The news is by your side.

افغانستان او روسيه، د تاریخ په اوږدو کې

جنرال دولت وزیري

0

دا به سمه وي چې د روسيې یا پخواني شوروي اتحاد پخوانيو واکمنانو د هند تودو اوبو ته د رسېدو هیله درلوده او د دې لپاره به يې کله ناکله پلانونه هم سنجولي وي. داسې فکر کېږي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو نيول هم په همدې موخه وو.

په دې توګه دغه سيمه«افغانستان» چې هند ته پر لاره پرته سیمه او يوازنۍ اسانه لاره هند ته د ورتېرېدو، د دې سیمې له لارې وه، نو ځکه تل به د روسانو د پام او نظر لاندې سیمه گڼل کېده. تر دې مخکې نورو زبرځواکونو هم دغه ستراتیژیک ټکي ته پام کاوه.

د روسانو تر څنګ به تل دغه سیمه هند ته د رسېدو په خاطر د نیواکګرو تر پاملرنې او یرغل لاندې وه. مقدوني سکندر «۳۵۶ -۳۲۳ تر میلاده مخکې» يوازينۍ هيله د دې سيمې له لارې هند ته رسېدل وه.

هند ته ورسېد خو د ډېرو تلفاتو او جګړو له امله چې په دې سیمه کې ورسره مخ شوی و، خپلو موخو ته ونه رسېده او بې له دې چې د هند طلا او ثروت لوټ کړي، بېرته يې د خپل هیواد لاره ونیوله او د دی سیمې د خلکو له خوا د ټپونو له امله نه بلکې د وژونکي توغندي «غوماشې» له لاسه يې ژوند پای ته ورسېد او د ستر ارمان سره يې سترګې پټې شوې.

د ایرانیانو هلې ځلې هم په همدې موخه وې، تر څو په ۱۷۳۹ ميلادي کال نادر افشار د افغانستان له نیولو وروسته هند ته تېر شو، د کوه نور، دریایي نور الماسو او تخت طاووس په ګډون يې هند لوټ او بېرته ايران ته را ستون شو.

په افغانستان کې په مختلفو وختونو کې واکمنانو که غزنويانو وو، که غوریان وو او یا نور د اسلام د سپېڅلي دین د خپرېدو په موخه هند ته ورغلي دي. په همدې توګه چنګېزیانو، تېموريانو او بابر هم له همدې لارې پر هند یرغلونه کړي دي.

نو ځکه دغه سیمه «افغانستان» د جغرافیوي موقعیت له امله به تل د اهمیت او پام وړ وه.

روسان هم په دې ښه پوهېدل چې افغانستان هند ته د تېرېدو دروازه ده او له دې لارې کولای شي چې په اسانه توګه په هغه صورت کې چې افغانستان يې په لاس کې وي هند ته ورسېږي او د خپل نيکه ستر پتر یا کبير پیتر ارمان تر سره کړي.

کله چې په ۱۶۰۰ میلادي کال د تجارت په پلمه انګرېزان هند ته راغلل او وروسته يې هند د خپل هېواد يوه برخه وګرځوله، د دې په فکر کې شول چې څرنګه د ناپلیون چې هیله يې درلوده د هند پر لوري لښکر ولېږي مخه ونیسي او د دې تر څنګ د روسانو چې په ۱۸۰۱ او ۱۸۲۵ میلادي کلونو تر منځ يې پر قفقاز بريدونه وکړل او د منځنۍ اسیا هېوادونو د نیولو په تکل کې شول او پر دې سربېره يې د دوستۍ د هغه تړون له وېرې چې په ۱۸۰۱ میلادي کال روسانو او ايرانيانو تر منځ لاسليک شو لاس په کار شول.

د دې تر څنګ په افغانستان کې له تېمورشاه وروسته زمان شاه هم د هند د مسلمانانو په غوښتنه غوښتل چې هند ته لښکر ولېږي.

انګرېزانو د دې له پاره چې له زمان شاه مخه بل خواته واړوي، لومړی يې له ایران سره د دوستۍ تړون لاسليک کړ او بیا يې ايرانيان دېته وهڅول چې پر هرات بريد وکړي.

انګرېزانو په دې بسنه ونه کړه، د زمان شاه ورور محمود او د سردار پاينده خان زوی فتح خان چې په ایران کې و، ولمسول چې د زمان شاه پر ضد بغاوت وکړي. دوی وکولای شول چې په دې توګه د هند پر لوري د زمان شاه د لښکر لېږلو مخه ونیسي.

د انګرېزانو د توطیو په پایله کې وه، چې زمان شاه د شاه محمود له خوا ړوند او افغانستان تر ۱۸۳۹ میلادي کال پورې په کورنۍ جګړو کې ښکېل شو.

انګرېزانو پر دې هم بسنه ونه کړه، په ۱۸۳۹ میلادي کال يې له سکهانو سره يو ځای د شاه شجاع په ملګرتیا پر افغانستان برید وکړ، په دې جګړه کې انګرېزانو د ډېرو تلفاتو په ورکولو سره ماته په نصیب شوه خو د دوست محمد خان واک ته د رسېدو سره افغانستان د دوی تر واک لاندې يو هېواد شو. بیا هم انګرېزانو پر دې اکتفا ونه کړه په ۱۸۴۹ میلادي کال يې د سکانو حاکمیت ته د پای ټکی کېښود، پېښور يې هم په خپله واکمني پورې وتاړه.

کله چې له دوست محمد خان وروسته زوی يې شېرعلي خان واک ته ورسېده، په دويم ځل واکمنۍ کې امير شېرعلي خان اصلاحاتو ته مخه کړه، د اردو جوړولو ته يې ملا وتړله.

له روسانو سره هم نږدې شو او د روسانو هیئتونه يې هم ومنل. دا حالت انګرېزانو ته د منلو وړ نه و، همغه و چې د افغانستان پر لوري  يې خپل پوځونه را مارش کړل.

امير شېرعلي خان د روسانو له خوا د مرستې په تمه په مزار کې ساه ورکړه، په کابل کې د کيوناري د وژل کېدو«سپټمبر درېیمه ۱۸۷۹ میلادي کال» سره هېواد له لوی بحران سره مخ شو.

انګرېزان راغلل، بالاحصار او کابل يې ويجاړ کړل او محمد يعقوب خان سره يې د ګندمک تړون « ۲۶ د مې ۱۸۷۹ میلادي کال» لاسليک کړ. د افغان او انګلیس دويمه جګړه پيل او په پایله کې سردار عبدالرحمن واک ته ورسېد.

له دې وروسته دواړه غاړې انګرېزان او روسان یو او بل ته په سنګر کې وو او د خپلو سنګرونو پر ټینګولو يې فکر کاوه.

د دې له پاره انګرېزانو په امیر عبدالرحمن خان د ډيورنډ خط «۱۲ د نومبر ۱۸۹۳ میلادي کال» لاسليک کول ومنل او روسانو پنجده «۱۸۹۵ میلادي کال» ونیوله.

حالات په افغانستان کې د انګرېزانو په ګټه پر مخ روان وو، ځکه د افغانستان بهرنی سیاست د انګريزانو له خوا پر مخ بېول کېده. دې حالت هغه وخت بدلون وموند کله چې امان الله خان په ۱۹۱۹ میلادي کال د افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه. هلته په روسیه کې هم د شوروي اتحاد په جوړېدو سره «اکتوبر ۱۹۱۹ میلادي کال» ستر بدلونونه را منځ ته شوي وو.

لومړی هېواد شوروي اتحاد و چې د افغانستان خپلواکي يې په رسمیت وپېژندله. له دې وروسته يې له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړې. دلته و چې د انګرېزانو موضع د روسانو په پرتله په افغانستان کې کمزورې شوه.

انګرېزانو ته دا حالات د منلو وړ نه و، همغه و چې د امان الله خان پر ضد يې په توطئو لاس پورې کړ. په ۱۹۲۴ د منګلو او په ۱۹۲۷ د شینوارو پاڅونونه د همدغو توطیو یوه برخه وه، چې په پای کی يې د امان الله خان واکمنۍ« ۱۹۲۷ میلادي کال » ته د پای ټکی کېښود او بیا ډېر ژر يې د خپلې خوښې حکومت په افغانستان کې رامنځته کړ.

له دې وروسته دواړه غاړې انګرېزان او روسان دې پایلې ته ورسېدل چې افغانستان په خپل منځ کې یوه بې پرې سيمه کړي. له دې سره انګرېزانو د ډیورنډ خط او روسانو آمو دریا د خپلو پولو په توګه ټينګ کړل.

له دې سره افغانستان له نورې نړۍ څخه لیرې وساتل شو. دې حالت هغه وخت بدلون وموند چې کله په ۱۹۴۷ میلادي کال انګرېزانو هند ته خپلواکي ورکړه او د خپلو راتلونکو موخو له پاره يې د هند او افغانستان یوه برخه د بلوچستان په ګډون د پاکستان په نامه یو هېواد رامنځته کړ.

له دې سره د دويم نړیوال جنګ «۱۹۳۹ – ۱۹۴۵ میلادي» وروسته چې د امریکا متحده ایالات او شوروي اتحاد د ډګر ګټونکي شول. امريکا په سيمه کې د سنټو او سیاتو نظامي سازمانونو د جوړولو په پلمه خپل لاسونه را اوږده کړل.

له افغانستان څخه يې وغوښتل چې د دې سازمانونو غړیتوب تر لاسه کړي. افغانستان د دوی دغه غوښتنه ونه منله او د ناپېیلو هېوادونو د سازمان فعال غړی شو. له دې سره پاکستان د بغداد په تړون کې په شاملېدو سره د امريکا نظامي مرستې ځان ته جلب او له امریکا سره د امنيتي تړون په لاسلیک کولو سره يې ډاډمن ملګري شو.

داود خان چې د « ۱۹۵۳ او ۱۹۶۳ میلادي کلونو » تر منځ د افغانستان صدراعظم و، د امريکا له خوا د نظامي مرستو په نه ورکولو باوری شو، شوروي اتحاد ته يې د نظامي مرستو له پاره لاس ور اوږد کړ او د شوروي له خوا په ورين تندي ومنل شو. له دې سره یو ځل بیا د شورویانو لاس افغانستان ته را اوږد شو.

دا هغه وخت و چې امريکايانو په ويټنام کې ډېر تلفات ليدلي او مات شوي وو او دا ټولې ماتې يې له ویتنام سره د شوروي اتحاد په مرستو پورې تړلي. تل له شوروي څخه د غچ اخیستلو په فکر کې وه.

امریکا په نړیواله سطحه کوښښ کاوه چې شوروي اتحاد د نړۍ په کومه سیمه کې راګیر او د ویټنام غچ ترې واخلي.

دلته په افغانستان کې هم ورځ له بلې حالات د خرابېدو پر لوري په حرکت کې وو، د داود خان کودتا، د ثور قیام، پر حفيظ الله امين ډزې، د نور محمد تره کي وژل کېدل دا ټولې پېښې د امریکایانو په ګټه پر مخ روانې وې.

اوس خبره دلته ده چې روسان افغانستان ته د هند ګرمو اوبو ته د رسېدلو په موخه راغلي وو او که نه راوستل شوي او یا را کش شوي وو؟

زه د دوی راتګ د هند ګرمو اوبو ته د نږدې کيدو په خاطر نه ردوم، خو باور پرې نه لرم.

زه په دې باور یم چې امريکايانو په ډېر مهارت شورويان افغانستان ته راکش کړل. امریکایانو د دې کار لپاره په ډېر مهارت داسې باوري تبلیغات وکړل چې دوی به په نورستان او یا د افغانستان په کومه بله سیمه کې په پاکستان کې له افغان کډوالو څخه جوړ شوي حکومت ځای پر ځای او بیا به يې په رسمیت وپېژني. په دې توګه روسانو فکر وکړ چې له دې سره به د دوی جنوبي پولې د اسلامپالو له ګواښ سره مخ او په دوی پورې تړلی د جنوبي اسیا هېوادونه به ناامن شي.

بې له دې چې د شوروي اتحاد زاړه او وراسته واکمنان په سمه توګه وضعه وڅېړي، پر افغانستان يې د دې لپاره یرغل وکړ چې امریکایان له دوی را مخکې نه شي.

په دې هکله له یرغل وروسته بریژنف په باکو کې وویل، چې موږ افغانستان ته د خپلو پولو د بشپړ امنیت په خاطر تللي یو.

کوم څه چې امریکایانو غوښتل همغه کار وشو او شورويان يې داسې راګیر کړل چې ټوله نړۍ يې پر ضد راپورته شوه او نه يوازې چې د ویتنام غچ يې ترې واخیست بلکې د نړۍ له نقشې يې د شوروي نوم د ابد لپاره ورک کړ.

د یوه هېواد د پرمختګ او پر ځای پرېکړو لپاره هوښیار، ازمویل شوي، په سیاست پوه، له فساد څخه لیرې او د ځوان او تازه مغز او فکر مشرانو ته اړتيا وي.

ډېر ځوانان او ډېر زاړه د هیواد ماته کښتۍ ساحل نه نه شي رسولای. زموږ ستر پیغمبر«ص» هم په څلوېښت کلنۍ کې د اسلام سپېڅلي دین د خپراوي لپاره مامور شو.

افغانستان ته د روسانو راتګ او د شوروي اتحاد له منځه تلل د نورو علتونو تر څنګ يې یو ستر علت د بریژنف، اندروپف او چرنينکو زاړه او پوده مغزونه وه، نه ګرمو اوبو ته رسېدل.

(Visited 68 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.