The news is by your side.

د مرحوم استاد فضل محمد پنهان تاریخي لیکنې

محمدنبي سلطاني

0

پوهان او اديبان، شاعران او ليکوالان، ژباړوونکي او څېړونکي دټولني عادي وګړي نه دي اونه هم د عادي وګړو په څېر فکر کوي،بلکي دوى د ټولني سترګي او ژبي دي، هغه ژبي چي د ټولني ښه او بد، مفيد او مضر، حق او ناحق ورڅخه معلومېداى سي، ځکه  ديوې ټولني د تاريخ،کلتور، ادب، اخلاقو، ارزښتونو او اوصول نمايندګي دوی کوي،  که دوى ښه ول، قلم ئې د ټولنيزو ارزښتونو، معيارونو او اصولو سره سم چلوى، د خپل تاريخ تيارې خواوي ئې روښانه کولې، د خپل کلتور او فرهنګ مثبت، ښه، مفيد او ګتور  اړخونه ئې ستايل او نورو ته ئې د پیروۍ بلنه ورکول، د خپلي عقيدې، ملي نوامسو، شعائرو او اسلافو دفاع ئې کوله او په خپل کور کي ئې پردي ارزښتونه او معیارونه، نه ساتل او نه منل، نوټولنه به ئې هم د ايمان، ضمير، وجدان، عقيدې، دين، تاريخ،کلتور، علم، پوهي  ‎او اخلاقو څښتنه وي، خوکه ئې ليکوالان، ژباړوونکي، څېړوونکي، پوهان، عالمان، اديبان او شاعران پلورل سوي، خرڅ سوي پرديپال وي او په ذهني او فکري ګډوډیو اخته وي، نو ټولنه به ئې هم د دوى عکس/ کاپي وي.

د وخت او حالاتو غوښتنو او شرایطو ته په کتو  دغه دواړي ډلي شاعران، ليکوالان او  اديبان په هره ټولنه کي سته په خاصه توګه بيا په افغانه تولنه کي.

 له نيکه مرغه موږ نن د یو داسي ليکوال او  شاعر په ستاينه کي راټول سوي یو او ستاینه ئې کوو، چي د لومړۍ ډلي شاعرانو او ليکوالانو څخه دئ، ده د خپل ژوند  ډېره برخه د افغاني تاريخ د شنلو او سپړلو، د کلتور د ثابت ساتلو او خوندي کولو، د شعر او شاعرۍ د اصلاح کولو او سمولو، د انسان او انسانيت د ژغورلو او لوړولو،  د سیاسي فکر بلوغ ته د رسېدلو او ارتقاء ورکولو، د انساني ښکلا، سپېڅلتيا او عزت د ساتلو او معیاري ګرځولو، د پرديت، وحشت او انفراديت د له منځه وړلو او هېرولو، د سمت پرستۍ، قوم پرستۍ، ټبر پرستۍ او ژب پرستۍ پر نه پاللو او نه زغملو او بالاخره د هغو ډول او ټپلو  په وړاندي د قلم سپېڅلی جهاد پیل کړی، چي غواړي افغاني ريښتني  ارزښتونه، معيارونه، عقايد، اصول او قواعد نقد کړي، د هغو په وړاندي چي غواړي علماء، فضلاء، شعراء، ملي اتلان  او دپښتني ورشو ساتونکي  او مبارزين  بدنام او د اولس په وړاندي ئې  په يوه ايکۍ کړي.

د غه علمي، سیاسي، ټولنیز، پوهنیز او ادبي شخصیت دروند استاد فضل محمد پنهان دئ، ښاغلي پنهان کلونه – کلونه پر ځان ستونزي او کړاوونه تېر کړي، قلم تې د زړه ويني ورکړي او بيا ئې دې اولس او ټولني ته په لسګونو سیاسي، ادبي، تاریخي او  اجتماعي کتابونه او مقالې وړاندی کړي، چي او لس ئې په مټ وکولای سي له خپلو سترګو  د سیاسي او تاريخي جهالت پردې لیري کړي، سمه لار پیدا کړي، د ښو او بدو توپیر وکړي او خپل دوستان او دوښمنان وپېژني.

د ښاغلي پنهان صاحب د لیکنو خورا ډېر اړخونه دي، چي خورا ډيري خبري پر کيږي، خو زې یوازي پر یوه یعني تاریخي اړخ څولنډي خبري کوم، د استاد ځيني تاریخي ليکني: « تاريخ  نه مسخ کيږي، په کندهارکي دسدوزو واکمني، د غزني ښارچا وسوځوى، د افغانستان خپلواکي، ملي او تاريخي اثارچور او غارت سول، منډيګک د تاريخ په پړاوونوکي، پر ملي مشر لوى احمدشاه بابا باندي زموږ د دښمنانو نيوکي، کندهار د صفوي او مغولي امپراطوریو په منځ کي او…»  ئې هغه ليکني دي، چي يا د ځينو فاسدو، بدخواوو او د پښتني کلتور، فرهنګ  اوتاريخ د دښمنانو په ځواب کي او ياهم دخلکو دسترګو څخه ناپوهي دپردو دليري کولو او يا هم خپل اولس ته د خپل تاريخ او فرهنګ د ورپېژندلو او دتيارو خواوو د روښانه کولو په موخه ليکل سوي، لکه:

 «  لوي احمد شاه بابا لکه د اسیا پخواني فاتحین یوازي په خپلو جنګي تشکیلاتو او سو قیاتو سره جهان نه وو فتح کړی، بلکي  ده د خپلي توري سره قلم او له خپلي سربازۍ او توریالیتوب سره علم، فضیلت، تقوا او آدب هم درلود؛ ځکه نو دی موږ یوازي د اسیا نامتو او دلاوره فاتح نه ګڼو، بلکي د دې خاوري یو تکړه ادیب، پوه عالم، عادل پاچا، لوړ شاعر، اجتما عي مصلح، دیني پېشوا  او روحاني مقتدا هم بولو.

احمد شاه بابا لکه دپښتنو اجتماعیاتو او عمومي ژوندون ته چي لوړ – لوړ خدمتونه کړي دي، دغسي ئې دپښتو علم، ادب او شعر ته هم ګران بها او دګټو ډک خدمتونه کړي دي.» ( کندهار مجله، ۱۳۹۷ کال، دوهمه ګڼه ۶ -۷ مخونه)

دا يو تاريخي حقيقت دئ، چي احمدشاه بابا د ملکونو دلاندي کولو، د انسانانو د مريانولو، د شتو د ترلاسه کولو او د خلکو د مالونو د غارت کولو لپاره هندوستان  نه وو فتح کړئ، بلکي لوى احمدشاه بابا  انسانان د انسانانو  له بندګۍ، غلامۍ او سرټيټۍ څخه ژغورل، احمدشاه بابا انسانانو ته نوی ژوند ور بخښۍ، احمدشاه بابا  خلکوته  انسانيت، شرافت، خلاقيت، شجاعت او شهامت ورکوئ.

ماته دپنهان صاحب په تاريخي ليکنوکي چي غواړي له يوه اړخه افغان دښمنو څېرو ته غاښ ماتونکي جوابونه  او پرمخ د عبرت چپلاخه ورکړي اوله بل اړخه د تاريخ هغه تيارې خواوي روښانه کړي، چي تراوسه  ځوان کهول ورڅخه بي برخي وو/ یا دئ، خوراپه زړه پوري دي، ځکه ځيني نا څرګندو تاريخي کتابو، پلورل سوو ليکوالو او څېړونکو ، چي دپردو له خوا روزل سوي، پالل سوي اوګمارل سوي، زموږ په ملي قهرمانانو، علماوو، مشايخو، پوهانو او اديبانو پسي دا ډول ذهرجن تبليغات کړي يا ئې کوي،  چي نړۍ والو تې پر شخصیت شکونه او ټولني تې په اړه بدګماني پیدا کړي،  خو پنهان صاحب د دغو کسانو په جواب کي د خپلي ليکني په یو ځای کي د احمدشاه بابا په اړه د تاريخ  مظفري او د حبيبي  صاحب په حواله ليکي:

 « زړه سواند احمد شاه بابا چنګیز او ګوډ تیمور نه وو، چي د ډهلي قتل عام ئې د خلکو څخه د اصفحان لوی او مشهور قتل عام هېر کی او د ډهلي د جنګ په پیل کي ئې  پنځوس زره (۵۰۰۰۰) بندیان تر تېغ تېر کړل.

زموږ زړه سوانده غازي بابا د (تاریخ مظفري) په قول ۱۲زره مرهټیان، چي دپاني پت په جنګ کي نیول سوي ول، د شجاع الدوله په شفاعت خوشي کړل. یعقوب داداشي او غلام محمد غبار دغه شمېره ۲۲ زره تنه ښوولې او یعقوب داداشي دا هم زیاتوي، چي هریوه ته ئې د خرڅ لپاره دوې – دوې روپۍ او یوه شړۍ هم ورکړه.» ( کندهار مجله، ۱۳۹۷ کال، دوهمه ګڼه  ۷ مخ)

د استاد پنهان د تاریخي لیکنو بل مهم اړخ دا دئ، چي په خپلو ليکنو کي يوازي پر خپل ځان تکیه نه کوي،بلکي په يوه وړه ليکنه کي له خور ا مغزنو کتابونو څخه ګټه اخلي، چي دا هم پردې دلالت کوي چي پنهان صاحب په دې حساسو مواردوکي د خورا ژوري مطالعې څښتن دئ، د بولګي لپاره ئې « تاريخ نه مسخ کيږي» لیکنه ئې د کندهار مجلې  د ۱۳۹۷ کال په ۱-۴ ګڼي پوري په وګورئ.

بل اړخ  ئې د ژبي صلاصت، عام فهمي او رواني ده، چي لوستونکي هڅوي، چي موضوع ترپايه تعقيب کړي. د بېلګي په توګه ئې تاسو « کندهار د صفوي او مغولي امپراطوریو په منځ کي» کتاب وګورئ.

همداسي دپنهان صاب ليکني ځيني نور مهم اړخونه هم لري چي په لاندي توګه ورڅخه يادونه کولای سو:

١_  لوستونکو ته پيغام ورکول، لکه: « د ميرویس خان نیکه وصیت» وګورئ، کندهار د صفوي او مغولي امپراطوریو په منځ کي، ۳۱ مخ.

 ۲_ لوستونکو ته ملي فکر ورکول: « دا هيواد د یوه قوم، یوې قبلې او یوه نژاد نه دئ ، په دې هيواد کي ټوله قومونه، نژادونه او ملیتونه حق لري ….» ( پاشلي ملغلري، ۵۲ مخ )

۳_ له ذهني  ګډ وډۍ او کشمکش څخه لوستونکي ژغورل. یعني ( داچي هرڅه د خپلو معیارو، ارزښتو او اصولو په روڼا کي  ليکي او وړاندي کوي). د دې خبري ثبوت ئې ټولي لیکني کېدای سي.

۴_ د راتلونکي نسل قضاوت په نظرکي نيول (مسئول لانه څه ليکل).

۵_ له کلاسکو او معاصرو شعرونو څخه په ليکنه کي دموضوع  اړوند ګټه اخستل، لکه:

اتفاق په پښتانه کي پیدا نه سو

ګڼه مابه د مغل ګرېوان پاره کړ

( پاشلي ملغلري، ۱۰۳ مخ )

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.