The news is by your side.
Browsing Tag

شمس الحق حیران

له دېوال آخوا

څو شېبې مخکې مې یو لنډ خورا هېښوونکی فلم وکوت. د فلم کیسه د فلسطیني او اسرایلي ماشومانو تر منځ په مینه او لوبو راڅرخېده. عجب احساس یې راکړ، داسې احساس چې ښايي تر دې وړاندې مې هېڅکله هم نه وي…

یوه ستره فرهنګي ضایعه

په نړیواله کچه د ۲۱مې پېړۍ سیاسي – اقتصادي رقابتونو که وروسته پاتې هېوادونه د پرمختللو هېوادونو د سوداګریزو توکو په بازار او د خامو سرچینو ترلاسه کولو لپاره په ارزانه سیمه بدل کړي، خو ښېګڼه…

د جګړې رېښه

د لاندې پاڼې په لیدو مې زړه ولړزېد، د خپل وران هېواد د هغو معصومو ماشومانو ټوټه ټوټه بدنونه مې سترګو ته ودرېدل چې د دې پاڼو په لوستنه باسواده شوو انسانانو په لاسونو ووژل شول او لاوژل کېږي.…

!نجونې، د سولې استازې

نجونې د الهام بښونکي ژوند بېلګې او د هیلو ډېوې دي. بشر یې په موسکا پايي او د عاطفې تودې وړانګې یې د انساني ژوند د ګلبڼ له سره د جګړې او نښتو د تورو ورېځو غرونه ویلي کوي، د مینې او عاطفې په…

د پېړۍ وروستی منی

سږنی منی به د دې پېړۍ وروستی منی وي. له دې وروسته به بل هېڅ داسې منی نه راځي چې یو زر او درې سوه یې تر مخ لیکل شوي وي. دا دې یوې اوږدې کیسې پای دی. سږنۍ لوېدونکې ژېړې پاڼې د یوې ستړۍ پېړۍ د…

!تلپاتې اتلولي

نن د مور په اړه ګڼ رنګین متون لولم. زړه مې هوا کوي، د ماشومتوب د قاف د غره تر لوړو څوکو آخوا د محبت په شنو درو کې د یوې لامثاله مینې لار څاري. غوږونو کې مې د خوب په څېر، د الاهو هغه نری ترنم…

الوداع

پېشنمی وشو، د وروستۍ روژې سهار راختونکی دی، له لېرې جوماتونو د ګڼو آذانونو آزانګې زړونه ښکلوي، سترګې مې ډکې دي او رمضان ته په رپېدونکو شونډو الوداع وایم. موږ دواړه دېرش ورځې ډېر خواږه ملګري…

پر اوبو لاهو جونګړه

د رخصتۍ له زنګ سره سم، زده کوونکي د ښوونځي له دروازې د سېلاب د لومړیو څپو په څېر  په منډه راووتل، په شا مې د یونسيف شنه بکسه ټينګه تړلې وه، په سینه د بکسې د بندونو لاټینګولو په موخه مې د…