The news is by your side.

چونګښه ښوونځي ته ځي

رحمت پټان

0

د جانټن لنډن د ماشومانو هغه کیسه مې لوستله، چې چونګښه ښوونځي ته ځي، د ماشومانو لپاره ډېره ګټوره وه، ځکه ماشومان په ډېر مهارت ښوونځي ته تشویق کوي، په دغه کیسه کې یوه داسې صحنه یې راخیستې وه، چې چونګښه تفریح کوي، نو سندرې وایي، کله چې چونګښه د مکتب مدیر ته فکر شو، چې ورته ګوري، نو چونګښه خجالته کېږي، د شرم احساس کوي او رنګ یې سور کېږي، خو مدیر هم د چونګښې سره سندره شروع کړي، چونګښه زیاته خوشحاله شي. دغې صحنې هغه وخت رایاد کړ، چې موږ به ښوونځي ته تللو، نو مدیر به مو چې ولېد، بغیر له دې چې موږ به بد کار کړی وو، مدیر څخه به ډارېدو، ځکه هغه به موږ کله، کله بې ګناه وهلو او سخت جدي چلند به یې موږ سره کاو. اکثره وخت به استادان او مدیر راته په غوسه و.

یو ورځ مې د مدیر سره بحث شو، چې وهل، ښه کار نه دی، باید ماشومان هېڅ وخت په ښوونځي کې ونه وهل شي، هغه راته وویل، چې ماشومان بیا سپین سترګې کېږي او له کنټرول څخه وځي،  همداسې زیاته کړه، چېرته ډب هلته ادب، زه دغه ناچله/کچه منطق یې ډېر حیران کړم.

زه خپل ژوند کې ډېر داسې خاطرې لرم، چې مدیر او استادانو شاګردان زما له مخې دومره وهلي دي، چې وروسته بې هوشه شي، یا یې لاس، سر او پښه په مات کړي وي، دا هغه ناوړه حالتونه دي، چې موږ پکې روزل کېدو، ښوونځي ته به چې تللو، لکه د زهرو غوړپ به مو چې هر سهار  کاو، نو څنګه به ماشوم ښوونځي ته لاړ شي او هلته به په شوق او په مینه یو څه زده کړي!؟
کله چې دغه صحنه رایادوم، غونی مې اوس هم څیږ شي او د ډار احساس وکړم، یوه ورځ مدیر په شاګرد رامنډه کړه، چغه یې په وکړه او لښته یې ورته کش کړه، ماشوم چغې شروع کړې، رنګ یې واولوت، یو دم، لکه کالبوت همداسې شو، ما له ډېره درد څخه سترګې پټې کړې، یو رنګه ذهني ټکان مې وخوړ،  په ډېره خواري مې ځان کنټرول کړ، کنه ما به هم چغه کړې وای. دا هغه حالتونه دي، نه یوازې دا چې ماشوم څه زده کولای نشي او مکتب څخه یې زړه تورېږي بلکې، اروایي او ذهني ستونزې ماشوم ته پیدا کوي او تشدد لرونکی انسانان ترې جوړېږي، ژوند یې تباه او ختمېږي، نو ماشوم ته چې ښوونځي دوزخ شوی ولې ورته لاړ شي!؟
کله چې ماشوم په کوچنيتوب کې وډار شي، دغه ډار یې لا شعور ته ځي، بیا چې لوی هم شي، نو ماشوم به د استاد څخه ډارېږي.
اوس وخت کې زرګونه بې سواده او جاهل استادان او مدیران په مکتبونو کې دي، ډېرو کمو یې، د استادي او مدیر معیار پوره کړی دی.
استادان او مدیران د خپل مسلک تر څنګ باید په ارواپوهنه او نورې علمي وړتیاوې زده کړي، بیا د استادي او اداري ډګر ته راشي.
د ښوونځي ماحول باید ډېر په علمي او دقیق ډول جوړ شي، تر څو ماشومان د ښوونځي سره مینه پیدا شي او ښې زده کړې وکړي.
وهل او ځورول د ماشومانو لپاره خو ډېر نا اهله او بې عقل کار او عمل دی.
که داسې استادان څوک لري، چې د خپل مضمون تر څنګ شاګردانو سره یې لوبه، ډانس، سندرې، پټپټونی کوي او شاګردان په لوړ همت روزي، بیا نو شاګرد ته ښوونځی جنت دی او لوړو بریاو ته یې رسوي. کنه ماشوم ته به مکتب دوزخ شي.
د مدیر او استاد اړیکه شاګرد سره د ښه پلار، زوی او ملګري په توګه وي، نه د وحشت، تشدد او دښمن په توګه.
ماشوم ته باید داسې فکر، روحیه او ډاډ ورکول شي، چې ښوونځی د نړۍ تر ټولو ښه ځای ورته ښکاره شي او دلته ډېر د ارامي او ذهني سکون احساس وکړي، تر څو ماشوم ښه مینه ورسره پیدا کړي او ژوند کې یو لوی پرمختګ راشي. همدا شان ماشوم باید هر وخت تشویق شي، تر څو ښه زده کړه وکړي او ښه وروزل شي. د ښوونځي او ماشوم په اړیکه باید ډېر کار وشي او ماشومانو ته داسې کیسې وویل شي، تر څو مکتب سره د ماشوم مینه پیدا شي.
(Visited 28 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.