The news is by your side.

ژبنۍ پور اخیستنې

پوهنیار حاجي محمد هوډ

0 118

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي علمي کادر غړی

لنډیز

د یوې ژبې تکامل د هغې د تحول پر اساس نوې کلیمې منځ ته راځي او شمېر نورې بیا زړېږي او له ګټې اخیستې لوېږي او په تدریجي ډول له منځه ځي یا متروکې کېږي، یو شمېر کلیمې خپله مخکنۍ مانا له لاسه ورکوي او نوې ماناګانې خپلوي او یا د خپلې مستقلې مانا ترڅنګ بله مانا ځانته مومي. البته دغه پروسه په یوځایي ډول په یو وخت او زمان که نه رامنځ ته کېږي، بلکې کرار کرار د وخت په بهیر کې منځ ته راځي؛ همدا راز یوې ژبې ته د اړتیا په صورت کې د نوو علمي اصطلاح ګانو راتګ چې د بهرنیو ژبو څخه د علم په هره برخه لکه: ساینس، ټکنالوژي، دیني علوم او ټلونیز علومو کې ژباړل کېږي یا په پور شکل اخیستل کېږي، دا چې دغسې کلیمې په څه ډول په پور اخیستل کېږي او دغه پور اخیستنې کومې برخې او ډولونه لري په لاندې توګه به په وار سره په خورا واضح ډول تشریح او توضیح شي.

بنسټیزي کلیمې: ژبنۍ پور اخیستنې، په ژبه کې مستعاریت، قرضي ژباړه، د کلیمې پور، د غږ پور، نحوي پور.

سریزه

د ژبې نظام د نړۍ یو د هغو پېچلو نظامونو څخه دی چې ژوند په اوږدو کې بشر ورسره مخ کېږي. په دې مانا چې انسان کولی شي د ژبې له معدودو قاعدو او همداراز هغه محدودې کلیمې چې په خپل ذهن کې ساتلي دي چې د هغه پوهه او ژبنۍ توانایئ (Language Competence) تشکیلوي یولړ بې شمېره جملې تولیدوي او هغه په مختلفو شرایطو کې کاروي، او په همدې ترتیب، هغه جملې چې نور ویوونکي تولیدوي اوري او درک کوي یي.

مالومه ده چې (ژبنۍ کړنه) (Language Perormance) دغه پېچلی نظام د یو خاصې ځانګړنې درلودونکی دی چې هغه یې د بشر د نورو ارتباطي نظامونو څخه جلا کړی دی، او په یو لوړ موقف کې یې ځای ورکړی. چې له دغې جملې ځانګړنو څخه کولی شو د (Language change) فرایند ته اشاره وکړو. له دې فرایند څخه منظور دا دی چې د ژبې مختلفې برخې لکه تلفظ یا آوایي برخه، مورفیمي برخه او حتی نحوي برخه په ژبه کې د تغیر سبب ګرځي. البته، لکه څنګه چې لیدل کېږي دغه تغیرات ډېر په مورفیمي برخه کې منځ ته راځي، او تل په ژبه کې کلیمې رامنځ ته کېږي او د هماغې ژبې د مورفیمونو په لړلیک کې ور زیاتېږي په داسې حال کې چې د وخت په تېریدو سره  له همدې فهرسته ځینې کلیمې له منځه ځي، نن د جمدر، ترپلل، ګروهیدل او … نورې کلیمې په پښتو ژبه کې نه کارول کېږي ځکه معادل ماناوې یې د پښتنو په ټولنه او فرهنګ کې له پامه لویدلي، دا په داسې حال کې ده چې لکه د پولیس، سینما، رستورانټ، کافه او نور د کلیمو فهرست ته ورزیاتې شوي دي.

نو ځکه ټولنیز، فرهنګي عواملو تأثیر د ژبې په تکاملي سیر باندې یو اجتناب ناپذیره امر دی، دېته ورته مسایلو کې پښتو ژبې د ستونزې د حل لپاره نورو ژبو ته مراجعه کوي او د اړتیا په وخت کې د کلیمو د نشتون خلا د ډکولو په منظور له دغو ژبو خپل ژبې ته کلیمې راقرضوي، دغې پدیدې ته ژبې پور اخیستنې په اصطلاح کې (Language Borrowing) نوموي. ژبنۍ پور اخیستنې له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د ځینو عناصرو په ځانګړې توګه کلیمې لېږدیدنې په مانا دي. یا په بل عبارت هره ژبه د اړتیا په صورت کې ممکن ځینې ژبني توکي له نورو ژبو څخه په پور توګه د خپلو ویونکو په واک ورکړي.

د څېړنې موخې: په همدې پار یادې ستونزې ته په کتو مې په دغې مقاله کې د پور اخیستنې او ژباړې ترمنځ وضاحت ورکړی شوی او دا روښانه شوې چې څو ډوله ژبنۍ پور اخیستنې لرو او کوښښ مې کړی تر څو دغه موضوع په پوره وضاحت او مالوماتو د لوستونکو تر ګوتو ورسوم.

د څېړنې مېتود: دا یوه تحلیلي او کتابتوني څېړنه ده، چې له غوره او لومړي لاس آثارو څخه په کې ګټه اخېستل شوې ده.

د څېړنې ارزښت  او پایله: د څېړنې ارزښت په دې کې دی چې تر څو لوستونکې په دې وپوهېږي چې ژبنۍ پور اخیسته ته ویل کېږي او کومې برخې لري یا زموږ په ژبه کې پور اخیستنه تر کومې کچې ده؟ او همداراز دلته هڅه شوې چې د عامو وکړو، زده کړیالانو، استادانو او د رسنیو کارکوونکو له پاره چې کوم نوي اصطلاحات کاروي باید په دې هڅه کې وي تر څو د امکان تر حده له خپلې ژبې له کلیمو او اصطلاحاتو څخه ګټه واخلي او یا که له پور کلیمو څخه ګټه اخلي په دې وپوهېږي چې پور اخیستنه څه ګټې او زیانونه لري او همداراز له کومو ژبو څخه ډېره پور اخیستنه کېږي.

ژبنۍ پور اخیستنې

په ژبه کې پورونه د یوې ژبې د ویونکو د ټولنیز تاریخ او سیاست پورې تړلې مسله ده.

تعریف: په یوه تاریخي بهیر کې چې کله یوه ژبه د بلې ژبې څخه ځینې توکي اخلي او په خپله ځان کې ځای ورکوي معمولاً پور اخیستنه یې بولي.

یا په بل عبارت: په دې ډول چې په مبدا ژبه کې موجوده بڼه مقصد یا ټاکلې ژبې ته لېږدول کېږي، هغه هم په دې دلیل چې په مقصد یا ټاکلې ژبې په کلیمو کې خلا موجوده وي، البته کولای شي دا طریقه په نورو دلایلو د ګټې اخیستنې وړ وګرځي. کله چې روسانو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته استوله، غربي رسنیو د (Sputnik) اصطلاح په پور واخیسته تر هغه وخته چې بیا پوه شوو چې باید هغه (Satellite) ونوموو. (ګندمکار، ۱۳۹۷، ۹۳ مخ)

اینارهاګن وایي: دا اصطلاح چې د (پوراخیستنې) په نوم یادېږي د تأمل وړ ده، او زیاتوي یې چې تر کومه چې پور اخیستونکې ژبه د پور بېرته ورکولو له پاره څه نه لري ممکن (غلا یا سرقت) ښه اصطلاح وي چې ورته وکارول شي.

اما د یادونې وړ ده چې پور ورکوونکې ژبه د توکو په ورکولو کې د غبڼ احساس نه کوي او په واقعیت کې یې څه د لاسه نه دي ورکړي.

لغوي یا کلیمه ي پور اخیستنه

له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته کلیمې ورننوځي او یا یې ترې پور اخلي د پور اخیستونکې ژبې په ګرامر هېڅ تأثیر نه شي درلودی، کلیمې یا لغتونه د یوې ژبې تر ټولو بې ثباته برخه ده، ځکه د یوې ځانګړې ټولنې د اړتیا په احساس کولو کیدای شي ځینې لغات دود شي او یا منسوخ شي.

د بېلګې په ډول: که چېرته د یوې ژبې ویونکي د بلې ټولنې څخه یو توکی قرض یا وارد کړي، په دې حال کې ممکنه یا شونې ده چې د دغې ټولنې ژبه د هغه توکي نوم هم را پور کړي، کله چې په بشپړ ډول هغه کلیمه جذب شوه نو د همدې پوروړې ژبې د قاعدې لاندې راځي.

چې د بېلګې په توګه د لاندې کلیمو څخه یادونه کولی شو چې د انګریزي څخه د سوداګرۍ او ټکنالوژۍ په برخه کې راپور شوي دي او د عربي څخه د دین او فرهنګي اړیکو په درلودو سره راپور شوي دي:

انګریزي: کامپیوټر، انټرنټ، تلېفون، مباییل، هلو، فیسبوک، واټس آپ، تلګرام، مسنجر، چارجر، کرېډټ او داسې سلګونه نورې…

عربي: معلم، قاضي، ظالم، طالب، عالم، متعلم، محصل، کتاب، قلم، رمضان، صلا‌‌‌‌ة، تراوېح، زکات، حج، کلیمه، قرباني، نفل، عشر، ثواب، عذاب او داسې نورې سلګونه کلیمې…

همداراز هغه عربي کلیمې چې لاندې مستعار یا پور توري په کې راغلي وي موږ یې د مخرج سره د ناآشنایۍ په صورت کې په خپل غږونو سره ادا کوو او هغه غږ چې په کلیمه کې شتون لري نه یې ادا کوو، لکه: ( زـ ذ ـ ض ـ ظ) غږونه چې دا ټول په یوه غږ (ز) سره تلفظ کوو، د (س ـ ص ـ ث) غږونه بیا د (س) غږ په مخرج تماموو او ټول په یو ډول ادا کوو، همدا رنګه (ع پر الف)، (ح پر هـ) او (ط پر ت) تلفظ کوو.

دا مسله یوازې په پښتو ژبه کې نه بلکې تقریباً د نړۍ په ټولو ژبو کې شتون لري یعنې پور اخیستنې کېږي، که موږ تاسو دري ژبې ته ځیر شو له دري څخه یې دومره پور اخیستنه کړې چې حساب ته هم رانه شي یعنې که مبالغه مو نه وي کړې پنځوس سلنه عربي ژبه په دري کې ورننوتې او همدا راز په انګریزي کې چې په اوس مهال کې د نړۍ تر ټولو پرمختللې، نړۍ شموله، د علم او ټکنالوژۍ ژبه ده بیا هم د نورو ژبو پوروړې ده، د بېلګې په ډول دغه کلیمې د نورو ژبو څخه ورننوتي: bagel د یدي ژبې څخه د غوړې حلقوي ډوډۍ په مانا، goulash د مجاري ژبې څخه او enchilada  د اسپانیاي مکزیکي ژبې څخه د غوښې او رومیو د کېک په مانا، savior faire د فرانسوي ژبې څخه د یوچا مهارت په مانا، aggiornamento د ایتالیایي ژبې څخه د سازماني تعطیل په مانا او gemütlich د آلماني ژبې څخه د یو ټولنیز موقعیت راحتۍ په مانا د یادولو وړ دي. دغه پورته پردۍ کلیمې په دې دلیل پور شوي دي ځکه داسې احساس بیانوي چې هېڅ یوې لرغونې انګریزي کلیمې په واسطه په سم ډول د بیان وړ نه دي.

البته اړینه نه ده چې مخکې د یو توکي نوم د پوراخیستنې څخه ، حتماً هماغه توکی د فرهنګي نظر له مخې په پوروړې ټولنې کې منل شوی وي، د پور ورکونکې او پور اخیستونکې ژبې ته د کلیمې د لېږدېدو یوازنی شرط دا دی چې د پور اخیستونکې ژبې په ټولنه کې یې مفهوم یا کم تر کمه یو طبقه یې د هماغه توکي په اړه د خبرو کولو علاقه مندي شتون ولري، د بېلګې په ډول، lama (تبتي راهب) او llama (د پرو په فرهنګ کې بار کشوونکی څاروی) چې هېڅ یو یې د انګلیسي ژبو ویونکو د فرهګ جز ونه ګرځید خو دواړه کلیمې په انګریزي ژبه کې منل شوي دي، چې حتی د متوسطو زده کړو درلودونکو کسان هم په هغو پوهېږي، د همدې لپاره کله چې د انګریزي ژبې د ویوونکو څخه لومړني کسان نوې نړۍ ته ورسیدل، د همدې هېواد د لرغوني فرهنګ اړوندې ډېرې کلیمې یې په خپل ژبه کې و منلې. په داسې حال کې چې wigwam ,wampum ,pemmican کلیمو مدلول یې په خپله ټولنه کې حتی په خوب کې هم نه لیده. حتی نن هم انګلسي ژبي په آزاده ډول د junta (دولتي جرګه) په اړه غږېږي، پرته له دې چې الزاماً د داسې یو دولتي بنسټ په خپل هېواد کې علاقه مندي ولري.

یوه بله بېلګه چې یو شمېر کلیمو د پور اخیستنې په مهال پوروړې ژبې سره مطابقت موندلی کولی شئ چې په ترکي ژبه کې ووینئ، د ترکي ژبې د واج پېژندنې د قواعدو مطابق، داسې کلیمې چې په پیل کې یو تم غږ د s سره یوځای راغلی وي شتون نه لري یا تلفظ یې نه پیلېږي، کله چې د اروپایي ژبو کلیمې چې یو تم غږ او+ s باندې پیلېږي او په ترکې ژبه کې په پور اخیستل شوي دي، معمولاً یو ـ i د هغو په پیل کې ور زیاتېږي، لکه دا لاندې بېلګې:

مانا ترکي مبدا ژبې کلیمه

روح، الکول          ispirto             ایتالیایي spirito

تم ځای             istasyon             فرانسوي station

سکاتلندي iskoč انګلیسي scotch

  ژباړیزې پور اخیستنې

د ژباړې پور، د عبارت په کچه تحت اللفظي ژباړه ده. د فدوروف په عقیده، پور ژباړې له هغه څه سره چې هغه ته اشاره کېږي ژبې ته ورننوځي چې البته دغه موضوع ته موږ د شک په سترګه ګورو، هغه د روسي ژباړې دغه(gromkovoritel) بېلګه وړاندې کوي چې له (loudspeaker) = (لاسپېکر) څخه ژباړل شوې. کله چې روسانو په لومړي ځل سوپرمارکېټ وپېژاند، د (svierkhrynok) قرضي ترجمې څخه یې ګټه پورته کړه، خو دغه کلیمې مبهم والی رامنځ ته کړ، نو بناً مخکې له دې چې د (  self-service shop= خپلیاره پلورنځي) په بڼه راشي، د (without assistants shop= د پلورنځي له شاګرد پرته پېر) عبارت یې ورته ځای ناستی کړ. ( ګندمکار، ۱۳۹۷، ۹۵مخ)

دا چې انګریزي ژبې پرته له تعصبه او په بېلابېلو دلایلو د مختلفو ژبو څخه ډېرې کلیمې قرض کړي دي، د نورو ژبو په منځ کې ځانګړی ځای لري. د انګلیسي ژبې ویونکي معمولاً پرته له دې چې پراخه پور اخیستنې به یې ژبه د تباهۍ خواته بوځي یا یې د اصالت او نږتوب څه کم کړي، په اړه یې تشویش نه لري. په انګریزي ژبه کې یوه پور شوې کلیمه او یوه لرغونې کلیمه، چې مانا یې ډېره نږدې او یا یو ډول وي کولی شي چې په راحتۍ سره یوه د بلې ترڅنګه شتون ولري. د کلیمو وضعیت داسې دی لکه handbook (انګلیسي) او manual (فرانسوي چې په اصل کې د لاتین manus د لاس په مانا اخېستل شوي دي).

همدا راز شونې ده چې یو پردۍ کلیمه پرته له هېڅ کوم روښانه دلیل څخه یوه لرغونې کلیمه په کلي ډول له کار اخیستنې څخه بهر کړي. په انګلیسي ژبه د مقدس کتاب لومړنی انتخابي متن کې، د لرغونې انګریزي فعل astigan د ملاحظې وړ دی، چې ascend ( د لاتین شکل ascendere) یې ځای ناستی شوی دی.

د ژباړې پور بوه ځانګړې نتیجه دا ده چې د ځینو اصطلاحاتو ټول واحدونه په اصل کې د همدې پوروړې یا پور اخیستې ژبې وي خو د اصطلاحاتو د ترتیب شکل بلې یا پور ورکړې ژبې سره داسې شباهت لري چې سړی دا فکر کوي چې ګویا دا کلیمې اقتباس شوي وي. خو په اصل کې د داسې کلیمو هر یو واحد پوروړې ژبې ته راشي ژباړل شوې وي او له خپلې اصلي نمونې سره معنوي او ترکیبي شباهت پیدا کړي، چې کله سړی د ترجمې شک هم پرې نشي کولی خو بیا هم دا یو ډول ژباړه ده.

لکه څنګه چې انګریزي ژبې د فرانسوي په طریق د لاتیني compassion په مستقیم ډول پور کړې ده. خو آلمانیانو دغه کلیمه په دوه جزو تقسیم کړې او ژباړلې ده com د (با) او passio د احساس په مانا تقسیم کړي دي، او همدغه توکي یې په جلا ډول د mit او leid ترجمه کړي او د mitleid په بڼه د (غمخوارۍ) په مانا یې جوړه کړه.(مدرسي،۱۳۸۴، ۲۱۵مخ)

مثلا: په ایران کې د دې لپاره یو معیار شته او ټول دغسې پورونې په ډول سره تلفظ کوي، خو په افغانستان کې ګډوډي ده، موږ ولې هند ته هندوستان او جورجیا ته ګورجستان وایو، خو بلغاریا ته بلغارستان او منګولیا ته مغولستان نه وایو، په ژباړو کې ډېری وخت داسې ګډوډي وینو او ښایي علت یې هم دا وي چې کوم مرکز نشته څو موږ ته معیار وټاکي، دغه ډول کلیمې بیخي ډېرې دي چې ژباړونکي یې حیران کړي او اوس نه پوهېږي چې کوم معیار وټاکي، موږ په پښتو ژباړو کې لا هم ګډوډي وینو، زه دلته ځینې هغه کلیمې لیکم چې دوه ډوله تلفظ یې لیکل کېږي:

اپوزسیون ـ اپوزېشن

سوسیالیسم ـ سوسیلیزم ـ سوشیلزم

کمونیسم ـ کمونیزم

ریالیسم ـ ریالیزم

رومانتیسم ـ رومانتیزم

کاپیتالیسم ـ کپیټلیزم

انترناسیونالیسم ـ انټرنشنلیزم

دموکرات ـ ډیموکرات

اروپا ـ یورپس (وحیدي، ۱۳۹۶، ۱۰۷مخ)

کله چې په ۱۹مه پېړۍ کې ګراهام بل د انسان د غږ د لېږد له پاره یوه الکترونیکي آله اختراع کړه، تلفن د یوناني رېښې څخه د tēle (لرې ـ واټن) او phōnē (غږ ـ صوت) څخه جوړ شو، د ډېرو ژبو لکه: فرانسوي، روسي دا کلیمه په لږ صوتي یا غږیزو تغیراتو سره اقتباس کړه. خو آلمانیانو د ژباړې پور ته ترجیح ورکړه Fernsprecher د دوه جزه fern (لرې) sprecher (ویونکی) څخه ورغیده.

همدارنګه د انګریزي آمریکایي فرهنګ په چین او جاپان کې دودېږي، نجونو او هلکانو چې کومې غیر رسمي اړیکې رواج مومي له دې سره سمې د انګریزي ژبې د boyfriend او girlfriend کلیمې رواج مومي خو جاپانیان دغه کلیمې په لږ غږیز تفاوت سره اقتباس کړه او د bōifurendo او gārufurendo په شکل سره یې په خپل ژبه کې ومنلې، مګر چینایانو چې نسبت جاپانیانو ته متعصب او محافظه کاره دي، له دغو کلمو څخه یې ژباړیزه پورونه وکړه، nan pengyu (د nan «مذکر» + pengyu «دوست») او nü pengyu (د nü «مونث» + pengyu «دوست») یې ترې جوړ کړل.

د پښتو ژبې ستونزه یوازې دا نه ده چې علمي آثار په کې کم دي، بلکې دا هم لویه ستونزه ده چې پښتو کمه ویي پانګه (لغوي زېرمه) لري، په انګلسي او نورو پرمختللو ژبو کې زرګونه داسې کلیمې او اصطلاحات شته چې په پښتو کې یې بدیل نشته، په ځانګړې توګه د نوې ټکنالوژۍ او علومو په برخه کې دا ستونزه بیخي ډېره ده. (وحیدي، ۱۳۹۶، ۱۳مخ)

په پښتو کې هم دېته ورته ژباړیزې پورونې شوي دي چې بېلګې په لانډې ډول دي:

پښتو دري

ورځ پاڼه روز نامه

پرمختګ پیشرفت

ختیځ پېژندنه شرق شناسي

باورلیک اعتماد نامه

همدا راز د افعالو په برخه کې

منځ ته راتلل به میان آمدن

له منځه تلل از میان رفتن

له منځه وړل از میان بردن

ترلاسه کول به دست اوردن

له لاسه ورکول از دست دادن

او یا هم دېته ورته ځینې ژباړونکي د نورو ژبو تر اغېزې لاندې نادود او ناسم ترکیبونه په پښتو ژباړه کې پلي کوي، کله: «صورت نیول، په عمل راوړل، په لاره اچول، په سروړل، په قتل رسېدل» دا د دري د «صورت ګرفتن، به عمل آوردن، به راه انداختن، به سربردن، به قتل رسیدن» ړنده یا ټکي په ټکي ژباړه یا پور اخیستنه ده. (افغان لیکوال، ۱۳۹۶، ۹۴مخ)

د غږ یا واج پور اخیستنه

لکه څنګه چې د لغوي پور اخیستنې څخه روښانه معلومات په لاس لرو او د دې امکان شته چې له یوې ژبې څخه دې بلې ژبې ته یوه کلیمه پور شي. مګر د غږ یا د غږونو یوه ډله معمولاً له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته نه انتقالېږي، خو کله چې یوه کلیمه له یوې ژبې څخه په بلې ژبې کې جذب شي هغه ټول خصوصیات چې په اصلي ژبه کې درلودل ممکن د بېګانه کیدو په صورت کې له لاسه ورکړي.

د بېلګې په توګه په انګریزي ژبه کې یو غږیز تغیر راغلی، چې هغه د (k) غږ چې د (n) سره بافت لري لکه: knife-know-knee دلته غږیز تحول راغلی او اوس هم په [nayf], [no:], [ni:] ډول دی، خو د لیکلو طرز یې لا په ځای پاتې دی. او یا هم د( Ž) (ژ) غږ په انګریزي ژبه کې نشته که چېرې تاسو په ځینو کلیمو کې یې وینئ په دې مانا چې هغه فرانسوي کلیمې دي چې معمولاً (۱۰۶۶څخه تر ۱۲۵۰ میلادي) کلونو د اشغال په موده کې انګریزي ته راغلي

{rouge}[ž] د   [ru:ž] کې لیدلی شئ.

که چېرته په هېواد کې د څو ژبو ویونکي میلیتونه موجود وي، یوه رسمي ژبه چې د ټولنیز، رسمي او سیاسي برتریت څخه برخمنه وي او د میلیتونو ترمنځ د ارتباط پل وي په مدرسو، ښوونځیو او نور زده کړیزو او علمي مرکزونو د تدریس ژبه وي. لکه د مخکني شوروي اتحاد، دلته د روسي ژبې ډېرې کلیمې د اقلیتونو ژبو ته ور دننه شوي چې د هغو څخه یوه بېلګه د قزاقي ژبې ده.

په قزاقي ژبه کې د (f) غږ وجود نه لري، قزاقي ژبې ته چې کومه روسي کلیمې د پور په توګه ورغلي دي په هغو کې ځینې کلیمې یې (f) غږ شتون لري او ډېر هغه قزاقیان چې په روسي پوهېږي په قزاقۍ ژبې د خبرو کولو په وخت کې د پور کلیمو په لوستلو سره د (f) غږ د تلفظ لري. دا لاندې بېلګې وګورئ:

Flot (بېړۍ) filosof (فیلسوف) fizika د (فیزیک) په مانا مخکې له دې چې خلک په روسۍ ژبه ډېر پوه شي دوی د (f) پر ځای د (p) غږ کاراوه، یعنې څلوېښت کاله مخکې یې د (f) پر ځای  (p) کاروله.

په پښتو کې هم لس مستعار غږونه لرو چې (ث ـ ح ـ ذ ـ ص ـ ض ـ ط ـ ظ ـ ع ـ ف ـ ق ) څخه عبارت دي. چې اوس یې هم ځینې پښتانه معمولاً هغه کسان چې د ټېټ سواد دلودونکي دي او یا هم بیخي سواد نه لري. د (ث، ص، س) ترمنځ توپیر نه شي کولی او ټول په یوه مخرج ادا کوي او همدا شان په یو شان یې ولیکي یعنې د درې واړو غږو په نمایندګۍ هماغه د (s) غږ کاروي، د (ذ، ض، ظ، ز) ترمنځ هم په ستونزه کې پاتې کېږي او ټول غږونه په یوه غږ (z) تماموي همداراز د (ف) پرځای (پ) د (ط) پر ځای (ت)، د (ح) پر ځای (هـ)، د (ع) پر ځای کله کله (ا) او د (ق) پر ځای د (ک) غږ کاروي چې دا ټول د دې ښکارندویي کوي چې دغه مستعار غږونه په پور شوو عربي کلیمو کې پښتو ته را ننوتلې دي او اوس یې رواج موندلی خو د تلفظ او لیکلو په برخه کې لا اوس هم پراخه ستونزې شته. ( خوېشکی. ۱۳۹۴. ۱۵مخ)

نحوي پور اخیستنه

دا هغه ډول پور اخیستنه ده چې د ژبنیو اړیکو له کبله یو نحوي جوړښت له یوې ژبې بلې ژبې ته ورننووځي. لکه فارسي ژبې ته د «چرا نه / چرا که نه» نحوي جوړښت ننوتل چې د فرانسوي (pourquoi pas) قرضي ژباړه یا د انګلسي (why not) نحوي جوړښت څخه. په فارسي ژبه کې نحوي پور اخیسته نسبتاً کمه ده ولې صرفي ـ نحوي پور اخیستنې سره ډېر سرکار لرو، مثلاً له عربي ژبې څخه فارسي ژبې ته د (جنس په لحاظ) د نوم او صفت مطابقې راتلل چې په ډېرو رسمي او مذهبي جوړښتونو کې ونډه لري، کله: دوشیزه، محترمه، معلمه، مرحومه، مغفوره او….( نغزګوی کهن. ۱۳۹۳، ۳۶۲ مخ)

 کیدی شي نحوي پور اخیستنه حتی نسبت د غږ پور اخیستنې ته هم خورا غیر معمول وي. په انګریزي کې د نحوي پور اخیستنې د حقوقي اصطلاحاتو څو بېلګې لاندې کتلی شئ:

Attorney general (څارنوال) او court martial (نظامي محکمه) شتون لري. په دې بېلګو کې وینو چې د فرانسوي ژبې د قواعدو مطابق صفت وروسته له موصوف یا نوم څخه راغلی دی. په داسې حال کې چې د انګریزي ژبې توصیفي ترکیب داسې دی چې صفت باید مخکې له موصوف یا نوم څخه راوړل شي. خو همدغه پورته الګو، د ځینو نورو سرلیکونو د رغولو له پاره لکه: postmaster genera (د پوست عمومي ریس) سرمشق شوې. د انګلیسي ژبې په ګرامر کې دغه ډول ترکیبونه څه نا څه په حاشیوي ډول په ځای پاتې دي.

یوه بله غوره بېلګه چې د نحوي پور اخیستنې ده هغه د فارسي (د اضافي ترکیب) ده چې ترکي ژبې ته ننوتلې ده. په فارسي کې صفت د نوم څخه وروسته راځي همداراز د دې له پاره چې اضافي او توصیفي ترکیبونه یې نحوي تابعیت او ارتباط ولري نو لازمه ده چې د نوم پسې (e) واکه وتړي. لکه: (آدم با هوش)

خو په ترکي کې دغه مسله برعکس ده صفت له موصوف یا نوم څخه مخکې راځي او د نحوي ارتباط له پاره هېڅ ډول واکه یا بل غږ په نوم پسې نه تړل کېږي. لکه: akil adam اما ځینې ترکیبونه چې د عثمانیانو په وخت کې له فارسي څخه ترکي ته داخل شوي دي هغه کومه د (e) واکه چې و په ترکي کې د پورونې په وخت کې په (i) اوښتی چې دې ډول کړنې ته بیا (معروفه اشتباه) وایي. لاندې بېلګې وګورئ!

سلطنتي جنګي بېړۍ         donanma          -i          hümayun

                              سلطنتي       اضافه جنګي بېړۍ

همداراز په مورفولوژیکي بدلون کې د عربي تنوین او ځینې روستاړي د یادونې وړ دي چې له عربي او انګریزي څخه پښتو او دري ته راغلي دي.

تنوین: مثلاً ـ حتماً ـ فوراً ـ اصلاً ـ ذاتاً ـ رسماًـ جبراً ـ دایماً ـ معولاً او داسې نور…

روستاړي: دکاکین ـ اساتید ـ احتمالات ـ تدارکات ـ اصطلاحات ـ اصلاحات او داسې نور…

د انګریزي ژبې د مونث نوم نښه چې دري ژبې ته را پور شوې ده doctors د ښځینه ډاکټرې له پاره کارول کېږي همدا په ځینو فارسي دري لوحو کې لیدل کېږي چې دوکتورس یې د یوې ښځینه داکټرې له پاره لیکلي دي.

همدا رنګه د عربي او دري نحوي ـ ترکیبي تأثیرات په پښتو کې د ملاحظې وړ دي چې معمولاً په زړو متونو کې لکه د بایزید روښان او خوشحال خان په آثارو کې لیدلی شئ. لاندې بېلګې یې د ثبوت له پاره وګورئ:

د خوشحال خان خټک په دستار نامه کې پنځم خصلت د شرم او حیا کې یو حدیث راوړی او داسې یې ژباړلی دی: الحیا‌ء جلدالایمان (حیا پوست د ایمان دی) دا ترکیب د دري ژبې پر قواعدو لیکل شوی دی پښتو سم بڼه یې داسې لیکل کېږي. (حیا د ایمان پوست دی).

بل ځا په همدې کتاب کې د خصلت د خُلقت په باب داسې کښلي دي: «که سړي ډېر خصلت نېکو لري چې خُلقت نه لري دواړه ابته کا» د دې اوږدي جملې مخکنۍ برخه د فارسي یا عربي د تأثیر لاندې لیکل شوې اصلي شکل یې داسې دی: (که سړي ډېر نېکو خصلت لري چې خُلقت نه لري دواړه ابته کا). (خټک، ۱۳۴۵، ۹۶ـ۹۹مخونه)

همداراز اتم خصلت د عفو د کرم کې داسې ذکر کړي دي: « ملوکانن سایه د خدای د لطف دي بویه چې دا خوی په دوی کې ډېر وي» د جملې هغه شکل چې د پښتو د قواعدو سره سم برابره ده داسې ده: ( ملوکان د خدای د لطف سایه دي بویه چې دا خوی په دوی کې ډېر وي).)یحی مدرسی، ۱۳۸۴، مخ ۲۱۰ـ۲۱۸)

پایله:

لکه څنګه چې په یوه ژبه کې د نوي اصطلاحاتو ژباړل او یا هم له بلې په پور اخیستل یو طبیعي کار دی او څومره چې د ژبې په بډاینه کې رول لري همداراز د ژبې سوچه والي ته زیان رسوي او د ژبې په وییز(تلفظي) نظام کې ستونزې را زېږوي ژبې ته زیان رسولی شي او له ګټې به یې زیان ډېر وي، نو د دې لیکنې تر کښلو ورسته و دې پایلې ته رسېږو چې له اړتیا او جبوریت پرته دې هره کلمه له بلې ژبې پور نه اخیستل کېږي ځکه هغه پور شوې کلمې بیا د ګرامر قواعد ماتولی شي او همدارنګه د ژبې بې سواده قشر ورسره خورا حساسیت ښیي او پرې پوهېږي هم نه، که چېرته غواړو چې ژبه مو سوچه شي او د ژبې په غنامندۍ کې مو مرسته کړې وي نو لازمه ده چې آګاهانه عمل وکړو او په دې هڅه کې شو لیکنه مو د خلکو لپاره خوږه او آسانه وي تر دې چې خلکو ته سرخوږی جوړ نه کړي او زموږ لیکنه هغوی ستړې کوونکې نه وي او په پایله کې زموږ ټولې لیکنې ورته بې اعتباره شي، که مو چېرې غوښتل د ژباړیزې پورونې په برخه کې کار وکړو نو دا به غوره وي چې لومړی خپل د ژبنیو پورونو په اړه پوره مالومات ترلاسه کړو او په ډولونو یې ځان وپوهوو او له زیاتو پورونو څخه مخ نیوی وکړو تر څو ژبه مو له ستونزو سره مخامخ نه شي. داسې قرضي ژباړې او اقتباسات پښتو ته د ګټې ترڅنګ دا زیان اړولی شي، چې د نور ژبو تر اغېز لاندې یې راوستلې ده، له بده مرغه دا غېز زیات او دجدي ده. دا زیانونه لوی دي، جدي دي او مخه نیول یې په کار دي، که د زیانونو دا لړۍ دوام وکړي، پښتو ژبه به نه جبرانیدونکي زیانونه وکړي. ځکه چې په دې کار پښتو پردۍ، مصنوعي او ناطبیعي کېږي.

اخځلیک

زیار، مجاور احمد. (۱۳۸۴). پښتو پښویه(ګرامر) درېیم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه.

خوېشکی، م. ص. (۱۳۹۴). پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه، ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.

وحیدي، اسدالله. (۱۳۹۶). پر پښتو نثر د ژباړې اغېز، کابل: اکسوس کتابپلورنځی.

د ژباړې متخصصین او د هېواد پیاوړي لیکوالان. (۱۳۹۶). د علمي ژباړې لارښود. کابل: افغان لیکوالان.

فاست، پیتر. (۱۳۹۷). ترجمه و زبان«تبینی بر پایه نظریه های زبان شناسي. ترجمه: راحله ګندمکار. تهران: مهارت.

آرلاتو، آنتوني. (۱۳۸۴). درامدی بر زبان شناسی تاریخي. ترجمه: یحیی مدرسی. تهران: چاپ فرشیوه.

خټک، خوشحال. (۱۳۴۵). دستارنامه. د پښتو ټولنې له خوا.

نغزګوی کهن، مهرداد. (۱۳۹۳). فرهنګ توصیفي زبان شناسي تاریخي. تهران: رامین.

Leave A Reply

Your email address will not be published.