The news is by your side.

څنګه کولای شو اغېزمنه وینا وکړو؟

ژباړه او زیاتونه: حزب الله اتل

0

لیکوال: برایان تریسي.

ژباړه او زیاتونه: حزب الله اتل

موږ هره ورځ له لسګونو کسانو سره مخ کیږو، لسګونه کسانو ته ویناوې کوو، په غونډو کې برخه اخلو، خو خبرې مو پرې هومره اغېزمنې نه تمامیږي څومره چې یې موږ هیله لرو.

امریکایي لیکوال برایان تریسي (د وینا فن) په نوم کتاب کې ځینې هغه رازونه راسپړلي دي چې له مخې یې کولای شو اغېزمنه وینا وکړو.

وړاندې تر دې چې د وینا کولو لپاره ځان تیار کړئ، ځینې لارښوونې په نظر کې ونیسئ:

  • وېره او ډار مو له زړه لرې کړئ او خپل کار ته قوت ورکړئ.
  • هرکار ترسره کولای شئ که ویې غواړئ:

د اسلامي تاریخ سربېره د ژوند په ډېرو نورو پړاو کې به مو اورېدلي او یا ورسره مخ شوي یاست.

ډېر هغه کارونه تر کېدو وروسته به تاسو ته څنګه برېښېدلي وي چې تر کېدا وړاندې به مو دنه کېدو په اړه یې فکر کړی و.

په انساني ژوند کې ډېری نه کېدونکي کارونه تر لومړۍ او دویمې تجربې وروسته دکېدا بڼه خپلوي دا هرڅه یواځې او یواځې د انسان په هڅو ، زیار او پرېکړو پورې تړلي وي، چې څنګه یې غواړي هسې کیږي.

په اسلامي تاریخونو کې لولو چې ابن الحجر په نوم ستر عالم له لومړنیو همداسې غښتلی او پر ځان بسیا نه و.

ابن الحجر دخپلې تنبلۍ له امله د ټولګیوالو رېشخند شو، بلاخره دې ته مجبور کړای شو چې ټولګی پرېږدې او په بازار کې له یو ډوډوۍ پخوونکي سره ورځنۍ مزودري وکړي.

یوه ورځ یې بادار ورته د اوبو یو لوښی ورکړ ، چې له یو ځای څخه اوبه راوړي.

د اوبو راوړلو پر مهال دې ته ځیر شو، چې د اوبو څاڅکو لاندې پرته تیګه خوړلې او کنډاو کړې وه همدلته و، چې ابن الحجر یې تر اغېزې لاندې راغی، چې اوبه تیګه خوړلی شي او زما مازغه درس نشي جذبولی.

هوډ یې وکړ او هماغه و،چې دې ستر عالم او پوه ځان هماغې تېګې ته منسوب کړ او پرځان یې ابن الحجر (د تیګې زوی) نوم کېښود.

له نوموړي دامهال لوی لوی تفسیرونه او نور دیني کتابونه په میراث پاتې دي.

که تاسې هم غواړئ، چې برلاسی وینا کوونکی واوسئ، وړاندې تر ‎وینا کولو څو څو ځله د دې فن تجربه او ازموینه وکړئ حتمي ده چې یوه ورخ به تاسې هم مشهور وینا کوونکی واوسئ.

  • ځان پېژندنه په ځان کې غښتلې کړئ:

له ځان پېژندنې څخه موخه همداده ،چې هرانسان وړاندې تردې ،چې د نورو له خوا وپېژندل شي ، بویه ،چې ځان په خپله تر ټولو لومړی وپېژني.

ځان غښتلی وګڼئ ستاسو په فکر نه کېدونکي کار ته ملا وتړئ او پرځان باوري شئ حتمي ده ،چې وبه یې کولای شئ.

  • اغېزمنې او ښې خبرې کول زده کېدونکې دي:

هر فن او علم، چې له نورو زده کیږي حتمي ده چې داغېزمنې او ښې وینا کولو فن او علم هم استاد او لارښود ته اړتیا ولري.

د دې برخې د غښتلتیا لپاره کولای شئ د هغو کسانو ویناوې دقیقآ واورئ ،چې د دې برخې متخصصین ګڼل کیږي.

نن ورځ په بازارونو کې په سلهاوو دا ډول کمپیوټري تصویري او غږېزې کېسټې تر لاسه کیږي چې کولای شئ اغېزمنې خبرې کول ترې زده کړئ.

  • د وینا پرمهال ځانګړي حرکات ترسره کړئ:

کله چې یو ټولي ته وینا کوئ نو د خبرو کولو پر مهال مو ځانګړو حرکتونو ته ډېر پام ولرئ.

د وینا پرمهال وړاندې وروسته کېدل، د لاسونو خوځول، په لاس کې د قلم او یا سپینو پاڼو یا کتابچې نیول هغه څه دي چې کولای شي د وینا پرمهال ستاسو ذهني ستړیا راکمه کړي.

د کتاب لیکوال د یوناني پوه (د موستن) بېلګه وړاندې کوي.

د موستن د ژبې بندښت درلود له هغې چې یې وغوښتل باید  اغېزمن وینا کوونکی واؤسي نو ازموینه یې پېل کړه.

د موستن به دخبرو کولو پرمهال وړې تېږې په خوله کې اچولې ، چې وکولای شي له همدې لارې د خپلې ژبې بندښت له خلکو پټ وساتي او په پای کې ترې داسې وینا کوونکی جوړ شو د کوم لپاره یې چې هڅه کوله.

(Visited 14 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.