The news is by your side.

کریکټ لوبه او کاري څانګې یې

لیکنه او تحلیل: محمدالله شېرزی

0

مخینه:

    د کریکټ لوبه په لومړي ځل شپاړسمه پیړۍ کې د انګلستان په جنوب ختیځ کې رامنځته شوه، چې په اتلسمه پیړۍ کې یې پرمختګ وکړ او د یاد هېواد ملي لوبه باندې بدله شوه، په نولسمه او شلمه پیړۍ کې تر نړیوالتوب روانه شوه. د ۱۸۴۴ میلادي کال څخه د کریکټ نړیوالې لوبې پیل شوې او په ۱۸۷۷ کال ټېسټ لوبه رامنځته شوه.

کریکټ اوس په نړۍ کې د فوټبال وروسته دویمه مشهوره لوبه ده، چې د کریکټ نړیوالې شورا ICC له لورې د قوانینو په چوکاټ کې اداره کیږي، چې ۱۲ بشپړ غړي هېوادونه او نور دویمه، دریمه درجه لسګونه لوبډلې شتون لري.

    نوموړي لوبه نږدې دوه نیمې لسیزې وړاندې افغانستان کې هم رواج شوه او پرمختګ یې د نړۍ په کچه بې ساری و او دغې لیوالتیا او وړتیا دغه هیواد تر بشپړ غړیتوب ورساوه او افغانستان دا مهال پیاوړې کریکټ ملي او د نولس کلنو لوبډلې لري، چې څو ځله یې نړیوال جام لوبولی او هم یې بشپړ غړي هېوادونه لکه ویسټ انډیز، پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش، هندوستان، سویلي افریقا، استرالیا، نېوزېلینډ… مات کړيدي.

د کریکټ لوبې په اړه یو لړ مالومات وړاندې شول او که ډېر پدې برخه کې تم کیږو، نو لیکنه له حده زیاته اوږدیږي، ځکه په نوموړي موضوع کتابونه لیکل کیدای شي، خو موږ یې په ځینو کاري برخو لکه لوبغاړو، روزونکو، لوبڅارانو، تبصره کوونکو، د لوبغالي سټاف او نورو برخو باندې لنډه رڼا اچوو.

کاري څانګې:

   کریکټ داسې لوبه ده، چې د ښوونځي له دورې دې د عمر تر پایه بوخت ساتلی شي، چې هم دې لیوالتیا غواړي او هم درته د ژوند تېرولو سهولتونه برابرولی شي.

د هرې کاري برخې بیلګه په افغان کریکټ بورډ، لوبغاړو او اړونده څانګو کې تشریح کوو، ځکه چې دغه برخو کې اوس ګڼې ستونزې پرتې دي؛ څوک له ملي لوبډلې استعفاء نه کوي، څوک ټاکوونکي ډلګۍ نه پریږدي، څوک روزنه د ځان حق ګڼي، څوک د بورډ په څوکۍ پورې نښتي دي او څوک په ولایتي کچه میراثیان دي.

کله چې د ښوونځي/کلي په یوه لوبډله کې ځای شوې او وړتیا دې له ځانه وښوده، نو تر کلب لیول، ولایتي لوبډلې، زون په کچه او شخصي لیګونو کې لکه شپږیزه، میلیون جام، افغانستان پریمر لیګ او نورو کې فرصت درکول کیږي، چې ځان وښيې او تر نولس کلنې، الف او ملي لوبډلې ولوبېږې، لکه مجیب الرحمن، رشیدخان، رحمان الله، زهیرخان، نوراحمد… خو ټول پړاوونه په مسلکیتوب او حوصلې سره باید پرمخ یووړل شي.

کله دې چې دغه برخه پای ته ورسوله، نو ملي لوبډله کې لوبیدل دې د لوبغالي وروستۍ مرحله نه ده، بلکې یواځې دې مسولیت توپیر کوي او هغه داچې درکړل شوې تجربه باید نورو ته ولېږدوې.

زموږ ګڼ لوبغاړي اوس پدې بد پړاو کې دي، چې عمرونه او کارکردګي په ملي لوبډله کې ځای نه ورکوي، خو لا هم شله دي او ځوانانو ته دغه ځای نه پریږدي، سره د دې چې افغانستان کریکټ بورډ اوس په ګڼو برخو کې دوی ته اړتیا لري، چې هغه تشې پرې ډکې شي.

د بېلګې په ډول ویلی شو، چې په نړیواله کچه له افغانستان څخه په داخل لیګونو کې پر لوبه تبصره کوونکي ((Commentators لري، خو هنریت او مسلکیتوب یې تر نشت پورې دی او نړیوالو سیالیو او لیګونو کې هیڅ داسې څوک نلرو، چې دغه برخه پرمخ یوسي او سره د دې چې په ځینو لوبغاړو کې دغه وړتیا هم لیدل کیږي لکه حمیدحسن، میرویس اشرف…

د دې ور اخوا د وړو لوبډلو روزنه ده، چې زموږ دغه مجرب لوبغاړي که دغه لړۍ پیل کړي، نو کورنیو تجارتي لیګونو او لوبډلو کې د غوره روزونکو په توګه دندې پرمخ وړلی شي او پرمختګ به یې هم شونی وي. په مثال کې یې نوروز منګل راوړو، چې له ملي لوبډلې په ډېر احترام رخصت شو او بورډ ورته د مرستیال روزونکي او ټاکوونکي ډلګۍ غړیتوب ورکړ، پرون اصغر افغان استعفاء ورکړه بورډ به هرو مرو یو ځای ورته فکر کې لري، یا د کریکټ سره نږدې پاتې شوی اسدالله خان د تاجکستان لوبډلې او دوبۍ ټي ټین کې د یوې لوبډلې د روزونکي له دندې وروسته د قطر کریکټ ملي لوبډلې مشر روزنکی شو.

په بورډ کې ډېر نور تخنیکي ځایونه دي چې هغه تنظیم شي، لکه د کورني کریکټ مدیریت، د نولس کلنو، الف او زون په کچه د لوبډلو روزنه، تخنیکي مشاوریت، په مرکز او ولایتونو کې د کریکټ مسلکي روزنځایونو جوړول، د کلبونو او لوبډلو مالي ملاتړ اخېستل او نورې ګڼې برخې دي، چې دوی ته پکې کاري فرصت برابريږي.

همداشان ډیریو تخنیکي کسانو ته د کریکټ دپاره د شته لوبغالو د ویشتنځایونو (Pitches) جوړول دي، چې د هېواد د ننه ورته مناسبه خاوره پیدا او له تشخیص وروسته ورباندې کار وکړلی شي، ترڅو د نورو هېوادونو له کاریګرو ځانونه خلاص او ځانونو ته کار پیداکړي.

نو پورتنیو څانګو او د کریکټ په ډګر کې کار کولو ته په کتو سره فکر نه کوم، چې کوم لوبغاړی بې کاره پاتې شي او پدې برخو کې په دنده بوخت نه شي، نو بیا ولې دغه پخواني لوبغاړي، چې هېواد ته یې په خپل وخت کې بریاوې راوړي؛ د نوي او په هېواد د ننه روزل شويو تنکيو مسلکي کریکټرانو د وړاندې تګ مخه نیسي او د څو روپیو او شهرت دپاره دغه مخ پر وده پروسه ننګوي؟

په پایله کې ویلی شو، چې دغه ټول ټکي مهم دي، چې په پام کې ونېول شي او د دې لوبې دپاره تخنیکي او مسلکي کار وشي، چې له هرې برخې نه په کار پوه، مجرب او وړ کسان وګمارل شي. له یوې خوا به دوی ته په همدې مسلک کې کار پیدا شوي وي او له بلې خوا به په اړونده برخو کې مسلکي پرمختګ شوي وي، نو د کریکټ مشرتابه باید د پخوانیو لوبغاړو دغه اپشنونه په ګوته او یا دې برخې ته د فشار آلې په توګه د اړتیا وړ لوبغاړو ته په اړونده فارمټونو کې کلني قراردادونه ورکړي، چې هم به د بې ځایه مصارفو او تنخواوو د ورکړې مخنیوی شوی وي او هم به دوی ځانونه لیدلي وي، چې نورو ورته د لوبیدو چانس نشته.

Leave A Reply

Your email address will not be published.