The news is by your side.

ځوانان باید د بحران مدیریت کې رغنده رول ولوبوي

0

-عبدالله ساپی

 په ټولنه کې د ځوان له انرژۍ، تخلیق او تولید څخه هیڅکله انکار نشي کیدای، همدوي دې چې د بدلون او انقلاب سرلاري دي. د عربي نړۍ وروستي بدلونونه د ځوانان له انرژۍ د باتدبیره ګتې اخیستنې غوره بیلګه ده. څرنګه چې ځوان د متحرکې او ځواکمنې قوې څښتن دی په هماغه اندازه مثبت او منفي لوري درلودای شي، د هیواد څلويښت کلنه جګړه یا په مستقیم ډول د ځوان وجود او ځوان فکر پر مټ او یا هم په غیر مستقیمه توګه د ځوانانو له انرژۍ، زړورتیا او تعهد نه په ګټې اخیستنې پر مخ وړل کیږي. په روانه جګړه کې د نظام په دفاع او د نظام پر وړاندې سنګرونو کې پراته ټول ځوانان دي همدارنګه له کوره په مزدورۍ او خوارۍ پسې وتلي په لار او ښار کې د بم ښکار کې د ځوانانو شمیره لوړه ده. پوښتنه دا ده څه شي اړ کړم چې په دې اړه یو څه ولیکم ؟؟ کوم عوامل دي چې تر تاسې رسول یې اړین بولم ؟؟

 ځواب : مبهمې او ویرونکی راتلونکی، د ځوانانو پراګنده او خورې ورې هڅې، د ځوانانو تر منځ فاصلې، له ځوانانو په هره سیاسي او ټولنیزه هڅه کې له ګټې اخستنې وروسته د دوی بی سرنوشتۍ، د جنګ په دواړو خواو کې د ځوانانو د سینو سپر کیدا، د ځوانانو د مړینې له کبله د پیغلو کونډو غم او واویله، د افغان ځوان په ځان بې باوری، بې هدفه او بې پایلې خوځښتونو، د افغان ځوانانو بی سارې انرژۍ او زړورتیا او د افغان ځوان د مسولیتونو څخه بې خبري او ډار او داسې بلها نورو فکتورونه دی چې زه یې په اړه په لیکلو اړ کړم! راځم اصل مطلب ته ! په ولسواکۍ کې هغه څوک ډېر مهم ګڼل کیږي، چې خوځنده وي، فکر وکولای شي او د فکر د عملي کولو لپاره لازمي وړتیاوې او انرژي ولري، افغان ځوان یو له همدوي څخه دی.

له (۲۰۰۱) کال راهیسې ځوانان په ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي هڅو کې بوخت دي. منډې ترړې او خوارۍ یې ګاللي او د ښې راتلونکې په پار کله کله له یو بله جلا شوي، په یوازې ځان یې د موخو د ترلاسه کولو تکل کړئ او یا یې له نورو سره د لاس ورکولو هوډ کړی دی، او ډیرو یې د بېلا بېلو مجبوریتونو له کبله دغه مزل نیمګړی پریښی! هغوي چې لا هم دې کاروان کې مزل کوي او یا نوي ورداخلیږي او د دوي څنګ کې مزل کوي ممکن یوه ورځ ځان او خپل ملګري وپوښتي ! آیا د دې دومره وخت او منابعو د پانګونې پایله قانع کونکې ده ؟؟ آیا تر لاسه شوې ګټه له هر اړخه د مصرف شویو منابعو په مقایسه د محاسبې وړ ده ؟؟ آیا د ټولنې/حرکت غړي مو لا هم هاغه صمیمیت او د نظر یووالی لري؟؟؟

که ځواب نه وي او یا هیڅ ځواب ونلري نو اړینه ده چې علتونه او عوامل یې ومومي او یا لږ تر لږه یې په اړه بحثونه راوچت کړي. د فرضیو په ډول لاندې څو بیلګې مطرح کولای او بحث پری کولای شو. ۱: ډیر کله ځوانان په خیالي او ارماني اهدافو اتکا کړئ او د ژر نه ترلاسه کیدو له امله ناهیلي شوي او خوځښتونه یې له منځه تللي. ۲: کله کله له ځوانانو د وسیلو په توګه د لنډ مهال لپاره ټولنیزه او سیاسي ګټه اخیستل شوې او بیا بېرته تیت و پرک کړل شوي تر څو له احتمالي فشار ډلې رامنځته کیدا او د دوي په ځواک بدلون څخه مخنیوی وشي ۳: ځینې وخت ټولنې له بنبست او معما سره مخ شوي ځکه نه یې ماموریت څرګند او واقعي و او نه یې لرلید درلود او کېدای شي دا کار د بی سوادۍ او یا کم سوادۍ له امله وي. ۴: ځینې حرکتونه او خوځښتونو د ټولنیز وضعیت د اړتیاو په اساس ټول لوري په خپله لمن کې نه دي رانغاړلي، د مثال په ډول په ادبي ټولنه کې یواځې لیکوالان او شاعران راټول شوي خو د ټولنې بل قشر پکې خپل ځای ندی موندلای. ۵: ځینې ټولنې او خوځښتونه بیا له دې امله ړنګ شوي چې د وګړو د ځانغوښتنې او یو بل د زغم مدیریت یې په سمه توګه ندای کړای شوی او یا د یو شمیر کسانو لخوا ولجه شوي. ۶: ډیرې ټولنې او ټولګي له دې امله تس و نس شوي چې د ښکیلو کسانو توقعات، مادي او معنوي غوښتنې پکې ندي ترلاسه شوي.

عوامل او ستونزې که هر څه وي، ممکن پورته یاد شوي عوامل بسنه ونکړي او په دې اړه بیلا بیل نور ډیر نظرونه شتون ولري، خو یوه خبره جوته ده چې د افغان ځوان رسالت، دنده او مسولیت دومره دروند او ډیر دی چې حتا په اسانۍ نشي درک کیدلای.

(۴۰) کلنې جګړې او په تیزۍ سره بدلیدونکې نړۍ دا بار لا دروند کړی.ممکن له دې امله هوښیار او زیرک ځوان اغیزمن شي ولی له دې زیات اړ دی، د څو پیړیو د جبران تر څنګ په ګواښونکي چاپیریال کې دغه درانه بار ته اوږه ورکړي او د خپل ځان قانع کولو ترڅنګ خپل مسولیت ترسره کړي. منم چې انسان په هغه څه مکلف دی چې توان یې لري خو په انساني نړۍ کې دا هم مهمه او د روحي پلوه اړینه ده چې ځان د خوا او شاه پیښدونکي پرمختګ سره برابر او انډول کې کړي کنه هیڅکله به د آرامش او عزت احساس ونکړي. دمګړې افغانستان د تاریخ له حساس پړاوه تیریږي، له یوه پلوه یوه نسل پرتو نااخوالو او بدبختیو ته د پای ټکې کینښود بلکې په وضعیت خرابولو کې یې له منفي رول سترګې نشي پټیدای. د ولسمشر هغه نوښت چې ؛ځوانان باید د مسولیت اخیستنی جوګه شي؛ او پر دغه اصل اتکا کوي، د دغې تشې پرځای هڅه ده خو دا پروسه له سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره مخ ده،که له یوه پلوه سیاسي اربابان او بانفوذه اشخاص د دغه لړۍ د سبوتاژ او ناکامیدو هڅه کوي نو له بله پلوه غرب میشتو /غرب لوستو افغان ځوانانو هم دغه لړۍ له شک او تردید سره مخ کړی! بله ننګونه د قومونو ترمنځ د سیاسي تجارانو له لوري رامنځته شوی فاصلې دي، چې دې کړنو نه یواځې د ملت اډانه زیانمنه کړئ بلکې له تمدنه نیولی تر بیا رغونې او د پرمختګ چارې یې هم اغیزمنې کړي. په اروپا کې میشت افغان ځوانان ما هیڅکه هم د یوې ملي مسلې پر وړاندې یو ځای و نه لیدل خو د قومي او سمتي مسایلو پر وړاندې يې په کراتو لاریونونه او لانګ مارچونه ترسره کړي. دا هغه څه دي چې موږ یې له پرمختګ، بریا او د واحد ملت په توګه پاتې کیدو لپاره له خطر سره مخ کړي یوو. ممکن دا د ۴۰ کلنې جګړې بدې اغیزې وي چې نیغ په نیغه ورسره دا نسل د مهاجرت، بی سوادۍ او بی کارۍ په شکل لاس او ګریوان و.

خو وروستۍ هڅې هیله بخښونکي دي، هاغه ورځ په لویه خیمه کې د ځوانانو د ناستې شاهدان وو چې ادعا یې کوله د افغانستان د جهاد پر مهال د دوي پلرونه، ورونه او خپلوان په شهادت رسیدلي او کورونه یې ړنګ شوي، یو يې له ځان سره د پلار انځور لیږداوه او ویل یې ؛ دې د خپلې کورنۍ وارث دی؛ هیڅ جهادي او تنظیمي مشر د ده نمایندګي نشي کولای. ورپسې په یو بل حرکت کې د کابل څو تنو ښاریانو د خپل توکم یو پخواني جنګ سالار او تنظیم مشر په عکسونو چیلیپاوې ایستلی وی. روښنایي غورځنګ ، سنتي رهبرانو ته لوی ګواښ پیښ کړای و خو دا چې په سوژه یا موضوع کې دقت نه و شوای او یا ونه توانیدل د حکومت سره د سیاسی تعامل له لاری خپله لومړۍ برنامه بریالۍ کړي یا امنیتي شرایطو ته پام وکړي او یا دا چې نورو قومونو ته داسې احساس ورنکړي چې ګوندې دوي د یو خاص قوم او سمت لپاره هڅې کوي، ځوانانو ته د واک د انتقال تر ټولو غوره هڅه ګڼل کیدلای شوه خو له بده مرغه د بیلابیلو ستونزو له کبله ناکامه او سرلاري ځوانان يې بیرته د پخوانیو مشرانو په غیږ کې ولویدل.

خو دا هڅې بې پایلې نه پاتې کیږي او بالاخره رنګ راوړي، تر ننه که هر څه شوي وي خو وخت نشي راګرځیدی یواځې په خپلو اغیزناکو کړنو جبرانیدلی شي، افغان ځوان په داسې څلور لاره کې ولاړ دی چې هر لوري ته تګ تدبیر، یووالي او مسولیت منلو ته اړتیا لري. افغان ځوان ته ښایي چې عیني او سنتي واقعیتونو په درک کولو سره د اشتراک نکتې برجسته کړي،ګډ ارزښتونه رامنځته او تعریف کړي، په ملي کچه د ځوانانو انسجام لپاره هلی ځلی پیل شي، نظام تقویه شي او د رغنده بدلونونو رامنځته کولو لپاره په داسې سیاسي اډانو فکر وشي چې سمت، قوم، ژبه او د توکم بحث په کې له منځه ولاړ شي. د جنگ سالار، زورواکي او د واک د غاصب پر وړاندی د ټولنې ذهنیت روښانه کړای شي.

د لنډو او وړو موخو د ترلاسه کولو په پار د زورواکو او د قدرتمنو له پلوي توبه او ملګرتیا لاس واخیستل شي. دین، سنتي رواجونو او کلتور ته په ټینګه پام وشي او د سنتي سیاسي رقیبانو او لوبغاړو د تکتیکونو پر وړاندی د کنترول استراتیژي طرحه شي. د ځوان په نمایندګی نور باید ځوانان له نړیوالو او ښکیلو خواوو سره وغږیږي نه په اصطلاح تپل شوي رهبران (!). په راتلونکي نسل پانګونې ته زمینه برابره شي او د دوی ښوونې او روزنې ته توجه وشي، دا کار شاهد اسان نه وي خو ممکن ضرور دی، لازم سواد، عامه پوهاوې، د توقعاتو مدیریت او زیرکتیا یې لومړني توکي دي چې باید ورته اماده شي، شاهد د امادګۍ او سالمو هڅو ترسره کول انتخاب وي خو راتلونکې کې د مسولیت اخیستل هیڅکله انتخاب نشي کیدای.

د دې نسل مسولیت دی چې راتلونکي نسل ته هوسا، آباد او لږ تر لږه نسبي ودان او خوندي افغانستان په میراث پریږدي.

نور بیا ځلی

(Visited 102 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.