The news is by your side.

په چاپیریال باندې د صنعت او ترانسپورت اغېزه!

ډاکتر محمدنواب ویساند

0

په چاپیریال باندې د صنعت او ترانسپورت اغېزه!

د “چاپیریال” د مفهوم  منځپانګې په اړه :

 

په دې وروستیو کې د افغانستان په لویو ښارونو او تېره بیا د کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه خورا زیات رپوټونه د ټولنیزو رسنیو له خوا خپاره شول ، چې ورسره جوخت دلته او هلته د دغه ککړتیا د مخنوي لپاره د اړوندو مسئولینو له خوا د ځینو ځانګړو تدابیرو نیولو لپاره ناستې او غونډې  تر سره  شوې  . خو کومې د پام وړ پایلې له ځانه سره نه درلودلې . خو له هغه ورځې راهیسې ، چې د کرونا ویروس ( کووید ــ ۱۹) سره د مبارزې پخاطر په ګرځېدو راګرځېدو  بندېز لګول شوی  د ځینو سرچینو د راپور له مخې د ککړتیا کچه راټیټه شوې  .  پدې پلمه مې وغوښتل د چاپیریال ساتنې په اړه یو لنډ مطلب د روسي ژبې څخه  وژباړم او تاسو درندو لوستوونکو سره یې شریک کړم .

ژباړه :

د اصلي اړخونو د تحلیل وروسته ، موږ کولی شو د “چاپیریال” د مفهوم منځپانګې په پام کې ونیسو . په عمومي ډول، چاپیریال د فزیکي، کیمیاوي، بیولوژیکي، انرژۍ او نورو برخو یوه ټولګه  ده ، کوم چې د یو بل سره اړیکې نیسي ، د ژوندي موجوداتو د ژوندانه شرایط او معیشت جوړوي . هغه علم ، چې قوانین ، قانونمندي (نظم)او پرنسیپونه یې د ژوندي موجوداتو د خپلمنځي کړنو او دهغوی د چاپیریال سره اړېکې مطالعه کوي د ٬٬ ایکولوجي ٬٬ نوم یې تر لاسه کړی دی . د ایکولوجي اصطلاح د دوو یوناني وېیو څخه  ” oikos ”  کور  او ” logos ”  علم  څخه  منځ ته راغلی دی  . د بشرد څو ګونو فعالیتونو او د چاپیریال سره د هغه د پرله پسې (دائمي ) زیاتیدونکو متقابلو اړېکو ارزښت  ددې سبب شو ، چې مدرنه (عصري )  ایکولوژي په یو زیات شمېر علمي څانګو او مضامینو باندې ووېشل  شي :  لکه : د انسان چاپیریال او اقتصادي چاپیریال .

د عصري  تمدن ځواک په چټکۍ سره وده کوي ،  علم او تخنیک  د هغوی پرمختګ لپاره نوي افقونه خلاصوي . د علم او تخنیک پرمختګ عملآ نه کنټرولیدونکی شو. اوس ټولنه په دوامداره توګه دې ته اړ ایستل کیږي ، چې د نویو را راټوکېدونکوفرصتونو(شونتیاوو) سره اړخ ولګوي اوهغوی د خپلو اړتیاوو سره  متناسب کړي . دا ډول حالت د نړیوال ناورین د خطر څخه ډک دی  . اوس هغه وخت رارسېدلی دی ،  چې د بایوسفیر( بیالوژي ) په تکامل کې د انسان د فعاله  ذهن اغېز اړین او لازمي ګڼل کیږي  .

د تولید پوتنشل  په چاپیریال باندې  خورا زیاته  اغیزه کوي ، ځکه چې د اقتصادي ودې په پایله کې ناخالص محصولات  کوم ، چې د کثافاتو په واسطه د چاپیریان دککړتیا لامل ګرځي ، ډېریږي  او په پایله کې په مستقیمه توګه د چاپیریال د وضعیت خرابیدو ته لاره هواروي . د ککړتیادکچې له مخې ، په چاپیریال باندې  د کانونو کېندل، کیمیاوي ، پترو شیمي او د کاغد جوړولو ، او همدارنګه د ترانسپورت تصدۍ لوی اغېز پرېباسي .

باید یادونه هم وشي ،  چې د ناخالص محصول ډیروالی نه یوازې د پنځیزو(طبیعي)سرچینود ککړتیا لامل کیږي ، بلکې د دوئ کمېدلو ته هم لاره هواروي . دا د دې حقیقت له امله ، چې ډیری تصدۍ  پنځیزې  سرچینې پرته لدې چې بیرته راوګرځي کاروي  . د مثال په توګه ، په داسې تکنالوژیکي  پروسو کې لکه د سمنټوپه  تولید ، کیمیایي موادو  او داسې نور ، اوبه بېرته  د اوبوځاینو  ته نه راستنیږي ، مګر په بشپړ ډول د تولید په پروسه کې مصرف کیږي  .

د طبیعي چاپیریال ککړتیا ـــ دا په ورکړل شوي  سیسټم کې د زیان رسوونکو موادو( غلظت ) زیاتوالی دی ، چې د  رامنځته شوو نورمونو څخه ډیر وي  ، په تېره  بیا په دې کې د داسې عناصرو را ښکارېدل  ، چې د طبیعت ځانګړتیا نه لري .

 هر عنصر کولی شي د ککړتیا په توګه عمل وکړي او اکوسیستم  له انډول حالت څخه لېرې کړي .

د چاپیریال ککړتیا د لاندې ځانګړنو( معیارونو) له مخې  ډلبندي  کېدی شي :

– د اصل له مخې   :   طبیعي او مصنوعي؛

– د سرچینو له مخې   :   صنعتي ، کورني ، ترانسپورتي ، زراعتي؛

– د خطر  درجې له مخې  :  خورا خطرناک ، خطرناک ، په منځنۍ درجه  او لږه درجه خطرناک؛

– د طبیعي چاپیریال د اجزاوو له مخې   :  ځمکه ، د اوبو سرچینې  ، د ځمکې لاندې  ، ژویو او نباتاتو نړۍ  ،دفضا اتموسفیر ؛

– د عمل د کچې له مخې  :  ځايي  ، ځايي ځمکني  ، سیمه اییز ،  ولایتي ؛

– د عمل د نوعیت له مخې   :  کیمیاوي  ، فزیکي ، فزیکي ــ کیمیاوي ، بیولوژیکي؛

– د عمل د فریکونسۍ له مخې   :  جلا ( مجرد) ، دائمي  ، لنډمهاله؛

– د مقاومت درجې له مخې  :  خورا  قوي ، متوسط قوي  ​​  ، لږ  قوي  او کمزوري   ؛

– د ککړو موادو د  غلظت له مخې   :  د نورم مطابق ( مجاز)  ، د نورم څخه  لوړ  ، له حده  ډیر او چاپیریال ته زیان رسوونکي ککړتیا .

د پنځیزو سرچینو د ککړتیا یو  ترټولو مهمو علتونو څخه  له حده زیات د هغوئ ( سرچینو)  لګښت دی .  نو ځکه  د چاپیریال د ککړتیا د کچې د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د سپمولو اوخوندیتابه لپاره  باید د نوو ټیکنالوژیو څخه پراخه ګټه پورته شي  .  تولید ته د ورپیژندل شوو ټیکنالوژیکي پروسو تر ټولوغوره وریانتونو دپیداکولو او د چاپیریال له نظره د صنعتي کومپلکس د ارزولو د میتودونو کارول اړین دي .

د ښاري صنعتي کمپلکس دچاپریال ارزونه  د لاندې شاخصونو په کارولو سره تر سره کیږي :

ـــ د طبیعي شرایطو راحته کول   او په چاپیریال باندې د بشریت اغېزه ؛

ـــ د ځمکې د پاسه  او  لاندې اوبو دککړتیا کچه؛

ـــ د هوا د ککړتیا کچه؛

 ــــ د شور او زوږ  ( صوتي )  ککړتیا کچه؛

 ـــ د کثافاتو د ذخیره کولو او جلا کولو تنظیم  ،

 ـــ د نفوسو د  روغتیا شاخصونه .

دچاپیریال ارزونه د سرچینو دکارونې سره نږدې تړاو لري .

K.K. Raman د صنعتي کمپلیکس د ایکولوژیک حالت د شاخصونو د ارزولو وړاندیز کوي ، دوئ  دا په درې بلاکونو نښلوي   .

لومړی  ـــ   د منفي اغیزو بلاک ، چې  پکې  دا لاندې  شاخصونه شامل دي  :

ـــ  د هوا ،  اوبو ، خاورې او جامدوککړتیا،  شور (غالمغال )، لړزش ،

ــ  اډیفیک شرایطو کې بدلون (د هایدرولوژیک رژیم په ګډون  )،

ـــ د برېښنایي  مقناطیسي او راډیو اکټیو وړانګو لوړه کچه .

 

دوهم  ــ   تاوان یا خساره ورکوونکی بلوک  :

ـــ د سیمې زرغونول  (شین کول )؛

 ـــ  د اوبو ځایونه (فضا )؛

ــــ د ساتېرۍ وړتیا یا پوتنشل .

دریم  –   د اختیاري (غوراوي ) واحد بلوک  :

ـــ د ښاري سیمو پلانول ؛

 ـــ  مایکروکلیمټ ؛

ـــ د ودانیو پرمختګ  کې ( ښه والی ).

د ښاري صنعتي کمپلیکس د چاپیریال د وضعیت  په  یوه  بله  ارزونه کې دا لاندې برخې شاملې دي :

ـــ د طبیعي اجزاوو  (فضا ، اوبو اوځمکنیزو  سرچینو ) د ککړتیا کچه .

ـــ د ملي اقتصاد د فعالیت په پروسو کې د رامینځته شوو زیان رسوونکو موادو ټولګه ؛

ـــ چاپیریال ته د بیرون شوو زیان رسوونکو ګازونو دکمي او کېفي (تر کیب )جوړښت .

ـــ د زیان رسوونکو بیرون  غورځونکو موادو په اړه  د شرکتونو له خوا په خپل وخت او دقیق راپور  .

ــ د پاکوونکو تجهیزاتو ، د دوړو ، غبار او ګازو د چاڼ دستګاوو د په کاراچولو، بیارغونو او عصري  کولوپه اړه  د پلان د پلی کولو پایلې  .

ــ د چاپیریال ساتنې په برخه کې د پانګونې  وده؛

– د طبیعي چاپیریال عناصر چې باید بربنډ شي –  هغه د طبیعي عناصرو تر مینځ اړیکه او یو بل سره تړاو،

ــ  د طبیعي عناصرو  طبیعي پراختیا ته  لېوالتیا؛

د طبیعي عناصرو دکیفیت  او د هغې د ډلبندۍ په تغیر باندې د انسان انتروپژیک تاثیرات ؛

– بحراني  ، جنجالي حالت  (د طبیعي اجزاو د ویجاړتیا یا تخریب درجه)؛

– پیچلی انتروپژیک وزن  (بار)،

– پدې سیمه کې د پنځیزو عناصرود اوسني حالت بشپړ  تحلیل؛

–  د چاپیریال ککړتیا له امله رامینځته شوی زیان .

د چاپیریال کیفیت ، په طبیعي چاپیریال کې د زیان لرونکو اجزاو حقیقي غلظت د هغوی  د مجازاعظمي حد سره  د  پرتله  کولو په مرسته مالومیږي .

 د چاپیریال حالت په  دې لاندې  فورمول سره مالومیږي  :

n = Ci / PdKi

دلته  n ـ ـ  یو کویفیسنټ (ضریب ) دی ،  چې  د (i)  عنصر اصلي غلظت د اعظمي حد څخه  څو ځلې پورته یا لاندې وي ، ښیې ،

دلته  Сi ـ ـ  د ( i ) زیان رسوونکي عنصر اصلي غلظت ،   

PdKi ـ ـ    (i )  د اجزا یا عنصر مجازاعظمي حد  .

د پورته ذکر شوو چاپیریالي شاخصونود ارزونو میتودونه  سره خورا زیات توپیر لري  او په اصل کې دوی تاسو ته اجازه درکوي ، چې په ټولیزه توګه د صنعتي کمپلیکس په اړه یو معقول لید او کارول شوې  ټیکنالوژیو د چاپیریال ساتنې (خوندیتوب) درجه ترلاسه کړئ   .په هرصورت ، د دوی دنیمګړتیا یو مهم شاخص هم ، د ځینومصرف شوو طبیعي سرچینود مقدار او د ورته سرچینود بیرته راستنیدونکي مقدار ترمنځ د تناسب نشتوالی دی . تر یوې اندازې پورې ، دا د اوبو په سرچینو پلی کیږي .

 باید یادونه وشي چې د صنعتي کومپلکس  پراخیدونکي وده باید  د تولید زرغونیدو سره تر سره شي .

د تولید شین کول (  زرغونول ) :

– د صنعتي کمپلکس د تشبثاتو لخوا د داسې  محصولاتو تولید ، چې طبیعي چاپیریال ته لږ زیان رسوي .

– د تولید تکنالوژۍ زرغونول  ، د بې  ضایعاتو  او ټیټو فضله تکنالوژیو پراختیا؛

– د تولید تخنکی ، اتوماتیک  ،د  اندازه کولو  او کنټرول  وسایلو او همداشان  د چاڼ او درملنې تاسیسات او نورو سیسټمونو ایکولوژیک کول ؛

– د داسې وریانتونو پراختیا ، چې په مرسته یې د صنعتي کثافاتو( ضایعاتو) څخه نوي ګټور محصولات ترلاسه شي .

(Visited 92 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.