The news is by your side.

په شرعي تعبیر کې د حقانیت معیار

زبیر افغان

0

د شریعت له متونو د ګڼو تعبیرونو احتمال که یوه خوا انسانانو ته اساني جوړه کړې ده بل لور ته يې ستونزې هم ورته را پيدا کړې دي. انساني ټولنه تل د بدلون په حال کې وي، نو که د ژوندیو انسانانو لپاره یو داسې متن چې پر یوه حال ولاړ یا په اصطلاح جامد وي، د شریعت متن وټاکل شي دا به د انسانانو ژوند له کړاو سره مخ کړي او چارې به يې په ټپه ودروي، په دې برخه کې زموږ د شریعت لار خلاصه ده او پيروان يې له مشکلاتو سره نه مخېږي.

اما له دې اسانۍ سره هممهاله ستونزو ته هم لار هواره شوې ده، ګڼ تعبیرونه د انسانانو ترمنځ اختلاف ته زمینه برابروي او اختلاف د انسانانو پر ژوند منفي اغېز کوي. که موږ له دې تعبیره د راپيښ شوي اختلاف مخینه وګورو نو د اصحابو له زمانې بیا تر اوسه په دې اړه اختلافات پيدا شوي او دومره تشدید شوي چې د جنګونو او یو بل وژلو سبب شوي دي.

زما په اند د مذهب پالو خلکو له ګڼو مشکلاتو څخه یو مشکل دادی چې هره ډله يې ځان پر حق بولي او مخالف پر باطل. که پوښتنه وکړو چې د دې لپاره معیار څه شی دی چې د یو چا حقانیت او د بل بطلان په ثابت کړو نو هيڅ معین او ټاکلی معیار د دې ډلو او تعبیرونو ترمنځ وجود نه لري. کله چې معیار وجود ونه لري او بیا هم خلک په ټول باور ځان ته د حق پيروان او له خپلې تګلارې هاخوا نورو کسان بیا سل سلنه پر باطل بلل نه معقول کار دی او نه شرعي صبغه ورته موندلای شو؛ ځکه اسلامي شریعت کې موږ ته واضحه شوې ده چې انبیا د شریعت بیانولو په چارو کې معصوم دي خو له دوی پرته بل هيڅوک هم دا مرتبه نه لري حتا که د نبیانو ملګري هم وي. په یوه حدیث کې دا موضوع داسې یاده شوې ده:

«إِذَا حَكَمَ الحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ، وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ»( صحيح البخاري کتاب الاعتصام بالکتاب والسنه، باب اجر الحاکم اذا اجتهد فاصاب او اخطأ ح: ۷۳۵۲ (9/ 108)

ژباړه: تر اجتهاد وروسته که حاکم سمه پریکړه وکړه نو دوه اجره لري او که يې تر اجتهاد وروسته ناسمه پریکړه وکړه یو اجر لري.

له دې حدیث څخه مالومېږي چې تر نبي هاخوا د نورو کسانو پریکړي پر همدې معیار باید وتلل شي، دې حدیث موږ ته روښانه کړه چې هيڅوک هم سل سلنه د خپل حقانیت او د بل د بطلان دعوه نه شي کولای؛ که څوک مجتهد وي تر اجتهاد وروسته خطا يې هم اجر لري ځکه خپل وس يې کړی دی او که څوک مجتهد نه وي هغه تر خپله وسه حق ته په رسیدو مکلف دی که په ځینو مسایلو کې د هغه علم د یوه لوري په اړه پریکړه نه شي کولای او یا يې وکړي خو له دلیل پرته دا کار وکړي نو هغه په دې چارو کې معذور بلل کېږي ځکه نه پوهېږي.

خپل ځان حق بلل او د بل پر تګلاره د بطلان چلیپا کشولو یوه بله ستونزه په دې کې ده چې دغه کسان ځانونو ته په شعوري یا لا شعوري توګه د الهي پيغمبرانو واک ور کوي، دوی له همدې دريځ څخه په استفادې له حلالو تر حرامو او ان د انسانانو تر قتله داسې پریکړې کوي چې پر حقانیت یې دوی پوره باوري وي او په دې کارونو که ټولنې ته هر څومره زیان هم رسېږي دوی يې پروا نه کوي ځکه فکر کوي چې موږ که هر څه کوو حق یو او مقابل يې باطل دی نو د حق په لار کې باید د چا د ملامتیا پروا ونه شي. که د همدغه فکر خلک واک واخلي نو دا ستونزه په یوه بحران بدلېږي چې مخنیوی یوه بل بحران ته لار پرانیزي.

تر دې وړاندې چې موږ دې بحران ته رسیدلای وای باید په دې اړه علماؤ خپل مسوولیت ادا کړی وای، یانې دا د اوس وخت علماؤ ته راجع نه ده بلکې له لومړیو پيړیو را په دې خوا باید دې ته توجو شوې وای، ان د اصحابو په اړه تاریخي روایاتو کې یادونه شوې ده چې د خوارجو په اړه يې هم د حق و باطل دريځ نه در لودی، یو مثال:

بحر الفوائد المسمى بمعاني الأخبار للكلاباذي (ص: 311)

قَالَ عَلِيٌّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: إِخْوَانُنَا بَغَوْا عَلَيْنَا.

ژباړه: علي رض ویل: زموږ وروڼه دي خو له موږ يې بغاوت کړی.

د دغه دريځ یو بل زیان دادی چې خلک به د خپلو سیاسي او په ژوند کې د نورو مخالفانو په اړه له همدغه دريځه کار اخلي او له شریعته به خلک شخصي استفاده شروع کړي، په دې ډول به نه یوازې د انسانانو ترمنځ شخړې زیاتې او خونړۍ شي بلکې شرعي ارزښتونه به ورسره د یوې روپۍ شي، موږ ته که د شریعت احترام او درناوي یوه خاشه ارزښت هم ولري، نو باید نه خپله دغه دريځ ونیسو او هم نور د دې په خطرونو او زیانونو خبرو کړو.

په شریعت کې اصل دادی چې هر څوک باید د پوهاوي له مخې یو دريځ غوره کړي، نو که موږ یو څوک د ټاپو، تمسخر او جبر له لارې مجبور کړ دا خو د هغه انسان خپل فکر نه شو او دا په شرعي لحاظ هيڅ اعتبار نه لري. یو بل مهم ټکی دادی چې قران کریم موږ د سمې خبرو اوریدلو او منلو ته هڅولي یو، قران کریم وايي:

{فَبَشِّرْ عِبَادِ (17) الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ} [الزمر: 17، 18]

ژباړه: زما هغو بندګانو ته زیری ور کړه چې خبره اوري، نو ښه يې مني، دوی هغه کسان دي چې الله هدایت کړي او همدوی د عقل خاوندان دي.

دلته موږ وینو چې الله هغه بندګان ستایلي چې خبره اوري او که د هر چا له لوري وي هغه ښه يې مني، نو دا هم یو اصل دی چې ښه خبره باید ومنل شي او هم دا ترې ثابتېږي چې یو دريځ خپلول له شرعي اړخه چنداني اعتبار نه لري، ځکه دريځ انسان له بلې خبرې را ګرزوي او قران وايي چې سمه خبر باید ومنل شي، نو د یوه ځانګړي دريځ خپلول په شرعي لحاظ د سمې خبرې په مقابل کې اعتبار نه لري. دلته مې له دریځه هغه جهتونه هدف دي چې که هر څونه یوه سمه خبره د خپل مخالف په خوله ورته واضحه هم شي دوی خپله لار نیولې وي او داسې پر درېږي لکه د هغه شخصي ملکیت چي وي خو عام کسان تر ډېره حده په دې برخه کې معذور دي ځکه هغوی يې د بیلولو پوهه نه لري.

له موږ که څه هم اوبه تر ورخ تیري شوې دي، خو بیا هم سمه خبره که هر وخت وشي خپل تاثیر حتما لري، نو د مسلمانانو ترمنځ د حق دريځۍ او باطل موقف ټاپې معنا نه لري، ځکه د دین په برخه کې ټول مسلمانان سره یوه خوله دي اختلاف تل پر شرعي مسلو راځي او په هغو مسلو کې اختلاف د کفر(باطل) سر حد ته څوک نه رسوي. همدغه ټکی باید د مسلمانانو ترمنځ له وخته واضح وای چې اختلافي مسایل کوم دي او د مقدس په متن په کومه برخه کې يې امکان شته؟ که موږ له وخته دین او شریعت سره بیل کړي وای او د هر یوه لپاره مو خپل چوکاټ تعین کړی وای، ممکن نن د اختلاف او وژنو پر دې سخت پيچومي نه وای ولاړ. الله دې انسانانو ته د حق لار روښانه کړي او پر همدې لار د تلو توفیق دې ور په برخه کړي. امین!

۲۰۲۰/جون/۲۴

(Visited 60 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.