The news is by your side.

نور

اجمل ښکلی

0

“نور” د انګليسي د Other انډول دی. نور په پښتو کې د “بل” نومځري جمع ښيي. دا دواړه په پښتو ګرامر کې د يوه نامعلوم شخص او شيان لپاره کارېږي، چې هويت يې څرګند نه وي؛ مثلا بل استاد ته ووايه يا نورو هېوادونو پرمختګ وکړ. په دې دواړو بېلګو کې “استاد” او “هېوادونه” معلوم نه دي، چې بل استاد يعنې کوم يو؟ يا نور هېوادونه په اصل کې کوم هېوادونه؟ يوازې دې دواړو مفاهيمو ته اشاره شوې او په دې ډول د مخاطب د توجه غشی له ځان او له خپل هېواده بل لورته اړول شوی. “بل استاد” يعنې زه نه، نور هېوادونه يعنې زموږ هېواد نه.

د وينا په ژبپوهنه کې هر بيانېدونکی مفهوم درې برخې لري، يودرون، دويم پوله يا حد و بريد او درېيم بهر. کله چې ويناوال وايي: زه ډاکټر يم، د “ډاکټر” په مفهومي حوزه کې دننه دی؛ خو کله چې وايي، زه ډاکټر نه يم، له دې مفهومي حوزې وتی. په لومړۍ بېلګه کې تشخيص او په دويمه کې پرېکون وينو. د وينا په ژبپوهنه کې بل/نور د پرېکون ښودانه کوي. که ويناوال ووايي، چې زه شاګرد يم، په يوه ډول د استاد مفهوم نفي کوي او څرنګه چې شاګرد او استاد دوه متضادې جوړې دي؛ نو شاګرد د استاد او استاد د شاګرد لپاره “بل” دی.

ژبه د وينا په مټ تحقق مومي. هر څه چې د ويناوال له هويت نه بهر وي، هغه بل/نور دی. ويناوال د “زه” په نومځري کې د ځان د ښودو هڅه کوي، دا چې په دې چاره څومره بريالی دی، دا بېل بحث دی؛ خو “هغه”، احمد، محمود ويناوال ته بل يا نور دي.

سوسور ويلي وو، چې ژبه يو خپلواک نظام دی، چې مانا پکې د کلمو له خپلمنځي اړيکو پيدا کېږي. د کلمو ترمنځ دا اړيکې په توپير ولاړي دي، مثلا: ونه ځکه ونه ده، چې نه ونه شته. نه ونه، يعنې دېوال، څا، انسان او نور ټول مفاهيم. په دې توپير کې يوه اړيکه د تضاد اړيکه ده. د سړي پر مفهوم ځکه پوهېږو، چې ښځه پېژنو، خيال ځکه پېژنو، چې واقعيت پېژنو او داسې نورې ټولې متضادې جوړې درواخلئ. په دې ډول په هره متضاده جوړه کې يو ضد د تضاد د اړيکې په مټ بل ته هويت يا په بله وينا، مانا ورکوي، مثلا کله چې د خيال تعريف کوو، په اصل کې واقعيت نفي کوو، وايو: خيال د انسان د خپل ذهن هغه توليد دی، واقعيت نه وي. يعنې واقع شوی يا پېښ شوی نه وی. د شعرستان په ژبه به يې ووايو: “دا يو داسې قوت دی، چې د شاعر په حافظه کې د پرتو تصوراتو ترمنځ د مشابهت يا حتی تضاد له مخې اړيکې کشفوي او بيا د همدې اړيکو پر بنسټ مختلف تصورات سره يوځای کوي او يو نوی تصوير ترې تراشي. د تخيلي تصوير اجزا د طبيعي عناصرو له تصوراتو څخه اخيستل شوي وي، خو دا نوی ترکيبي تصوير داسې وي، چې په طبيعت کې يې نشو موندلی )درمل، ۱۳۹۵: ۲۶)۔

په دې تعريف کې ليکوال د تصوير، تصور او طبيعيت د مفاهيمو په مټ هڅه کوي، چې تخيل له واقعيت نه بېل کړي؛ خو څرنګه چې مفاهيم څو بعدي تضادونه لري، نو تخيل يوازې د واقعيت بسيط متضاد نه دی، بلکې نور متضاد لوري هم لري، ځکه ليکوال هڅه کوي، چې د تخيل هنري مخ هم په دې تعريف کې راښکاره کړي.

سوسور د ژبنيو توکيو د خپلواک وجود پر ځای د دوی ترمنځ اړيکې ته توجه کوي او وايي، چې ژبه د ارزښتونو يو نظام دی. يعنې هره کلمه د اړيکو په دې نظام کې دننه له نورو کلمو سره د توپير پر بنسټ له يوه ارزښته برخمنه وي، چې ژاک درېدا ترې په ډکنسټرکشن کې استفاده کوي. علم او ناپوهي دوه متضادې جوړې دي. علم رڼا ده، بينايي ده، هوسايي، ځواک، څالاکي او داسې نور ده او ناپوهي تورتم دی، نابينايي ده، سخته، بېوسي، سادګي او داسې نور ده. د علم او ناپوهۍ په دې جوړه کې وينو، چې دواړه مختلف ارزښتونه لري او ټولنه علم ته پر ناپوهۍ لومړيتوب ورکوي. که د ژاک درېدا په سترګو ورته وګورو، ويلای شو، چې بشر په خپل تاريخ کې تل علم ته په ښه سترګه کتلي. پايله دا شو، چې په پوسټ ماډرنيزم کې د متضادو جوړو دويم کږلی اړخ هم يو انتخاب وګرځيد او په دې ډول انتخابونه له مخکي نه له ټاکلي يوه جزڅخه بل، بلکې نورو ته واوښتل. پر سړي سربېره ښځه او پر پوهې سربېره ناپوهي هم يو احتمالي انتخاب شو.

دلته د ماډرنزيزم او پوسټ ماډرنيزم ترمنځ يوه بنسټي توپير ته متوجه کېږو او هغه دا چې په ماډرنيزم کې د يوې مانا مرکزيت و، مثلا په ژبه کې متضادې جوړې دي. په دې متضادو جوړو کې تل يوه ټوک (جز) ته لومړيتوب ورکړل شوی و، په مرکز کی و، ښه و او “بل” په حاشيه کې و او ناښه و، مثلا د تمدن او بدويت(توحش) او ټولنې او طبيعت متضادې جوړې د فلسفې مشهورې بېلګې دي. د هابس غوندې فيلسوفان مدنيت تر پر توحش او ټولنيزتوب ته پر طبيعت لومړيتوب ورکوي او د روسو غوندې رومانتستان بيا توحش ته پر مدنيت، طبيعت ته پر ټولنيزتوب او عاطفې ته پر عقل لومړيتوب ورکوي؛ خو په ټوله کې د هابس غوندې فيلسوفانو تله درنه ده. پوسټ ماډرنيزم له دې ډول يو اړخيز قضاوت سره اختلاف لري او په متضادو جوړو کې د يوه ټوک مرکزيت او تسلط ختموي. په دې ډول پوسټ ماډرنيزم په څو بعدي او څو مانيز فرهنګ بدلېږي، چې د يوه جنس او يوه لوري برلاسي او غلبه نه مني او ټول لوري په انتخابونو اړوي. ستا خوښه که په هر دين اوسې او که يو هم نه تعقيبوې، هره ايډيالوژي دې خوښه وي او که يوه دې هم خوښه نه وي؛ خو په ماډرنيزم کې د متضادو اړخونو ترمنځ کرښې څرګندې او سرې وې. مثلا: د کمونيزم له پلوه، ته بايد کمونيست اوسې، که کمونيست اوسې، ښه انسان يې، ګنې بد انسان يې او بايد حذف شې. موږ په خپل وطن کې اوس هم په هغو ايډيالوژيو کې د کمونيزم دا اغېز وينو، چې د کمونيزم پر خلاف وې. د “حذف” کلمه د مرګ په مانا د همغو ورځو شپو يادګار دی، چې زموږ په شاته تلونکې ټولنه کې اوس هم تود بازار لري.

بېرته به خپلې خبرې ته راشو: په متضادو جوړو کې لکه څرنګه چې سوسور وايي، د کلمو مانا داسې په يوه اړخيز واټ سفر نه کوي، چې ونه، يعنې نه ونه، بلکې هره کلمه په اصل کې يو مفهوم دی، چې له نورو مفاهيمو رغېدلی او نور مفاهيم يې د اجزاوو په بڼه پرشا وخوا راتاو دي. پاس مو د علم او ناپوهۍ پ رمتضادې جوړې خبرې وکړې، چې علم رڼا، بينايي، هوساينه، ځواک، څالاکي او داسې نور ده او ناپوهي د دې پر خلاف تورتم، نابينايي، سخته، بېوسي او سادتوب دی. دا کوم مفاهيم چې د علم او ناپوهۍ مانا ټاکي، دا هم په اصل کې مفاهيم دي، چې خپل اجزا او ضدين لري او په دې ډول وينو، چې ژبه د متضادو جوړو يوه بسيطه ټولګه نه ده، بلکې يوه پېچلې ټولګه ده. موږ د علم پر مانا هله پوهېږو، چې د ناپوهۍ پر مانا پوه شو؛ خو ناپوهي څه ده؟ ناپوهي تورتم، نابينايي، سخته، بېوسي او داسې نور بلها ماناوې دي؛ خو تورتم، نابينايي، سخته، بېوسي څه دي؟ دا مفاهيم هم له نورو مفاهيمو سره د توپير د اړيکو په مټ مانا کېږي. په دې ډول وينو، چې ژبه د يوه خپلواک نظام په توګه يوه ټاکلې مانا په لاس نه راکوي. ژاک درېدا دې ته ځنډونه وايي. يعنې ژبه مانا ځنډوي؛ نو دا چې موږ فکر کوو، چې د دې کلمې دقيقه مانا دا ده، دا په اصل کې موږ په توهم اخته يو.

د ماډرنيزم ستونزه دا وه، چې دنيا يې دوه قطبي کړې وه او د ښه بد، ښايسته بدرنګ، سم ناسم په قضاوت کې يې رامحدوده کړې وه. په دې لړ کې يې د استعماري موخو لپاره خپل مدنيت ښه، ښايسته او سم باله او نور يې بد، بدرنګ او ناسم. هغه چې ناسم يې بلل، هغه د غربي استعمارګرو لپاره بل/نور وو او دا نور افريقا، آسيا او د امريکا بومي ولسونه وو. د غرب و شرق د متضادې جوړې اوسنۍ مانا هم د غربي ماډرنيزم زېږنده ده، چې ايډورډ سعيد په خپل کتاب ختيځپوهنه کې پرې هر اړخيز بحث کړی او نيوکې يې پرې کړې.

د لويديځ لپاره “زه” غرب او ختيځ بل(Other) دی او بل يوازې بل نه دی، بلکې يو ارزښت لري، يعنې پردی دی، نااشنا دی، لنډه دا چې بد او بدرنګ دی، ځکه چې د غرب غوندې نه دی، کلچر يې د غرب غوندې نه دی، د غرب غوندې علم، وسايل، وسله، نظام او نور نه لري، يو توهم پرست، پر ماضي مين، مخ په ښکته، خچن، کمزوری او له مدنيت سره نااشنا ځای دی؛ نو لويديځ دا خپل مسؤوليت باله، چې دا وحشي اقوام له مدنيت يعنې انسانيت سره اشنا کړي، لکه اوس چې امريکا د جمهوريت د مرستې په مانا استعماري موخې پالي، هغه وخت د مدنيت په نامه غرب په نويو لاندي کړيو ځايونو کې بومي خلک انسانيت ته د خطر او مدني کولو په پلمه وژل او د خپلو ګټو لپاره يې کارول. په امريکا کې يې بومي خلک راکم کړل او د افريقا تورپوستي يې په کانونو کې د کار او بزګرۍ لپاره وروستل، په خپلو هېوادونو کې يې فابريکې جوړې کړې، چې خام مواد يې له هند او نورو مستعمرو وروړل او بيا يې بېرته په دغو بازارونو کې خرڅول. مورخان په دې اند دي، چې په غرب کې صنعتي انقلاب د غرب د خپل داخلي بدلون نه، بلکې د استعمار پايله وه.

د غرب له خوا د شرق لپاره د بل د اصطلاح کارونه راښيي، چې په ژبه کې د کلمو ارزښتونه وخت په وخت، په بېلابېلو مناسبتونو او حالتونو کې بدلېږي. د ماډرنيزم په قرينه کې “بل” يوازې يو اړخيز متضاد نه و، بلکې د کرکې مانا پکې پرته وه، د ايډورډ سعيد په اند، چې دا کرکه د ختيځپوهنې زېږنده وه؛ خو موږ وينو، چې په دې تضاد کې پوهنه کمه او ګټه ډېره وه. شرق له پخوا نه د مدنيتونو زانګو وه، مدنيت يې درلوده؛ خو د غرب غوندې نه او له دې نه غرب د خپلې ګټې لپاره يوه کيسه يو علم جوړ کړ. د غرب او شرق د تضاد په جوړه کې ډېر ټينګار د غرب د کلمې پر ځای پر شرق و او دا يوازې د دې لپاره نه و، چې د غرب تشخص او مانا د شرق په نفي کې وه، چې که هر څومره شرق ټکول کېده، هغومره د غرب مانا رابرسېده کېده، بلکې په دې کې وه، چې له شرقي فرهنګه د خلکو زړه تور کړي او يو ناسم کولتور يې ورمعرفي کړي او چې داسې وشي؛ نو ځای پخپله غرب ته وزګارېږي.

که څه هم د ګويته غوندې ځينو شاعرانو دا هڅه وکړه، چې غرب و شرق سره پوخلا کړي؛ خو دا يوازې تر شاعرۍ او د شاعر د زړه تر درده پورې محدوده پاتې شوه، ځکه چې استعمار اهداف د شاعر د مينې تر وړې څړيکې ډېر زورور او ښکرور وي.

اوس په پس استعماري مهال کې د دې تضاد هغه مانا کټمټ نه ده پاتې او په پوسټ ماډرنيزم او نړيوال کلي کې د غرب مرکزيت په فرهنګي کچ پيکه غوندي ښکاري. اوس د غرب او شرق ترمنځ بلها لارې خلاصې دي، غرب شرق ته د مدنيت په مانا قايل دی، غرب اوس لوی ختيځ د شرق په يوه کلمه کې نه راټولوي، بلکې له نړۍ سره د سيمې او هېواد(ملت) په بڼه چلن کوي او د خپلو سياسي موخو لپاره د شرق پر ځای د بشري حقونو، نړيوال تروريزم او نورو اصطلاحاتو نه استفاده کوي؛ خو موږ لا د شرق و غرب کيسه نه ده هېره کړې او معاصره لويه نړۍ په دې دوو کلمو کي رالنډول غواړو، چي نه راغونډېږي. زموږ د ځينو ګوندونو په نظرياتو کې د شرق و غرب تضاد اساسي حيثيت لري، چې په دې کې غرب بداخلاقه، ماده پرست، څالاک دی او شرق بااخلاقه، روحانيت پرور او ساده زړی دی.

غرب چې په استعماري دوره کې د شرق په اړه کوم منفي تصور درلوده، د غرب په اړه زموږ د ځينو ګوندونو له تصور سره دا توپير لري، چې په پس استعماري مهال کې په غرب کې دا امکان پيدا شو، چې د شرق په اړه د غرب پر دغه تصور نقد وکړي او ناسم يې وبولي؛ خو د غرب په اړه زموږ د ځينو ګوندونو پر تصور څوک نيوکه نشي کولای، له واره ترې د عقيدې او دين خبره جوړوي، چې دا علمي روش نه دی.

د شرق و غرب دې تضاد ته که ځېر شو، علم پکې کم او کرکه پکې ډېره ده، ځکه چې که غرب بداخلاقه دی؛ نو شرقي هېوادونه هم په شيدو نه دي پرېوللي، هلته که همجنسپرستي شته، دلته هم شته، دلته هم کورونه او بازارونه له څالاکانو ډک دي. له بله پلوه په دې تضاد کې کرکه ځکه وينو، چې د شرق پر ځای پکې ټينګار ډېر پر غرب دی او غرب بد، بدرنګ او ناسم دی، چې بايد نفي شي، بايد جنګ ورسره وشي، ووژل شي؛ خو د معقوليت غوښتنه دا نه ده. تاريخ وايي، چي فرهنګونه تل له يو بل سره اخله راخله کوي او يو فرهنګ د خپلې بډاينې لپاره له نورو فرهنګونو رنګ اخلي. په دې ډول د شرق و غرب پر متضاده جوړه بايد زموږ ګوندونه په سړه سينه فکر وکړي، چې دا جوړه اوس د استعماري دوران په همغه بڼه پاتې ده که نه، که پاتې ده؛ نو څرنګه چلن ورسره پکار دی. په ننني نړيوال کلي کې د نورو فرهنګونو مطلقه نفي موږ انزوا ته بيايي او انزوا د اړيکو په اوسنۍ نړۍ کې شاتوالي او مرګ مفاجات دی.

د ځينو ګوندونو د منشور پر بنسټ غرب د شرق لپاره بل دی او بل پردی، نااشنا او بد دی. دا راته وايي، چې په ژبه کې کلمې خنثی نه وي، بلکې ارزښت لري او ارزښت يې سياسي، ديني، ملي او نور رنګونه لري؛ خو ښه دا ده، چې موږ د متضادو جوړو پر اصليت فکر وکړو، چې په کومه زماني مقطع کې يې اهميت پيدا کړ؟ ولې رابرجسته شوې؟ او په اوسنۍ نړۍ کې يې ماهيت او اصليت څه دی؟ نو هله به دا ممکنه شي، چې د لويو خيالي روايتونو(Grand Narratives) له جادو نه راووځو او پر واقعيتونو پوه شو، دا خبره تر ډېره ځوانانو ته راجع کېږي، چې د سياسي ګوندونو د تودو نارو په غبار کې ژر ورکېږي او چې بيا ترې راوځي، له پښېمانۍ پرته څه نه وي ورپاتې.

په فلسفه کې د “بل” يا other په اړه په فلسفه کې هيګل، هوسرل، ژان پل سارتر او ايمانويل لويناس او په ارواپوهنه کې ژاک لکان ګټور کار کړی دی.

(Visited 57 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.