The news is by your side.

څرنګه زده کړه؟

نوراغا رحماني

0
زده کړه د انساني ژوند د ښه والي، پرمختګ او امتیاز اسانه لاره ده، چې بشر له پیدایښت سره سم پیل کړې او وخت پر وخت یې اپډېټ او نوي مفاهیم یې پکې ځای کړي دي. زده کړه د بشر لپاره حیاتي ارزښت لري. که بشریت د زده کړې په ګاڼه نه وای سینګار شوی، په اوسنۍ بڼه پرمختګ او غوره والی به یې ناشونی وی. لومړنيو انسانانو پر نورو موجوداتو امتیاز نه درلود، خو د ژوند ستونزو او په طبیعت کې د بقا ارادې پلټنې، کنجکاوي او تجربو ته اړ ایستل، چې پر بنسټ یې ډېر نوي شیان زده او پر ټولو موجوداتو یې خپله لوړتیا او امتیاز ثابت کړل. د همدغو زده کړو پایله وه چې طبیعت یې تسخیر او په ټولو ځمکنیو موجوداتو یې واکمني تر لاسه کړه.
په اوسنۍ زمانه کې هم د ځمکې د مالکیت احساس هغه کولای شي، چې د زده کړو سیستم یې پياوړی او تر نورو ښه وي. دغه راز د ملتونو تر منځ هره سیالي یوازې د هغوی د زده کړو د کچې پر بنسټ ګټل کېږي. هغوی چې نوي او ډېر شیان یې زده وي او په علم کې د ځان سیال ونه لري، نه یوازې دا چې د ځمکې د مالکیت احساس کوي، بلکې فضا او نورې سیارې هم تر واک لاندې راولي.که اوس د خپل هېواد او سیمې د زده کړو طرز ته فکر وکړو په اساني خپل حالت او د خپل هېواد پرمختګ اټکلولای شو. ارواښاد نصیر احمد احمدي یو وخت لیکلي و: “موږ فکر کاوه چې زده کړې او تعلیم به مو ټولې بدبختۍ ختمې کړي او له سیالانو سره به مو سیال کړي. خو فکر کوم د زده کړو په عامېدلو او پراختیا مو نه ستونزې کمې شوې او نه مو حالت سم شو.” دا یوازې د مرحوم احمدي اندېښنه نه وه، بلکې ډېری فکري خلک مو له داسې یوه حالته په وېره کې وو. ستونزه څه ده؟ له زده کړو مو ولې تمه وخته؟ د تعلیم او تحصیل پراختیا ولې اثر راباندې ونه کړ؟ لوستي او نالوستي مو ولې نه توپیرېږي؟ او سلګونه نورې داسې پوښتنې چې په فکر کولو ارزي، تر څو نوي ځوابونه ورته پیدا او عملي شي.

زموږ د زده کړو بهیر چټک وو، خو اغیزمن نه و. په زرګونو او حتا لکونو کسان فارغه شول، خو ټولنیز حالت او د هېواد وضیعت مو ورسره سم نه شو. که ووایو چې دوی زده کړه نه وه کړې، بې انصافي کوو. دوی ټولو زده کړه کړې وه، خو یا د ښوونکي له وېرې، یا په ازموینو کې لږه تر لږه د بریا په موخه او یا هم د لوړې درجې او ښې فیصدي له غمه. سیستم همداسې دی او ښوونکي همدا غواړي، چې هر څه وچ په زور او میخانیک زده شي او په ازموینه کې لکه ریکارډ کټ مټ وړاندې شي. کله چې ازموینه تېره شي، بیا دې نو ټول زده شیان خدای وبښي. داسې زده کړه به د یو چا شخصیت جوړ کړي؟ پر نورو به امتیاز ورکړي؟ ستونزې به یې ور هوارې کړي؟ په ټولنه او هېواد به کوم اغیز وکړي؟ نه. دوی به د فراغت له سند پرته بل هېڅ ونه لري. نه به یې فکر روزل شوی وي او نه به خلاق ذهن ولري او نه به یې د ذهني تحریک په وسیله د نوښت قوه پیاوړې شوې وي. دوی به خپلې ستونزې نه شي حل کولای، د ټولنې او هېواد خو لرې خبره ده. مثلاً: زه خپله لیسانس یم، که دولت دنده را نه کړي، د کار زمینه راته برابره نه کړي او معاش را نه کړي؛ زه د هېڅ کار نه یم، لږ تر لږه ځان ته یو مصروفیت هم نه شم پیدا کولای او له زده کړو سره سره دولت زما له بوجه نه دی خلاص. که زما فکر ښه روزل شوی وای او ښه خلاقیت مې درلودی یوازې ځان ته نه، ټولنې او هېواد ته به مې هم خیر رسېدی. دا یوازې زما کیسه نه ده، بلکې زموږ ځوان قشر ټول د دولت پر اوږو بار دی. همدا کیسه ده چې نه بې کاري ختمه شوه او نه خلک په کار شول. دولت بیا په محدودو امکاناتو د دومره تیار خورو تر ووده نه شي وتلای. که یوازې د زده کړې سیستم جوړ او معیاري کړي، دا ټولې ستونزې خپله له منځه ځي.
یو ځای مې لوستي وو چې په جاپان کې تر څلورم ټولګي هېڅ ازموینه نشته او زده کوونکو ته یوازې د ژوند طرز، سلوک او ټولنیز کړه وړه ورښودل کېږي. وروسته هم داسې ازموینه نشته، بلکې زیات تمرکز د درس په روح او مفهوم وي او زده کوونکو ته د یوه تصور ورکولو هڅه کېږي. که خپل سیستم ته وګورو دا هر څه معکوس دي. نه د درس مفهوم ارزښت لري، نه فکرونه تحریکېږي او نه د ازموینو فشار پای مومي. د پخوانیو مفکور او د ښوونکو د دېرش کلنو چپټرو ننګول خو شین کفر دی. زده کوونکي خو څه کوې، ښوونکي له تېر چوکاټ کړي فکر څخه نه شي تېرېدای.
که په زده کړو کې مو په مفهوم او فکري روزلو تمرکز زیات شي، ګټه به مو کړې وي. دغه راز که زده کړې مو فکرونه، نوښت او خلاقیت وروزي، له نورو انسانانو سره اوسېدل را زده کړي، ټولنیز ژوند ته مو متوجې کړي، معنویت مو وروزي، مسؤلیت او ریښتینولي مو پیاوړي کړي، له بدبینیو، کرکو او له انتقام اخیستلو مو وژغوري او ټولې بدمرغۍ مو ختمې کړي، هله بیا مفهومي زده کړې بلل کېږي او هغه وخت مو بیا د لوستو او نالوستو توپیر کېږي.
استاد غضنفر وایي: “زده کړه د تشو ذهنونو د ډکولو لپاره نه، بلکې د بندو ذهنونو د خلاصولو لپاره باید وشي.”
اوس ښه راته څرګندېږي، چې زموږ زده کړې ذهنونه خلاصوي او که یې ډکوي. که مو ذهنونه ډکوي، بیا نو په نویو لارو چارو غور په کار دی، تر څو د اسنادو د فارغینو پر ځای مو ټولنه او هېواد واقعي عالمان، پوهان، ډاکټران، نوښتګران، تخنیکران او د فکر خلک پیدا کړي، چې هم خپل درد دوا کړی شي او هم هېواد ته د خدمت جوګه شي.نوراغا رحماني

Leave A Reply

Your email address will not be published.