The news is by your side.

زورکی او د هغۀ د کارونې ځایونه 

سیلانی

0
يو دوست د زورکي پۀ هکله پوښتلي و، چې زۀ ولې پۀ خپلو ليکنو کې د « ه »پر سر همزه کاروم. و مې غوښتل چې د يادې پوښتنې د ځواب تر څنګ پۀ زورکي يوه لنډه تبصره وکړم.
د پښتو ژبې پۀ لیکل شويو ګرامرونو( پښتو ګرامر، پښتو ژبدود، ژبښودنه…) کې د پښتو ژبې د خپلواکو تورو د پېژندنې پۀ هکله يوازې د دوی نومونه ياد شوي دي.  د زورکي پۀ هکله مې پۀ يادو اثارو کې همدومره ولوستل چې : « زورکی (ه) : بېلګې يې لکه: لېوه، زړه، تره..» خو د زیار صاحب پۀ پښتو پښويه کې د زورکي پۀ هکله فونيټکي بحث ترسره شوی دی.
زورکی د پښتو ژبې دخپلواکو تورو څخه يو توری دی. ددې توري تلفظ د خولې پۀمنځنۍ برخه کې کيږي یعنې منځوال حالت لري. ددې توري پۀ تلفظ کې شونډې خپل عادي حالت ساتي. ژامه هم نرم او عادي حالت غوره کوي.
دا توری د پښتو ژبې پۀ الفبا کې « ه » او پۀ فونيټیکي الفبا کې يې (∂) نښه ده او لۀ کندهارۍ ګړدود پرته د کلمې پۀ منځ او پای کې کارول کيږي. د بېلګې پۀ توګه : پۀ منځ کې « /m∂š∂r مشر، /lam∂n/ لمن او مېرمن /merm∂n/ » پۀ پای کې « / ∂tr/ ترۀ، /∂z/ زۀ او /∂p/ پۀ»…
د زورکي د کارونې ځايونه او ځينې دندې
۱- هغه نومونه چې يو سېلاب يا يو څپيز وي او پر بېواک توري پای ته رسېدلي وي، پۀ زورکي جمع کيږي. لکه :
مل/ mal/ ملۀ/ ∂ml/
خر / xar/ خرۀ/ ∂ xr/
يادونه : کۀ غواړئ چې پۀ يو نوم يا کلمه کې د هغۀ څپې معلومې کړو، نو تر ټولو ساده لاره يې داده چې هماغه کلمه پۀ فونيټکي الفبا وليکو او وګورو چې څو خپلواک توري پۀ کې کارول شوي، نو هماغومره څپې هم لري.
۲- هغه نومونه چې د منځ خپلواک توری يې پۀ الف باندې بدليږي او پۀ پای يې زورکی راځي. لکه :
پښتون/ pax̌tun/ پښتانۀ / ∂pax̌tān/
شپون/ Špun/ شپانۀ / ∂Špān/
پۀ ځينو کلمو کې خپلواک توری (زور) پۀ زورکي اوړي او د جمعې بڼه ځانته غوره کوي. لکه :
دښمن /d∂x̌man/ پر /d∂x̌m∂n/
ټوپک/topak/ پر/top∂k/
شتمن /štaman/ پر/štam∂n/
 مو پۀ پښتو او پارسي ژبه کې د « ګر /gar/ » روستاړی لرو، چې د ځينو کلمو پۀ پای کې ونښلي فاعلي بڼه ترې جوړوي. لکه: خټګر، بزګر…  د دغو فعلي وييونو جمع  زموږ ليکوال پۀ « ان » سره کوي، خو زورکی د « ګر /gar/ » لۀ روستاړي سره پۀ يو ځای کېدو سره، دغې قاعدې ته بدلون او لنډون وربښي، چې دا قاعده تر دېره سمه بريښي. لکه : خټګر/gar/خټ/g∂r/،بنسټګر /gar/ بنسټ/g∂r/ ،بلوسګر/gar/ بلوس/g∂r/ او نور…
د پښتو ژبې اشاري او ځينې نور نومځري د اصلي بڼې تر څنګ اوښتې بڼه هم لري، چې د اصلي او اوښتې بڼې توپير د زورکي پۀ واسطه ترسره کيږي. لکه:
دغه اصلي بڼه – دغۀ / ∂/اوښتې بڼه
هغه اصلي بڼه – هغۀ/ ∂/اوښتې بڼه
زموږ پۀ پښتو ګرامرونو کې د منځتاړي خبره ډېره راغلې خو بېلګه يې نشته. موږ پۀ پښتو ژبه کې د منځتاړي ښه بېلګه همدا زورکی لرو، چې د کلمو پۀ منځ کې ور لویږي او د يوې کلمې دجمعې بڼه جوړوي.لکه:
دښمن /d∂şman/ پر /d∂şm∂n/
ټوپک/topak/ پر/top∂k/
شتمن /štaman/ پر/štam∂n/
تا سو پورته بېلګو ته ځير شئ، همدا زورکی دی، چې د کلمو پۀمنځ کې ورلويږي او د کلمو جمع بڼه جوړوي. چې دا کار موږ ته پۀ پښتو ژبه کې د منځتاړي ښه بېلګه جوړوي.
پۀ فعلونو کې د فعل د سټې او روستاړي ترمنځ اړيکه ټينګوي. لکه:
راځم/m∂/،راغلم/m∂/ او نور
اوس راځم د خپل دوست هغې پوښتنې ته چې زۀ ولې د (ه) پر سره همزه کاروم. موږ پۀ پښتو ژبه کې څو فونیمونه لرو، چې کلماتو کې ورته ځانګړې نښې يا ګرافيم نۀ لرو. لۀ هغې ډلې څخه يو هم زورکی دی. دا فونيم د کلمې پۀ منځ کې هېڅ ګرافيم نۀ لري، خو د کلمې پۀ پای کې زموږ ليکوالان ورته د (ه) کرافيم کاروي، چې لۀ زور او ه سره يې توپير نه ترسترګو کيږي. او د پښتو ژبې نوي زده کوونکو ته کۀ هغه پښتانۀ وي او کۀ بهرني وي، دا يوه لويه ستونزه را منځته کوي.
دا چې د زور، ه توپير لۀ  زورکي سره وشي، نو غوره همدا ده، چې د زورکي پر سر همزه وکاروو. د ه پر سر د همزه کارونې وړانديز د باړه ګلۍ پۀغوڼده کې شوی وو، خو دا چې نۀ ده منل شوې هغه بېله خبره ده. ليکن دا سم او پر ځای وړانديز و، چې موږ پۀ ليکنه لۀ ستونزو ژغوري او ددې ژبې زده کوونکو ته پۀ زده کړه کې اسانتیا را منځته کوي.
یادونه: دا ليکنه کېداشي بشپړه نۀ وي، لۀ لوستونکو مې هيلۀ ده، چې پۀخپل نقد و نظر دا ليکنه بشپړه کړي.
ماخذونه 
• زيار، مجاور احمد. ۱۳۸۶. پښتو پښويه. کابل : دانش خپرندويه ټولنه.
• اتل مشواڼي، اللۀ محمد. « زورکی » ليکل شوې مقالۀ…
درنښت! سیلانی
(Visited 91 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.