cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
تردد او د بې‌دینۍ توهم – afghansabawoon
The news is by your side.

تردد او د بې‌دینۍ توهم

هارون سمون

0

شک د دوه زړه توب مانا لري، یا هم د باور او یقین پر خلاف د انسان ناارادي فطري قوه ده. په شرعي لحاظ د شک او تجسس په اړه زموږ پر ټولنه د نوي معاصر معرفت پر خلاف باورونه حاکم دی. یعنې په دیني مواردو او اعتقاداتو کې شک یو مردود او حتی د بې‌دینۍ تر کچې خطرناک بلل شوی دی. شک باید د معاصرې سایکالوژۍ له مخې علمي تشریح شي او له دین سره یې د ټکر پر ځای اړوندوالی رامنځته شي. د دې مانا دا نده، چې عمداً پراعتقادي مسایلو شک کېدونکی دی. شک ناارادي دی.

 دا ادعا غلطه ده، چې یو څوک پر اعتقادي مسایلو شک وکړي کافر بالله دی. شک کول کېږي نه، بلکې شک نا ارادي کېږي. نااراتاً څنګه یو څوک کافر کېدای شي؟ هیله لرم، دا خبرې نورې هم توضیح او ساده کړم. د شکاکیت فلسفه کې دا خورا اهمه  نقطه ده، چې شک ناارادي دی. هر هغه دیني عالم چې شک کفر او بې‌دینۍ ته نږدې بولې پدې اړه باید واضح دلایل ولري. ایا د تردد دفعې لپاره انسان کومه داسې وسیله لري، چې په ارادي توګه تردد دفعه کړای شي؟ تر کومه چې موږ دیني مطالعات کړي دي، د شک او تردد په اړه یوازې د دین متحصصینو او دینپوهانو له شکه خدای ته د فنا وړلو ویلي دي؛ مطلب دا چې د دین له ادرسه د شک او تردد مسله د دین د متخصصیونو ترمځ لاینحل ده. مانا شک کول د دیني متن څېړونکو یا د دینپوهانو سترې کتلې چې د دین د روح او د متن د شننې په اړه خورا سطحي برداشت لري کفر بللی دی.

د ښوونځي دوران کې د جومات یو مشهور مولوي د قران ترجمه کوله، د منافقینو په اړه یې ویل، چې په اسفل السافلین کې به اوسېږي؛ منافقین هغه څوک دي، چې په عقیدوي مسایلو کې شک ورلوېږي. ددې مسلې په اورېدو مې وجود ولړزېد او خپل ځان راته منافق وه اېسده، خدايي چې شي بې کچې وورېدم. لدې وروسته سخت سرګردان وم، فکر رالوېده، چې خدایه مه کړې عقیده دې له لاسه وتې.

یو وخت یو ملګري سره پر عقیدوي مسایلو بحث راغی، راته وايي”:ځینې وخت ځان راته کافر اېسي او له خدایه سخت ډارېږم، فکر کوم بې عقیدې یم” اوس چې دا مسله زما لپاره حل وه، نو مې په ډاډه زړه خپل ملګري ته قناعت کوونکي ځواب ویلی شوای.

ورغبرګه مې کړه، ستونزه څه ده او ولې دغسې انګېرې چې ګواکي بې‌عقیدې یې؟ راته وايي، ډېری دیني او عقیدې مسایل زما له ذهن سره په ټکر کې راځي او بیا ځورېږم، فکر کوم، چې ګواکي خدای به هدایت نه وي درته کړی.

اصلا دا مسله تقریباً د ټولو انسانانو ترمنځ مشترکه ده، په لویه کې هر انسان فطراتا متجسس او شکاک دی، خصوصا په ماشومتوب کې دغه قوه خورا قوي وي، کله چې پر فرد ټولنیز جبر حاکم شي، یانې د اړوند ټولنې مفکوره او باورونه ورته ترزیق شي د شک او تجسس قوه پکې کمزروې شي یا ورکه شي؛ ګني دا قوه ناارادي ده او ناارادیتوب هېڅکله کفر ندی.

تردد ولې کفر ندی؟

یو وخت مې یو ځوان سره پردې بحث و، ما ویل دا مسله تاته څنګه واضح ده، چې که شک درولوېد، کافر کېږې، مستقیما یې راځواب کړه، چې خدای په قرآن کې فرمايي: ذالک الکتاب لاریب فیه

ځواب مې نه درلود، خو زما سوال دا و، چې شک خو ناراداي دی، نو بیا ناارادتاً څنګه څوک کافر کېدای شي؟

خدای(ج) په قرآن کې فرمايي، یقینا پدې کتاب کې شک نشته دی، دا د قرآن ادعا ده، مطلب قرآن داسې ندي ویلي، که چاته شک ورولوېد کافر دی، له بده مرغه چې پر موږ د شک په اړه همداسې عقیده حاکمه ده، که چا شک وکړ، کافر دی. پداسې حال کې چې شک ناارادي دی او ټول انسانان یې کوي؛ دا چې غیر فلورالېسټي سنتي او خطرناکو مذهبي ټولنو کې هر ډول انسانان خپل فکر نشي بیانولی بېل بحث دی؛ خو دا د هرې  ټولنې یو عیني واقعیت دی، چې د انسانانو لویه کتله د حاکمو باورونو او عقایدو پر وړاندې متجسس او پلټونکی فکر لري او شک ورلوېږي.

موسی کلیم الله ولې غوښتل د زړه د تسکین لپاره خدای په خپلو سترګو وګوري؟

د شک د نارادي توب او دا چې شک کفر نه دی، ډېری دیني روایات لرو، چې استناد ورباندې کېدای شي.

په دیني متونو کې د ابراهیم(ع) په اړه داسې روایات راغلي دي، کله هغه لمر ولېد وبه یې ویل، ممکن دا خدای وي؛ خو کله چې ډوب شو، د ابراهیم(ع) استدلال دا و، چې خدای باید محوه نشي نو یې وویل، نه؛ لمر خدای نه‌دی. د سپوږمۍ په او نورو اشیاو په اړه هم دغسې.

یو بل دیني روایت کې راځي، چې ابراهیم(ع) وویل، خدایه تا دا مرغان څنګه خلق کړي؟ خدای ورته وویل، ایا ته د خدای پر قدرت عقیده نه لرې؟ د ابراهیم(ع) ځواب دا و، چې یوازې د زړه د تسکین په خاطر دا وایم. خدای ورته وویل، چې ته څو مختلف مرغان ونیسه، ویې وژنه او بیا یې یو هاونګ کې میده کړه، غوښې سره ګډې وډې کړه، بیا دا غوښې واخله د مختلفو غرونو پر سرونو یې کېږده، ابراهیم(ع) همداسې وکړل، خدای له همغو ګډووډو غوښو هماغه مرغان ورته خلق او مخې ته یې راوستل.

پیامبرعلیه السلام خپلو اصحابو ته وخت ناوخت معجزې ور ښوولې، یا اصحابو کرامو ورڅخه پوښتل.

دا ټول هغه څه دي، چې د شک او تجسس مسله واضح پکې تشریح ده.

له بده مرغه د دیني متن په تفسیر او برداشت کې تردد مطلق کفر بلل شوی، د ایران اخوندان یې ځکه رواني ناروغي بولي، چې له متعتزله‌و یا اسلامي عقلګرایانو سره ستونزه لري، شک او تردد نه یوازې دا چې رواني ناروغي نده، بلکې رشنلېسټان اسلاف شک عقلانیت او د انسان نجات ګڼي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د دیني متن شننوکي داسې عقیدوي مواد تولید او ترزیقوي، چې کلک مذهبي انسانان ټولنې ته ستر سرخوږی ګرځي.

 له معاصر علم او دنیا ناخبره دیني عالمان فولادي عقیدې ترزیقوي، دومره کلکې چې فکر کوې آن نعوذباالله تر پیغامبرانو قوي عقیدې لري. عقیده چې فولادي شوه، علمي او عقلاني عقیده نده، نه هم خدای ته دا وړ وحشي عقیده منظوره ده، چې ټولنه کې د سردردي، د نورو انسانانو د ځورونې یا هم افراطیت لامل وګرځي.

(Visited 67 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.