The news is by your side.
Browsing Tag

عبدالهادي هادي

عادت

غم مه کوه یاره ویښو شپو سره عادت یمه دا مې زندګي ده، اندیښنو سره عادت یمه راشه چې یو ځل پکې دا خپله ځواني وګورم ستا د خوږو سترګو له آئینو سره عادت یمه نور په دغه ښار کې…

کڅ

څنګه درته ووایمه؟ وۍ راباندې ګرانه یې ته مې زندګي يې، لیونۍ راباندې ګرانه یې کڅ مې یاره روح دی، پورې سیند مې زندګي ګڼه ته یې پسته شګه، د کڅۍ راباندې ګرانه یې زما له لیونتوب نه…

شپه

شپه له کیسو ډکه ده او شپه ډیره خاموشه ده شپه د سفید پوشو ګناهکارو پرده پوشه ده دا سپینه لمن او دا اوږده قبا چې ګورې ته دا له بلا ډیرو ګناهونو هم آغوشه ده شیخه! اوس به څه…

سزا

همیش ستړی، تل بیخوبه، لالهانده، لالهانده، زندګي هم عجیبه ده نیمه ورځ ده نیمه شپه ده څه پیچلې فلسفه ده! د جانان وجود رڼا ده په دې ټول جهان خوره ده د ښایست په میخانه کې د هر چا…

اعتراف

موږه یو بل ته ګوته نیسو او انصاف هم کوو زه او جانان مینه کوو خو اختلاف هم کوو موږه اوبه یو، او هوا یو، د یو بل له پاره خو لا سوچونه، هر یو خپل ځانله، خلاف هم کوو دا مو په…

تعبیر

ډک ښار کې تنهایي ده، غریبي ده ، زندګي ده ستړیا ده، شورماشور دی، بیخوبي ده، زندګي ده شرمیږو نه، خوشاله یو، چې ساه باسو ژوندي یو د خپل وجود پخپله ، قصابي ده، زندګي ده د…

په مات زړه

ستا په یادونو، زما په زړه دې خاورې واړولې ګلې! د ژوند په هر یو څه دې خاورې واړولې چې ستا خندا او ترنم ورځنې کډه وکړه زما په بیخونده ژوندانه دې خاورې واړولې هره تڼۍ ، هره…

څراغونه

یوه ونه، سمندر او ستا یادونه مې یاران دي نور څه نه شته ، تنهایي او ماښامونه مې یاران دي له سهاره تر بیګا مې، پر خپل زړه زخمونه شمارم خپل زخمي زخمي وجود او پرهرونه مې یاران دي…

لطافت

یکه زار دې راته وښود، یه قربان دې راته وښود لطافت د ترنم، لکه باران دې راته وښود زه خو ورک ومه له ځانه، چې تا څرنګه پیدا کړم؟ محبت د ښکلي ذات او د انسان دې راته وښود زه په ورانو لارو…

انجام

د رڼې ورځې ماښام دی، ورته ګوره یو غریب مین ناکام دی، ورته ګوره ستا د تورو زلفو غرونو نه ځاریږي څه یاغي سړی دې رام دی، ورته ګوره د باران له غږ نه ښکلې، غزلبولې ټول هنر د تا غلام…