The news is by your side.

تجسس / پوهنیار عبدالسمیع وحدت

0

له استاد غضنفر سره مې د یوې ستونزې په اړه خبرې کولې، ویل یې دې ستونزې ته زه هم متوجه وم، خو نه مې غوښتل پکې راښکېل شم، ما ورته کړه ولي؟ غضنفر صاحب ډېره معقوله خبره وکړه، ویل یې نه پوهېږم چېرته مې لوستلي و او که مې ویلي و “که د کوم کس د دروازې تر مخ  یوه لویه ډبره پرته وه او ته سهار پر لارې تللې، در پام شو چې د کور څښتن ته به دا ډبره مزاحمت وکړي، هسې نه په ناپامي کې پرې وپرځي، ښه ده چې لرې یې کړم، وای دا کار به نه کوې، ځکه کېدای شي د کور څښتن د کومې موخې په خاطر پخپله ايښې وي؛ خو که دي وليد چې د کور څښتن پرې لګیا دی او غواړې چې لري یې کړې؛ خو  زور یې پرې نه رسېږي؛ نو ورشه او مرسته یې وکړه.”

عاقلان همدا کار کوي، تر څو چې پوښتل شوی نه وي، تر څو چې مرسته ترې غوښتله شوې نه وي او تر څو چې مشوره ورسره شوې نه وي، تر هغو د چا په کار کې کار نه لري او تر هغو د نورو په مجالسو، شخصي ژوند او فردي مناسباتو کې تجسس نه کوي.

دلته معمول دادی چې ډېری کسان بې پوښتنې د نورو کارونو په کار کې کار پیدا کوي، دې کار ته عربي کې تجسس وایي، تجسس دا دی چې د یوه فرد شخصي حریم ته په دې نیت ور ننوځې، چې د نوموړي شخص مخفي امور او د ټولنې له سترګو په پټو داسې رازونو ځان پوه کړې، چې خپله شخص یې په برملا کېدلو نه وي خوښ. په قران کریم کې پر دې خبره صراحت شوی دی:

يا ايُّها الذينَ آمَنُوا اجتَنِبُوا كثيراً مِنَ الظَّنِّ انَّ بَعضَ الظَّن إثمٌ و لاتَجَسَّسُوا و لايَغتَب بَعضُكم بَعضاً.

د اسلام دین مسلمان په پیل کې له بد ګوماني څخه منع کړی، دا بدګوماني یې یوازې د بل مسلمان په اړه نه ده منع کړې؛ بلکې مسلمان یې د هر انسان په اړه له بد ګوماني څخه منع کړی او وروسته یې له تجسس او غیبت څخه منع کړی. دا دری سره ناوړه کارونه یو له بل سره نږدې اړیکه لري، په پیل کې یو کس په بل انسان د بد ګومان شک لري، د همدې ګومان په خاطر غواړي د هغه په اړه تجسس شروع کړي، د نوموړي کس شخصي حریم ته ننوځي او ورپسې هغه عیبونه چې ده پیدا کړي د شخص په غیاب کې په ټولنه کې پاشي او غیبت یې کوي. ددې صراحت معنا داده، هغه څه چې تاسو ته ښکاره دي، هغه یې ومنئ، نور یې په اړه دومره پلټنې مه کوئ، چې د نوموړي کس رازونه را لوڅ شي.

د حضرت عمر رض په اړه دا ډېره مشهوره ده چې یوه ورځ پر لاره تېرېده، له یوه کوره یې د پیالو کړنګا او د موسیقي غږ تر غوږ شو، دی ودرېد او د هغه کور ته له اجازې پرته ورغی، د کور څښتن ته یې کړه، ته نه یې خبر چې اسلام کې شراب بد دي او ناوړه کار دی، د کور څښتن را پاڅېد او د وخت امیر ته یې وويل موږ یوه ګناه وکړه، خو تا دری، لومړی اسلام له تجسس څخه خلک منع کړي، دویم د خلکو کورونو ته باید د دروازې له خوا د کور د څښتن په خوښه داخل شو او درېيم د کور په څښتن سلام وا چوو. حضرت عمر صاحب وویل حق له تاسره دی، سره له دې چې امیر د وخت ددې اجازه لري، چې د خلکو له حال احوال نه خبر شي، خو حریم چې شخصي وي، په فرد پورې منحصر وي، هغه ته هم اجازه نه شته.

یو فردي حریم دی، مثلا یو کس پر دې پسې را لګېدلی وي، چې د همکار یې ولې بریت غټ دی، دومره پیسې یې له کومه کړې، ولې اولاد نه پیدا کوې، له ښځې سره دې خوښ یې، بل یې په دې پسې وي، چې دی ولې تل په کالیو کې ګرځې، نکټایي ولې تړي، بل په دې پسې وي، چې ولې واده نه کوي، درېيم ته بیا د دې شک لوېدلی وي چې همسایه یې ولې تل ناوخته کور ته راځي، بل یې بیا د خولې بوی ګورې، چې څه یې څښلي یا خوړلي، بل په ښکاره لمونځ کوي، دی عقیده پسې پلټي، چې لمونځ یې له زړه وکړ او که هسې د خلکو د خطا کولو په نیت، ځکه دین کې په دې صراحت شوی ” و يَتَحَقَّقُ الاسلامُ بِقَولِ اَشهَدُ اَن لا الهَ الا الله محمدٌ رسولُ الله … ولايَتَجَسَّس عليه في اَنَّهُ معتقدٌ أو منافقٌ” مجردې چې کلمه وايي، همدا کفایت کوي، نور یې خلک له تجسس څخه منع کړي، چې دی په دې کلمه عقید هم لري او کنه او…

 دا ټول په فرد پورې تړلي شیان دي. سره له دې چې په بشري ټولنو کې هر فرد د یوې ټولنې غړی دی؛ خو د دې تر څنګ هر فرد خپله شخصي حوزه لري چې ټول مناسبات یې پخپله پر شخص یا د شخص پر کورنۍ پورې اړه لري او په دې چارو کې د نورو وګړو له مداخلې څخه کرکه کوي، ځکه هیڅ انسان د بل انسان د عيبونو، رمزونو او کوډونو په کشف نه دی ګومارل شوی، چې په فرد پورې منحصر دي، دا یوه اخلاقي دنده ده چې د افرادو په شخصي حریم کې ډېر ورننه نه وځو. کټ مټ لکه د چا کور ته پخپل سر ور داخلېدل چې دیني او کلتوري جرم دی، همداسې د یو انسان، لباس، سلیقه، فکر، ژبه، کورنی ژوند، را سپړل او هغه ته داخلېدل هم جرم دی.

له خپلې تجربې درته ګډ یم، په هره بشري ټولنه کې ځینې ناکاره کسان شته، چې د خلکو په کارونو او فکرونو کې کار لري، او یا د بل په کار کې یې مداخلې ته کار ویلی وي، له دوی نه د ژغورنې اسانه چم دادی، چې د دوی پیل کړې خبرې پرې کړئ او موضوع بدله کړئ، یا داسې مبهم ځواب ورکوئ، چې خپله دی هم ګنګس شي، چې څه یې راته وويل، سترګو ته یې ډېر مه ګورئ، خپله پوهېږي، چې له خبرو سره یې دلچسپي نه لري او در نه ولاړېږي، که تر دې هم سپین سترګی و، مخامخ ورته ووایاست چې ( دا زما شخصي ژوند دی، پر تا پورې اړه نه لري!)

بل ټولنیز حریم دی؛ ټولنیز حریم د ټولو ښکېلو کسانو ګډ وي، په دې حریم کې تجسس چې د یوې ټولنې، ډلې، کارکوونکو او دولتدارانو په اړه کېږي، تر ډېره دا تجسس د هغو ډلو ټپلو کارونه تر څار لاندې نیسي؛ خو په دې تجسس کې هم باید د افرادو ټولنیز کړه وړه وڅارل شي، نه د ټولنیز حریم په بهانه د هغه فردي حریم ته ځان رسول، مثلا: استادان، په څه مصروف دي، څه تدریس کوي او … په دې ډول تجسس کې د شر ځای خیر نیسي، ځکه د یوه نظام، ډلې او حزب یوه دنده د ټولنیز عدالت پلی کول دي، ټولنیز عدالت ته د رسېدلو په پار دوی بله لاره نه لري، تر څو د کارونو څارنه او ارزونه پرې وکړې، نو دا ډول یې باک نه لري، ځکه دا حریم د ټولنې د ټول خلکو ګډ حریم دی او هر یو پکې مسئول دی. تر څو د جامعې خلک خپلو مسولیتونو ته متوجه شي.

درېيم، فرهنګي او علمي تجسس دی، دا یې تر هغه نورو سمه بڼه ده، کېدای شي، څوک په کومو تاریخي موادرو، واقعو، نېټو او کرکټرونو باندې شک وکړي، د هغوی د سم روایت په لټه کې شي. تاریخ، علم او فرهنګ انساني زېږنده دي، د علم په هره تيوري، فرضيه او تعریف باندې شک کېدای شي، مثلا: سټیفن هاوکینګ د بلوک هول تيوري وړاندې کړه، بل سیانسپوه د بلوک هولونو په اړه شک څرګندوي، دا شک د یوې بلې تیوري اساس ږدي، کټ مټ لکه د کیميا علم، خلک په سوما پسې ګرځېده، چې غره کې موندله کېږي او په شیدو کې چې منحل شي، ترې سره زر جوړېږي؛ خو سوما چې یې پیدا نه کړ، د کیمیا د علم بنسټ یې کېښود. ځینې فرهنګي میراثونه دي، شک پرې کېدای شي، د همدې شک پر پایله کې سړی ګڼې نورې فرهنګې زېرمې پیدا کوي.

(Visited 101 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.