The news is by your side.

کاتبان (لومړی ټوک) د ښاغلي عامر یو غوره اثر

محمدنبي سلطاني

0

د ځوان څېړونکي، ليکوال او شاعر عبدالکریم عامر نوی مغتنم اثر دئ، چي په (۲۰۱۷ م) کال د چاپ په ګاڼه پسولل سوی، یاد کتاب د ( نیو کالج پبلیکیشنز رجسټرډ کوټه خپور کړی(چي د چاپ حق ئې له خپرونکی سره خوندي دئ)، د کمپوز چاري ئې (پښتو څېړنه لورلايي) تر سره کړي، (۵۰۰) ټوکه چاپ سوۍ، (۸۴۶) صفې لري او (۷۰۰) کاتيبان رامعرفي کوي.

د کتاب تړون د پښتو د نموتو کاتبانو، څېړونکو، ليکوالانو او شاعرانو په نوم سوئ، چي پښتو او پښتنو ته ئې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي، لکه:

۱ ـ  عبدالغني کاسي (۱۱۷۱ مړ) چي(۳۳) کاله يې پښتو نسخې په خپل پتمن قلم لیکلي.

۲ ـ فاضل محمد کاسي په نوم چي (۵۰) کاله يې خپل قلم د پښتو کتابونو د ليکلو لپاره وفق کړی وو.

۳ ـ د تاریخ مرصع د ليکوال افضل خان خټک ( ۱۱۶۴ مړ)په نوم.

۴ ـ د محمدي صاحبزاده (۱۲۲۰ مړ) په نوم.

۵ ـ د د پښتني خاوري لوی محقیق، څېړونکي او محسن علامه عبدالحي حبیبي په نوم.

۶ ـ د استاد عزیز الدین وکیلي په نوم.

۷ ـ د هرات د هنري خاوري په نوم، چي نوموتي پوهان پکښي ستر سوي.

۸ ـ او د پښتو د سوونو قلمي نسخو خوندي کوونکي او ساتونکي (میا طارق شاه کاکا خېل په نوم سوی دئ.

پر کتاب د ښاغلي عامر له خوا (۱۲۱) مخه غوښنه او له هر اړخه په تول پوره سریزه لیکل سوې ده، ليکوال خورا مهمو موضوعاتو پکښی اشاره کړې، لکه: ( خط څه وخت پیل سوی دئ، ځيني زاړه او قدیم خطونه، تصویري خط، د پښتو ژبي لمړی کاتب، د پښتو زیاتي کتابت سوي قلمي نسخې، لومړی پښتون کاتب، په پښتو ادب کي د کاتبانو د کتابت مرکزونه، کندهاري کاتبان، د پښتونخوا کاتبان، هندي کاتبان، د ملتان کاتبان، ښځي کاتباني، د کاتبانو روایتي انداز، یادوني، مننه او کورودانی او ماخذونه.

د ليکوال تر سریزي وروسته د کتابونو پېژندنه په (الف) او (باء) سره پیلیږي، اول کس چي ليکوال په دې کتاب کي راپېژني حبیب الله قریشي دئ، قریشي داسي راپېژني:

۱.       آثم    حبیب الله، قریشي

د ټېري (کوهاټ) اوسېدونکی دئ، د څوارلسمي (۱۴) هجري پېړۍ د پښتو ژبي په ليکوالانو او کاتبانو کي خپل نوم لري، تر ۱۹۵۹ م / ۱۳۷۸ق پوري يې ژوند يقيني دئ، به دغه کال يې کتابت کړی، آثار يې شته موږ ته يې د لیکوال او شاعر په توګه یوه (معراج نامه) څرګنده شوې ده، د کاتب په توګه په خط نسخ کي د ده ليکني خوندي دي، دغه ليکني يې ماته څرګندي سوي دي:

۱ ـ یوه نسخه د خپل منظوم کتاب مثنوي ( معراج نامه) قلمي کتابت، د لیک کال يې ۱۹۵۹ م دی، څلور مخونه لري، د شېرعلي خان خټک د (کیسه شیخ صنعان) په پای کي راغلې ده، نسخه يې په پښتو اکيډمۍ (پېښور) کي خوندي ده.

۲ ـ  یوه نسخه د شېرعلي خان خټک (؟) د پښتو (کيسه شیخ صنعان) قلمي کتابت، نېټه يې (۱۹۵۹ م ) ده، چي په ټېرۍ کي يې لیکلې ده، (۳۵) مخونه لري، نسخه يې په پښتو اکيډمۍ (پېښور) کي پر (۱/۳۵) تمبر باندي خوندي ده، په پای کي د کاتب معراج نامه هم لري.(کاتبان: ۱۲۳ مخ)

د کتاب وروستی کس صالح غریب دئ، چي ليکوال يې داسي راپېژني:

۷۰۰ .    غریب، صالح محمد، آوان ، ملا.

د پلار نوم يې ملا محمد موسی دئ،  هشنغر د مشهور کلي چارسدې خواته د دراني قبيلې په زاړه کلي منګله کي اوسېدو، د ديارلسمي (۱۳) هجري پېړۍ شاعر او کاتب و، د ملا او غریب تخلص يې درلود، دواړه يې په استعمال کي راوړي دي، د پارسي څخه يې د قصیدې منظومه کیسه هم ترجمه کړې ده، تر (۱۲۶۰ق = ۱۸۴۴م) پوري يې ژوند یقيني دی، د دغه کال کتابت کړي آثار يې سته، ګران محقق استاد عبدالحلیم اثر (۱۹۱۰ – ۱۹۸۷م) يې يادونه کوي، ماته د ده په لاس دغه ليکني مالومي دي:

۱ ـ یوه نسخه د ګڼو شاعرانو د کلام چاڼ (جونګ) قلمي کتابت (۸۴) مخونه لري، د کتابت نېټه يې پورتنۍ ده، په دې کي د رحمان بابا، بتبوجان، میا کریمداد، او دلاور کلام خوندي دي، نسخه يې ښاغلي اثر یاده کړې ده.

۲ ـ یوه نسخه د شېخ سعدي (۶۹۱ ق مړ) پارسي کتاب (ګلستان) قلمي کتابت، چي په (۱۲۶۰ هـ ق) يې قلمي کړی دئ، استاد اثر يې یادونه کوي.

۳ ـ د خپلي پښتو کړي قصيدې منظومه کيسه قلمي کتابت نسخه يې په پښتو اکيډمۍ پېښور کي خوندي ده. ښاغلی پروفیسر افصل رضا يې یادونه کوي. (کاتبان: ۶۷۷-۶۷۸ مخونه)  . (یاده دي وي ، چي ليکوال د هر کاتب تر معرفي کولو  وروسته ماخذ هم په نخښه کړی.)

د کاتبانو تر تفصیلي پېژندني وروسته لیکوال د کاتب نوم او د کتاب د صفحې شمېره، د کاتب د ژوند هجري او عیسوي تاریخ او صفحه، د هغو کسانونومونه او د صفحې شماره ئې، چي کاتبانو ته ئې کتابونه لیکلي، د هغو ځایونو نومونه او د صفحې شماره ئې، چي کاتبان پکښی اوسېدل یا اوسېدلي، د کتابو نومونه (کتابښود) او د صفحې شماره ئې، پښتو قلمي نسخې او د صفحې شماره ئې او د کتابتونو معرفي او صفحې ئې ذکر کړي دي.

کتاب په څو دلیله د ستایلو وړ دئ:

۱) په پښتو ژبه کي دا لومړی آثر دئ، چي د پښتو کتابونو، پښتنو کاتبانو او د پښتني سيمو پښتانه ليکوالان راپېژني.

۲) په پښتو ژبه کي دا لومړی کتاب دئ، چي د (۷۰۰) کاتبانو پر ژوند او فن ليکل سوی دئ.

۳ ) په پښتو ژبه کي دا لومړی آثر دئ، چي د ټولي پښتني سيمي په کچه ټول پښتانه کاتبان پرته له کوم لهجییز، سیمییز او توکمیز تعصبه راپېژني.

دا هغه ځانګړتیاوي وې، چي ما تر اوسه په کوم بل کتاب کي نه وې لېدلي، پاته سوې د کتاب ښېګڼي د هغو څخه ئې په لاندي توګه یادونه کولای سو:

۱- د کتاب لومړی ښېګڼه دا ده، چي ليکوال د کاتبانو پر مفصلې پېژندي علاوه ټول اووه (۷۰۰)  سوه کاتبان په خلص او لنډه توګه یوازي د نومونو په یادولو سره په دوهم ځل د کتاب په وروستۍ برخه کي هم معرفي کړي، چي سړی په اسانۍ سره کولای سي د خپل مطلب کاتب پيدا کړي.

۲ – دوهمه ښېګڼه ئې دا ده، چي ليکوال د کاتبانو د کتابت هجري سنه ځانته او عيسوي سنه ځانته د کتاب په ځانګړو صفحو کي یوازي د کاتبانو له نومونو سره ذکر کړې، چي سړی په اسانۍ سره کولای سي که ئې هجري سنه په کار وي او یا عيسوي تر لاسه ئې کړي.

۳ –درېیمه ښېګڼه ئې دا ده، چي ليکوال د هغو ټولو کسانو (سړیو) نوموه د کتاب په یوه بېله برخه کي ذکر کړي، چي مطلوب دي او د کتاب د مطالعې په جریان کي د لوستونکي توجه جلبوي او غواړي په اړه ئې لږ او یا ډېر مالومات تر لاسه کړي.

۴ – څلرمه ښېګڼه ئې دا ده، چي ليکوال د ټولو ځایونو نومونه په خورا ښه توګه د کتاب په یوه جلا برخه کي ذکر کړي، چي مطالعه کونکی کولای سي په ډېره اسانه طریقه سره د خپل مطلب وړ  کاتب پیدا کړي.

۵ – پنځمه ښېګڼه ئې دا ده ، چي لیکوال توانېدلی، چي هغه ټول کتابونه په جلا او ځانته ځانګړي سرلیک کي وښيي، چي کاتبانو ليکلي یا ليکوال ګټه ورڅخه اخستې او یا ئې یادونه د کتاب په متن کي راغلې.

۶ – شپږمه ښېګڼه ئې دا ده، چي ټولي قلمي پښتو نسخې، چي په دې کتاب (کاتبان) کي ګټه ورڅخه اخیستل سوې ده او یا د کتاب په متن کي ذکر سوي په ځاتنه صفحو کي د درنو لوستونکو لپاره، چي وکولای سي په اسانۍ سره ئې پیدا کړي ذکر کړي.

۷ –اووهمه ښېګڼه ئې دا ده، چي ليکوال د هغو قومونو یادونه هم د کتاب په ځانګړو پاڼو کي کړې، چي د کتاب کاتبان ورته منسوبېږي.

۸ – اته ښېګڼه ئې دا ده، چي ليکوال د هغو کتابتونو د معرفي لپاره هم د کتاب جلا پاڼي ځانګړي کړي، چي د کاتب قلمي نسخه پکښي پرته وي او یا لیکوال د کتاب په متن کي ذکر کړي وي او یا يې ګټه ورڅخه اخستې وي، چي په دې سره لوستونکي کولای سي، چي د هيواد او نړۍ هغه کتابتونونه وپېژني، چي تاریخي قدامت لري او د ګټي وړ وي.

یادي ښېګڼي هغه ښېګڼي دي، چي د کتاب ارزښت په څو چنده زیاتوي، خو ما په لنډه توګه دلته ورڅخه یادونه وکړه، که نې دا هره موضوع د دې وړ ده، چي سړی کتابونه کتابونه پر وليکي.

(Visited 33 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.