The news is by your side.

ښځه او سیاست

صفیه وردک

0

د تاریخ په اوږدو ډېرې ښځې واکمنې او مشرانې تېرې شوې وايي په هند کې چې سلطان رضیه آمره شوه نو مخالفت یې وشو،نارینه آمرینو غوره وګڼله چې پر ځای یې نالایقه وروڼه پر تخت کېنوي.نور جهان تکړه ښځه وه خو بیا یې هم مخالفت وشو،په واک کې له مېرمنو سره مشوره،مرسته،له ښځمنو متاثره کېدل او واک وربېلول ان ملنډې ګڼل شوې.د عباسي کورنۍ پاچا مامون ویلي ښځه حق نه لري چې د هېواد په چارو کې برخه واخلي.ایرانی عالم بزرچمهر وايي ساساني سلطنت ځکه مات شو چې د نورو خبرو تر څنګ یې په ښځو هم باور وکړ.

نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې د ځلا ځاځۍ ګومارنې د خوست د قومندانۍ د آمرې په حیث د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي.له شخصي حریمه نیولې تر لباس او زده کړو پرې نقد شوی.ځینې د ښځې فزیکي کمزوري رامخته کوي او ځينې عاطفه.خو دا هر څه د جنسیتي تبعیض لپاره یوه سلاح ده ځکه نرواکه ټولنې د ښځو واک نه مني.ډاکټر مبارک علي وايي «نارینه نه غواړي په واک کې شریک ومومي.سیاست یانې په واک  کې شریکېدل.»د تاریخ په اوږدو کې سیاستمدارې ښځې تهدید شوې او له واکه ګوښه شوې ،ددې لپاره دوی د ښځمنو بدني کمزوتیا د دلیل په توګه وړاندې کړې،دا چې ښځه د بدني او ذهني اړخه نسبت نر ته کمزورې ده.نو حکومتولي نه شي کولاي.

د خسرو په یوه وینا که هر پاچا غواړي کورنۍ او هېواد یې تباه نه شي او شان و شوکت یې پر ځای پاتې شي ،نو باید ښځې له واکمنۍ لیرې وساتي.

نرواکه ټولنې د ښځو د کونج ته کېدو لپاره له دې نورو مسایلو وراهاخوا مذهبي مسله هم رامخته کوي.د ځلا ځاځۍ د ګومارنۍ د مخالفت دلیل ډېریو مذهبي ټکر بللی و،دا چې له  دیني اړخه ښځې د سیاست ،مشرۍ او برابرۍ حق نه لري.نظام الملک د «طوسي» سیاست نامې لیکوال لیکلي:ښځې باید واک تر لاسه نه کړي،ځکه عقل یې خام وي.ډېری  دیني علما هم په دې باور دي چې ښځې باید له سیاسته لیرې وي.په «النسا» سوره کې نارینه د ښځو څارونکي ګڼل شوي دی،مامون وايي که ښځو سیاست کولای شوای نو دا امر ولې راته او د نرانو فضیلت او لوړوالی ولې منل کېده.

خو په سیاست کې د فېمېنسټانو تمرکز د دولت،قدرت،عدالت،سولې او امنیت د خوندیتابه لپاره پر منطقه،قوم او جنسیت نه بلکې پر فرد دی.ان فلیپس وايي د نارینه وو تسلط د ښځو پر وړاندې تر ټولو ډېر په سلوک او سیاست کې لیدل کېږي.د فېمېنسټانو په باور د دولتونو اساسي ضعف له قدرت څخه د ښځو کونج ته کول دي .

ان فلیپس وايي «باورونه او کلتوري مسایل په سیاست کې په وسپنیز قانون بدلېږي او ښځې تر انحصار لاندې په قاعدو کې ایسارې پاتېږي،نوموړې په دې باور ده چې د ښځو تر ټولو ستر دوښمن پلار سري دولتونه دي».فرانسوۍ فېمېنسټه سیمون دیبووار هم په دې عقیده ده:«د کلتور تولید د نارینه وو له خوا حمایه کېږي.»

نارینه د ښځو سره د واک په شریکولو وېرېږي.دوی داسې فکر کوي چې د نر واکمني به پرې ختمه شي نو ځکه په زده کړو،وېش او بالخصوص سیاست کې د مذهبي،ټولنیزو،کلتوري،اقتصادي،فزیکي،مذهبي او سیاسي روایاتو د رامخته کولو په مرسته هڅه کوي چې ښځې له سیاسته ګوښې وساتي.

(Visited 62 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.