The news is by your side.

باور وکړو که باور و نه کړو؟

امنه عزیزي

0

ډېر خلک پر نورو د باور کولو لپاره په دوو کې حیران دي، هغوی چې باور یې مات شوی وي بیا ځل او بیا بیا پر خلکو باور کول ورته سختېږي او له وروسته ورته د نړۍ تر ټولو ډېر ستونزمن کار، باور کول وي.

که غواړﺉ چې باور مو مات او زیانمن نه شي باید پر نورو د باور ساحه محدوده کړﺉ او ډېر باور و نه کړئ، ځکه چې باور زیانمن کېږي او کله چې زیانمن شي پر نورو د باور کولو ځای نه پاتېږي. لکه څنګه چې د انسان باور زیانمنېږي همداسې ورسره انسان هم روحي زیانمن کېږي.

اوس به تاسې وېره لرﺉ چې نور باید په چا باور وکړئ که نه؟

نه، له باور کولو به بېخي لاس نه اخلو، باور به کوو خو ژر او په ډېره اسانۍ به یې نه کوو، لږ لږ به کوو او پخوو به یې. که په دې موده کې له مقابل لوري زموږ باور لږ خام شو، باید باور کول پرېږدو.

اوس به تاسې ته بله پوښتنه پیدا شوئ وي چې لږ لږ باور یعنې څومره، لږ لږ څنګه اندازه کړو؟

د لږ لږ باور کولو موخه دا ده چې په یو ځل باید ټول باور و نه شي، له باوره مکمل ډار نه دی په کار، باور باید وشي خو په یو ځل ټول نه!

که مو چا باور مات کړ، بیا یې مات کړ، بیا یې هم مات کړ ایا هغه نفر ته څو چانسونه ورکولای شو یا یې څو ځله باید وبښو او له سره پرې باور کولای شو که نه؟

د دې پوښتنې ځواب د دویم ځل باور په څېر ستونزمن دی، دا ډېره سخته ده چې کوم نفر دې باور ماتوي او بیا پرې دویم ځل باور کوې، ځکه اول ځل یې چې باور مات کړ پر هماغه کس ټول باور ختمېږي، که بیا غواړو باور پرې وکړو باور به لږ لږ را ټولوو او هغه کس ته به یې ورکوو. که څوک مو باور مات کړي کېدای شي بیا بیا چانس ورکړﺉ خو دا چانسونه باید ژر ژر ور نه کړل شي.

باور پر یو انسان وکړو که څو څو کسان په باور کې شاملولای شو؟

موږ ټولو ته په یو اندازه باور نه شو ورکولای، پر انسانانو د اړیکو پر اساس باور کوو.

مثلاً که موږ ډېر ملګري لرو پر ډېرو خلکو باور لرو او که لږ ملګري لرو پر لږو یې لروو خو په ملګرو او ملګرو کې د باور کولو اندازه هم توپیر لري.

کم شمېر یا بېخي یو/دوه ملګري وي چې موږ له مسلکي ژونده ور ها خوا د شخصي ژوند ټولې خبرې او موارد ورسره شریکوو، ځکه یې شریکوو چې باور پرې لرو خو له ټولو ملګرو سره د شخصي ژوند اړوند ټول موارد واضح نه شو ویلای، دلته زموږ باور محدودېږي. یعنې دا چې زموږ باور د هر چا او ټولو لپاره نه دی.

پر باوري انسان څومره باور کولای شو، یعنې خپل هر راز، شخصي معلومات او هر څه ورسره شریکول سم کار دی که ناسم؟

وړاندې مې یادونه وکړه چې موږ د خپلو شخصي مواردو شریکولو لپاره پر هر چا باور نه کوو، که پرې باور کوو هم په هغه صورت کې یې پرې کوو چې هغه هم د خپلو اسرارو او رازونو په اړه همدومره باور راباندې ولري.

پر نورو د باور کولو یوه ګټه دا ده چې زموږ سترګې خلاصوي او د بیا باور کولو لپاره مو هوښیاروي. که یو چا زموږ باور مات کړ پر بل چا یې ژر او په اسانه نه کوو او که کوو یې هم ډېر دقت کوو. ټول انسانان باید په ژوند کې د باور ماتېدل تجربه کړي او حتماً یې باور مات شي، ځکه له دې پرته د انسان باور ړندېږي او پر ناباوري خلکو یې هم کوي چې دا وروسته باور ته زیان لري.

ړوند باید یو ځل امسا ورکه کړي، که موږ د بل چا باور مات کړو ګټه نه کوي خو که څوک زموږ باور مات کړي خواشینوونکې خبره به وي، مګر چې د باور ماتېدل موږ راویښوي او پر نورو د بیا باور لپاره مو محتاط کوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.