The news is by your side.

ډیجیټل انقلاب او رواني جګړه

مقتصد

0 0
تفکر او بحث هیڅکله یو غلط عمل نه دی، بلکې دا د ژوندیو ولسونو نښه ده، خو که دا د تفرقې په چوکاټ کې ترسره شي، نو د جاهلیت د زمانې ښکارندویي کوي.
موږ د حالاتو څخه ناخبره څوک د ژوند له څلورلارې سره هیڅکله بلد شوي نه یوو او نه هم د اوسني معاصر ژوند په کړنلاره پوهېدلی شو، د انعکاس او ډیالوګ سرلیکونه د ملتونو لومړیتوبونه او د دوی فکري بلوغ او انفرادي فکر او همدارنګه د هرې ټولنې لارښود په ګوته کوي.
انسان ته د فطرت خالق دوه قوتونه ورکړي دي، يو ذهني او بل جسمي، دا دوه قوتونه انسان د خپلې خوښې سره سم استعمالوي او غواړي چې هر وخت یې د ځان په ګټه وکاروي، تر څو خپل مخالف وځپي، د مخالف ځپل او دځان تابع ګرځول هم په همدغو دوو قوتونو ولاړ دي چې د مخالف په جسم او ذهن باندې خپل واک ټینګ کړای شي.
همدا لامل دی چې د نړۍ په تاریخ کې تر دې وړاندې هم د جګړې په پرتله زیات تبلیغات شوي وو،  د دې کار لپاره منظم لیکولان او شاعران وو چې د خپل ملت د زړورتیا او ځواکمنۍ کیسې یې د خلکو په ذهنونو کې ټومبلې او هم د جګړې په ډګر کې د پوځ غرور هڅول کېده چې په عین وخت کې فزیکي او روحي سیالۍ یوځای روانې وې.
ایډیالوژیکي جګړه تل ورو خو دوامداره اغیزه لري، دا هغه جګړه ده چې د نظامي جګړې له لارې لاسته راوړنو او بریاوو ته ثبات او دوام ورکوي، د اطلاعاتو د جګړې په نننۍ زمانه کې چې ټولنیزو رسنیو د اشخاصو په فکرونو او نظر جوړونه کې ډېر مخته تګ کړی، د پروپاګنډا او سایبریس اصطلاحات هم د اطلاعاتو په زمانه کې نوي نه دي، بلکې دا اوس په یو منظم پوځي تخنیک بدل شوي دي، دښمن په دې هڅه کي وي څرنګه خپل د هدف هېوادونو خلک د خپل دولت او دولتي ادارو پر وړاندې وپاروي.
په Psychological Warfare (رواني جګړه) کې دښمن د خلکو په ذهنونو، افکارو او ایډیالوژیو برید کوي او په دې توګه د هر دولت فکري اساس ورو ورو کمزوری کوي چې په پای کې اشخاص له خپلو ملي بنسټونو څخه کرکه او له هیواد سره بې تفاوتي پیدا کوي، پرته له دې چې پوه شي  دوی د دښمن لخوا په اور کې سوځیدلي او یا یې د جګړې هدف ګرځیدلی دي.
په رواني جګړه کې د جګړې ډګر د هېواد ځمکنۍ پوله نه ده، بلکې د رسنیو له لارې د خلکو ذهنونو ته له بیلابېلو لارو جعلي، ګمراه کوونکي او له مبالغې ډک معلومات رسول کېږي او د خلکو ذهنونه په مسمومولو اخته کوي، ځوانان له خپل دولت څخه شا اړوي او نورو هېوادونو ته مهاجرت کوي یا هم د مفسدو سازمانونو تر اغېز لاندې د خپلې خاورې پر ضد وسله پورته کوي.
په تیرو دوو لسیزو کې، ټولنیزي رسنۍ د نړۍ د هېوادونو لپاره د هڅونې وړ نه، بلکې د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي،  ځکه چې ټولنیزې رسنۍ د اړیکو ترټولو ګړندۍ وسیله ده،  چې په ډېره کمه موده کې یو پیغام یا خبر زرګونو او حتا ملیونونو خلکو ته پرته له کوم تصدیق یا ثبوت څخه رسولی شي.
تر ټولو مهمه دا چې د ډیجیټل انقلاب او د ټولنیزو رسنیو د مخ په زیاتیدونکي اهمیت څخه افراد، په ځانګړې توګه غیر دولتي فعالین، د عامو خلکو او ټولنو لپاره په زیاتیدونکي توګه د لاسرسي وړ شوي، او د اندیښنې وړ خبره دا ده چې دوی هم فکر جوړونکي او د بنسټونو سیالان شوي دي چې د ماموریتونو په ترسره کولو سره د بې ثباتۍ رامنځته کولو توان لري، له همدې امله، د معلوماتو په دې عصري دور کې، د رواني جګړې د اهمیت په وخت پوهیدل او د هغې سره د مبارزې اغیزمنه ستراتیژي د معاصر وخت اړتیا ده.
نو په دې کې هر ډول غفلت، او ځنډ د هر دولت لپاره خپلې پښې په تبر وهل دي.
رواني جګړې ته پاملرنه یوه مهمه موضوع بلل شي ځکه چې رواني جګړه تل د وسیلې په توګه د جګړې په چوپړ کې وي او هغه څه چې د ټوپک په وسیله نشې ترسره کېدلی په رواني جنګ سره ډېر په اسانۍ لاس ته رواړل کېږي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.