The news is by your side.

ډيوه

اجمل ښکلى

0

که د پرمختګ او عصريتوب له مخې فکر وکړو، نو ډيوه راته ممکن يوه له کاره لوېدلې وسيله ښکاره شي او پر وړاندې يې د رڼا اوسنيو وسايلو ته اهميت ورکړو.

خو بيا هم چې د رڼا نوي وسايل لرو او له ډيوې نه ګټه نه اخلو، ولې راته ډيوه خوند راکوي؟ ښايي ستاسو ځواب دا وي، چې په شاعرۍ کې لا ژوندۍ ده او څرنګه چې شاعري د عاطفې زېږنده وي، نو له شاعرۍ سره يې د لوستونکو په توګه زموږ مينه تانده ساتلې. دروېش وايي:

په رڼا ومه ډاډه د خپلو اوښکو

ما ډيوه د ځان لپاره جوړه نه کړه

شاعر د “ډيوې” پر ځاى د رڼا اوسنۍ يوه وسيله هم کارولاى شو، خو ولې ډيوه؟ شاعر ممکن ځواب ووايي، چې ما ته دا روايت له پخوانو پاتې و. يعنې په يوه ډول شاعرانه دود عاطفي بار هم لري. که د دود خبره وي، پخوانو ولې د ډيوې پر ځاى د رڼا يوې پخوانۍ وسيلې ته په خپله شاعرۍ کې ځاى نه دى ورکړى؟

ممکن د ستاسو او د يوه شاعر پخواني ځوابونه ناسم نه وي، خو نيمګړي دي. شاعري او شاعرانه دود د پخوانو مفاهيمو او مړو مصداقونو د پالنې دوه لاملونه دي، خو دا يوازې دوه لاملونه دي. يو بل لامل ته زموږ پام نه دى وراوښتى او هغه له پخوانۍ زمانې او د هغو له روايتونو سره زموږ مينه ده. موږ ولې شاعرانه دود ته پر معاصريت لومړيتوب ورکوو؟ ولې په شعر کې د ډيوې، څراغ، ګودر، شمې، آيينې او سپوږمۍ( په زړه مانا) ځاى  الوتکې، د الوتکي د تمځي معاشقې، مېټرو، کمپيوټر، چټ، فيسبوکي کمنټ او نورو معاصرو مفاهيمو ته نه ورکوو؟ ښايي يو لامل يې له ماډرنيټۍ سره زموږ تاريخې اختلاف هم وي، چې موږ د غربي فرهنګ زېږنده بللى او دې راکې له خپل کلچر سره مينه پيدا کړې وي او يا زموږ لټي هم وي، خو بيا به يې هم مهم لامل نوستالوژي وي.

موږ نوي وسايل کاروو، خو له ذهني پلوه لا هم زاړه يو. داسې ښکاري، چې نوې نړۍ يوازې مو فيزيکي ژوند نوى کړى؛ خو له فکري پلوه يې لا له منځنيو پېړيو نه يو راايستلي.

په ارواپوهنه او ادبياتو کې دا ډول دوه ګونى شخص، چې اوس په وسمهال کې او مينه يې له ماضي سره وي، په نوستالوژۍ اخته ګڼل کېږي او که د ټولنې ډېر افراد يې ولري، بيا ټولنيزه نوستالوژي ګڼل کېږي.

نوستالوژي يوناني کلمه ده، چې په خپل کور پسې د ځورېدو مانا لري او په لومړي ځل پر ۱۷۸۸ کال د خپلو دوو ناروغانو په اړه په يوه ليکنه کې سويسي ډاکټر جوهانس هوفر وکاروله.

د نوستالوژۍ ساده مانا د تېر مهال ارمان او ورسره مينه ده. پوهانو نوستالوژي د انسان يوه غريزي ځانګړنه بولي. په دينونو کې هم د نوستالوژۍ ګڼې بېلګې لري، په جنت پسې د حضرت آدم او بيبي حوا ارمان، په خپل ټاټوبي پسې د اسراييلو سرګرداني او د حضرت موسى په لاس يې بېرته راوستل او آن په خپل ټاټوبي پسې د رسول الله ارمان يې بېلګې ښيي. په تصوف کې له ازلي روح نه د عارف جدايي، چې په خاورين بدن کې د پرديتوب احساس کوي، هم د نوستالوژۍ بېلګې دي. عارف بېرته له هغې کل سره د پيوستون ارمان لري او د مولانا خبره، چې ټول عمر د شپېلۍ غوندې له همدې جدايۍ سر ټکوي:

بشنو از نى چون حکايت مى کند

از جداييها شکايت مى کند

کز نيستان تا مرا ببريده اند

در نفيرم مرد و زن ناليده اند

د رنسانس په راتګ اروپايان دې نوي فرهنګ ته په خوښۍ ښه راغلاست ووايه؛ خو څومره چې دې نوي تحول د تحول نور پړاوونه وهل او د اروپايانو په ذهنونو او ژوند کې ماډرنيزم ځاى نيوه، د خلکو له پخوا زمانې سره مينه ډېرېده. په نولسمه پېړۍ کې چې اروپا پاموړ بدلون کړى و، د روسو غوندې ځينو فيلسوفانو دا نوى مدنيت وننګاوه او د خلکو په زړونو کې يې تر مدنيت د مخکې طبيعي ژوند په اړه مينه راوټوکوله. ځينو خلکو فکر وکړ، چې تر رنسانس مخکې منځنۍ پېړۍ د ارامۍ، ذهني سکون او ډاډ وختونه وو، چې موږ هغه زرين وخت له لاسه وکړى.

ځينو شاعرانو هم دا لار ونيوله، چې رومانتست شاعران وبلل شول. د رومانتيکو شعرونو يوه مهمه ځانګړنه ماضي پالنه او له تېر مهال سره رومانس و. څرنګه چې دا تېر مهال په واقعيت کې راستنېدونکى نه و، اديبانو يا ماضي ته تګ په اړه ساينسفکشن کيسې وليکلې او يا يې کليو او ځنګلونو ته مخه کړه، چې له ښاري مدنيت نه مخ وګرځوي او د پخوانۍ زمانې خوند په کليو او ځنګلونو کې ومومي.

دلته په نوستالوژۍ کې د پخواني مهال او ځاى ترمنځ اړيکه پيدا شوه. په ژبه کې هسې هم مهال د مکان په استعاره کې وړاندې کېږي او د دواړو ترمنځ راشه درشه شته. بل دا چې پخوانۍ زمانه مازي زمانه نه وه، بلکې د پخواني مکان ارمان و، نو په نوستالوژۍ کې د ځاى مفهوم راننوت او په زندان يا پردېسۍ کې د خپل ټاټوبي، چې شاعر پکې مخکې اوسېده ، ارمان هم نوستالوژي وبلل شوه.

د ټاټوبي او اوسني وطني ترمنځ توپير دا دى، چې ټاټوبى هغه ځاى دى، چې يوه کس پکې خاپوړې کړې، چې ممکن په اوسنۍ مانا د ده سياسي جغرافيه يا وطن وي يا نه وي. پخوا يې چې وطن څه ته وايه، هغه د وطن له اوسنۍ سياسي مانا سره توپير لري. له خپل سياسي وطن سره د اوسنيو افغانانو د بې مهرۍ لامل ښايي له وطن لرېوالى وي؛ خو کوم ځاى چې انسان واوسي، مينه يې ورسره پيدا شي، هغه که د کډوالۍ ديار هم وي، خو اړينه نه ده، چې هغه دې له سياسي پلوه هم ورپورړې ځان تړلى وګڼي.

په اروپايانو کې د نوستالوژۍ د پيدا کېدو يو لامل تر شپاړسمې پېړۍ وروسته د نورو لويو وچو نيول هم وو، چې ګڼ اروپايان په پوځي او ملکي جامه کې ورغلل، چې خپل ټاټوبي ته تقريبا ناشونې ستنېدا په نوستالوژۍ اخته کړل؛ خو اروپايانو ډېر ژر د دې درملنه ومونده او له بله پلوه يې راروان نسلونه له دې نويو جغرافيو سره اشنا شول او همدا يې ټاټوبي شول. ادبپوهان آن د مارکېز او پاولو کويلو په ناولو کې هم د نوستالوژۍ اغېز ويني.

نوستالوژي په نولسمه پېړۍ کې په لويديځ کې د ماډرنيزم او صنعتي انقلاب له ګړندي پرمختګ سره دومره ډېره شوه چې رواني ناروغي وبلل شوه؛ خو د وخت په تېرېدو  سره چې د غربي ټولنو لويه برخه له ماډرنيزم او له نويو لاندې کړو وچو سره اشنا شوه، نو يوازې تر ادبياتو پورې محدوده پاتې شوه او تر رومانتسيزم او رياليزم وروسته په سېمبوليزم کې وپالل شوه. د مارسل پروست، هوګو، بالزاک کيسې او د بودلير شعرونه په ادبياتو کې د نوستالوژۍ بېلګې ګڼل کېږي. د روسو په “اعترافات” کې هم د پخوانۍ زمانې ارمان څپې وهي.

زموږ په پخوانو ادبياتو کې د رتنبور په زندان کې د خوشال ويلي شعرونه يا د اشرف خان هجري او شيدا د روه ارمان نوستالوژي ګڼل کېږي؛ خو په معاصر وخت کې د شاه او داوود خان د مهال  د نسل په ادبياتو کې هم، چې د ثور له انقلاب ورسره کډوال شو، د نوستالوژي ګڼې بېلګې پيدا کولاى شو. د ثور تر کودتا وروسته ادبياتو باندې د نوستالوژۍ له پلوه يو ښه څېړنيز اثر ليکل کېداى شي. مرحوم پسرلى، استاد شپون، کاروان صاحب او د ګڼو شاعرانو په شعرونو کې نوستالوژي وينو. استاد پسرلى وايي:

هر څه که و، موږ ته وطن ښکلى و

کب ته وي خوږې د سمندر اوبه

همدا مينه وه، چې استاد وختي وطن ته راستون شو. د استاد شپون پر زياترو ناولونو او “بنګي غاړه” کيسو د نوستالوژۍ سيورى خپور دى. د شاه د وختونو د خان اباد کيسې يې په کيسو کې ابادي دي. هغه چې کله د خان اباد د هندوانو، مرزايانو او ملکانو غږېږي، له ورايه پکې له پخواني مهال او خپل ټاټوبي سره مينه وينو. د استاد شپون شعري ټولګه هم د نوستالوژۍ له ګڼو بېلګو ډکه ده.

 اديبان، په تېره زياتره شاعران په نوستالوژي اخته وي. هر چا ته هغه ځاى چې خاپوړې يې پکې کړې وي او بيا ترې جدا شوى وي، د ېوه خوږ خوب غوندې ښکاري، زياتره وخت په خوبونو کې ورځي او ارمان کوي، چې کاش هغه وخت ته ستنېدى شواى. شاعر چې د خپل احساس د انځورولو تمرين کړى وي، د نوستالوژۍ احساس په شعر کې راښکاره کړي.

نوستالوژي ګڼ لاملونه لري؛ خو يو مهم لامل يې عاطفه ده. له ماضي او ټاټوبي سره مينه په شاعر کې عاطفه راپاروي؛ خو که د يونګ  ارواپوهنې له نظره ورته وګورو، د نوستالوژي احساس يوازې د فردي يا ټولنيز شعور زېږنده نه وي، بلکې د ټوليز لاشعور له مخې هم کېداى شي. يونګ د آرکي ټايپ لپاره د دانته بېلګه راوړي، چې څنګه يې وليده، پرې مين شو او د دې لامل د ده په ټوليز لاشعور کې د ده د پخوانو نيکونو راغلې بېلګه وه. دانته په خپل مشهور حماسي اثر”الهي کميډي” کې د دې مينې خوندور انحور کښلى. که دې اثر ته په سېمبوليکه سترګه وګورو، دوزخ او برزخ هغه لارې دي، چې دانته د بترس جنت ته رسوي، چې په ګانده کې دى؛ خو دا ګانده دانته په خپل ماضي کې پرېښې ده. هغه چې حميد وايي:

د حميد بوالهوسي ناکسي نه ده

لټوي په خپله ورکه پسې هر مخ

عجبيه دا ده، چې دانته هم له فلورانسه جلاوطن شوى و او د ده په شعرونو کې د وطن مينې هم برخه اخيستې وه.

که د ټوليز لاشعور له زاويې د شاعرانو نوستالوژي ته وګوري، مهم ټکي رابرسېره کولاى شو. له ډيوې، شمې، آيينې، بحر، سيپۍ، مرغلرې او ګڼو نورو مفاهيمو سره د شاعرانو مينه مازې دودپالنه نه ده، ژور لاشعوري لاملونه لري.

يونګ چې د ارواپوهنې له پلوه د اسطورو ښه مطالعه کړې وه، وايي، چې د ډېر لرغوني پېر او ماشومتوب خاطرې په لومړيو غرايزو بدلېږي. که دا خاطرې په لويينه کې راژوندۍ شي، انسان ته د خپل ژوند يوه تېره هېره برخه راياده کړي  او د انسان ژوند ته يوه نوې مانا ورکړي(يونګ، ۱۳۷۶: ۱۵۳). يونګ دا هم وايي، چې “لوى شاعرى ځکه لوى شاعران دي، چې د لاشعور په چينه کې د غوټې وهلو او مرغلرو راايستلو چل ورځي، د هغو مرغلرو، چې زموږ د ټولو تېرو اسلافو د ميراث په توګه زموږ د هره يوه په لاشعور کې پټې دي…”(غٖضنفر اسدالله، يو دېرشم تورى).

اسطورې او حماسې د بشر د نوستالوژي نوري بېلګې دي، چې ټولنې پکې خپل لرغونى پېر ستايي او لاسونه پسې مروړي، ځکه چې پياوړي اتلان او پاک نفسه خلک يې لرل. اسطورې د انسان ژوند ته مانا او موخه ټاکي.

که له ازلي روح سره د عارفانو د پيوستون له سوزه ډکې نغمې د ټوليز لاشعور له مخې مطالعه کړو، نو پوهېږو، چې پخوانو شاعرانو نوستالوژي په تصوفي شاعرۍ کې پاللې ده او دا ښيي، چې د نوستالوژۍ احساس په بېلابېلو بڼو او لباسونو کې په شاعرۍ کې راښکاره کېږي.

د نوستالوژۍ پر ګڼو لاملونو سربېره يو لامل خراب وسمهال هم دى. د کوم کس يا ټولنې چې حال خراب وي، فکر کوي، چې پخوانى وخت ډېر ښه و؛ خو که حال يې ښه وي، مخه يې د ماضي پر ځاى راتلونکې ته وي.

پوهان وايي، نوستالوژي د نارسيزيم غوندې د فرد او ټولنې په ژوند کې مثبت نقش لري. پر زرين تاريخ يا ښې فردي يا ټولنيزې ماضي سره وياړ په فرد او ټولنه کې پر ځان باور، له خپل وطن سره مينه پيدا کوي او د خپل وطن او ځان لپاره يې کار ته هڅوي؛ خو که تر حد واوړي، ټولنه د پرمختګ او رغولو پر ځاى بربادوي.

د پاسني پراګراف له مخې ګنې موږ د خپلې هر ډول ماضي په اړه په افراطي نوستالوژۍ نه يو اخته؟ د نوستالوژۍ له زاويې موږ دوه ډوله ځوانان لرو، يو هغه چې له خپلې ماضي سره دومره افراطي مينه لري، چې غواړي، کټمټ يې بېرته راولي، چې دا چاره ناشونې ده او له بربادۍ پرته بله پايله نه لري. دا ډول ځوانان د خپلې ماضي په اړه کمه مطالعه لري، مازې يې اورېدلي، چې موږ څو زره کلن تاريخ لرو او که مطالعه هم لري، د مغرضانه ايډيالوژيو کتابونه يې لوستي. دوى د خپلې ماضي په اړه هېڅ ډول منفي خبرې اورېدو ته چمتو نه دي او د خپلې ماضي په اړه افراطي مثبت تصور لري.

د دې پرخلاف بله ډله هغه ځوانان دي، چې له خپل ديني او ملي تاريخ يا په دوى کې له يوه سره سوړ چلن کوي او چندان اهميت نه ورکوي. د افغانستان د څو لسيزو اوږدې جګړې ځوانان د هويت له ناورين مخ کړي، په دې دومره وخت کې هغه جوړ کړى ملي هويت هم وځپل شو او د ځوانانو ذهنونه لاسي خالي کړل شو، چې له دې تشې نه ګڼو ايډيالوژيو د خپل نفوذ لپاره استفاده وکړه، ځکه څوک چې د خپل تاريخ ښه مطالعه و نه لري، هغه د سياسي موخو لپاره په اسانه کارېداى شي.

موږ درېيمه ډله ځوانان هم لرو، چې د خپل ملي او ديني تاريخ دقيقه مطالعه لري او د تاريخ دا مطالعه انتقادي مطالعه ده. د مخکنيو دوو ډلو چلن له تاريخ سره عاطفي؛ خو د درېيمې ډلې دا تر ډېره علمي چلن دى، چې په خپل تاريخ کې له ښو او بدو پېښو انکار نه کوي. بله مهمه خبره دا ده، چې خپل تاريخ شنلاى شي او په دې پوهېږي، چې د خپل تاريخ له کومو اړخونو استفاده پکار ده او کوم يې بايد تر شا پرېږدو؛ خو درېغه چې دا ځوانان په اقليت کې دي.

لنډه دا چې:

هر کسى کو دور ماند از اصل خويش

باز جويد روزګار وصل خويش

ماخذونه:

۱- يونگ، كار گوستاو، 1376 ، خاطرات، روياها، انديشه ها، ترجمه: پروين فرامرزي، تهران: انتشارات

توس.

۲- غضنفر، اسدالله۔ يو دېرشم تورے: WWW.TAAND.COM

(Visited 13 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.