The news is by your side.

کوچیان د قربانۍ په میدان

سلطان احمدزی

0

 د فلکلوریکو ادبیاتو په هنداره کې د کوچي ژوند خورا رنګین او له کیفه ډک انځور شویدی، د پسرلي په موسم کله چې، د دښتو او دامانونو په سینه د سرو غاټولو ګونګړي ونڅیږي او کوچۍ پیغله پرې له غروره ډک قدمونه ږدي… کله چې د پسرلي مستونکی شمال د پیغلې کوچۍ وربل یوې او بلې خوا وشیندي، د هرې افغانې پیغلې له خولې دا ناره وځي چې:

مورې کوچیانو ته مې ورکړه

چې تور اوربل مې د ایلبند شمال وهینه

د تاریخ په اوږدو کې مونږ کوچیان د فلکلوریکو ادبیاتو له زاویې کتلي دي؛ مګر ددې شاعرانه ژوند تر شا پرتو ناخوالو ته هیچا پام ندی کړی… هیچا پدې سر ندی خوږولی چې د مني په سړه هوا کې د یوه تنکي کوچي ماشوم خواږه خوبونه څنګه د سهار په تیاره کې د یخو اوبو په وسیله الوځول کیږي… هیڅوک پدې ونه دردیدل چې کوچی ماشوم د شپې په یبلو پښو د ویده کیدو حق نلري؛ ځکه چې د سهار په تیاره کې باید سفر ته چمتو وي او له نورو کډو وروسته پاتې نشي… هیچا پدې فکر ونکړ چې کوچۍ میرمن د مینداورۍ او لنګون چې د ژوند دوه حساسې او عاطفي مرحلې بلل کیږي، څه ډول تیروي؟؟؟

نکوچ له بده مرغه کوچیان چې د دې هیواد اصلي اوسیدونکي دي، ورو ورو زمونږ له ټولنیز سکښت څخه ویستل کیږي او دا ستره اشتباه ده، که د انصاف په تله یې وتلو کوچي وګړو دې هېواد ته ډیر څه ورکړیدي؛ همدا اوس مونږ ددې زیارکښ قشر له برکته په څو برخو کې خودکفا یو، که توجه ورته وشي/ یا شوې وای، ممکن په څو اقلامو کې په صادراتي هېواد بدل شوي وای… په حقیقت کې کوچیان د هېواد هغه وګړي دي، چې ماضي، حال او راتلونکی یې له ملي اقتصاد څخه قربان کړیدي؛ مګر له بده مرغه د تيرو څو لسیزو جګړو او استخباراتي ناولیو لوبو کوچیان د افغاني ټولنې له ځینو نورو وګړو په یوه او بل نوم جلا کړل… له بله پلوه دولت چې په یو هیواد کې د قدرت، حاکمیت، ټولنیز عدالت، ملي مشارکت او متوازن پرمختګ د اِعمال لوړ ترینه مرجع بلل کیږي، هم په هغه ډول چې لازمه وه کوچیانو ته توجه نده کړې… د مثال په ډول د عامې روغتیا وزارت په کلني ډول هر افغان ته د شپږو ډالرو په شاوخوا کې صحي خدمات وړاندې کوي؛ مګر پدې تیرو کلونو کې که هغه بودیجه چې کوچیانو ته یې ځانګړې کړېده وکتل شي، هر کوچي ته د یوه ډالر په اندازه خدمات هم ندي وړاندې شوي، له بله پلوه د زراعت او مالدارۍ وزارت چې د مالداري د احیا او میکانیزه کولو په موخه پراخه بودیجه مصرفوي ؛ مګر په مقرراتو کې یې ځینې موانع شته چې بیچاره کوچی یې له خدماتو ګټه نشي اخیستلی، پداسې حال کې چې وړه مالداري اتیا سلنه د کوچي قشر سره ده… د مثال په ډول د زراعت او مالداري وزارت د فارمینګ په برخه کې د قروضو د ورکړې لپاره یو شرط غیر منقول جایداد بللی دی، چې کوچیان غیر منقول جایداد نلري؛ نو لدې خدماتو ګټه نشي اخیستلی، هیله ده چې د زراعت او مالداري نوی وزیر قدرمن احدي صاحب چې یو عالم او مدبر شخصیت دی، دې ستونزو ته پآم وکړي… د امنیت په برخه کې ددوی ستونزې له هیڅ افغان څخه پټې ندي، په لاره کې، په دښته کې په لویو لارو،  لنډه دا چې د هېواد په هره نقطه کې ورته ستونزې ایجادیږي، ځپل کیږي، تحقیریږي او د بیګانګۍ احساس ورکول کیږي؛ حتی داسې راپورونه شته، چې غیر قانوني وسله وال له دوی څخه مالونه په زور ګرزوي، د هېواد په ځینو سیمو کې په ازادانه ډول اجازه نلري، چې په دښتو کې مالونه وڅروي…  په لسګونو نورې داسې بیلګې شته چې د اساسي قانون د موادو سره ښکاره په ټکر کې دي او  د افغان دولت د متوازن انکشاف پالیسي تر پوښتنې لاندې راولي او تر دې بدتر اِعمال  تبعیض انګیرل کیدای شي… بدخشان ولایت ته د کوچیانو د انسجام د زوني غونډې پرمهال کله چې یو سپین ږیری کوچی د کوچیانو د انسجام عمومي رئیس ته ورغاړې ووت له سترګو یې اوښکې بهیدې او په ژړغوني غږ یې وویل ” زما په ژوند کې لومړی ځل دی، چې یو دولتي چارواکي د انسان په سترګه راته وکتل” دا یوه وړه جمله ده؛ خو پدې هیواد کې د یو میلیوني قشر سره زمونږ د دولت د سطحي تعامل ترجماني کوي… پدې کې شک نشته چې محرومیتونه عقدې زیږوي، خدای مکړه داسې نشي چې کوچی قشر چې په حقیقت کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو عظیم فرصت دی، په ګواښ بدل شي… هیله ده چې دولت او بلخصوص ولسمشر کوچیانو ته ځانګړې توجه وکړي، تر څو د بل هر افغان په څیر د دوی اساسي حقوق خوندي شي… په پای کې د مرحوم استاد پسرلي په شعر لیکنه پای ته رسوم.

د کوچۍ پیغلې ښایسته

په جهان به دې اور بل وای

که دې لږ څه ژوند په سمول وای

که دې لږ څه علم مل وای

(Visited 79 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.