The news is by your side.

څرنګه د خير ښېګڼو کارونو ته خلک هڅولی شو؟

فرهاد زهیر

0

زه تقریباً له۲۰۱۰ کال را په دېخوا د خپلو بې وزلو هیوادوالو لپاره د خېر ښېګڼې کارونه ترسره کوم. دا چې زما د خېر ښېګڼې کارونو ته څنګه مخه شوه، نو دا ډېر علتونه لري. په ۱۹۹۷ نه تر ۲۰۰۹ کاله پورې  موږ د پېښور ښار، خېبر پښتونخوا کې د مهاجرت سختې ورځې او شپې سبا کولې. په ۲۰۰۸ کال کې د  پاکستان ایالاتي او قومي ټولټاکنو لپاره کمپاینونه ښه درځ کې روان وو. ما به هم د پاکستان مسلم ليګ، پاکستان پيپلز پارټی او د پښتنود عوامي نيشنل پارټی انتخاباتي غونډې د تلویزون د لارې ليدلې، خو د عوامي نېشنل انتخاباتي غونډې به مې پېښور کې د نژدې څخه هم تعقیبولې. د عوامي نېشنل پارټي بنسټ ګر باچا خان بابا و. نېشنلیانو  به هرې غونډې کې د باچاخان نوم اخيسته، نو ځان سره مې یو ورځ تعهد وکړ، چې زه به د باچاخان بابا په اړه ضرور کتابونه مطالعه کوم. بس یو ورځ، زه د پېښور یونيورستي بوک سټور ته لاړم، د باچا خان بابا اتوبيوګرافي (زما ژوند او جدوجهد) کتاب مې واخيست، او په لوستلو مې پېل وکړ. ما ته د باچاخان بابا کتاب کې د هیومنیزم او خدايي خدمتګاری د فلسفې لوستل ډېر خوند راکړ.  همدا کتاب زما د خېريه کارونو د پېل کولو یوه انګېزه سبب شوه.

اوس چې زه  د افغانستان هرې سيمې او هر مجلس  ته لاړ شم، نو زیاتره دوستان لومړی زما د خېريه کارونو  هلې ځلې  ستايي، او همداسې نور مې هم  تشویق کوي ، او بیا ما نه هر ځای کې د ځوانانو لخوا دا پوښتنه ضرور  کېږي لکه: زموږ هم د خير ښېګڼې کارونه خوښیږي، نو څنګه یو خیریه بنسټ جوړ کړو؟

زه همېش د دې پوښتنې ته داسې ځواب وایم لکه:  خېریه کارونه یوازې دا نه دي، چې یو ټیم غوړي یا اوړه واخله او په غریبو یې وويشه. افغانستان خیریه کارونو ته په هره برخه کې اړتيا لري. زه شخصاً ېوې کورنۍ ته خوراکي توکي اخيستلو ډېر مخالف یم. دا نن چې موږ یوې کورنۍ ته خوراکي توکي واخلوو، نو سبا به دوي څه کوي؟  دا خلک خو موږ مفت خواره او طمعه ناک اموخته کوو. په نړۍ کې د هر څه نه بد شی، چې دی، هغه د بل درګاه ته سترګې نیول یا طمعه کول دي.

 موږ باید د یتیمو یا نورو بې وزلو ماشومانو لپاره د خېریه بسټونو په مرسته د  تعلیم زمینه برابره کړو، یا ورته د کسب زده کولو غم وخورو، چې سبا دوي لوی شي تر څو په خپلو مټو  ځانو ته حلاله نفقه پېدا کړي. همداسې ځوانانو ته، یا بې وزلو  ښځو ته هم د خېر ښيګڼو هلو ځلو په ذریعه داسې د  کار زمینه برابره کړو، چې دوي د حلالې نفقې پېدا کولو سوچ پخپله وکړي.

څو کاله پخوا، موږ  دوه محصلینو ته شخصي پوهنتون کې داخله واخیسته او فیسونه مود څلورو مياشتو ورکړل، څو مېاشتې وروسته يې  په شخصي مکتبونو کې دواړو دندې واخیستې بیا به يې خپل فیسونو پیسې پخپله ورکولې. نن هغوي په دولتي ښوونځيو تر څنګ شخصي ښوونځيو او کورسونو کې هم استادان دي، چې د میاشتې ۱۸ زره نه واخله ۲۰ زره افغانی پورې د میاشتنې عاید لري. موږ ته ننګرهار ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه غریبه او بېچاره نجلۍ یو مهربانه ورور معرفي کړه. هغه د کانکورد لارې د خوست پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي  ته کامیابه شوې وه، خو د کورنۍ تشويش له امله نه شو کولای چې خوست ته یوازې لاړه شي او هلته زده کړې ترسره کړي. څو ورځې وروسته مو ورته په جلال آباد کې یو شخصي پوهنتون کې  داخله واخیسته، چې یو کال نه را پدیخوا په درسونو کې مصروفه ده ، او کومه تنخوا چې د شخصي ښوونځي کې اخلي، په هغه کورنۍ چلوي.

اوس  راځم اصلي هدف او موضوع ته. که چېرې تاسو يو ښه ژورنالست یاست، يا ښه سوداګر، يا ښه ډاکټر، يا مو بله کومه دنده وي،  نو لاړ شئ د خپل کلیو ښوونځيو ته او زده کوونکو ته د خپلو تجربو او کامیابی راز بیان کړی. هغوي ستاسو د کامیابی او تجربو څخه ډیره څه زده کولای شي، او دوي ته ضرور یوه انګېزه  په ذهن کې پېدا کېږي،  چې فکر یې په احساس بدلیږي او احساس یې په عمل تاثير کوي. همدا د خېر کارونو یوه اسانه طریقه او يو ښه سوچ او فکر دی.

زه اوس هند کې په ماستری بوخت یم. کله چې مې ماستري کورس پوره شو او فارغ شوم، نو زه به هر ښوونځي یا کلیو اطرافو کې زده کوونکو ته خپلې تجربې شریکوم او دا به هم ورته وايم، چې په څومره هلو ځلو وروسته زه وتوانېدلم، چې بورس حاصل کړم ترڅو خپل خوبونه په حقیقت بدل کړم.

د ښاد او آباد افغانستان په هيله

(Visited 39 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.