The news is by your side.

د ځمکې نړیواله ورځ موږ ته څه رایادوي؟

د ضیاء الرحمن الکوزي لیکنه 

0

لیکوال د چاپیریال ساتنې د ماسټرې محصل دی

ځمکه د کائناتو د څښتن یو سپیڅلې امانت دی چې په کائناتو کې یې هم ورته داسې ځای کې موقعیت ورکړی چې نه له لمره ډېره لرې او نه ډېره نږدې ده او د دې ځانګړې ارزښت ورکولو په ‌خاطر الله «ج» پر ځمکه قسم یاد کړی او فرمایلې یې دي: «وَالاٌرضِ وَمَا طَحَاهَ.»

که نورو سیارو ته وګورو په کائناتو کې ځمکه یوازېنۍ سیاره ده چې د ژوند کولو زمینه په‌کې برابره ده او د ژوندیو موجوداتو ژوند په‌کې په منظم ډول روان دی، خو که د دې سیارې سمې ساتنې ته پاملرنه‌ و نه‌شي لرې نه‌ده چې یو ستر بشري ناورین رامنځ‌‌ته شي.

دا چې ځمکه زموږ په ژوند کې دومره ارزښت لري له ۱۹۷۰ میلادي کال وروسته د کالیزې پر پاڼې یو ورځ «د اپریل ۲۲مه یا د غویي دویمه» د ځمکې نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه، د دې نظریې مخکښ ګایلورد نلسن و او د دې ورځې له نومولو اصلې موخه د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی دی چې انسانان څه ډول د ځمکې په ارزښت پوه شي او له طبیعې سرچینو سمه ګټه پورته کړي او تر ټولو مهمه دا چې دې برخې ته یې توجه لا ډېره شي.

په دې نړیواله ورځ مېلیونونه وګړي راوځي او د چاپېریال ساتنې د اهمیت په هکله په غونډو او تعلیمي پروګرامونو کې ګډون کوي او یا هم د چاپېریال د زرغونتیا او پاکوالي په ګروپونو کې برخه اخلي، څو د ۲۶۰ کلن صنعتې پرمختک د منفې اغېزو پر وړاندې د مخنیوي لپاره خلکو ته مالومات ورکړي.

همداراز، د ځمکې نړیواله ورځ د افغانستان په ګډون هر کال په ټوله نړۍ کې له یو ځانګري پیغام سره نمانځل کېږې چې د ۲۰۲۰ کال پیغام یې د اقلیمې بدلون «Climate Change» د مخنیوې په هکله دی.

اقلیمي بدلون هغه تغیراتو ته ویل کېږي چې د هوا حالات د نسبتاً اوږده وخت ثبت شوي ارقام په اوسط کې ولېدل شي. د بېلګې په توګه؛ که چېرې د وروستۍ لسیزې د بارانونو، تودوخې، واورو او نورو اقلیمي پارامټرونو، منځنۍ کچه او مهالنی وېش د دوه یا درېو مخکنۍ لسیزو سره توپير وکړي، اقلیمي بدلون ګڼل کېږي. دغه ستونزه اوس په نړۍ کې نوې نه‌ده، خو زموږ په هېواد کې تر اوسه د اقلیم بدلون په مانا ډېرې وګړي نه پوهېږې، ځکه دلته په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچه ډېره ټیټه ده او دغه نړیواله ستونزه زموږ په کې هېواد هم د نورو پرمختللیو هېوادونو له لورې د ګل خانه‌یي ګازونو د تولید له امله رامنځ‌ته شوې چې په جنوبي اسیا کې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله یو له ځپل شویو هیوادونو څخه ګڼل کېږي.

د څېړنو پر بنسټ په ۲۰۲۰ کال کې به د اقلیمي بدلون اغېزي ډېرې وي. په افریقا کې به نږدې ۲۰۰ مېلیونه کسان د اوبو د کموالي له بحران سره مخامخ شي او همدا راز په بېلابېلو هېوادونو کې به ویجاوړنکي سېلابونه د ډېر شمېر وګړیو ژوند واخلي او د مرکزي اسیا په کرنیزو محصولاتو کې به ۳۰ سلنه کموالی رامنځ‌ته شي.

نو د ځمکې نړیواله ورځ یو زرین فرصت دی چې زمو په هېواد کې په دې ورځ د چاپیریال ساتنې پر اهمیت او ارزښت ټینګار وشي او د بېلابېلو انځوریزو، غږیزو، چاپي او ټولنیزو رسنیو له لارې هېوادوالو ته د عامه پوهاوي هڅې ګړندۍ شي، څو د دې پدیدې په برخه کې ټولنیزه بیداري رامنځ‌ته شي چې په راتلونکې کې د چاپیریالي ستونزو په هکله ګډ کار وکړي.

که چېرې زموږ چاپېریال ککړ وي، مانا دا چې زموږ هوا او اوبه به هم ککړې وي او دا ستونزه په کمه موده کې د ګڼو انسانانو او ژویو د مستقیمې او غیر  مستقیمې د مړینې لامل ګرځي. همداراز په اقتصادي لحاظ یې هم ډېرې ستونزې پیداکړې دي چې د تېرو څو کلونو پر مهال زموږ په هېواد کې هم ډېري چاپیریالي ستونزې لکه اوږده وچکالي، د هوا ککړتیا  او د اوبو ککړتیا د اقلیمي تغیراتو په پایله کې را‌منځ‌ته شوي او زموږ ګړېدلي او زورېدلي ولس ته یې خورا زیات زیانونه رسولي دي.

د چاپېریال هره ستونزه په هېواد د داسې پټ او خفیه جنګ په څېر ده چې د ټوپکو له شپېلیو په‌کې مرمۍ نه راوځي، خو د ډېرو انسانانو او ژویو ژوند په بې‌رحمانه ډول اخلي.

پر ځمکه د یوه باشعوره ژوندي موجود په توګه؛ د چاپېریال ساتنه زموږ د ټولو دنده ده؛ نو راځئ د ځمکې نړیوالې ورځ په مناسبت یو-یو نیالګی وکرو او یا هم د خپل کور چاپېریال پاک وساتو او مثبت بدلون رامنځ‌ته کړو چې دا مثبت بدلون به نن زموږ ژوند ښه او ښایسته کړي او تر ټولو مهمه دا چې دا چاره به د راتلونکیو نسلونو ژوند هم له ګواښونو او ننګونو وژغوري، خو که نن موږ د ځمکې په ساتنه کې بې‌غوري کوو، په اصل کې موږ له راتلونکي نسل سره جفا کوو او خپل فردي مسوولیت نه‌ ادا کوو.

(Visited 53 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.