The news is by your side.

د ساینس او مذهب ماجرا

رحمت شاه فراز

0

د منځته راتګ له مخې، ساینس او مذهب دواړه د یوه مهال زېږنده او له یو بل سره همزولي دي. د دې یو دلیل دا دی چې د دواړو اساس و بنسټ پخپله د انسان په درون کې وجود لري. په دې اساس، کله چې انسان نړۍ ته راغی، نو حتمي ده چې ساینس او مذهب به هم ورسره یو ځای رامنځته کېږي. د دې خبرې د سپیناوي لپاره بل دلیل د نړۍ او انسان د تخلیق په اړه له ساینسي نظریاتو او تیوریو او د الهامي مذاهبو له متونو څخه راوړلای شو. که زه یو ساینسټیفیک او منطقي انسان اوسم او هرې پدیدې او پېښې ته د ساینسي تیوریو او علمي میتودونو له عینکو وګورم، نو له ورایه تر سترګو کېږي چې که یوې خواته لومړني انسان په طبیعي پېښو او د طبیعت په بېلا بېلو اجسامو کې خپل خدای لیده چې د مذهب (انیمیزم – animism) اساسي مفاهیم او ستون پرې ودان شول، نو بل خوا همدې انسان له لرګي څخه د ځان د دفاع لپاره وسله او د پایښت لپاره اور هم ایجاد و کشف کړل، چې دا ایجاد و کشف پخپله د ساینسي عمل او علمي  روش نتایج جوړوي.

پر دې سربېره، که الهي متونو ته سر ورښکاره کړو، نو دلته هم همدا جوتېږي چې لومړی آدم ع ته – چې لومړنی انسان دی – د شیانو نومونه ور ښوول کېږي او یو ډول علم ورکول کېږي چې یو ساینټیفیک میتود او روش ته لاره هواروي؛ او بل خوا کله چې همدا لومړنی انسان (آدم ع) له جنت څخه راوځي، نو ورته ویل کېږي چې وخت پر وخت به د خدای هدایت در استول کېږي چې دلته انسان ته د علم (ساینس) د ورکړې تر څنګ، د یوه مذهب د ورکړې خبرداری هم ورکول کېږي.

ساینس او مذهب تر اوږدې مودې پورې اوږه په اوږه سفر کاوه؛ خو د دوی دا ګډ سفر د دواړو د ودې، پرمختګ، ایجاد او کشف سفر وو. په دې معنا چې په هره برخه کې پرمختګ او وده رامنځته کېده. البته، د دوی دواړو ترمنځ اړیکه د توافق او تطابق وه؛ مګر په را وروسته وختونو کې دې حالت بدلون وموند او د ساینس او مذهب د خپلمنځي اړیکې په هکله دوه لیدلوري رامنځته شوو. دا چې دواړو لیدلورو یاده اړیکه خپل هدف وګرځوله، نو په پایله کې يې تر ټولو زیات د ساینس او مذهب د ودې او پرمختګ سفر اغېزمن شو. دغه اغېز منفي او مثبت دواړه اړخونه لرل.

په دې اړوند لومړنی لیدلوری هله رامنځته شو چې کله دیني متون او کلام د کتابونو په بڼه په لیکلي ډول ثبت شوو او له هغه وروسته دین یوازې د مناجاتو او سرودونو په شکل پاتې نه شو، بلکې یوه منظمه او منسجمه لیکنۍ بڼه یې خپله کړه. په بشري تاریخ کې دا یوه ستره پېښه وه او له دې وروسته به چې کله یو ساینسي انکشاف یا نظریه رامنځته شوه، نو مذهبي پېشوایانو به چې د همدې کتابونو مفسرین او مشرحین به وو، د مذهبي کتابونو پاڼې پسې وا ړولې او په خپل ټول وس او توان به یې یوازې دا هڅه کوله چې یا دا ثابته کړي چې دا انکشاف په حقیقت کې د دوی له مذهبي کتاب څخه اخیستل شوی او د دوی کتاب په اړونده موضوع له پخوا څخه رڼا اچولې او که چېرته به يې له ډېر تأویل او تفسیر وروسته هم په مذهبي متونو کې په دې تړاو څه ونه موندل، نو هغه ساینسي نظریه یا انکشاف به يې له مذهب سره په ټکر کې وباله او د دې ساینسي نظریې مؤجد او وړاندې کوونکی به یې تکفیر کړ. په اصل کې دې لیدلوري دوه اړخه لرل؛ یو د متابعت اړخ وو. په دې معنا چې کله به په مذهبي متونو کې هم د هغه ساینسي انکشاف څرک ولګېد، نو دوی به ساینس د مذهب تابع وګرځاوه او ساینس ته به یې دوهمه درجه ورکړه. دا چې د دوی د دې کار تر شا څه لاملونه وو، یوه بېل بحث ته اړتیا لري چې د دې مقالې اوږې توان نه لري. په هر حال، په دې کې بل اړخ د ټکر او تصادم وو. که به چېرته هغه ساینسي انکشاف په مذهبي متونو کې ونه موندل شو او یا به ساینس داسې نظریه وړاندې کړې وه چې له مذهبي متونو سره به يې ښکاره ټکر او تصادم کاوه، نو دوی به ساینس او مذهب د یو بل خلاف او متصادم وبلل؛ څنګه چې مذهبي پېشوایان تل خپله برتري غواړي او له بېلا بېلو لارو يې خپله دا برتري په ولس منلې هم وي، نو د مذهبي پېشوایانو ترڅنګ به عام ولس هم ساینس ته په کرکجنه سترګه کتل.

په لومړني لیدلوري کې یو ټکي ته پام پکار دی چې دا لیدلوری یوازې د ساینس او الهامي مذاهبو ترمنځ د خپلمنځي اړیکې په تړاو رامنځته شوی، نور مذاهب لکه بودیزم، جېنیزم، سکیزم، تاؤیزم  او داسې نور بیا  له دې حالت سره نه دي مخ شوي. د دې یو لوی لامل دا دی چې په الهامي مذاهبو کې خدای ازلي، قایم بالذات، عالم علی کل شئ او قادر مطلق ذات دی چې د هر څه په اړه په خپله خبرې کوي؛ بل خوا په صوفیانه مذاهبو کې چې پورته یاد شول، له یوه داسې خدای سره مخ یو چې د انساني عقل او باطن له لارې را موجود شوی. هلته خدای په خپله خبرې نه کوي، بلکې یو انسان یې غږوي. په الهامي مذاهبو کې خدای خالق دی، خو په انسان جوړه مذاهبو کې خدای مخلوق دی – چې په دوهم پړاو کې خالق ترې جوړېږي. په دې اساس، د خدای د ذات په هکله دومره لوی توپیر پخپله دې ته لاره هواروي چې کله د ساینس یوه نظریه د الهامي مذاهبو له لارښوونو سره (د مذهبي پېشوایانو د تأویل و تفسیر له مخې) په ټکر کې وي، نو مذهبي پېشوایان خپله تر ټولو لویه فریضه همدا ګڼي چې دا نظریه او انکشاف باطله او را منځته کوونکی یې تکفیر کړي. خو که چېرته همدا کار له دې نورو مذاهبو سره وشي، نو هلته پخپله خدای هم د انساني عقل او فکر مخلوق دی، نو په دې ځای کې که ټکر وهم لیدل شو، نو د ډېر ارزښت وړ نه ګرځي. ځکه هلته د خدای په اړه هغه تصور نه دی چې په الهامي مذاهبو کې دی. په دې معنا چې په صوفیانه مذاهبو کې خدای عالم، ژوندی، قایم بالذات او له ازلي و ابدي علم څخه برخمنه هستي نه ده، بلکې تر ډېره پورې انساني خاصیتتونه او ځانګړنې لري. دا خدایان خوراک کوي، تنده لري، مرګ ورته راځي، ټپيان کېږي؛ تر دې چې یو انسان کولای شي یو څه ترې پټ کړي، نو په دې اساس دا هم لرې نه ده چې د خدای یوه خبره (چې په اصل کې د یوه خاص انسان د خولې خبره ده) غلطه وخېژي. د خدای په اړه د داسې تصور یوه بله حتمي نتیجه دا هم ده چې په دا ډول ټولنو کې علم او ساینس د مذهب په پرتله ډېر پلویان او مینه وال ور جلبوي او مذهب په دوهمه درجه کې ولاړ وي، نو د ساینس خبره د مذهبي څرګندونو په نسبت زیات معتبر او دروند مقام لري.

د ساینس او مذهب د خپلمنځي اړیکې په تړاو دوهم لیدلوری هغه دی چې په لویدیځ کې له رنسانس او صنعتي انقلاب وروسته رامنځته شو او همدا سیمه د دې دوهم لیدلوري مرکز او بنسټځای وګرځېده. دوهم لیدلوری سیکولریستي او یا په ساده ټکو د غیرمذهبي چارو لکه ساینس او سیاست له مذهب څخه د بېلتون لیدلوری وو. د دې لیدلوري د منځته راتګ لامل د ډاکټر مبارک علي په اند دا دی چې په لویدیځ کې مذهب د یوه دین په څېر نه وو پاتې، بلکې یوه منظمه، منسجمه او سیستماتیکه اداره ګرځېدلې وه. په دې سیمه کې مذهب یوازې د کتابونو، یو څو وعظونو، عباداتو او عقایدو مجموعه نه وه، بلکې له سیاسي نظام سره موازي د یوه بېل نظام شکل يې خپل کړی وو. او سیکولریستي لیدلوری په حقیقت کې د یوې بلې علمي او مذهبي نظریې ننګول او چېلنج کول نه وو، بلکې د یادې ادارې پر خلاف یو لوی بغاوت او پاڅون وو. د دې لیدلوري د پلویانو لویه غوښتنه دا وه چې مذهب دې له غیرمذهبي امورو څخه لرې او بېل وساتل شي، ځکه مذهب یو بېل واحد (entity) دی او همداسې چلند هم ورسره پکار دی.

پورتنیو دواړو لیدلورو له یو څو لنډمهاله ګټو پرته، بشري ټولنې، د علم او ساینس پرمختګ او د مذهب فروغ او خپراوي ته لوی زیانونه واړول. د مذهبي پېشوایانو لیدلوري د ساینس د ودې او پرمختګ مخه ډب کړه او مذهبي پېشوایانو خپل ټول علمي او تحقیقي ځواک یوازې د مذهبي متونو په تأویل او د علم الکلام په پېچلو مباحثو کې په کار اچولی وو،

کیا مسلماں کے لیے کافی نہیں اس دور میں
یہ الهـــــیات کے ترشۓ ہوئے لات و منات

علامه اقبال – ارمغانِ حجاز

بل خوا، سیکولریستي نظر ټولنه له مذهب څخه بې برخې کړه او په انساني وجود کې د مذهبي احساس او جذبې د خړوبتیا سامان يې له پامه وغورځاوه او خپل ټول پام يې د ماشینونو وچ او له شوره ډک ژوند ته اړولی وو،

جس نے سورج کی شعاعوں کو گرفتار کیا
زنــدگی کی شبِ تاریک سحر کر نه سکا

علامه اقبال – ضرب کلیم

 چې په نتیجه کې يې د انسان سپېڅلې اروا هم وچه او انسان د ماشینونو او ټکنالوژۍ په شور کې خپله اروايي هوساینه او ارامتیا له لاسه ورکړه،

فساد قلب و نظر ہے فرنگ کی تـہــذیب
کہ روح اس مدنیت کی ره نہ سکی عفیف

علامه اقبال – ضرب کلیم

د ساینس او مذهب د خپلمنځي اړیکې په تړاو تر ټولو معتدل او علم و عقل ته نږدې لیدلوری دا دی چې ساینس او مذهب دواړه په حقیقت کې د یوې سکې دوه مخه دي چې یو مخ يې د انسان ظاهر او بل یې د انسان باطن ته متوجه دی. د دواړو په جوړښت او ټولیز نظام کې د ځینو توپیرونو سربېره، په څه ډول چې د دواړو سرچینه یوه ده، هماغسې ساینس او مذهب دواړه د یوه لوی او اصلي هدف او مقصد لپاره لاس په کار دي، چې هغه د خدای پېژندنه ده. د دې لیدلوري د اثبات لپاره له بېلا بېلو زاویو ګڼ دلایل راوړلای شو، خو د دې کرښو د لیکوال په اند د یوه مسلمان لپاره به تر ټولو مهمه دا وي چې د دې لیدلوري په اړه په قرآن کریم کې الله تعالی څه نظر وړاندې کړی. او آیا الله تعالی د دې لیدلوري په مقابل کې ولاړ دی او که يې ملاتړ کوي؟

په قرآن کریم کې الله تعالی د ساینس او مذهب په تړاو په داسې انداز خبرې کوي چې له ورایه ترې برېښي چې په حقیقت کې الله تعالی ساینس او مذهب دواړه د یوه هدف لپاره انسان ته ور بښلي دي. الله تعالی د بقرې سورت په ۱۶۴ آیت کې د خپل قدرت نښې بیان کړې او په دې لړ کې يې د اوبو پر څپو ګرځېدونکې کښتۍ هم یاده کړې چې په اصل کې د ساینس یو انکشاف او د انساني عقل لاسته راوړنه ده. که چېرته د الله تعالی په نزد ساینس او مذهب دوه بېل څیزونه وای، نو هېڅکله به يې یو ساینسي کشف او د خپل قدرت نښې په یوه کتار کې نه وې ذکر کړې.

دغه راز، د فصلت سورت په ۵۳ آیت کې الله تعالی فرمايي:

سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ…[الآیة] ژباړه: موږ به ژر خپلې نښانې د اسمانو او ځمكې په لر او بر او خپلو ځانو كې ور ووينو تر څو ورته ښكاره شي چې هغه حق دى. (د علامه غلجي ژباړه)

که څه هم د دې آیت شان نزول خاص دی، خو د قرآن کریم د نورو آیتونو په څېر دا هم یو تلپاتې او ابدي حقیقت ته اشاره کوي. هغه دا چې په هر عصر کې به الله تعالی انسان ته د خپل قدرت نښې په افقونو او د هغه په خپل نفس کې ور ښکاروي. د الله تعالی د همدې ژمنې له مخې، نن ورځ د بیالوژي په ډګر کې د انساني بدن داسې اړخونه کشف او وپېژندل شوو چې انساني عقل ورته حیرانه دی، دغه شان د علم په نورو څانګو کې دومره پرمختګونه وشول چې هر يو يې په څرګند ډول د الله تعالی عظمت او جلال په ډاګه کوي.

په همدې تړاو، د انفال سورت په ۶۰ آیت کې الله تعالی خپل مؤمن بندګان تشویق کړي تر څو د یوې مذهبي فریضې (جهاد) لپاره ساینس او ټکنالوژۍ ته لاس وغځوي او ساینس د مذهب د ملاتړ او تقويې لپاره وکاروي؛ که چېرته ساینس او مذهب دواړه د یوه هدف لپاره نه وای، نو هغه علیم او قادر ذات به هېڅکله د یوې مذهبي فریضې د ترسراوي لپاره مسلمانان د ساینس او عقلي علومو په لور نه وو ور بللي:

وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ…[الآیة]؛ ژباړه:  او ترخپلې وسې د هغوى (د مقابلې) لپاره ښه ځواك او روزل شوي اسونه چمتو كړئ… (د علامه غلجي ژباړه)

په معارف القرآن کې مفتي اعظم مولانا شفیع عثماني رحمه الله د دې آیت په تفسیر کې لیکي چې:

((په دې ځای کې قرآن کریم یوازې د هغې زمانې دودیزې وسلې نه دي ذکر کړې، بلکې د قوت عام لفظ يې غوره کړی او په دې کې یې دې ټکي ته اشاره کړې چې دا قوت په هر عصر او د هر هېواد او سیمې له مخې بېل بېل کېدای شي. په هغه زمانه کې وسله غشی، توره او نېزه وه، له هغه وروسته د توپک دور راغی، ورپسې بیا د بمونو او راکټونو وخت راغی. د قوت لفظ دا ټول په خپل ځان کې را نغاړي. له همدې امله نن ورځ مسلمانانو ته پکار ده چې له خپل وسل سره سم اټومي ځواک، ټانکونه، جنګي الوتکې او کښتۍ جوړې کړي، ځکه چې دا ټول د قوت تر مفهوم لاندې راټولېږي.))

په پورتني آیت کې الله تعالی ساینس د مذهب تابع نه دی ګرځولی، بلکې د مذهب د یوه ملګري او ملاتړ حیثیت یې ورکړی، بالکل هماغسې لکه ډېر کله چې پخپله مذهب د ساینس ملګری او ملاتړی وي. د دې دواړو بېلتون او یا په دواړو کې د حاکم او محکوم اړیکه رامنځته کول، په اصل کې له الهي حکمت سره په هېڅ ډول سمون نه خوري.

په حقیقت کې الله تعالی، دا ټول کاینات ځان ته تابع او مطیع خلق کړی. د کاینات ذره، ذره د الله تعالی د اوامرو ترسره کول خپله دنده او فریضه ګڼي او هېڅکله د خپل خالق له احکامو څخه سرغړاوی نه کوي. د قرآن کریم آیت دی:

وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ(الروم: ۲۶)؛ ژباړه: او هماغه لره دي څوك چې په اسمانو او ځمكه كې دي، ټول هغه ته غاړه اېښودونكي دي. (د علامه غلجي ژباړه)

د قرآن کریم له پورتنیو څرګندونو څخه په څرګند ډول په ډاګه کېږي چې د ساینس نننی پرمختګ او د عروج او لوړتیا هسکو ته رسېدل په اصل کې د الله تعالی له ازلي او ابدي اهدافو او مقاصدو څخه وو. یوازینی توپیر یې دا دی چې د مذهب بشپړ واک، صلاحیت او نظام يې له ځان سره خوندي کړی او د ساینس د عروج تر بامه رسول يې انسان ته حواله کړي.

له درېیم لیدلوري سره سم، هر کله چې په مذهبي فکر کې یوه نوې خبره رامنځته شي او یا د ساینس په ډګر کې یو نوی انکشاف او ایجاد رامنځته شي، نو بویه چې دواړه لوري د نیوټرل عناصرو په څېر پر یو بل غرض ونه کړي، بلکې دې ته په تمه پاتې شي چې دا نوې نظریه یا کشف، له انسان سره د هغه د خالق په پېژندو او یا لا ښه پېژندو کې څه مرسته او کومک کولای شي.

په یاد لیدلوري دوه نیوکې – یوه د مذهبي علماوو او بله د سیکولرانو – له خوا دا کېدای شي چې کله مذهبي علماوو ساینس د مذهب تابع وګرځاوه، نو هلته هم د دواړو پایله هماغه وه چې د درېیم لیدلوري په را خپلولو ترلاسه کېږي، او یا کله چې سیکولرانو ساینس او مذهب سره بېل کړل، نو هلته هم نیت او موخه همدا وه چې ساینس په خپل ډګر کې پرمختګ وکړي او مذهب د خپل نظام دننه خپلې چارې مخته یوسي.

حقیقت دا دی چې کله سیکولرانو ساینس او مذهب بېل کړل، نو د دواړو اهداف هم ورسره بېل شوو او ساینس په سوچه ډول د دنیا وینځه وګرځېده او مذهب د آخرت د نجات او فلاح کیلي شوه.

په ورته ډول، کله چې مذهبي علماوو ساینس د مذهب تابع کړ، نو هلته مذهب د ساینس لپاره د حَکَم او میزان مقام خپل کړ او هر کله به چې ساینس یوه نوې نظریه یا تیوري وړاندې کړه، نو لومړی به هغه د مذهبي پېشوایانو قضاوت ته سپارل کېده او که به هغوی اجازه ورکړه، نو هغې تیوري کولای شوی چې خپل ژوند ته دوام ورکړي؛ که نه په لومړۍ ورځ به لا د ساینس پر نوي کشف د مرګ پښه کېښودل شوه.

د دې دواړو برعکس، په وروستي لیدلوري کې دواړو ته د خپل لوړ او اصلي هدف له مخې مساوي او برابره درجه ورکړل شوې چې دواړه په خپلواک ډول (بلا تشبیه) د ټولنې د دوو کسبګرو په څېر د یوه هدف لپاره کار کولای شي او بشري ټولنه او بشر له مادي هوساینې او اروايي ارامتیا څخه برخمن کولای شي.

ساینس او مذهب له لومړۍ ورځې راهیسې اوږه په اوږه را روان وو او د دې دواړو ترمنځ بېلتون او جلاوالی هېڅکله نه شي رامنځته کېدای. په اصل کې د دوو داسې شیانو ترمنځ بېلتون یو ستونزمن کار دی چې د دواړو سرچینه یوه وي او که هر کله په دې دواړو کې د بېلتون هڅه وشوه، نو دا به یوازې د ساینس او مذهب د پرمختګ و ودې مخه ونه نیسي، بلکې پخپله بشري ټولنه به له یو ډول بحران او نقصان سره مخ کړي. په ټول بشري تاریخ کې دردناکې پېښې یوازې هماغه مهال رامنځته شوې چې کله د ساینس او مذهب ترمنځ د تفکیک او بېلتون هڅې شوې. د سقراط د زهرو جام څښل، د یوناني فیلسوفې په ډک بازار کې سوځېدنه، د عباسیانو په واکمنۍ کې د معتزله او نورو ډلو لانجې، د اروپا له رنسانس، صنعتي و ساینسي انقلاب او هیومینزم تر غورځنګ وړاندې د دې سیمې تاریخ او دې ته ورته د بشري تاریخ هره هغه پاڼه چې په وینو سره ښکاري، تر شا يې د ساینس او مذهب ترمنځ د خپلمنځي اړیکې په هکله ناسم تصور او د دې اړیکې غلط درک لوی لاس لرلی دی.

رحمت شاه (فراز)

(Visited 61 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.