The news is by your side.

په پښتو ژبه کې د نویو اصطلاحاتو ګټې او زیانونه

پوهنیار حاجي محمد هوډ

0

سریزه

پرته له شکه ژبه یوه اوږد مزلې او تلپاتې پدیده ده، یعنې د هرې پوهې او هنر په څېر تغیر مومي، وده او پرمختګ کوي، نوي ویي په کې راټوکېږي، ویي بدلېږي او د وخت په اوږدو کې د ناسمو کلیمو فیلولوژي د سمو کلیمو بڼه غوره کوي، پور شوي بې هویته کلیمې چې د ژبې سوچه والي ته زیان رسوي، له کاره لوېږي، وییزې (ګفتاري) کلیمې چې د ځینو ملاحظاتو له مخې ترې کار نه اخېستل کېده د زمان په اوږدو کې لیکنۍ (نوشتاري) ژبې ته ورننوځي. چې د هغو د ژبې او ګرامر په برخه کې بدلونونه تر سترګو کېږي.

ویی رغونه یا نیولوګیزم د ژبپوهنې یوه ډېره پېچلې او سخته برخه ده، چې د ډېرو کلونو په ترڅ کې په پښتو ژبه کې منځ ته راغلې، په پښتو ژبه کې دغه مسایل لا دوام له لري خو هغه ډول چې مخکې په مسولانه ډول مخ پر وړاندې روان ول اوسې هسې نه دي، بلکې یو څه ستونزې په کې شتون لري، د ځکه په دغه کار کې د ژبپوهانو همغږي نه ده موجوده او په تیت او پراګنده ډول هر یوه ځانته په خپل خوښه نومونه کړې او نوي اصطلاحات یې منځ ته راوړي دي دغه کار نه یوازې د ژبې په پرمختګ کې مرسته نه شي کولای بلکې ژبه د ستونزو سره مخامخ کوي.

د یوې ژبې تکامل د هغې د تحول پر اساس نوې کلیمې منځ ته راځي او شمېر نورې بیا زړېږي او له ګټې اخیستې لوېږي او په تدریجي ډول له منځه ځي یا متروکې کېږي، یو شمېر کلیمې خپله مخکنۍ مانا له لاسه ورکوي او نوې ماناګانې خپلوي او یا د خپلې مستقلې مانا ترڅنګ بله مانا ځانته مومي. البته دغه پروسه په یوځایي ډول په یو وخت او زمان که نه رامنځ ته کېږي، بلکې کرار کرار د وخت په بهیر کې منځ ته راځي؛ همدا راز یوې ژبې ته د اړتیا په صورت کې د نوو علمي اصطلاح ګانو راتګ چې د بهرنیو ژبو څخه د علم په هره برخه لکه: ساینس، ټکنالوژي، دیني علوم او ټلونیز علوم په برخه کې راځي، د دې باعث کېږي چې په ژبه کې پېچلتیا راشي او د لوستونکو له پاره ستونزه جوړه کړي، نو د دې له پاره چې دغه نوي اصطلاحات د ټولو لوستونکو له پاره آسانه شي او د فهم وړو وګرځي نو لازمه ده چې دغه ډول اصطلاح ګانو ته معادل اصطلاحات په همدې ژبه کې منځ ته راشي. خو دا چې څنګه د دغسې اصطلاحاتو معادلې کلیمې په خپله ژبه کې پیدا کړو او هغه هم داسې کلیمې وي چې د بهرنیو کلیمو غوندې د لوستونکو له پاره سرخوږی نه شي او د چا یا د کومو خلکو له خوا باید جوړې شي په دغه لیکنه کې پرې بحث او څېړنه شوې.

لومړی ګټې:

د ژبې کره کول یوه اکاډمیکه اړتیا ده. د نړۍ د ټولو ژبو ویونکو دا اړتیا حس کړې او ور سه سم یې د خپلو ژبو د بېلبېلو ګړدودونو (لهجو) څخه یوه سمه، سوچه، پر اصولو برابره او ټولو ته د منلو وړ ژبه را ایستلې او عامه کړې ده. د کره کولو په بهیر کې د یوې ژبې ویلو (تلفظ) لوستلو او لیکل درې سره په پام کې نیول کیږي . تر کومه ځایه چې ما ته معلومه ده د نړۍ په ټولو متمدنو هیوادونو کې میډیا (Media) ژبه معیاري ژبه وي او د هغې له مخې وګړي خپله ژبه سموي. د پښتو ژبې کره کېدل هم د وخت غوښتنه ده او د خوښۍ ځای دئ چې دې بهیر ته له تېرو دېرشو پنځه دېرشو کلونو راهیسې ډېر پام اړول شوئ دئ . نیولوجیزم (لغت جوړونه) د ژبې د کره کېدني یوه برخه ده. دا چې موږ ته د پښتو نیولوجیزم څرکونه د امیر کروړه رانیولي تر حمزه شینواري پورې راښول کیږي، معنا یې دا نه ده چې په دغه اوږده واټن کې د ژبې د معیاري کېدلو له پاره هلې ځلې کېدلې . د امیر شېر علي خان، امیر حبیب الله خان او امیر امان الله خان په وختونو کې چې د پښتو د رواجېدني له پاره کوم کوښښونه شوي دي د ژبې د معیاري کېدنې عنصر په کې غوټ نه لیدل کیږي او نه د هغه وخت واکدارانو او د پښتو ژبې خواخوږو د معیاري کېدنې اړتیا محسوسه کړې وه. دا د ژبې د ژوندي کېدو او دودیدو له پاره لومړنۍ هڅې وې چې موږ یې د احسان بشپړ منونکي یو. که تاسې د امیر شېر علي خان د وخت پښتو نظامي لقبونه او د امیر امان الله خان د وخت د پښتو مرکې لیکنۍ ژبې ته ځیر شئ، و به وینئ چې د عربي ژبې ترکیبونه یې پخپله ژبه کې یو لړ مقلوب اضافي ترکیبونه لیکلي دي. پخپله د پښتو مرکۍ نوم د پښتو پر معیار برابر نه و (مرکه د پښتو) یې بلله . زما مطلب دا نه دئ چې خدای مه کړه د هغوخواخوږو هڅو ته په درنه سترګه نه ګورم . د هغوی هلې ځلې د اوسنیو د لارې مشال وي او چا خبره سعې یې مشکورې دي. زما مطلب دا دئ چې د پښتو د کره کېدنې هڅې ډېر زوړ تاریخ نه لري . له بده مرغه په تېرو شلو دېرشو کلونو کې چې چا د پښتو نیولوجیزم په وړاندي خپل ملحظات ښوولي دي، ټولني ته داسې معرفي کیږي چې ګویا هغوی د پښتو د کره کېدني په مقابل کې ټینګار کوي . په داسې حال کې چې موضوع دا ډول نه وه او نه ده . پر پښتو باندې د عربیت تر اغېزې لاندې د ناوړه ترکیبونو عمومي توب ټول پښتانه خواخوږي ځورول . د پښتو دغو عبارتونو (په کتابو کې یې دفقه راوړي دي)، (نیت د لمانځه د اختر داسې دئ)، (شهادت ورکوم په وړاندې د محکمې)، (بر قراره دې وي تخت و بخت د پاچا د اسلم) او دې ته ورته جوړښتونو زموږ پر ژبه سیوری اچولی دئ. د دغو جوړښتونو د سمون له پاره له طلوع افغانه رانیولې بیا د وخت تر پښتو ټولنې پورې ټولو د خپل اهلیت او صلاحیت په اندازه کار کړئ دئ او دا چې کافي و یا نه و، بېله خبره ده. زما مشاهدات راښیي د کره کېدني (معیاري توب) بهیر چې هر وخت او په هر نیت پیل شوئ دئ، پای یې پر لغت جوړنې (نیولوجیزم) درېدلئ دئ او نورې چارې ځنې پاته شوي دي . زما د مسالې پر همدغه اړخ باندې غواړم خپلې لیدنې او کتنې بیان کړم او ورسه سم د دغه بهیر د ځینو نورو اړخونو په باب هم وغږېږم.

لکه وړاندي چې مې وویل د پښتو نیولوجیزم څرکونه موږ ته له امیر کروړه رانیولې بیا تر حمزه شینواري پوري راښول کیږي، خو د دغه بهیر د چټکتیا او زیاتې را برسېرېدنې زمانه له تېرو درو لسېزو را پیلېږي. دغه کلونه دي چې د پښتو لغت جوړونې یا نیولوجیزم د اړتیا او څرګندتیا په برخه کې شعوري هڅې پیل کېږي او ور سه سم یې پلویان او مخالفین میدان ته راوزي. د نیولوجیزم بهیر که چا پیل کړئ که یې کږلئ دئ، دواړه د پښتو ژبې خواخوږي وو او دي . دواړه له خپلې ژبې سره د مینې په مقصد لاس او پښې وهي. دا نه د جګړې ډګر دئ او نه د سیاست میدان چې څوک پکې ماته خوري او څوک پکې بریالی کیږي. که د پښتو نیولوجیزم یا د پښتو کره لیکنې بهیر ته په دغې روحیې سره څوک وګوري او و یې څېړي زما په خیال ګټه به یې ډېره وي. نیولوجیزم په حقیقت کې د پښتو کره لیکني د لوی بهیر یوه کړۍ ده. نورې کړۍ یې د زړو لغتونو را ژوندي کول (ارکاییزم)، له ګړدودونو څخه د لغاتو را ایستل او دغه راز له نورو ژبو څخه را پورول دي. لکه وړاندې چې مې وویل د پښتو نیولوجیزم منظم او سیسټماټیک بهیر له تیرو درو لسیزو را پیلېږي خو د ارکاییزم برخه یې یو څه مخکینی تاریخ لري او کله چې موږ د پښتو د لرغونو لغتونو د بېرته را ژوندي کولو او یا له محاورو څخه لیکنې ته د را لېږدولو پر بهیر غږېږو، نو د انصاف په حکم باید د فاضل استاد پوهاند رشاد صاحب هلې ځلې له پامه وانه چوو. استاد د لرغونو لغتونو یوه لویه برخه نظم او نثر ته را نقل کړې ده او ډېر داسې لغتونه یې په لیکنه کې کارولي دي چې په محاوره کې وو خو قاموسونو ثبت کړي نه وو. ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د (لودي پښتانه د پوهاند رشاد تالیف) په سریزه کې لیکې: . . . . ښاغلی رشاد په پښتو لیکلو کې داسې لغاتو ته زیات مایل دئ او دپخوانو په شان ځیني زاړه لغات په زاړه ډول استعمالوي، دا کار د ځینو مړو یا نیمژواندو لغاتو د ژوندي کولو له پاره ښه دی او ده پکې همدغه ګټه لیدلې ده.

ددغو لغتونو لیست زما د همدې لیکني تر بحث وتلې خبره ده ځکه نو نه پر ږغېږم. داي ښکاري چې د کره لیکني بهیر اوس یوازي نیولوجیزم ته را لنډ سوئ دئ او نوري برخي یې په دومره جدیت نه پالل کیږي لکه د نیولوجیزم دا. د کره لیکني له پاره چې ښاغلي استاد پوهاند زیار صاحب کوم لارښود کتابونه (پښتو لیکلار) او (ويي پوهنه) کښلي وو اوس د انځرونې ګل  شوې دي . نوم یې شته خو موندل یې سخت دي دا ځکه چې پر هیواد باندې د نازل سوو فاجعو له شامته د فرهنګي زېرمو په ګډون زموږ هر څه پوپنا شول. په هغو کتابونو کې د کره لیکنې عمومي اصول او ورسه سم یې یو شمېر مثالونه راوړل شوي وو. خو د هغو په دوام نور تشریحي او تفسیري کتابو ته هم اړتیا وه او شته. د مثال په توګه د پښتو فعلونو د ګردان په برخه کې چې د (ورسېدئ،  ورسېدلئ، ورسېدو، ورسېده، ورسېدلو، او رسېدو( په وړاندي ) ورسېد (د استاد په نظر معیاري ګڼل شوئ دئ. (ګوربت مجله، دویمه ګڼه، لومړئ کال، ۲۴ مخ) د دې لړۍ د ښه پوهېدلو له پاره په کار وه او ده چې د پښتو فعلونو د ګردانونو چوکاټونه په یوه مجموعه کې ولیکي او. زما د معلوماتو له مخي د روسي او فرانسوي ژبو په زیاترو ډیکشنریو کې د افعالو د ګردانو یوه لویه برخه د ضمیمي په توګه ور سه چاپ شوي دي. د افعالو غیر منظم ګردانونه خو یې هرومرو راوړي وي، ان د منظمو افعالو ګردانونه یې هم ورسه مل کړي وي. په روسي ژبه کې خو د فعلونو د ګردانونو غټې غټې مجموعې په ځانګړې توګه په غټ تېراژ خپرې شوي دي او د هر چا لاس ته ور رسېږي. په پښتو کې دا کار په پخوانیو کتابو کې یو څه شوئ دئ خو په اوسنیو کې یا نه دئ شوئ، یا زه نه یم پر پېښ شوئ. زما پیشنهاد دا دئ چې د پښتو افعالو د ګردانو مجموعې دي هم چاپ شياو په هغو کې دې د مثال په توګه د (ورسېدل) مصدر ټولې صیغې درج شي) زه ورسېدم، ته ورسېدې، دی ورسېد، تاسې ورسېدلئ، دوی ورسېدل، موږ ورسېدلو(دغه راز نور افعال هم درواخله. په دې ډول به نو د (ورسېدلم، ورسېدلې، ورسېدلئ، ورسېدلو (د لیکلو مخه نیوله سوې وي، ځکه د استاد په نظر غیر معیاري دي.

زه چې اوس د کره کتنې اوسني بهیر ته ګورم لارویان یې له نیولوجیزم (لغت جوړوني) پرته له نورو اړخونو څخه لار چپوي زما په خیال په دې برخه کې یو څه عیني ستونزې شته. د مثال په توګه په ارکاییکو لغتو پسې د زړو متنو لټول یا له ګړدودونو څخه لغتونه را غونډول خو ستونزمن کار دئ ځکه نو د پښتو ویی پانګې (لغوی زېرمي) نور درې اصله د هېریدو په درشل کې دي او یوازي د کاغذ پر مخ سته خو په عمل کې نه پلي کیږي. ښاغلي صمیم صاحب د جملو د جوړښت په برخه کې ډېرې خوارۍ ګاللي، خورا ښه، پر اصولو برابر، خوندور رغښتونه راښيي خو څوک یې لږ مراعتوي. علت یې دا دئ چې د پښتو د سوچتابه شوقیانو ته دا ډېره اسانه ده چې لغتونه پښتو کړي او نور نو ورته خوشاله وي چې ګنې کره لیکنه یې وکړه. دا بهیر که د خوند و شخوند خواوې لري د پاملرني او اندېښنې وړ اړخونه هم لري چې یادونه یې زه یوازي او یوازي په دې نیامت کوم چې پر خپله ژبه او خپلو هم ژبو مې زړه خوږېږي ( محمد معصوم هوتک)

دویم زیانونه

– د نورو ژبو ویوونکو لپاره یعنې هغه څوک چې پښتو ورته دویمه ژبه وي او غواړي یاده ژبه زده کړي، د نوو لغاتونه منځ ته راوړل ستونزه ورته جوړولای شي ځکه هغوی د هغو عربي، انګریزي او دري ژبو لغاتونو سره چې زموږ ژبې ته راننوتلي دي مخکې له مخکې آشنایي لري خو نوي لغات بیا ورته نوي وي، د بېلګې په توګه: که چېرته موږ د اونۍ ورځې چې شنبه، یکشنبه، دوشنبه…. په خالي، یوه نۍ، دوه نۍ…. باندې نوموو او یا هم د هغې آلې لپاره چې د کمپیوټر یا مباییل سره نښلي او غوږونو ته غږ لېږدوي ګوشکي یې بولو اوس په نوي متونو کې په خپل سري ډول د هغو لپاره غوږۍ کارول کېږي دلته دوه ستونزې جوړیدلی شي یوه دا چې د یاد لغت زده کړه او غږن توب یې او دویم د غوا یا غواګۍ چې یو کورنی ژوی دی له هغه سره به مانا ډېری کسان تفکیک نه شي کړای، همداراز نورې داسې بېلګې موندلای شو چې مخکې ژبې ته را ننوتې دي خو اوس بیا هرڅوک پرته د کوم قانوني او علمي صلاحیته یې نوم وربدل کړی، البته داسې کار که د یوې باصلاحیته مرجع څخه کېږي او یا ترڅو چې ژبې نوی لغات را ننوځي او په ټولنه کې عمومیت او مشروعیت مومي بیا مخکې له دې یې چاره وشي او پر ځای یې نوی ټول منلی لغت ورته وکاروي ترڅو د هغه نوي لغت په عامیدو سره زموږ نوی لغت عام شي.

که سړی د واقعتونو له مخې مطالعه او څېړنه وکړي، نو و به ګوري چې په دې برخه کې هېڅ کوم ډول علمي معیار نشته، بلکې دا هر څه یوازې شخصي سلیقه او طرزتفکر دی، مثلاً په پښتو کې ځینې کسان (پټاټې) او (جغندر) تر (کچالو) او (لبلبو) غوره ګڼي، ځکه چې دوی وایي کچالو او لبلبو پردۍ کلیمې دي خو د دې له پاره کوم اساسي دلیل نشته، چې پټاټې او جغندر کلیمې ولې پښتو ته نږدې دي؟ د یادونې وړ ده، چې د لبلبو کلیمه په افغانستان کې دومره معمول ده لکه په ایران کې چې جغندر کلیمه معمول ده، دا کلیمه پر پارسي سربېره په نورو ایراني لهجو کې هم د جغندر په بڼه ویل کېږي لکه د مازندران په لهجه کې، خو د پټاټې کلمه له پښتو څخه دومره لېرې ده لکه هسپانیه چې له پښتونخوا څخه لېرې ده (غوربندي، ۱۳۹۷، ۱۱۶مخ).

ـ د ژبې سره د خلکو عادت یې بله موضوع ده، که چېرته پرته د باصلاحیته، ټول منلې او اکاډمیکې کمېټې څخه خپل سري لغاتونه جوړ کړو او په ټولنه یې د تطبیق هڅه وکړو نو دا هڅه به مو ناکامه هڅه وي، ځکه پښتو ژبه نسبت نورو ژبو ته محافظه کاره ژبه ده او ویونکي یې هم د کلیمو د بدلون لېوالتیا نه لري، پښتون ټبر تر ډېره مدرنیزم او نوی والی نه مني په ژبه کې ورته نوي لغاتونه پیدا کول سم لکه په دین کې بدعت ورته ښکاري، ځکه پښتنو د پښتونولۍ، دین، فرهنګ، رسوم، دود او د ژبې ساتل په خپله پخوانۍ بڼه ورته غوره برېښي.

که داسې نه وی نو پښتو ژبې به د نورو آریایي ژبو په څېر چې خپل د ژبې اصالت یې نه دی ساتلی او د ژبې په صرفي برخه کې د کمیت او جنسیت له پلوه خورا بدلون کړی، همداسې به پښتو ژبې هم خپل اصالت له منځه وړی وی، د مذکر او مونث توپیر به یې نه کیده خو پښتو بیا برعکس هغه د کمیت او جنسیت مسله تر اوسه ساتلې، د دې څخه مالومیږي چې پښتو یوه محافظه کاره ژبه ده او ویوونکي یې هم په آسانۍ بدلون نه مني.

ـ په اکاډمیکه ساحه کې که چېرته څوک څېړنه کوي او غواړي څه ولیکي داسې بې ځایه نوښتونه به سر وروخوږوي تر خوا یې باید دوه ـ درې قاموسونه پراته وي او د هرې نوې رامنځ ته شوې کلمې لپاره به لټون کوي او حتی ځینې کلمې به په قاموس کې هم نه مونده کېږي، دغه کړنه به څېړونکي هم ستړي کړي او د پښتو ژبې کتابونو د لوستلو او په اړه یې د څېړنې څخه اوږه خالي کوي، د بېلګې په توګه د پوهندوی ډاکټر صاحب زرغونې زېور رښتین په پښتو نحوه کې یوه داسې کلمه د نحوې په بحث کې لیکلې چې زما له پاره نوې وه، یوازې دا نه چې نوې وه بلکه د نحوې ښه بدیل یې نه ګڼم هغه کلمه (ویل پوهنه ) (رښتین زېور، ۱۳۸۲، ۲۳مخ) وه چې د نحوې پر ځای په پښتو ژبه کې د بدیل په ډول د نحوې په مانا کارولې ده، دلته هماغه مانا چې نحوه ورکوي او د ټولو په اذهانو کې حک شوې کلمه ده او نږدې ټول وګړي او یا که ووایم د ژبپوهنې او ادب د لارې پیروان ورسره بلد دي او همدا د (ویل پوهنې) کلمه ورته نا آشنا ښکاري او په متن کې ورته ګونګه یا سردردوونکې ښکاري او دا کولای شي د لوستونکو او څېړنکو له پاره د خوښې او دلچسپۍ وړ نه وي، او همداراز که چېرته په (ویل پوهنه ) لغت کې د (ویل) کلمه تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شي کیدای شي همدا د نحوې مانا ترې وانه خیستل شي او نورې مانا ګانې به تر دې ورته نږدې او ورته وي.

د بېلګې په ډول : ویل، لکه د پاړسي ګفتن یا ویل پوهنه لکه ګفتن شناسي اویا یې که انګریزي ته واړوو همداسې ماناوې به ترې اخیستل کېږي، نو په کار ده چې د داسې نوو کلمو منځ ته رواړو له پاره یوه اکاډمیکه، با صلاحیته او ټولو لهجو ته د منلو وړ کمېټه موجوده وي چې داسې کلمې زموږ په نوو متونو کې درج کړي او همداراز یې د تصویري، غږیزو او ټولنیزو رسنیو له خوا په خلکو یې د منلو لاره هواره کړي.

البته د یادونې ده، زه له دې ځان کوچنی ګڼم چې د آغلې ډاکټر صاحب زرغونې په کتاب دې نقد وکړم خو دا چې موضوع په همدې پحث راڅرخي نو همدا مې د یوې بېلګې په توګه وکاروله.

ـ د تدریس په چارو کې هم کیدای شي دغسې کلمې مشکل سازې وي ځکه زده کوونکي او زده کړیالان د هرې کلمې په مانا نه پوهېږي او د ښوونکي له تدریس څخه بشپړ مفهوم نه شي اخیستلای، دا ځکه د یادونې ده چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یوازې د پښتو ژبې ویوونکي نه وي بلکه د نورو ژبو ویوونکي هم شتون لري، د پښتو پرته د نورو ژبو ویوونکو ته به هم پښتو ژبه سخته او نوې برېښي او هم به دا نوي منځ ته راغلي لغات، د خپل سروې له مخې هم درته ویلای شم چې کله مې د پښتو څانګې دویم ټولګیو څخه د ګرامر په برخه کې وپوښتل چې د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار (پښتو پښویه) او که د پوهاند محمد صابر خوېشکي (پښتو غږپوهنه او وییپوهنه) ستاسو لپاره ښه او منلی دی چې د تدریس له پاره یې و ټاکو نو دوی ټولو دا غوره وبلله چې د پوهاند خوېشکي پښتو غږپوهنه او وییپوهنه د تدریس له پاره وټاکي، دلته دلیل همدا د نوو لغاتو او سختو پېچلو اصطلاحاتو وه  چې د ښاغلي ډاکټر صاحب زیار په کتاب کې ممکن تر خوېشکي له کتابه ډېر نوي او سخت اصطلاحات راغلي وي، امکان شته چې د خوېشکي د غږپوهنې او وییپوهنې څخه به د ډاکټر زیار پښتو پښویه د محتوا په لحاظ غني هم وي خو زده کړیالان بیا هغه کتاب چې نوي لغات په کې نه دي کاریدلي خوښوي او لېوالتیا ورته ښه یي، د دې ترڅنګ د اصطلاحاتو په اړه که زیاته شي هغه دا چې که تاسو چېرې د پوهنیار محبوب شاه محبوب پښتو ژبدود وګورئ په لومړي مخ د دې ډول اصطلاح شاهد به اوسئ (پښتو ژبدود) (محبوب،۱۳۹۶)، هغه دا چې تاسو په مختلفو کتابونو کې د ګرامر د اصطلاح په ځای نورې مختلفې اصطلاح ګانې وینئ خو اصله خبره داده چې لوستونکي څه وکړي؟ او د ګرامر بدیل کومه اصطلاح غوره وبولي؟ همداراز د پوهاند استاد محمد صابر خوېشکي (پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه) (خوېشکی،۱۳۹۴) د ټولو ګرمونو څخه په توپیر بل نوم یې ورکړی، همدارنګه لوی استاد پوهاند صدیق الله رښتین د اثر په مخ د (ژبښودنه) (ښتین، ۱۳۸۲)، تر عنوان لاندې ګرامري موضوعاتو تشریح شوي یعنې که خبره چېرته د عامیدو وی نو باید همدا اصطلاح تر ټولو ژر عام شوي وي ځکه په تاریخي لحاظ له اوسنیو ګرامرونو څخه یاد ګرامر مخکې لیکل شوی او دغه اصطلاح په پښتو کې د ګرامر بدیل نورو اصطلاحاتو څخه مشره ده نو له دې څخه مالومیږي چې د اصطلاح په جوړنه کې باید د ژبې ویوونکي په پام کې ونیول شي او همداراز د رسنیو څخه باید مرسته وغوښتل شي.

ـ د مطالعې په وخت کې کیدای شي لوستونکي د ستړیا احساس وکړي او نوي منځ ته راغلي لغتونه به یې د پښتو کتابونو د مطالعې څخه زړه ور تور کړي، او داسې نوي کلمات چې نه یې په قاموس کې موندنه کېږي او نه د مطالعه کوونکي سر پرې خلاصېږي نو داسې کلمې کیدای شي چې د هماغه کتاب لوستونکي کمرنګه کړي او د لوستلو یې نه لوستلو ته ترجیح ورکړي، د یوې بېلګې په توګه ویلای شو چې هغه زاړه متون لکه د امیر کروړ له وخته را نیولې تر خوشحال خان پورې ځینې داسې کلمې پیدا کېږي چې پرې پوهیدل ګران وي نو د دغو کتابونو مطالعه نسبت نوو متونو ته ستړې کوونکې ده او که چا په خپل لهجه کومه لیکنه کړې وي د معیاري لهجې خیال یې په کې نه وي ساتلی او هغه پېچلې لهجوي کلمې په کې کارولې وي چې د نورو لهجو ویونکو ته ناآشنا وي نو دا ډول لیکنې هم لږ لوستونکي لري، د لا روښانتیا له پاره یې د ښاغلي ډاکټر مجاور احمد زیار د پښتو پښویې یو څو بېلګې را اخلم او مانا یې پر تاسو ارزوم.

– منځپېښه غونډله، د ( معترضه جملې ) په مانا کارولی
– ګډ غونډله، د ( مختلطه جملې ) په مانا کارولی
– غبرګغونډله، د (مرکبې جملې) په مانا
– توني غبرګغونډله، د (په هغه جمله کې لومړۍ برخه یې د دویمې برخې له پاره ځای وټاکي او د قید په توګه راغلي وي).

– وګړیزه غبرګغونډله، د ( چې د مرکبې جملې دواړه برخو له پاره یو فاعل راغلی وي)
– همپوړي تړښتي، د (ترکیبي جملې ) په مانا کارولې ده (زیار،۲۸۰،۱۳۸۴مخ)
استاد مجاور احمد زیار په خپله هم په ګډ غونډله او د غبرګغونډله اصطلاحاتو کې ګډ وډ شوی او کیدای چې سر یې پرې ګنګس کړی، ځکه چې په یوه عنوان کې یې د ګډغونډله معنا مختلطه جمله کارولې او بل عنوان کې یې مرکبه جمله کارولې.

همداراز د استاد پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار یو بل کتاب چې (پښتو مانا پوهنه) نومیږي په یاد کتاب کې داسې اصطلاحات له خپل ځانه لیکلي چې زه د پښتو ژبې او ادب د یو شاګرد په توګه پرې نه پوهېږم او تلفظ یې راته سخت ښکاري نو د پوهنتون محصلین او داسې نور لوستونکي به څنګه یاد کتاب مطالعه کړای شي او په د ده په اصطلاحاتو به یې څنګه سر خلاص شي.

چې د بېلګې په توګه دغه اصطلاحات را اخلو : ( د پسرغښتي ژبپوهنې له ګوټپیره، یو ځانتنی ازمېښت، ماناونج د وولمن له لیده، غږیزه اوېجه او مانیزه اوېجه) (زیار، ۸،۱۳۹۶مخ) او دېته ورته نورې پېچلې او سختې اصطلاح ګانې موجودې دي خو پوهیدل پرې ګران کار دی، یوازې مانا یې نه بلکې ویل او تلفظ یې هم ګران دي، د نړۍ ټولې ژبې د آسانتیا خواته روانې دي خو زموږ ژبه بیا په دغسې کړنو د سختیا خواته روانه ده.

که چېرته دغې موضوع ته لا په ژوره توګه وکتل شي همداسې ډېرې نورې بېلګې هم پیدا کولی شو چې پښتو ژبه لا پېچلې او سخته کړي.

اخځلیک

زیار، مجاور احمد. (۱۳۸۴). پښتو پښویه(ګرامر) درېیم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه.

  زیار، مجاور احمد. (۱۳۹۶). پښتو مانا پوهنه، کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

غوربندی، میراجان. (۱۳۹۷). د ژبپوهنې مبادي: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

خوېشکی، م. ص. (۱۳۹۴). پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه، ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.

رښتین زېور، زرغونه. (۱۳۸۲). پښتو نحوه (ګرامر)، پېښورـ پښتونخوا: د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز.

 رښتین، صدیق الله. (۱۳۸۲). پښتو ګرامر(ژب ښودنه) پېښور: الازهر خپرندویه مؤسسه.

محبوب، محبوب شاه. (۱۳۹۶). پښتو ژبدود، جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

https://www.punjnud.com/

(Visited 3 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.