپاره یې ورکړې دي، په هغو فکر وکړم. ورځې خو ټولې د خدای ورځې دي، ولې یې ځینې د اختر، ځینې د روژې، ځینې د عرفې ورځې ټاکلې دي؟ دا د دې لپاره ځانګړې شوې، چې خلک ځانګړی کیفیت ترې محسوس کړي.

     څو کاله مخکې په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکی وم. زده کوونکي دې خیر یوسي، هر وخت یې زموږ اکرام او عزت کړی، خو هغه ځانګړی عزت او اکرام چې د ښوونکي په ورځ یې راته راکړی، هېڅ وخت به مې هېر نشي. په دې ورځ زه متوجه شوم چې ته د دې ټولنې یوه مهمه عضوه یې. دې خلکو ته زیار او زحمت ګالل، بې ځایه نه دي. په ټوله کې په دې ورځ لا زیات کار ته وهڅېدم.

     زموږ په هېواد کې د خوشالۍ موقع ګانې ډېرې کمې دي. امید دی چې همدغه ځانګړې شوې ورځې د خوشالیو موقع ګانې وبولو. د څه لپاره چې دا ورځې ځانګړې شوې، حق یې ور په ځای کړو او د خپل فرهنګ د غِنا لپاره له همدې ورځو استفاده وکړ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.