The news is by your side.

کرونا وبا راڅخه د سر سړی واخیستل

استاد عمر پاڅون

0

مصطفی عمرزی یادوم چې په خپل قلم یې زموږ د فرهنګ او کلتور د دښمنانانو کږې خولې سمولې.

که د عمرزی ۳۸ کلن عمر د ده مقالو، څېړنو، ژباړنو او کتابونو سره پرتله کړو ډېرو کمو لیکوالانو به په دومره کم عمر کې دومره لیکنې کړي وي.

زموږ لرغونپوهنه هم یتیمه شوه پوهاند رسول باوری صاحب هم زموږ څخه لاړ چې د داسې پوهاند لرغونپوه ځای ډکول ډیر وخت غواړي.

ډاکټر نبي مصداق ژورنالست، لیکوال، سلاکار او سفاتکار راڅخه هم کرونا وبا واخیست، چې خپل ولس او افغان وطن ته د ښاغلی مصداق کړي خدمتونه د هیرېدلو نه دي.

د نوې ځوانۍ راهیسته اسلامي مبارز قاضي امین وقاد هم له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

او دا دی زموږ حماسي، ملي د ازادۍ او خپلواکۍ سندربول هنرمند عبدالله مقری چې په خپلو سندرو به یې ځوانان راویښول ارماني له دې نړۍ څخه وکوچېد. روح دې د ټولو ښاد وي.

که رښتیا ووایم خپلې چاپي او بریښنایی مېډیا له لیدلو او لوستلو څخه زړه توری شوی یم.

مرګي راڅخه د سر سړي څه په بمبار، څه په توپونو، ځانمرګي بریدونو، مینونو، او څه په ترورونو واخیستل او لا اخلي.

دا دی کروونا وبا پرې سرباري شوه.

لوی الله تعالی دې زموږ په مظلوم ملت او وطن نور ورحمیږي امین

Leave A Reply

Your email address will not be published.