The news is by your side.

ولس موقت حکومت نه غواړي/ محمدروښان ښاد

0

په دې وروستیو کې د سولې له هلو ځلو سره یو ځای د موقت حکومت د راتلو هنګامه هم توده شوه. په لومړیو کې داسې ویل کېدل چې زلمي خلیلزاد او د طالبانو مذاکره کوونکي پلاوي په خپلمنځي بحثونو کې د موقت حکومت په اړه هم بحث کړی دی، خو کله چې هم طالبانو او هم ښاغلي خلیلزاد دا اوازه رد کړ او په صراحت سره یې وویل چې دوی د موقت حکومت په اړه هیڅ ډول بحث نه دی کړی، نو واضح شوه چې دا اوازه په کابل کې ځینو سیاسیونو خپره کړې ده.

ځینو سیاسیونو داسې انګېرلې چې ګواکې دغه اوازه به یې دطالبانو له لوري استقبال شي او بیا به یې دوی له خلیلزاد سره په مذاکراتو کې مطرح کړي او بالاخره به له یوې خوا په اوسني حکومت فشار راشي او له بل لوري به دوی ته د دې زمینه برابره شي چې د موقت حکومت په راس کې راشي، نو ځکه یې دغې اوازې ته زور ورکړ، مګر ولس د دې اوازې پر وړاندې خپلې اندېښنې وښودې او دوی واضح وویل چې موقت حکومت ورته د منلو وړ نه دی.

د ولس استدلال دادی چې په دوه دلایلو ورته موقت حکومت د منلو وړ نه دی. لومړی دلیل دادی چې دوی وایي افغانستان کوم ازمایښتي لابراتوار نه دی چې ټول عمر په کې موقت حکومتونه ازمایل کېږي. افغانستان اوس د موقتو او منځمهالو حکومتونو له پړاونو څخه د منتخبو حکومتونو پړاوونو ته داخل شوی دی، نو ولې په لوی لاس موږ د مخته تګ پرځای بېرته شاته لاړ شو.

دویم دلیل دادی چې له موقت هم څخه ولس هم وېره لري او هم اندېښنه . وېره یې داده چې یو ځل بیا به سیاسي ډلې او جنګسالاران په خپلو کې څوکۍ سره ووېشي او ولس به منزوي شي او اندېښنه یې داده چې که په موقت حکومت جوړجاړی وشي، نو بالاخره دېته اړتیا پېښېږي چې یوه ورځ باید د هغه پرځای د ټاکنو له لارې منتخب حکومت ته لاړ شو، نو ممکن هغه مهال تاوتریخوالی پېښ شي، جګړه ونښلي او وضعیت له بدو بدتر شي، نو له همدې امله ولس په هیڅ قېمت د موقت حکومت غوښتونکی او طرفدار نه دی او نه هم د موقت حکومت د جوړېدو کومه اړتیا لیدل کېږي.

له طلوع تلویزیون سره ولسمشر غني د مباحثې پرمهال د یو ګډونوال د پوښتنې په ځواب کې وویل، د موقت حکومت د تفاهم لاسلیک زما صلاحیت نه دی او نه هم ولس موقت حکومت غواړي او نه هم تراوسه داسې کومه قدرت شته او نه څوک مور زېږولي چې په ما باندې د ګندمک تړون لاسلیک کړي.

د موقت حکومت د دروغو اوازه او ګونګوسه کرار کرار په سړېدو ده. ممکن د دې اوازې په خورولو کې د افغانستان د ګاونډیو خصوصاً د ایران او پاکستان لاس هم وي، ځکه هغوی دوه موخې لري له یوې خوا غواړي چې په دغه حساس پړاو کې د سولې بهیر سبوتاژ کړي او یا هم د قوي مرکزي دولت د جوړېدو مخه په موقت حکومت ډب کړي، مګر افغانان اوس بیدار دي او هر څه په دقت سره تعقیبوي.

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.