The news is by your side.

زغم

عزیز انیس

0

د استاد اسدالله غضنفر په یوه مقاله کې مې لوستي ؤ: ((تمدن په اخلاقي لحاظ د نورو زغملو ته وايي)) که یو څوک دعوه وکړي چې زه متدین یم، نو موږ باید د هغه د زغم کچه وګوره، نه هغه وسایل، تحصیلي اسناد او ټکنالوژي چې دی یې لري. زغم یوه ټولنیزه پدیده ده، ټاکلی واحد نلري، خو موږ کولی شو د یو چا زغم د هغه چلن له مخې چې له خپل مخالف سره یې کوي، اندازه کړو. لکه څنګه چې الله(ج) انسان په مختلفو رنګونو، جسمونو او شکلونو سره پیدا کړي، همداسې مختلف لیدلوري او باورنه هم لري.

دا امکان نلري چې ټول انسانان دې یو ډول فکر، لیدلوری او باور ولري. کومې نظریې، افکار او چلندونه چې زموږ نه خوښېږي، په اړه یې درې ډوله چلن کولی شو: یو دا چې ورسره دوښمني وکړ، دویم دا چې هېڅ یې په کېسه کې ونه اوسېږو او درېیم دا چې ویې زغمو. زموږ په ټولنه کې لومړی چلن ډېر عام دی، دلته مخالفت د دوښمني په مانا دی. دویم ډول چلن هغه وخت رامنځته کېږي چې د دې فکر، نظریې او چلند په باره کې موږ بې پروا واوسېږو، شتون او نشتون یې راته هېڅ مانا ونلري. خو درېیم ډول چلن بیا له دې دواړو بېل دی، موږ ورسره مخالفت هم لرو، شتون او نشتون یې هم راته مانا لري، د ده په مقابل کې موږ خپلې خبرې او عکس العملونه هم لرو، خو بیا هم د ده نظریې، افکارو او چلندونو ته احترام لرو، دې ته زغم وایي.

که یو څوک د خپل مخالف په مقابل کې بلکل ناتوانه وي، په اړه یې هېڅ اقدام نشي کولی، نو دا زغم نه دی، مجبوریت دی. تاریخ راته وایي چې یو وخت به په بغداد، اندلس او دمشق کې د بېلابېلو ادیانو او مذاهبو پیروانو ژوند کاوه، هر چا خپل، خپل عبادات کول، هېچا د بل د عبادت او کلتور مخه نه نیوله. هغه وخت ټول واک له مسلمانانو سره ؤ، خو بیا یې هم په هغوۍ کار نه درلود او نه هغوۍ په مسلمانانو کار درلود.

په هندوستان کې هم د همداسې کېسو شاهدان یو، تقریبن ۸۰۰ کاله په هندوستان باندې مسلمانانو حکومت کړی، په دې ټوله دوره کې یې له هندوانو سره مذهبي مخالفت درلود، خو بیا یې هم له یوبل سره کار نه درلود.

جلال الدین اکبر به د هندوانو مذهبي ځایونو په رغولو کې هم له هغوۍ سره مرسته کوله. خو اوس په مسلمانه نړۍ، په خاص ډول په جنوبي اسیا کې د مذهبي زغم کچه بېخي کمه شوې. استعماري دولتونو د خپلو اهدافو په خاطر د مذهب په نوم ملتونه سره وجنګول او لا یې هم جنګوي. یو مسلمان سني د شعیه عبادات نشي زغملی، یو حنفي د وهابي عبادت نشي زغملی، دا خو لابېله خبره ده چې د نورو ادیانو پیروان وزغملی شو.

له مذهبي زغم ورهاخوا موږ د سیاسي، ټولنیز او کلتوري زغم په برخه کې هم همدومره بې زغمه یو. خپل سیاسي مخالف راته دوښمن ښکاري، که مو وس بر شو، جګړه ورسره کوو، سپکول او توحینول خو عادي خبره ده. د مخالف بریا راته خپله نابودي ښکاري، که په هر قیمت او اخلاقو وي، ځان ګټونکی کوو او مخالف ناکاموو. د کوچنۍ ځمکې پر سر راپورته شوی جنجال تر ښکنځلو، ګواښلو او وژلو پورې غځوو.

د زغم کلتور هغه وخت عامېدای شي چې زغم ته د یو ارزښت په توګه وګورو. د زغم په اړه په رسنیو او علمي او اکاډمیکو ځایونو کې بحثونه راپورته کړو. په ښوونځیو کې ښوونکي او په کورونو کې لویان له خپلو ماشومانو سره له زغمه ډک چلن وکړي، د هغوۍ خبرې په سړه سینه واوري او د انتخاب اجازه ورکړي.

(Visited 27 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.