اوس هغه ورځ هم رانږدې شوه چې له بکټریاوو د جوړې شوې بېټرۍ په مرسته به کوچنۍ برېښنایی الې چلول کېږی؛ ځکه ساینسپوهانو له بکټریاوو جوړه شوې بېټرۍ په بریالۍ توګه وازمایله.
د امریکا د میسا چیوسېټس ټېکنالوژی د انسټیټوټ ساینسپوهانو برېښنا ورکوونکې بکټریاوې یوځای کړې وې چې په مرسته یې ترې کوچنۍ بېټرۍ جوړه کړه.
که څه هم د برېښنا ورکوونکیو بکټریاوو مالومول او یوځای کول ساده خبره نهده، خو د دغه نسټیټوټ پوهان وتوانېدل چې د څو برېښنایی الو په مرسته دا ډول بکټریاوې یوځای او له همدې لارې برېښنا ولېږدوی.