The news is by your side.

کتاب مو ژوند بدلوي

محمد ذاهد احمدی

0 115

کلونه پخوا مې ځینې ستونزې درلودې، له انسانانو مې کرکه کېده، ځان راته دې نړۍ بدبخته انسان ښکاره کېدا، خوب او خوراک مې نه درلودل، هتا ژوند راته بې مانا شوی و.
یوه ورځ مې ملګري زنګونه کړل، نه مې پورته کاوه، اخېر یې مجبوره کړم، راتلونکې جمعې ته یوه غونډه وه، ما ته یې هم بلنه راکړه، زړه مې نه کېده؛ خو بیا مې هم بلنه ومنله.
د جمعې په سهار پاڅېدم، له ملګري سره په تلیفون کې وغږېدم، د یو ځای کېدو لپاره مو څلور لارې وټاکه، ځای نیږدې و، موټر کې شل دقیقې لاره وه.
نیم سات وروسته له کورلا کښته شوم، په ملګري مې سترګې ولګېدې، تلیفون کې یې خبرې کولې، ورغلم، ستړي مشي مو وکړل، د غونډې ځای ته روان شوو.
د څلور منزله کور دروازه مو وټکه وه، لس کلن هلک راووت، ستړي مشي یې وکړل، زما ملګری یې پېژانده، هلک مو له پوښتنې پرته تر مخ شو.
د لومړي منزل کوټې خالي وې، له شین فرش او یوې چوکۍ پرته نور څه نه لیدل کېدل، دوهم او درېیم منزل کې هم څوک نه ول، څلورم منزل کې تر لسو زیات کسان ول.
پاو ووت، ټولې چوکۍ خلکو ونیوې، یو کس دریځ ته راغی، غونډه یې په څو بیتونو شروع کړه، لومړی یې یوې نجلۍ ته بلنه ورکړه، نجلۍ غزل ولوست، بیا یې یوه اروا پوه استاد ته بلنه ورکړه، استاد اوږدې خبرې وکړې، نوي کتابونه یې چاپ شوي ول، د کتاب په اړه یې خبرې وکړې، موږ یې مطالعې ته تشویق کړو او کتاب یې دې ټولو ستونزو حل وګاڼه، بیا کېناست.
د استا خبرې ښې راباندې ولګېدې، له غونډې وروسته مې دې استاد ویډیوې له یوټیوبه ډولوډ کړې، بیا اکسوس ته لاړم، د اروا پوهنې او ادبیاتو ځینې کتابونه مې وپېرل.
څو ورځې مې مطالعه وکړه، په ګټه یې نه پوهېدم؛ خو له زیاتې مطالعې وروسته مې په ځان کې تغیرات حس کړل، په ټولنه ورګډ شوم، د ځان په اهمیت وپوهېدم، هتا ژوند مې مانا پیدا کړه.
جیم وایي: (تر ټولو بد کار د کتاب نه لوستل او د هغه پر ارزښت نه پوهېدل دي.)
کتابونه مې مطالعه کړل، د کتاب په ارزښت وپوهېدم، د ځان، ټولنې او خلکو په اړه مې پوهاوی زیات شو، اوس مې تل نوي کتاب ته سودا وي، غواړم هر کتاب یو ځل ولولم.
لارډ چسټر فیلډ وایي:(ښه کتاب واخله او ویې لوله، بهترین کتابونه هغه دي چې ډېر عام دي، د هر کتاب وروستی چاپ غوره وي خو که د کتاب د لیکوال ماغزه بند شوي نه وي.)
اوس مې کتابونه ملګري دي، له کتابونو مشورې اخلم، پر لارښوونو یې عمل کوم او ملګرتیا یې پالم.
چارلز ویلیام وایي: (کتاب تر ټولو آرام او ثابت ملګری دی، خورا په اسانۍ سره موندل کېږي، تر ټولو عاقل مشاور او تر ټولو استادانو با حوصلې دی.)
تاسو هم کتابونه مطالعه کړئ، ملګرتیا یې وپالئ، پر لارښوونو یې عمل وکړئ، ژوند ترې زده کړئ او پر ارزښت یې ځان پوه کړئ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.