The news is by your side.

مخکې له دې چې غوسه مو کنټرول کړي، تاسې يې کنټرول کړئ

ژباړه: محمد عزیز پردېس

0 12

ټول په دې پوهېږو چې غوسه څه ده، هغه که لنډمهالې بدخلقي او بشپړه غوسه وي. غوسه په بشپړ ډول يو طبيعي او معمولا سالم انساني حس دی. خو کله چې له کنټروله بهر شي نو په يوه ويجاړوونکي حس اوړي او داسې ستونزې زېږوي چې په کاري چاپېريال سربېره د ژوند ټول کیفيت هم ترينګلی کوي.

په داسې حالت کې احساس کوئ چې د يوې نه باورېدونکي او غښتلي احساس تر کنټرول لاندې ياست.

په دې ليکنه کې به تاسې ته لارښوونه وشي چې څنګه غوسه کنټرول کړئ.

غوسه څه ده؟

د چارلز سپيلبرګر په وينا، غوسه (يو عاطفي حالت دی چې شدت يې کولی شي له عادي بڼې څخه لوړې کچې ته بدلون ومومي). غوسه د نورو احساساتو په څېر له جسمي بدلونونو سره مله ده. کله چې غوسه کېږئ، د زړه ضربان او د وينې فشار او د انرژي زېږوونکو هورمونونو (اډرنالين او نوراډرنالين) کچه مو پورته ځي.

ښايي غوسه د بيروني او يا هم دروني عامل له امله رامنځته شي. ممکن يوه شخص (همکار، ملګري…) باندې مو غوسه راشي او يا کېدای شي يوه پېښه (ټکر يا د پرواز ځنډېدل) ستاسې د غوسې لامل شي.

د يوې بدې پېښې د خاطرې په يادول هم ښايي د يوه شخص غوسه راوپاروي.

د غوسې پارېدل

د غوسې د پارېدو طبيعي او غريزوي کړنلاره دا ده چې غوسه ناکه غبرګون له ځان سره ولري. غوسه کېدل د ګواښ پر وړاندې طبيعي او مناسب غبرګون دی او دغه غبرګون د غښتلي احساس او چلند او کله ناکله تاوتريخوالي سبب کېږي او دا د دې اجازه موږ ته راکوي چې جګړه وکړو او له ځانه دفاع وکړو. په همدې اساس په کافي اندازه د غوسې موجوديت زموږ د بقا لپاره اړين دی.

له بل پلوه نشو کولی چې په فيزيکي بڼه هرڅه او هغه چا پر وړاندې چې زوروي مو، غبرګون ښکاره کړو. قانون، ټولنيزې قاعدې او سليم عقل د غوسې لپاره حدود ټاکي.

په پرېکنده توګه او پرته له تاوتريخوالي څخه د غوسې څرګندول او برسېره کول ترټولو غوره کړنلاره ده. د دې کار د ترسراوي لپاره اړينه ده چې څنګه کولی شئ خپلې غوښتنې وپېژنئ او پرته له دې چې نورو ته زيان ورسوئ، دا غوښتنې ترلاسه کړئ. جسور پاتې کېدل او پرېکنده توب د تحميل په معنی نه ده، بلکې دا په دې معنی ده چې تاسې ځان او نورو سره په درناوي سره چلند کوئ.

انسان د غوسې د حل لپاره د اختياري او غير اختياري لارو څخه کار اخلي.

ښايي غوسه لومړی وځپل شي او بيا په بل احساس واوړي او يا هم په نېغ په نېغه بيان شي. کله چې خپله غوسه ځپئ او نه يې پرېږدئ چې په بل ډول چلند باندې واوړي، نو داسې وضعيت رامنځته کېږي. د دې ډول غبرګون خطر دا دی چې، که بهرنی نمود پيدا نه کړي، نو غوسه دروني کېږي او دغه چاره کولای شي چې ځينې ناوړه پايلې له ځان سره ولري. لکه: د وينې د فشار لوړېدل او يا هم ستړيا او خپګان.

د غوسې نه خالي کول، نورې ستونزې هم زېږولی شي. د بېلګې په توګه، يو شخص خپل ځان ناروغ ډوله څرګندوي. که لږ يې په څرګند ډول ووايو: يو شخص پرته له دې چې علت يې معلوم وي، له مقابل لوري سره چې مخ کېږي، نو په غير مستقيم ډول انتقام اخلي او يا هم تل د بدبين او غوسه ناک شخص په توګه څرګندېږي. هغه کسان چې تل نور ردوي، په هر څه بد ګمان کوي او بد نظريات وړاندې کوي، دوی هغه کسان دي چې د خپلو غوسو د څرګندولو لپاره يې اغېزناکه لاره نه ده موندلې او دا هم بايد وويل شي چې دغه ډله کسان به بريالۍ اړيکې هم ونه لري.

تاسې کولی شئ چې خپل ځان له دننه څخه ارامه کړئ. دا د بيروني غوسې د کنټرول په معنی نه ده، بلکې د زړه ضربو د راټيټولو لپاره بايد د قدم وهلو په څېر د کارونو په ترسره کولو سره د ځان د ارامښت او د خپل احساس د کنټرول لپاره دروني غبرګون هم تر ولکې لاندې راولئ.

د غوسې مديريت 

د غوسې له مديريت څخه موخه د عواطفو او فيزيکي کړنو غلي کول دي چې د غوسې له امله رامنځته کېږي. تاسې نشئ کولای چې د هغو موقعيتونو او اشخاصو له شره خلاص شئ چې تاسې غوسه کوي.

آيا له حده وتلې غوسه کوئ؟

که ځان په داسې موقعيتونو کې مومئ چې تل خپل کنټرول له لاسه ورکوئ او دا درته وېروونکې ده، نو غوره ده چې د داسې اغېزناکو لارو چارو په لټه کې شئ چې د دې احساس سره مخ کېدو لپاره له تاسې سره مرسته وکړي. د بېلګې په ډول، سکوت اختيار کړئ، که ناست ياست پاڅېږئ او يا هم هغه ځای د څو شېبو لپاره پرېږدئ.

ولې ځينې کسان د نورو په پرتله ډېر غوسه کېږي؟

جري ډفنبچر چې د روان پېژندنې اړوند د غوسې د کنټرول په برخه کې تخصص لري وايي، دا يو حقيقت دی چې ځيني کسان د ځينو نورو په نسبت ژر غوسه کېدونکي او حساس دي. دغه ډله کسان په اسانۍ سره غوسه کېږي او د غوسې شدت يې د نورو په پرتله ډېر دی. همداراز ځيني کسان شته چې خپله غوسه په واضح ډول نه ښکاره کوي، خو بدخلقه وي. ژر غوسه کېدونکي کسان تل پوچې خبرې نه کوي او توکي يوې خوا او بلې خواته نه غورځوي، بلکې ګوښه کېږي، قهر کوي او يا هم د جسمي ناروغۍ سره مخ کېږي.

د روان پېژندنې د متخصصينو په وينا، د دې ډلې کسانو د زغملو کچه د د سرټيټېدو په پرتله کښته ده، يعنی احساس کوي چې بايد د ناراحتۍ او يا هم زورونې سره مخامخ نشي. دوی نشي کولای چې شرايط په اسانۍ سره ومني او په ځانګړي توګه چې شرايط منصفانه نه وي. د بېلګې په ډول، که د يوې وړې تېروتنې لپاره ورټل شي، نو له کنټروله بهر کېږي.

څه د دې لامل ګرځي چې ځيني کسان داسې شي؟ د دې چارې لامل بېلابېل دليلونه لري. ژنتيک او فيزيولوژي يې يو اغېزناک لامل دی. موندنې ښيي چې ځيني ماشومان بدخلقه، حساس او پارېدونکي دې نړۍ ته راځي او دا نښې په کم عمرونو کې ليدل کېږي. فرهنګي او ټولنيز عاملونه په دې کې راځي. په اغلب ډول غوسې ته د يو منفي احساس په سترګه ليدل کېږي. موږ دا زده کوو چې د ستړيا، خپګان او يا نورو احساساتو ښکاره کول کوم ممانعت نه لري خو غوسه بايد ښکاره نه شي. په پايله کې دا نه زده کوو چې څنګه غوسه مديريت او کنټرول کړو.

څېړنې ښيي چې د کورنيو مخينه هم په دې برخه کې مهم رول لري. هغه کسان چې ژر غوسه کېږي، معمولا له هغو کورنيو څخه وي چې پاشلې او پرخاشګرې وي، البته هغه کورنۍ چې د عاطفي اړيکې د رامنځته کولو لپاره سمه لاره نشي موندلی.

سرچينه: https://www.darmankade.com/

Leave A Reply

Your email address will not be published.