The news is by your side.

ښځه پیدا کېږي نه بلکې ښځه جوړېږي

لیکواله: سیمون دوبوار - ژباړن: قسیم ځير

0

سیمون دوبوار د شملۍ پېړۍ مشهوره فرانسوۍ فیلسوفه ده چې د اخلاقو، سیاست او ښځو حقونو په برخه کې ډير شهرت لري. لاندې ژباړه د هغې د مشهور کتاب (دویم جنس) څخه شوې ده. یاد کتاب د تېرې صدۍ یو له ممهو متونو څخه شمېرل کېږي چې په ۱۹۴۹ کال خپور شو. دویم جنس تر اوسه د فلسفې او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې یو مهم او بنیادي متن دی.

یو نارینه به هیڅکله د انسانانو په منځ کې د نارینه د مقام په اړه یو کتاب و نه لیکي. که زه خپل ځان تعریف کړم نو اول باید دا ووایم چې زه یوه ښځه یم. دغه ادعا (چې زه یوه ښځه یم) زما د نورو خبرو لپاره بنیاد دی. یو سړی هیڅکله خپل ځان داسې نه معرفي کوي چې دا د یو ځانګړي جنس سره تړاو لري. دا ډيره واضحه ده چې هغه یو سړی دی. یواځې په رسمي اسنادو، د مالیاتو په کتابچو او پېژندپاڼو کې د نارینه وو او ښځينه وو نومونه برابر دي. د ښځې او نر اړیکه د برق د دوه قطبونو(منفي او مثبت تار) سره هم نه شي مقایسه کیدای. سړی تر دې حده د مثبت قطب نماینده دی چې په فرانسوي کې سړي او انسانانو دواړو ته (لیس هوموس) وايي. د ښځې بیا د نر د تعریف برعکس د منفي تار غوندې هره پېژندګلوي یو محدویت د ځان سره لري. دا خبره ما ډيره ځوروي چې کله په انتزاعي موضوعاتو باندې بحث کېږي، سړي وايي٬ تاسو داسې فکر ځکه کوي چې تاسو ښځې یاست. مګر زه پوهېږم چې په خپله دفاع کې صرف دومره ویلی شم چې زه داسې فکر ځکه کووم چې دا یو واقعیت دی. داسې نه شي کیدی چې ورته وویل چې تاسو داسې فکر ځکه کوۍ چې تاسو سړي ییۍ. دا ډيره ښکاره ده چې نارینتوب یوه ځانګړیتا نه ده. یو سړی حق په جانبه دی ځکه چې هغه سړی دی. دا ښځې دي چې په غلطه دي. لکه څنګه چې د لرغونې زمانې خلکو د یو نیغ اوعمودي خط له مخې کاږه خطونه اندازه کول، عیناً همداسې د انسانانو یو ډول وجود لري او هغه نارینه دي. ښځه یواځې تخمدان او مهبل (ښځينه جنسي اله) ده. همدغه متفاوت شرطونه دي چې ښځه په خپل ښځمنتوب کې بندوي.

 خلک علاقه لري چې ووايي ښځه د خپل غدو(احساساتو) سره فکر کوي. سړي په ډیر جرات سره په دې سترګې پټوي چې د هغه بدن هم له هورمونونو او هګيو(خایه) جوړ دی.  سړي ته خپل وجود(باډي) د نړۍ سره د تعامل یو نورماله اړیکه ښکاري چې دی پرې د نړۍ په اړه بې پرې (قضاوت) کوي. مګر د دې برخلاف بیا د ښځې وجود د ټولو هغو شیانو مجموعه ده چې یوه ښځه جوړوي. دا (د ښځې وجود) یو خنډ او یو زندان دی. ارسطو ویل چې٬ ښځه په دې ښځه ده چې  یو لړ صلاحیتونه نه لري٬. ٫ موږ باید د ښځې کرکټر ته په داسې سترګه وګورو چې دا له پيدایشي نیمګړتیا ځورېږي. او په ورته ډول توماس اف اکوینوس ویل چې ښځه٬ یو نیمګړی سړی٬ په تصادفي ډول منځ ته راغلی موجود دی٬.(…) بشریت نارینه دی او سړي ښځه داسې نه تعریفي کوم ډول چې ښځه ده بلکې نر ښځه خپل ځان ته په یو نسبت کې تعریفوي. ښځه د یو خپلواک موجود په حیث نه تلقي کېږي، بلکې ښځه باید یواځې هغه څوک و اوسې چې سړی یې غواړي. سړی ښځې ته جنس وايي، او له دې مطلب دا وي چې ښځه سړي ته یواځې د یو جنسي موجود په حیث ښکاري. ښځه د خپل ځان برعکس د سړي سره د یو نسبت له مخې تعریفېږي او له سړي (د همدې نسبت) له مخې تفاوت پیدا کوي. ښځه د یو اهمیت پر وړاندې بې اهمیته ده. سړی یو مطلق دی… ښځه دویمه ده.

ښځه که همېشه د نر غلامه نه دی پاتې شوې نو حد اقل نوکره یې ضرور وه. دواړو جنسونو(ښځې او نر) هیڅکله نړۍ په خپل منځ کې په مساوي ډ‌ول نه ده ویشلې او که څه هم چې په اوس وخت کې د ښځو حالت په ښه کېدو دی بیا هم ښځه تر اوسه  معلوله.  ښځه په هیواد کې هم د نر سره  حقوقي برابري نه لري. بلکې زیاتره وخت د (هیوادونو حقوقي) نظام د ښځې په خلاف دي. حتی کله چې ښځه په قانون کې د ټولو حقونو څخه برخمنه هم شي، زاړه رواجونه د دې باعث کېږي چې دا حقوقي برابره په روزمره ژوند کې عملي نه شي. په اقتصادي لحاظ ښځې او سړي دوه بیلې طبقې (کاسټونه) جوړوي. د برابرۍ باوجود سړي لوړپوړي پوستونه، لوړې تنخواوې او د خپلو نوو سیلانو(ښځو) په نسبت د پرمختګ ډیر چانسونه لري. سړي د انډسټرۍ، سیاست او داسې نورو عرصو کې ډير پوستونه لري. ټول لوړ او تاثیرګذاره دندې م سړیو نیولي دي. د حقیقي قدرت سربیره سړي د پرستیژ او اعتباره هم برخمن دي. د ماشومانو د سنتي روزنه په دې شاهدي ورکوي چې سړیو جوړه کړې ماضي زموږ په حال کې شامله ده. په عین حال کې چې ښځې د نړۍ په ابادولو کې فعاله برخه اخلي ، دا نړۍ اوس هم د سړیو ده. دا هغه څه دي چې سړي پر شک نه کوي مګر ښځې اوس د پوښتنې لاندې راوستل شروع کړي دي. د دویمتوب مخالفت کول، د سړي سره په جرم کې له شراکته مخالفت کول د دې باعث کېږي چې ښځې له هغو ټولو امکاناتو محرومي شي چې د یو عالي طبقې سره د ا‌یتلاف په صورت کې یې لرلی شي. سړي-خانان د خپلو مزدورانو-ښځو پر مادي ډول د ښځو سره خپل خفګان ښکاره کوي. او دا مسولیت اخلي چې ښځو ته پر یو موجود قایل شي. په ورته ډول که ښځه د اقتصادي خطره ځان وباسي نو دا د میتافیزیکي خطره هم ځان ژغوري چې په ازادۍ کې پرته ده چې ښځه باید پرته له کومې مرستې ځان ته ډوډۍ پيدا کړي.

په حقیقت کې په هر فرد کې پرته له کومه شرطه دا ځانګړنه شته چې خپل ځان د یو فاعل (د یو مستقل نفس) په حیث مطرح کړي البته دا یو اخلاقي مسولیت هم دی. همدارنګه هر نفر سره دا خواهش هم شته چې له ازادۍ وتښتي او خپل ځان د یو شي او مفعول پر حیث تسلیم کړي. که څه هم چې دا یو سرنوشت سازه مسله ده چې یو نفر غواړي، غیرفعاله، له خپل ځانه پردی، ورک، د نورو خلکو د غوښتنو قرباني، له پرمختګه پاتې او له هر ډول ارزښته محروم شي. مګر دا یوه اسانه لاره ده چې انسان پرې له هغه اضطراب او تشنجه خلاصیږي کوم چې د یو منتخب ژوند له ځان سره لري. سړي ښځو ته د پردي (جنس/مخلوق) په حیث ځکه ګوري چې ښځه ورته د خپل جرم شریکه ښکاري. دا چې ښځه د یو ازاد نفس اوسېدلو غوښتنه تر اوسه نه کوي، علت یې دا دی چې ښځې د یو موثر روش و طرزه برخمنې نه دي.

Simone de Beauvoir: Det andra könet. Norstedts 1983.

Leave A Reply

Your email address will not be published.