The news is by your side.

په خپلو کې ودونه او د ارثي ناروغیو عوامل

0
په نړۍ کې لس فیصده ودونو نږدې خپلوانو سره لکه د ماما ، تره، عمه او خاله اولادونه کیږي. په ځینو هېوادونو کې داسې ودونه غیر قانوني دي او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو اسلامي هېوادونو کې دا کار بد نه ګڼل کیږي. او په قرآن کې هم دداسې ودونو په هکله تفسیر نشته. حال دا چې د حضرت عمر رض او نورو روایاتو او احادیثو کې راغلي دي چې خپلو کې ودونه مه کوئ.
د روغتیا نړیوال سازمان تل هڅه کوي چې دداسې ودونو په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي، او د راتلونکي نسل د معیوبیت او ناروغیو په هکله خلکو ته په خپلوانو کې د نه واده کولو مشوره ورکړي. مثلاً که شل ماشومان دداسې ودونو نتیجه وي نو یوولس ماشومان معیوب او یا د بېلابېلو ناروغیو سره نړۍ ته راځي. دغه ناروغي عبارت ده د ړندیدو، د وینې غیر نورمال کیدل یا انومالي، د پښتورګو، زړه، سږو او ځیګر ناروغۍ او مغلق عصبي اختلال او معیوبیت، عقامت یعنی د بچیو نه پیدا کیدو او نور مرضونه کیدلی شي.
ساینس د دې په هکله څه وایي؟
د داسې ناروغیو علت ارثي مالواتو تغیر پذیره یا بدلون خوښونکي جین یا څه دی؟
درې رقمه بدلون خوښونکی جین موجود دی. یو چې ناڅاپي تغیرات پکې راځي یا میتویش کوي. دوهم چې متحرک جین یعنې هغه چې ارثي مالومات د یوې ګروه خلکو نه بلې ګروه خلکو ته انتقالیږي. دریم د نسل بقا لپاره وي چې په دریم ‌‌‌‌‌‌ډول جین کې هم میتویشن امکان لري کوم چې د عقامت یا شن‌‌‌‌‌‌ډیدو سبب ګرځیدلی شي، چې دا په اکثر عربو هېوادونو کې لوړه کچه لري.
که یو ماشوم یو ددغه بدلون خوښونکو جین په ارث یوسي نو د ناروغیو سبب نکیږې. خو که یو ماشوم د دواړو مور او پلار دغه بدلون خوښونکی په ارث ولري نو د ماشوم مرګ او ددغسې جینیتکي یا ارثي ناروغیو سبب ګرځي. په بیګانه خلکو کې دا  جین یو په سلو کې وي. همداسې په خپلو کې ودونه دا چانس زیاتوي. دا جین په خپلوانو کې ودونه او په وینې شریکو خلکو کې دا جین شته، ځکه ددوی ډی ان ای یا ارثي مالومات سره شریک دي. یانې دا ډی ان ای په نسلونو کې شریک دی. نو که غواړی راتلونکي نسلونه مو سالم اوسي دا د وراثت علم اوساینس ثابته کړې ده چې په خپلو کې ودونه داسې عوامل د نسل بقا کې درلودلی شي.
همدارنګه په سوره نسا کې چې ایت راغلی دی چې د خپلو سره ودونه مکوئ. حال دا چې زیات تفسیر ندی ورکړل شوی خو په احادیثو کې دا راغلې ده. نو دا هر څه زمونږ د دین حکمتونه راڅرګندوي چې د شلمې پیړۍ داسې لاس ته راوړنې ته اشاره شوې ده. ډی ان ای د امینو اسیدو څخه جوړه شوې ده چې د ارثي مالوماتو یوه زېرمه ده او په ۱۸۶۹ کال کې د سویس څېړونکي فریدریش میشنر لخوا وپیژندل شو. خو د ده څخه مخکې د وراثت علم بنسټ ګر ګریګوري مندل په  ۱۸۶۶ د ارثي خواصو انتقال د مټرو په بوټو کې لسو کلو لپاره مطالعه کړل.
په کال ۱۸۸۱ کال کې الماني بایو کیمست په ډی ان ای کې هغه مالیکول وپیژندل کوم چې د ډي ان ای د ساختمان ‌‌‌‌‌‌ډبری دی. په کال ۱۸۸۲کال کې په لمړي ځل ساینس پوه والترفبیمینګ کروموزوم وپیژندل او په ۱۹۰۰ کال کې د بېلابېلو کروموزمونو ‌‌‌‌‌‌ډولونه وپیژندل. او په کال ۱۹۰۲ کې بلاخره د ګریګوري مندل تیوري رسمیت وموند او د ساینس پوهانو لخوا یې هرکلی وشو.
په کال ۱۹۵۱ کال کې روزلیند فرانکلین د ډی ان ای کیمیاوي ساختمان وموند چې وروسته د مرګ نه یې ورته د دې کار کریډیټ ورکړ. په ۱۹۶۲کال کې واتسن اوګریګ د ډي ان ای مالیکولي ساختمان لپاره د نوبل جایزه تر لاسه کړه.
د وراثت علم تقریباً یو نیم سل کلن دی، او د ډي ان ای د پیژندلو څخه اته پنځوس کلونه تیریږي. په همدې لن‌‌‌‌‌‌ډه دوره کې ډي ان ریکومبیننت تکنالوجي او جین تکنالوجي چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ناروغیو د تشخیص ، تداوۍ او مخنیوي ، او یا هم د جین تیراپي یا واکسین جوړولو لپاره کار کوي، وڅیړل شوې او لا هم پرمختګ کوي. دا چې په قرآن کې داسې مطلب ته ځانګړې اشاره شوې ده نو دا ویلی شو چې د ساینس او علم د پرمختګ سره دا ذکر هم بې حکمته ندی. زمونږ وطن کې اکثراً نجونې د انتخاب حق نلری نو کوم څوک چې دا موضوع لولي او یا یې په کورنیو کې دا لاملونو له کبله ناروغه ماشومان زیږیدلي دي، د هغوی نه هیله ده چې دا پوهاوی په خپلو کورنیو او کلیو کې عام وګرځوي تر څو د راتلونکي د نسل بقا لپاره یو عمده پوهاوی خلکو کې رامینځته شي.
(Visited 33 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.