The news is by your side.

ژوندی مړی او هنري واقعیتونه

نعمت الله صدیقي

0
له پېښوره په خپرېدونکې شهباز ورځپاڼه کې د نورالامین یوسفزي پر له پسې څو بهترینې لنډې کیسې خپرې شوې، چې یوه یې د (ژوندی مړی) په نامه کیسه وه. موږ دلته لومړۍ دغه کیسه رااخلو او بیا پرې یو څو خبرې لرو:
داسې ښکاري چې پينځه واړه لګېدلي دي ـ ـ ـ ـ ـ پينځه واړه ـ ـ ـ ـ ـ ملنګی او چمنی هم اه هن عمري خپله زخمي مټه په ګس لاس ونيوله او خوا کې پرته يوه زړه کپړه يې ترې کلکه تاو کړه، زما ياران ـ ـ ـ ـ ـ ـ زما مټې ـ ـ ـ ـ زما طاقت ـ ـ ـ د کلي د خانانو زور خو ما هم د خپلو دغه زمرو په زور مات کړی وو. هغه ته هم هغه وخت راياد شو، چې د مشر خان نه یې د خپل پلار د بدو بدل د هغه د زوے په مرګ اخيستے و او د خپلو ملګرو سره یې د خانانو خلاف د جنګ اعلان کړی و. زه چې لږ په سمې شم؛ نو د دې ايس ايچ او نه خو به ښځه اخلم. ده زما مټې پرېکړې دي مټې، هغه دې وخت خپلې زخمي مټې او بيا د خپل ارټ کچه کوټه کې خپلې تنهایۍ او بېوسۍ ته وکتل او غټې خونخوارې سترګې یې نورې هم وحشتناکې شوې؛ خو چې دا مخبر به څوک و، چرته د دې وکيل د کور نه خو به چا ټيليفون نه وي کړی ـ ـ ـ ـ ـ خېر هر څه چې وي؛ خو چې لږ ښه شم او خپله ډله بيا مضبوطه کړم؛ نو بيا به دغه ټولو سره ګورم. پنځوس کلن عمری د چا په نوم چې د دې سيمې مياندې خپل بچي غلي کوي، نن د يو وکيل په کور د ډاکې په مهال په موده پس د پوليس سره مخ شو او په دغه مقابله کې یې خپل د اعتبار ياران هم وبایلل او خپل ځان یې هم ډېر په ګرانه تر خپل ارټه راورسولو؛ خو اوس ډېر بدحاله او بې دمه په دې زړه کچه کوټه کې په زمکه پروت دی. سر ته یې يوه زړه ترنګړه ايښودې ده. شپه د ژمي ده، هم شپه يخه ده او هم جړۍ خوله اچولې ده. د عمري ټول وجود دردېږي، ګولۍ خو یې د مټې څخه خوېدلې ده او زخم یې دومره ژور نه دی؛ خو وينه یې د وجود نه ډېره بهېدلې ده. څه د موسم شدت، څه د پوليس نه منډه او څه د عمري د عمر تقاضا ده ځکه نو په دې خوشې کوټه کې ايکې يواځې بې مجاله پروت دی. کونډه برېتونه یې راشړونه شوي دي او هغه غټ ډبلی وجود یې د يخنۍ نه داسې رپي چې لکه چې شېبرې تبې نيولی وي. د کوټې چت هم راڅاڅي او راڅڅېدونکی هر يو څاڅکی لکه د ګولۍ د هغ په وجود راپرېوځي. ورو ورو د هغه حالت په مزه مزه لا خرابېږي ـ د خپلو د څنګ يارانو ناڅاپي او دردناک مرګ د يواځېتوب احساس او د ايس ايچ او نه د بدل اخستلو غصه، دا هر څ د نيمځالي عمر په اعصابو لکه چې د اسمان د تېرو ګټو د باران راورېږي ـ خوب هم د مار پښه شوی دی.
شپه لا لا درنېږي او د ژمي دغه درنه شپه په عمر لا لا غمېږي ـ يو پار تېر شو ـ بيا بل پار هم تېر شو او بيا د دردونو او اندېښنو په غېږ کې چرته د شپې په اخري پار کې د هغه سترګې ورغلې او چې سترګې یې وغړولې؛ نو د ژمي توره درنه شپه وتلې وه؛ خو باران لا اوس هم ښه په زور کې وو. ټوله شپه مېده مېده ورېدلی و او اوس په سبایي یې ښه زور ونيولو. د هغه نه ګېرچاپېره کوټه د اوبو ډکه شوې وه او چې هغه د خوبه پاڅېدو او د کېناستلو هڅه یې وکړه؛ نو حق دق پاتې شو، ځکه چې هغه په خپل زور د خپله ځايه اوچت نه شو او چې ته یې پام شو؛ نو پوهه شو، چې د هغه برنۍ برخه حرکت نه کوي. هغه خپل د پوندو زور ولګوو چې د خپله ځايه ورپاڅي؛ خو هډوکو یې پا نه څولو هن دا څه دي دا څه وشو دا ـ ـ ـ اوس هغه خپله ګس لاس راوچت کړو او خپل ښي لاس یې پرې وخوزولو نو هغه بېخې بې حسه بې حرکته و. اوس هغه په پوره ډول په دې حقيقت ورسېدو، چې هغه په ښې اړخ فالج وهلی دی او داسې د هغه د خلې نه لکه د ماشوم يوه لويه کريکه ووتله؛ خو د هغه دغه کريکه په ګېرچاپېره خورو ورو پټو کې د باران په شور کې داسې ورکه شوه لکه چې چا هډو څه غږ نه وي کړی. زه ګنې معذوره شوم. زه ـ ـ ـ ـ يعنې عمری ـ ـ ـ ـ ـ او زه به اوس ـ ـ ـ ـ ؟ او دې خبرې سره د هغه مازغه د يادونو غار ته ورکوز شول. هغه ټول قتلونه، ظلمونه، ډاکې او وحشتونه یې رامخې ته شول کوم چې هغه په تېرو دېرشو کالو کې کړي و. بلها تور سرې یې کونډې کړې وې او بلها ماشومان یې يتيمان کړي وو او نن هم هغه عمری چې په دې ټوله سيمه کې د دهشت او وحشت علامت و. په يوه کچه کوټه کې بې رحمه بې مجاله پروت و ـ ـ ـ زه به ګنې اوس مرم او بيا به مې په قبر کې ښخوي. خو که زه ژوندی پاتې شوم؛ نو زما ژوند خو به هم يوه ټوقه او عبرت وي هغه د ځان سره وګورېدو. عمرخانه د پلار په ځای دې دی. که د پلار سره ئې دې خُله ووهله نو ته د زغم نه کار واخله، جنګ خو د سپو کار دے، جنګ خو نور جنګ پېدا کوي. ته خپل سبق له توجه ورکړه، بچيه حوصله ۔ ۔ ۔ ۔ دې وخت هغه ته د خپل تره او خدايي خدمتګار خاورې کرم دين کاکا د پند نه ډکې خبرې رايادې شوې څومره د کار خبرې دې کړې دي کاکا جانه! او څنګه زما په اراده رسېدلے وې، کاش چې ما هغه وخت ستا خبره اورېدلې وې. کاش!!!! خو ما څه کړي وی. خانانو هم په کلي کې ډېره بده ورځ راخيستې وه؛ نو د هغه په سرو عقابي سترګو کې رڼې رڼې اوښکې وګرځېدې او اوس د هغه د سترګو وحشت په ويره او لا بېوسۍ کې بدل شو ځکه چې همدغه وخت يو تور مار د هغه پښو ته وپرشېدو او چجه يې وکړه هن دا ښامار، کاش چې زه روغ رمټ عمری وې او ورپاڅېدی شوی؛ نو دا ښامار به مې؛ خو اوس مار چجه کړې وه او د هغه د ښۍ پښې غټې ګوتې ته يې مخ کړی و.  اوس خو به ښه دا وي، چې هم دا ښامار ما وخوري، ما وچيچي ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ او هغه وغوښتل چې خپله ښۍ پښه د مار خُلې ته نوره هم ورنزدې کړي او ورته ووايي چې هن ما وخوره، په ما کې خپل زهر ورننباسه چې زه مړ شم، چې په عزت کې د دې دنيا نه لاړ شم چې زما دا مړ وجود د قېد نه خلاص شي؛ خو د هغه پښه خو شله وه، بې حسه او بې حرکته او بيا هم دغه وخت هغه مار خپل سر په ځمکه کېښودو او ورو غوندې د هغه د خوا نه روان شو.
هره لنډه کیسه د ماهیت دوه ډېرې څرګندې خواوې لري، چې یوه خوا یې دکیسې د پیغام او منځپانګې خوا وي او بله یې د کیسې تخنیکي اړخ وي. د رغښتوالې له مخې دغه دویم اړخ د دوی په اند د لانګ اړخ دی، چې د یوې ادبي کیسې اصل او ماهیت رانغاړي. دغه اړخ د کیسې په تخنیک یا تیوری کې پلاټ بولې؛ خو ټول په ټوله د پلاټ د پېښو سپړل د لانګ د سپړلو په مانا نه دي، ځکه رغښتواله پلاټ د نښې دال او کیسه مدلول بولي، چې اکثر تمرکز یې د کیسه سپړنې پر مهال پر مدلول وي. له کیسې یې موخه هغه پټ رغښت دی، چې یوه کیسه د بیان، عمل او اړیکې له مخې خپل شتون یا اغیز ثابتوي. دې ته رغښتوالو ګرامر هم وایه یعنې د سوسور د هغه پټ نظام په تقلید د کیسې په دننه کې هم دوی د اړیکو او رغښت نظام په ګوته کړ. رغښتواله یوازې د کیسې پر اړیکو یا رغښت خبره نه کوي؛ بلکې د کیسې دننه پر هغه رغښت او عمل هم غږېږي، چې یوه کیسه خپل کرکټرونه څنګه پیدا کوي او د هغې کرکټرونو عمل څه ډول ترسره کېږي، ژبه او مکالمه یې له کیسې سره څومره طبعي او ادبي ده؛ نو په همدې تول او ناتول یوه کیسه ادبي او نا ادبي ثابتوي.
موږ پورته د ماهیت خبره وکړه او په کیسه کې مو د منځپانګې او د کیسې اصول د ماهیت دوه اړخه وبلل، دا بحث د ریالیزم او فورمالیزم بحث هم دی؛ خو موږ پوهېږو، چې فورمالیزم او رغښتواله په ګڼو برخو کې ورته والی (مشترکات) سره لري. ریالیستانو به پيغام یا منځپانګه او فورمولیستانو به فورم یعنې اصول او قواعد اصل بلل، چې تر ډېره حده د فورمولیستانو د بحث اصول د رغښتوالې اصول او قواعد وو. د رغښتوالې په ادبي ماهیت کې هم واقعیتونه په همغه ډول د منلو وړ وو، چې کیسه او واقعیت باید هنري وي، موږ پوهېږو، چې ادبي کیسې واقعیتونه او حقیقتونه هنري کوي، که واقعیتونه هنري نشي؛ نو کیسې یوازې کیسې پاتې کېږي او یوازې کیسې ټولې ادبي نه وي.
د یوسفزي صاحب دا کیسه اصلاً زموږ د ټولنې خورا جدي واقعیت دی؛ مګر دا واقعیت کله هم نا هنري نه دی؛ بلګې ګورو، چې د کیسې د فني ځانګړنو په اساس یو واقعیت کیسه شوی دی. د واقعیت کیسه کول اصلاً د کیسې د همغه خورا مهم رکن پلاټ برکت وي، چې کیسه که واقعیت وي یا نه وي، مګر پلاټ یې د خپلو منطقي پېښو پر بنسټ ایجادوي، همدا علت دی، چې کیسه له عامې کیسې توپیر کوي، بلکې پلاټ خو په یوه ادبي کیسه کې د کیسې د تخلیق قوت دی، چې د خیال او فکر په مټ له نوي سره کیسه یا کیسې پیدا کوي. نو ویلی شو، چې یوه کیسه که هر څومره جدي واقعیت وي؛ خو چې پلاټ یې خیال، فکر او پېښې له کیسې سره سمې منطقي او خیالي پيېلي وي؛ نو دا یې له واقعیتونو سره هنري چلن دی. مثلاً د یوسفزي صاحب په دې کیسه کې عام واقعیت دا دی، چې ظلم او زور یوه بده نتیجه لري. دغه دوه درې ټکي مفهوم چې وچ سپور واقعیت دی، د کیسې د پلات له مله کیسې وړې وړې پېښې پیدا کړي دي، دې پېښو د کیسې عام بیان، ژبې او پيرایې ته یو منطقي تسلسل ورکړی دی او داسې دا کیسه د کیسې د فني ځانګړنو له مخې د یوې ادبي کیسې په توګه پنځېدلې ده.
دا د پلاټ ځانګړنه ده، چې د عمري د ظلم پر کړنو حتی د ده د څنګ یاران هم د ده په کار نه راځي، د کوټې تنهايي یې هم ملګرتیا نه کوي، وجود یې د ژوند پر اوږو بار جنازه ده او ښامار یې دخپلو زهرو په مرګ هم نه وژني. د پلاټ دا پېښې یې د پيغام او منځپانګې په عاطفي کولو کې مهم نقش لري، چې د کیسې د واقعیت هنري کولو مناسبه هڅه ده.
د یوې کیسې په پلاټ کې پېښې علتونه زېږوي یا د رغښتوالو په اند کیسه خپل مجبوریت لري، چې څنګه خپل ځان د خپل رغښت له مخې وزېږوي، یعنې کیسه خو له اوله موجوده وي، کومه کیسه چې پېښې نه لري یا یې پېښې کمزوري وي د کیسې پر ځای د یوه عام تاثر یا بیان غوندې وي. پوښتنه دا ده، چې په یوه ادبي کیسه کې چې له اوله کیسه موجوده وي؛ نو څرنګه یې تخلیقي بللی شو؟
دا پوښتنه عامه او ساده پوښتنه ده، په کیسه کې د کیسې له اوله د موجودیت خبره د کیسې د رغښت او له پېښو سره د منطقي چلن خبره ده. د (ژوندی مړی) په همدې کیسه کې ګورو، چې وړو وړو پېښو کیسه څنګه په ادبي ماهیت اړولې ده. د عمري او ملګرو زخمې کېدل، بیا په کوټه کې د تنهایۍ په عذاب کې له ځان سر مکالمه او د تېرو وحشتناکو کیسو یادول او د باران او جړیو په یوازې شپه د ده د ننني بې حسه وجود بېوسي، په تېر پسې ارمان او د خپل خدای خدمتګار کرم دین کاکا نصحیت یادول او بې بالاخره د خپلو اعمالو هغه حد چې د ښامار خولې ته ځان ورکوي دا ټولې د دې کیسې د پلاټ وړې وړې جزئي پېښې دي، چې د یو کیسیز کل په توګه ترې یوه ادبي کیسه پنځېدلې ده.
په ځينو پېښو کې دکرکټر رواني کشمکش او د ځينو پېښو په منځ کې مکالمه او لهجه هغه جالبې ځانګړنې دي، چې د کیسې پېښو ته یې ادبي ژبه وکړې ده، ادبي ژبه دا نه ده، چې د ظالم او بد کرکټر عمری دې په ټپي حالت کې پولیس ولا ته مهذبه او اخلاقي غوسه او خبرې وکړي؛ بلکې عمری خو له خپل شخصیت سره سم غږول پکار دي؛ مثلاً د عمري دا خبرې (چې زه لږ په سمې شم؛ نو د دې ایس ایچ او نه خو به ښځه اخلم، ده زما مټې پریکړي دي..) دا د کرکټر د پيښو او کیسې سره سمه ادبي ژبه او لهجه ده، چې په ټوله کیسه کې یې د کرکټر په ژبه او لهجه همداسې د مناسبې کیسه ییزې لهجې سیوری پروت دی.
باید ووایو چې د دې کیسې واقعیتونه په همدې وجه هنري دي، چې پلاټ او د پلاټ پېښې یې د عقلي منطق پر ځای پر تخلیقي منطق پنځولي دي، تخلیقي منطق همغه دی، چې د یوې کیسې روح یې ګڼلی شو، لکه پورته مو چې د دې کیسې په دننه رغښت کې د پېښو په توګه ولوست.
(Visited 69 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.