The news is by your side.

په اسټراليا کې پنير دغسې وي

0

په اسټرالیا کې په یو وخت دومره کسانو په عام محضر کې په ګډه پنير وخوړ چې د نړۍ د عجایبو په کتاب ګنیزبک کې يې نوی ریکارډ جوړ کړ.
د پنير خوړنې دې پروګرام کوربه‌توب د اسټرالیا کیتي هیرنګټن او ګینګرو ویلي کمپنۍ کاوه چې په یو مهال په کې ۱۰۰۰ کسانو د بېلابېلو ذایقو پنير وخوړ.
د دې کمپنۍ مشر وايي، د پنير خوراک روغتیا ته خورا ګټه لري او دوی هم په همدې موخه په دومره کچه کسان را ټول کړل چې خلکو ته د پنير د ګټو په اړه مالومات ورکړي.
د دې محفل ګډونوالو لومړی یو غټ پنير پرې کړ او بیا یوه یوه ټوله پر ټولو کسانو ووېشه چې دا مراسم ځینو ځايي رسنیو په ژوندۍ بڼه هم خپرول.

Leave A Reply

Your email address will not be published.