The news is by your side.

ټولنیز استبداد

عزیزالله انیس

0 707
     جان سټوراټ میل استبداد په دوو برخو وېشي، یو ته یې پورتنی استبدادي نظام وايي او بل ته یې د اکثریت اسبتدادي نظام. په پورتني استبدادي نظام کې حاکم دولت راځي، دا چې حاکم استبدادي دولت خپل قوانین څنګه د ځان په ګټه جوړوي او خپل سیاسي مخالفین په کومو بهانو او قوانینو له منځه وړي؟ په دې ډېر بحثونه شوي، خو د اکثریت استبدادي نظام په اړه کم بحثونه شوي.

     اکثریت استبدادي نظام ته کولی شو چې د ټولنیز استبداد نوم ورکړو. زموږ په ټولنه کې اکثریت خلک زړو روایاتو، نظریاتو او دودنو ته ژمن دي. اصلن خو دوۍ خپله هم نه پوهېږي چې دا نظریات او دودونو سم دي او که نه؟ بس دا چې له پلار، نیکه، کورنۍ او ښوونکي ورته په میراث پاتې دي، دوۍ هم منلي او کلک پرې ولاړ دي.

     دې اکثریت ته لرغونپال اکثریت هم ویلی شو. دوۍ د خپلو پخوانیو روایاتو، دودونو او نظریاتو په خلاف یوه خبره هم نشي زغملی. که څوک د دې بې ګټې روایاتو، نظریاتو او تاواني فرهنګ په وړاندې غږ پورته کړي او یا هم د دې ضد عمل وکړي، نو د ټولنې دغه اکثریت یې په وړاندې راپورته کېږي، بدلون غوښتونکي خلک پردي پال، د پردیو غلامان، بې دینه شوي او پردي فرهنګ ته کارکوونکي بولي. شخصیت ته یې ښکنځلې کوي او په بېلابېلو نومونو یې یادوي.

     که څه هم بدلون غوښتونکي او روڼ اندي د خپلو افکارو او نظریاتو د خپراوي لپاره ټولنیزې رسنۍ یوه ښه وسیله بولي، خو کله کله همدا ټولنیزې رسنۍ د دوۍ لپاره یو آفت شي. لرغونپال اکثریت په ټولنیزو رسنیو کې د دې بدلون غوښتونکو خلکو شخصیت په دوه پیسې کړي.

     د وخت په تېرېدو سره ټولنه همدا بدلونونه خپلوي، خو بیا هم د دې ټولنیز استبداد په وړاندې زموږ اکثره روڼ اندي چوپ او بې عمله دي. دوۍ ډار لري چې د همدې نویو نظریاتو د درلودلو له امله ونه ښکنځل شي.

     د ښارونو په نسبت په اطرافو او کلیوالو سیمو کې ټولنیز استبداد ډېر وي، علت یې هم قبیلوي جوړښت او شناخت دی. د قبیلې مشران او نور وګړي فکر کوي چې که د دوۍ حاکم دودونه او نظریات بدل شي، نو په دې سره به د دوۍ پخوانی شناخت له منځه ولاړ شي. اکثره خلک چې د ځان په اړه د لوړاوي خبره کوي، نو وايي چې زه پلانی قومی یم، څه پلانی قومی خو نه یم. دوۍ په خپل قبیلوي شناخت تل ویاړي، خپل دودونه او نظریات ورته اعلی ښکاري او د نورو سپک. خو په ښارونو کې ګڼ قومونو او قبیلې ژوند کوي، یوه ځانګړې قبیله او قوم نه وي چې دوۍ ورسره قبیلوي اړیکې وساتي. دوۍ قرار قرار د یو بل دودونه، عادات او نظریات خپلوي.

     دا خبره سمه ده چې سیاسي استبداد له ټولنیز استبداد سره مرسته کولی شي، خو که زموږ په هېواد کې ټولو جمهوري ارزښتونو ته ژمن یو نظام هم رامنځته شي، بیا به هم موږ له همدې ټولنیز استبداد سره مخ یو، دا استبداد هلته له منځه تلی شي چې روڼ اندي او بدلون غوښتونکي خلک د استبداد په وړاندې مقاومت وکړي، منطقي غږېدل او لیکل وکړي، یوازې په اصطلاحاتو بدلونو ونغواړي، بلکې دا اصطلاحات باید تشریح شي، ګټې او تاوانونه یې ټولنې ته وروښودل شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.