The news is by your side.

څو ژونده مزل” او څو تبصرې

ډاکټر محب زغم

0

«څو ژونده مزل» د ښاغلي راشد خټک د څو کلونو – له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۷ پورې – شاعري ده چې دانش خپرندویې ټولنې په ۱۳۹۶ کې چاپ کړې ده.

د راشد خټک صاحب شاعرۍ ته چې څنګه وګورو، د اضدادو د ګڼو جوړو تکرار مو سترګو ته درېږي. ماښام او سحر، کفر او اسلام، پرښته او شیطان، ژوند او مرګ، مسلمان او کافر، ګل او اغزی، دعا او ښېرا، خوږې او ترخې، سوال او قلنګ، سوال او ځواب، مینه او کرکه، تور او سپین، هیله او اندېښنه، غل او باچا، خام او پوخ، وېره او امید، …، ملا او راشد خټک. دا هغه اضداد دي چې بیا بیا یادېږي خو هر ځل په نوي رنګ. ګواکې خټک ته د دنیا هره ادا له تضاده ډکه ښکاري:

خټکه هره یوه ادا یې له تضاد ډکه ده

مخ پټوي چې مخ ته راشي خو سلام اخلي

***

مړه یادونه بېرته را ژوندي کړي زوروره ده

څومره مهربانه ده، شپه څومره ستمګره ده

د محتوا په لحاظ، خټک زموږ د ژوند ترجماني کوي نو دا چې شاعري یې د اضدادو مجموعه ده، ګرم ځکه نه دی چې زموږ چې څومره یادېږي یا مو تور لیدلي یا سپین او د فرانسوي لیکوال اندري ګاید خبره چې وايي «The color of truth is gray» زموږ په تجربو کې چندانې نشته.

ټول یو بل ته د وېرې او د شک په نظر ګوري

هر کس تېروي دلته د بلا په خوا کې ژوند

د عراق د فرقه‌يي جګړو په باب مې یو مستند کوت. یو چا ویل: «موږ به دوې دوې تذکرې په جېب ګرځولې، یوه اصلي بله نقلي. په یوې کې به مو نوم عمر او مذهب سني و، په بلې کې نوم علي او مذهب شیعه. د سني جنګیالیو په پاټک کې به مو د عمر ‌والا تذکره ورښکاره کوله او د شیعه په چک پاینټ کې د علي ‌والا.» ده ویل داسې هم شوي دي چې سړی به و سني خو د سنیانو په پاټک کې یې په غلطۍ شیعه تذکره ښودلې او بیا یې چې څومره قسمونه خوړلي چې زه خو سني یم او دا مې اصلي تذکره ده، چا نه ده منلې او وژل شوی دی. په کابل کې هم د تنظیمي جګړو په وخت کې به ځینو د حزب اسلامي او جمعیت یا نورو تنظیمونو څو کارډونه لرل او څنګه چې په پورته بیت کې ویل شوي دي، هر کس به له بله په وېره کې و.

په ۱۹۹۴ کې په کراچۍ کې مذهبي دښمنیو زور اخیستی و او سني او شیعه ډلو به کله کله د یو بل پر جوماتونو حملې کولې او حکومت به د لمانځه پر مهال د ځینو جوماتونو شاوخوا ته عسکر درول. هاغه مهال په یوه اخبار کې د دوو جوماتونو عکسونه څنګ په څنګ راغلي وو، یو د کراچۍ د یوه جومات چې عسکرو ورته پهره کوله او بل د روسیې د یوه جومات چې خلک بې له ترهې په کې پر لمانځه ولاړ وو. په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې په کراتو پر جوماتونو بریدونه وشول، په محراب کې بم کېښودل شو، په قرآن کریم کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شول، ځینې کسان جومات ته د تلو په لاره کې ترور شول … او دا کارونه چا کول؟ مسلمانانو. نو شاعر به خود داسې څه وايي:

نور د مسلمان له وېرې څوک جومات ته نه راځي

وایه اوس د کفر او اسلام خبره څنګه شوه

اسلامکارو یوه ډېره خطرناکه وسله جوړه کړه. هرې ډلې د خپلو مخالفانو د بدنامولو او د هغوی د وژلو د روا کولو لپاره د تکفیر وسله وکاروله. د افغانستان جهادي تنظیمونو نه یوازې خلقیان او پرچمیان مرتد بلل بلکې کله کله به یې په خپل منځي جګړو کې هم پر یو بل د کفر ټاپه لګوله. طالب بیا جهادیان شر او فساد وبلل چې تر کافر لږ غوندې نرم نوم و. بیا طالب د افغان حکومت چارواکي او د ملي اردو عسکر تکفیرول، اوس خبرېږو چې داعش طالب ته کافر وايي، خو راشد خټک وايي:

مسلمان ته کافر نه وایم راشده

شکر شکر د ملا په شانې نه یم

نو څوک چې د داسې ملایانو په خوا کې ژوند وکړي، خود به بالاخره داسې کوي:

دا نن یې چې جومات په کاڼو وویشتو خټکه

څو ورځې ده هم کړی د ملا په خوا کې ژوند

تکفیر یوازې په انسانانو پورې محدود پاتې نه شو، بلکې دودونه او رواجونه هم کافران وبلل شول:

هره عنعنه مو د تکفیر له تېغه تېره شوه

دلته به څوک څنګه د پښتو خبره ومني

دلته له پښتني دودونو سره داسې چل وشو، خو محمد محق چې په دیني علومو کې له الازهر پوهنتون څخه دکتورا لري، په خپل کتاب «د کرکې او کینې دیانت» کې وايي: «د امام شافعي په اړه دا خبره مشهوره ده چې کله دی له عراقه مصر ته لاړ او یوه موده هلته پاتې شو، خپلو ځینو فقهي نظریاتو ته یې بیاکتنه وکړه او نوې فقه یې تدوین کړه چې نوې شافعي فقه بلل کېږي. دا د عراق او مصر متفاوت فرهنګونه وو چې شافعي یې بیاکتنې ته اړ کړ. امام شافعي متوجه شو چې ځینې شرعي فتواګانې د عراق له شرایطو سره متناسبې وې خو په مصر کې مناسبې نه وې.»

عنعنه د ژوند او تمدن پیداوار ده او د فرهنګونو تنوع او ښکلاګانې رانغاړي، نو:

د ژوند د ناوې ښکلا څه پېژني

چا چې د مرګ سره رشته کړې ده

اسلامکارو ژوند بې‌رنګه او بې‌خونده کړ او چې له ژونده رنګ او خوند واخلې نو څه به په کې پاتې شي، دغه بې‌وسه ژوند به له ښېرې کولو پرته څه کولی شي:

ژوند به ملا خود ښېرې کوي در ته

وران دې کړو نو وران به نوره څه وايي

خو ژوند له انسان سره عجبه لوبه کوي. کله چې له یوې هیلې د سړي تمه وخېژي، بل امید سر را پورته کړي او یو څو ورځې یې په ځان مشغول کړي. لکه جوارګر چې په قمار کې سر په سر پیسې بایلي او آخري سکه میدان وغورځوي او په دې وخت کې «درې توسونه» یې په برخه شي او دومره روپۍ وګټي چې تر سهاره پورې قمار وغځوي. د ژوند په آسمان کې هم د امیدونو دومره ستوري شته چې د مرګ تر سهاره پورې انسان غلط کړي.

د هر امید په برخه و یو نوی سرنوشت

یو څو تندر وهلي وو، یو څو راټوکېدل

دوه څلوېښت کاله د پښتنو په وطن جنګ و او د ولس لوی ارمان د امن او قرارۍ راتلل. کله چې په دوحه کې د سولې خبرې اترې شروع شوې، هیلې مو راوټوکېدې خو بیا خبره معلومه شوه چې:

دوی وايي چې هله به چمن کې قلاري راشي

کله چې ګلونه د ازغو خبره ومني

راشد خټک چې د خپلو او پردیو تر منځ راګېر وطن ویني، خود به د دواړو اضدادو ناکردې ژاړي:

خپلو بچو خرڅ کړم، پردو لوټ کړمه

ګران افغانستان به نوره څه وايي؟

بله مسئله د شرق او غرب ده. کله چې اروپايي استعماري قوتونو آسیا، امریکا، افریقا او آسټرالیا لاندې کولې، پلمه یې دا وه چې د دغو لویو وچو وګړي غیرمهذبه او غیرمتمدن دي او موږ غواړو چې دوی له تمدن سره آشنا کړو، راشد خټک به ښايي همدې استدلال باندې طنز کړی وي چې وايي:

دا به توپیر د پرمختګ وي چې له اوسپنې نه

مونږ «کرکۍ» جوړوو، دوی ترېنه وسله جوړه ده

د اضدادو د تضاد خبره خو طبیعي ده خو د هنرمن کمال دا دی چې له دغه تضاده ښکلا پنځوي؛ لکه نقاش چې تور رنګ د سپین رنګ په مټ ځلوي او د سپین ښکلا په توره حاشیه سېوا کوي. دی د ژوند ښکلا په همدې اضدادو کې ویني:

په مېنځ کې د اضدادو چې تړون پیدا کوي

خو مینه ده چې ژوند کې زړه راښکون پیدا کوي

***

دا وېړ کاینات څه دی؟ د اضدادو یو تړون دی

لمن د تور ماښام د سپین سبا ګرېوان ته رسي

نو خټک هم د فطرت او طبیعت پېښې کوي، جام او جومات – واعظ او رندان – ملنګ او ملا – امن او جنګ سره پخلا کوي او داسې ښکلا پنځوي:

د جومات خاورې نه مې جام جوړ کړی

خولې ته د ګوټ سره دعا راشي

***

واعظ چې له رندانو د ساقي پوښتنه وکړه

بوتل سر په سجده شو ګډېدلې پیمانې

***

یو مست ملنګ ملا ته خدایزده څه په غوږ کې ووې

پرتې وې نن جومات کې نښتېځلې پیمانې

***

شونډې یې ست ست دي خو باڼه یې غشي غشي دي

دلته کې خو امن هم د جنګ سره مل شوی دی

له محتوا چې پسې راتېر شو، د دې شاعرۍ ژبه مو پام ځان ته اړوي. په دې شعرونو کې یو څوک درسره په ساده کلیواله ژبه خواله کوي، نه داسې کس چې غواړي خپل هنر در ته وښيي. دغه صمیمیت دې زړه ته لاره کوي. د استاد اسدالله غضنفر وینا ده چې «اصلي هنر د هنر پټول دي.» ما ته راشد خټک همداسې هنروال ښکاره شو چې خپل هنر په صمیمیت کې پټوي. هسې خو د ده ټوله شاعري همداسې ده خو په ځینو بیتونو کې یې د پښتو عامې خبرې اترې او محاورې کټ مټ راغلي دي.

کله چې د بل خبره منو خو خپله خبره هم پرې اورېدل غواړو نو وایو «دا درسره منم خو زما خبره هم واوره». دغه عامه وینا په دې بیت کې هماغسې طبیعي او له تصنع او تکلف پرته راغلې ده خو بلاغي قوت یې تاسې وګورئ:

دا ټیک ده نیم ایمان دی خو زما خبره واوره

عشق پاک لکه ماشوم دی، په حیا یې څه پروا

کله چې د چا نه د کاروبار پوښتنه کوو، که کار یې سم روان وي نو وايي «په درز کې روان دی». په دغه جمله کې عاطفي بار پروت دی، یعنې سړی ورته خوشحاله دی. شاعر په دا لاندې بیت کې د مرګونو کاروبار ته د هغه چا له لیدلوري کتلي دي چې همدا یې دنده ده:

لوبه د مرګي راشده ښه درز کې روانه ده

دلته څوک د ژوند د کاروبار خبرې نه کوي

څوک مو چې بد اېسېږي او د چا نه یې نوم اورو، وایو «ورک یې کړه، نوم یې را ته مه اخله.» نو شاعر د مین له خولې وايي:

ورک یې کړه نامه د رقیب مه اخله

ځمکې ته آسمانه یاره څه وایې؟

ځینې درته دومره ګران او په عین وخت کې دومره محترم وي چې په ټینګه ورته د پاتې کېدو ست نه شې کولی، د هغه خوښه درته مهمه وي او د تلو یا پاتې کېدو اختیار هغه ته پرېږدې نو د ولس په ژبه وایې:

ځې که پاتې کېږې له راشد سره

ښکلیه مهربانه یاره څه وایې؟

«کور دې ودان، له پېرزوینې دې مننه» عادي خبره ده چې هره ورځ یې ممکن له چا نه واورو، خو همدغه عادي جمله په دې بیت کې د شعر ښکلا څومره زیاته کړې ده:

کور دې ودان له پېرزوینې دې مننه ساقي

خو زه په پوخ عمر کې خامه توبه نه ماتوم

په دې بل بیت کې، که د دوهمې مسرې پر ځای بله جمله راغلې وای، دومره خوند به په کې و؟

وینې چې شیطان ترېنه امان غواړي په تېښته ځي

ته او خدای راشده دې انسان ته به اوس څه وایم؟

«بیا خبره ورانه ده.» داسې جمله ده چې په کراتو مو اورېدلې ده. د داسې عادي جملو چې غوږونه مو ورسره روږدي دي، شاعرانه کول هنر غواړي، لکه په دغه بیت کې چې همدا کار شوی دی:

ناست وم ټوله شپه چې سحر څه نوی خبر راوړي

بیا یې را ته وویل چې بیا خبره ورانه ده

د ډاکټر احسان الله درمل خبره ده چې د لویو شاعرانو، په تېره بیا د هندي سبک په شاعرۍ کې یو کلچر نغښتی وي او چې د هغه کلچر په رموزو او باریکیو ونه پوهېږي، د شعر په مطلب یې سم نه شې پوهېدلی. زما په فکر، دغه شاعران فرهنګونه خوندي کوي. «له چا سره لرګي تورول» په پښتو کې کنایه ده. پخوا چې برېښنا او اېرکنډېشن لا څه کوې چې ان بخارۍ نه وې نو خلکو به د کوټې په غولي کې ځمکه غوچوله او اور به یې په کې بلاوه. دغه شي ته په خوستوالو لهجو کې «چرګۍ» وايي. د چرګۍ لوګي به په کوټه کې بره ځي او په لاړو (تیرانو) پورې نښلي او دغه لرګي توروي. «نو له چا سره لرګي تورول» یعنې له چا سره دومره اوږده ملګرتیا پالل چې د چت لرګي په لوګیو تور شي. ما دغه کنایه نه وه اورېدلې خو د خټک صاحب دې کور ودان وي چې په دې بیت کې یې را زده کړه:

دا د ژوندون ډمه «لرګي نه توروي» چا سره

نن به ما ته ناڅي، سبا ستا مخې ته ودرېږي

په فارسي شعر او نثر کې د ګړنۍ ژبې محاورې او ویناوې ډېرې کمې دي. ښايي وجه به یې دا وي چې فارسي د دربار ژبه وه او شاعرانو به دا رنګه خبرې چې دوی به «د کوڅې او بازار ژبه» بلله او موږ یې «شډله ژبه» بولو، د پاچا له شأن سره مناسبې نه ګڼلې. صوفي غلام نبي عشقري دغه طلسم مات کړ او د عامو خلکو د خبرو اترو په رنګ یې خپله شاعري رنګینه او متفاوته کړه. د ژبې د ښکلا یوه عمده برخه همدغه د عامو خلکو ورځنۍ ژبه ده چې بلاغي زور یې تر تصنعي او متکلفې ژبې زیاته ده خو په شعر کې کارول یې هم د راشد خټک غوندې کمال غواړي:

زه دې په شډله ژبه ستایمه

تا د نزاکت لمن نیولې ده

همدارنګه د ژبې مختلفې لهجې د خوند او ښکلا نورې سرچینې دي چې د تنوع او نویوالي تنده مو ماتوي. د «څو ژونده مزل» په شعرونو کې یو نیم ځای د خټکو د لهجې ښکلا وینو. «ریبزه» د کرلاڼي قبیلو په لهجو کې «جارو» ته وايي:

دیوان دي د ازغیو او ګلونو توپیر نه کړي

د اوسپنې ریبزه باندې سوات جارو کوي

په دې لهجو کې د لرې او نژدې ماضي د جملو «کړی، کړي، کړې» فعلونه غورځېږي. مثلاً دغه جمله «کتاب مې ختم کړی دی.» داسې ویل کېږي: «کتاب مې ختم دی.» په دې لاندې بیت کې هم د «چاپېره کړې وه» پر ځای یوازې «چاپېره وه» راغلې:

کنګل اوږدې شپې د ژمي هېڅ نه وې

خیال دې کلکه غېږ رانه چاپېره وه

په ځینو نورو لهجو کې بیا د داسې جملو د پای فعل «و، وو، وه، وې» غورځول کېږي، داسې «خیال دې کلکه غېږ رانه چاپېره کړې.» فکر کوم چې د لهجو دغه انعطاف له یوې خوا تنوع او رنګارنګي ایجادوي او له بل پلوه د شاعر لاس لږ آزادوي چې د وزن او آهنګ له تقاضا سره خپله وینا برابره کړي. په دې حساب، شاعرانو ته بویه چې د مختلفو لهجو باریکیو ته ځیر شي او خپل شاعرانه اختیارات ورباندې زیات کاندي.

د ناڅاپي خوند ایجادول بل کمال دی. کله کله شاعر یوه خبره را ته وکړي او زموږ په ذهن کې بل څه وګرځي، مثلاً کله چې ووايي: «مینې ورځه په مخ دې ښه شه زه وزګار نه یمه» نو زموږ تصور او انتظار دا وي چې په بله مسره کې د دې خبرې وجه دې را ته ووايي. موږ فکر کوو چې هغه به د مینې زیان څکلی وي او نور به مینه ورته د وزګارخېلو کار ښکاري خو که بیت داسې وي:

«مینې ورځه په مخ دې ښه شه زه وزګار نه یمه»

توبه توبه دا ناروا خبره څنګه وکړم

د خپلې تمې خلاف خبره په کې اورو او ناڅاپه خوند واخلو. همدا رنګه دغه مسره « ستا په انتظار مې ږیره سپینه شوه.» چې لولو، ګومان کوو چې وروسته به جانان، سوله، خپلواکي … یادوي خو اټکل مو داسې نه وي چې شاعر به عقل یادوي:

ستا په انتظار مې ږیره سپینه شوه

عقله مړه زښته دې ناوخته کړو

راشد خټک ښایسته تصویرونه پنځوي او نوې تشبیه‌ګانې ایجادوي. د ساعت د ستنو غږ پخوا هم په شاعرۍ کې یاد شوی او کاروان صاحب یې د څټک له غږ سره تشبیه کړی دی چې د ژوند زرګر ورباندې د وخت زر ماتوي خو د دې ستنو د موقعیت خبره مې پخوا چېرته په شعر کې نه وه لیدلې. خټک کله چې د شپې په دوولسو بجو په دفتر کې ناست دی او د سرمایه‌دارۍ د بت غلامي کوي، د ساعت جوړه ستنې ورته د بت د وینځې دوه لاسونه ښکاري چې پر خپل تندي یې ایښي دي:

شپه چې پخه شي زما ستړې سترګې

د مخامخ ساعت په لور پورته شي

د ساعت ستنو لکه وینځې د بت

جوړه لاسونه په تندي ایښي وي

ډېر کله داسې کېږي چې زړه مو یو څه ته کېږي چې له چا نه یې وغواړو خو د هغه/ هغې سوړ چلند ته چې وګورو، خپله غوښتنه په زړه کې ایساروو او له خولې یې نه باسو. همدغه حالت په دې بیت کې ښه تصویر شوی دی:

را مې شي تر شونډو د چوپتیا مخې ته ودرېږي

سوال د بوسې غلی د حیا مخې ته ودرېږي

عام روایت دا دی چې جام د مینا خیرات ته ناست وي. په ډیپلوماټیکو تشریفاتو کې کله چې د دوو هېوادونو استازي د روغبړ پر مهال سره لاس ورکوي، د خوار ملک استازی لاس لاندې نیسي او د بر او زورور هېواد د نماینده لاس باندې وي. هندي سندرغاړې نیها کاکړ چې په ونه ټیټه ده په یوه ټلویزیوني شو کې وویل: «دا ښه خبره ده چې هر څوک راسره غږېږي نو سر را ته ټیټوي.» خټک هم د مینا او جام قضیې ته له همدې زوایې کتلي دي:

جام ته سوالګر مه وایئ، قلنګ غواړي په سپین میدان

سر یې ځان ته ټیټ کړي، د مینا مخې ته ودرېږي

په دا بل بیت کې یو بشپړه کیسه په دوو کرښو کې رانغاړل شوې او ټوله صحنه یې داسې تصویر شوې ده چې د لوستونکي سترګو ته درېږي:

غواړم د مذهب په آس سپاره کرکه راښکته کړم

مار غوندې مې لاره کې ملا مخې ته ودرېږي

او له ذهنه څخه د اندېښنو لرې کول په مناسبو تشبیه‌ګانو او استعارو داسې انځور شوي:

د ذهن په کتاب د اندېښنو دوړې پرېوتې

د هیلو په لاسونو دا مکارې پاکوم

او د پرسنفیکېشن/ تشخص کمال په دا لاندې بیت کې ښکلې ننداره جوړه کړې:

سپوږمۍ ته د ماښام په جام کې بنګ ورکړې آسمانه

چې ټوله شپه یې غېږ کې ړنګه بنګه ګرځوې

په ماشومتوب او ځوانۍ کې د سترګو عدسیې/ لنزونه الاستیکي وي او که لرې ځای ته ګورو یا نژدې ته اټوماټ ځان ورته عیاروي او د هر شي تصویر سم راښکاره کوي. تر څلوېښت کلنۍ وروسته دغه الاستکیت کمېږي او چې زاړه شو نو نژدې تصویر را ته تت ښکاري، لکه ښیښه چې غوړه او ګردجنه وي او ترې هاخوا شیانو ته ګورې. نو په تېر عمر کې چې هېندارې ته وګورې لومړی خپل تت نظر درته ښکاره شي چې تصویر نه شې صحیح کولی، بیا دې سپین ویښته نظر جلبوي ځکه چې جوت او نسبتاً لوی وي او د مخ ګونځې دې ډېر وروسته درته جوتېږي، دا په دې چې ګونځې وړې وي او هغه وخت یې لیدلی شې چې د سترګو عدسیې دې له دغې نژدې فاصلې څخه په هېنداره کې د تصویر لیدلو ته څه نا څه ځان جوړ کړي. راشد خټک دغه تجربه انځوروي:

په سترګو باندې دوړې، سپین ویښته او د مخ ګونځې

د وخت سره را درومي زړه چاودلي مېلمانه

هسې خو د ښاغلي راشد خټک په ټوله شاعرۍ کې د هندي سبک ځینې ځانګړنې لکه ظریف تصویرونه، عامیانه ژبه او محاورې شته خو د دې سبک یو عمده عنصر تمثیل او حسن تعلیل دی. دلته شاعر د مجردو او انتزاعي او ان فلسفي مفاهیمو د اثبات لپاره په طبیعت کې مثالونه پیدا کوي. شاعر په لومړۍ مسره کې خپله مفکوره د ادعا په شکل راوړي او په دوهمه کې یې ثبوت په یوه ښکلي دلیل وړاندې کوي. د خټک صاحب ځینې بیتونه د هندي سبک دغه عنصر هم لري:

پست مزاج که لوړ مقام ته ورسي سرکوزی وي

سېل د غره د سر نه د دریا په پښو کې ولوېدو

***

هجر دې یادونه رابرسېره کړي

شپه چې نه وي، ستوري مانا نه لري

***

ستوري چې خوب نه کوي

څوک خو به لیده غواړي

***

دغه ړوند غرور به دې بې وسه زړه ته څه وايي

ګونګې آیینې سره ړانده خبرې نه کوي

***

په منډه ترړه نه ده خو جذبه د مینې غواړي

ساحل په ځای ولاړ وي او څپو ته غاړه ورکړي

«څو ژونده مزل» کې د ژوند غوندې تنوع هم شته. سره له دې چې ځینې مفاهیم او موضوعات په کې بیا بیا تکرارېږي خو د بیان انداز ورته نوی شوی وي. دغه نویوالی یوازې په نویو تشبیه‌ګانو او تازه تصویرونو کې نه ده، بلکې د وزن او آهنګ نوي کېدل هم په کې شته. دغه چُست او چابک بیتونه وګورئ:

خام دی عشق خو پوخ به شي

اور د بېلتانه غواړي

***

غل به وي، باچا نه دی

هر خوا چې تیاره غواړي

***

ډېر دي چې پېښې د لېونو کوي

زه خو دې رښتیا لېونی کړی یم

او دغه نور چې نسبتاً ډېرې څپې لري:

نه توره ده، نه سپینه ده، لیلا فقط لیلا ده

رنګونه پکې سترګې د مجنون پیدا کوي

***

څو د شمار څیزونه دي چې ژوند یې ښکلی کړی دی

یا د ښکلو مینه ده، یا ګل دی، یا سندره ده

***

چا به چې قسم د خدای په ځای زما په سر خوړو

اوس هغه جینۍ زما له مینې نه منکره ده

همدارنګه، په ځینو شعرونو کې یې ردیف یوازې یوه کلمه وي، لکه دا:

یاران مې بختور وو په کاسو کې یې لاهو کړل

زما خو ټول فکرونه له کاسو راټوکېدل

***

ستا غېږ، د ونو سیوری او د کلي د خوړ غاړه

دا څنګه بختوره شوه غریبه زندګي

***

د پټېدو وخت یې را ورسېدو

سترګې مې اوس ایله کاته زده‌کوي

خو ځینې شعرونه یې اوږده ردیفونه لري چې موسیقیت ورسره لا سیوا کېږي:

ډېرې تورې شپې مې په جامونو کې لاهو کړلې

ټولې وسوسې مې په جامونو کې لاهو کړلې

***

ستا خوږې کیسې مې د ژوند غاړه کې تعویذ کړلې

ستا ترخې کیسې مې په جامونو کې لاهو کړلې

د خټک په شاعرۍ کې د اروايي/ نفسیاتي تجربو په زړه پورې ننداره وینو. هنر لاشعور ته لاره لري او د هنروال د نفسیاتو کان راسپړي. رخه د انسان په خټه کې نغښتې ده. موږ د خپل رقیب/ حریف/ سیال/ دښمن په هرې تېروتنې او ناکامۍ خوشحالېږو:

ښه شوه رقیب د یار په مخ کې وڅښل

له خولې یې ووتل چې ښکلی نه دی

د انسان فطرت له غریزو څخه جوړ دی چې فروید یې اید بولي. اید یوازې د خوند اصل مني او په نورو کیسو کې نه دی. د اید وظیفه دا ده چې انسان ته خوند او سکون پیدا کړي او له رنځ او کړاوه یې لرې وساتي. خټک هم د فطرت دغه اصل یادوي:

لا خو د غنم په نشه مست یمه

لا مې د فطرت لمن نیولې ده

ابراهام مازلو د انسان ضرورتونه په یوه هرم کې ترتیب کړي دي چې دغه پنځه پوړه لري:

۱. فیزیولوژیکې اړتیاوې یا هغه اړتیاوې چې ژوند ورپورې تړلی دی لکه: تنفس، خوراک، څښاک، جنسي عمل، خوب، …

۲. خوندیتوب ته اړتیا یعنې فیزیکي امنیت، له طبیعي خطرونو څخه خوندیتوب، د کورنۍ، مال او سر خوندیتوب …

۳. عاطفي او اجتماعي اړتیاوې چې مینه، محبت، دوستي، ملګریتا، کورنۍ،… رانغاړي.

۴. د ارزښت موندلو اړتیا یعنې پر ځان حساب کول، پر نفس باندې اعتماد، د نورو درناوی او د نورو له خوا درناوی  …

۵. غوړېدو ته اړتیا یا لوړو انساني مقاصدو ته د رسېدو اړتیا  چې اخلاق، هنر، د خپلو استعدادونو غوړول او پراختیا ورکول، د ستونزو حل کول، د حقایقو منل او له تعصبه لرې کېدل په کې شامل دي.

د مازلو د نظریې پر اساس څوک چې وږی وي، له هغه سره به یوازې د نس د مړولو غم وي، نه د مینې او هنر او نورو شیانو. همدا شان که د چا سر ته خطر وي، نو په هغه شېبه کې د خوراک او عشق او سکس په اړه فکر نه شي کولی او ټول پام یې د سر خوندي کولو ته وي.

د خټک صاحب په لاندې بیت کې چې خورا ښکلی تصویر راغلی، واقعیت یو دی خو خان ته یو شان او خوار بزګر ته بل شان ښکاري ځکه چې هر یو د ضرورتونو د هرم په بېل بېل پوړونو کې اوسېږي:

خان وايي چې سپینه هیلۍ ګرځي د شنه سیند په سر

خوار بزګر ته لمر هم د آسمان د لاس تڼاکه ده

د فروید په باور اید چې د غریزو اډانه ده او درګرده په خوندونو پسې دی، په دې کې نه دی چې خوند ورته په کومه لاره برابروې؛ هغه یوازې د غریزې ارضا کول درنه غواړي. خو سوپرایګو یا اخلاقي وجدان بیا دې ته کسي چې د خوند د اخیستلو دغه طریقه د ټولنې د باورونو او اخلاقو په لحاظ څنګه ده. انسان ډېر داسې کارونه چې د ټولنې له باورونو او اخلاقي معیارونو سره په ټکر کې دي، کوي خو په خفا کې یې کوي. دغه مفهوم په دا لاندې بیت کې ښه تصویر شوی دی:

لمر چې راښکاره شي، زر د ګل له غېږې وتښتي

پرخه بې وفا نه ده، شرمېږي حیاناکه ده

فروید دا خبره هم کوي چې اید او سوپرایګو دواړه ړانده دي ځکه چې د خیال او واقعیت توپیر نه کوي. سوپرایګو بالفعل او بالقوه عمل یو شأن ګڼي. هغه وايي زاهد تر ګناهکار زیات ځورېږي ځکه څوک چې ګناه کوي، غریزه یې رفع کېږي او سره له دې چې د ګناه احساس یې وجدان ځوروي خو بله کیسه نه وي. خو زاهد خپلې غریزې ځپي او د ارضا کولو لاره ورته نه ګوري. ځپل شوې غریزې له سړي لاس نه اخلي او په کراتو یې ذهن او فکر په ځان پورې مشغولوي نو د زاهد فکر او خیال به په هغو عیاشیو او ګناهونو لړلي وي چې ده ځپلي دي. سوپرایګو بیا دې ته نه ګوري چې تا دغه کار کړی دی که دې یوازې په فکر کې ګرځېدلی دی. په دواړو حالتونو کې دې سوپرایګو یو رنګ ځوروي. همدا شان اید هم د غریزې په واقعي ارضا کولو خوښېږي او هم یې په خیالي ارضا کېدلو خوشحالېږي. ماشوم ته چې لا یې اروايي وده نیمګړې وي، د مور تی او چوشک دواړه خوند ورکوي. دغه مطلب په دې بیت کې نغښتی دی:

د چا د یاد په خوا کې یا د چا په خوا کې ژوند

هر حال کې تېرومه د ښکلا په خوا کې ژوند

دا چې د شیخ ذهن د ځپل شویو غریزو په ناپاکۍ لړلی وي نو په هر څه کې ګناه ویني. د ښځو د بوټ ټړکا، لوڅ مخ، په دفتر کې کار کول، په بازار کې ګرځېدل … ورته د ګناه اراده ښکاري:

شیخ ته به راشده ولې لویه ګناه نه ښکاري

سترګې یې ناپاکې دي، کیسه زمونږه پاکه ده

قارون د مال او دنیا د حرص سمبول دی او دا هم د انسان په خټه کې نغښتې غریزه ده. د فطري غریزو ځپل نه دی په کار، بلکې ورته د ارضا مناسبه لاره باید وکتل شي ګنې بیا بیا به سر راپورته کوي او په نویو بڼو به ځان راښکاره کوي.

موسی چې تا په ځمکه لاندې کړی لکه تخم

اوس وګوره هر دور یو قارون پیدا کوي

د انسان اروایي نظام خپل دفاعي میکانیزمونه لري. دغه لاشعوري میکانیزمونه انسان ته سکون ورکوي او له ځورېدو یې ساتي. په دې میکانیزمونو کې یو یې پراجکشن (projection) دی چې سړی خپل عیب پر نورو ورتپي. مثلاً یو کس به پخپله رشوتخور وي خو په هر مجلس کې به لګیا وي چې «ولله خلک داسې رشوتونه اخلي چې مه کوه پوښتنه.» لکه موږ چې خپل وطن پخپله ورانوو او پړه یې پر نورو اچوو. راشد خټک وايي چې نورو خپل عیبونه وپېژندل او پاک یې کړل خو زه خپل عیب پر هیندارو ور اړوم او لګیا یمه هیندارې پاکوم:‎

راشده نورو خلکو خپل خیرن مخونه پاک کړل

زه هغسې لګیا یمه هیندارې پاکوم

زموږ د مکتب د دورې یو ټولګیوال دومره عاجز او مظلوم و چې یو څو بدمعاشو ټولګیوالو به مو خپل بوټونه پرې رنګول او هره خشره‌کاري به یې ورباندې کوله. د کابل په تنظیمي جګړو کې چې عمدتاً قومي رنګ یې و، دغه ځوان د خپل قوم په تنظیم کې سرګروپ شو و او لاروي به شوکول. د الفرد ادلر په باور څوک چې په حقارت کې ژوند کوي او د حقارت په عقده اخته کېږي، د خپل حقارت جبران په افراطي کارونو کوي. هغه پر ځان د شویو ظلمونو غچ له ټولنې څخه اخلي. دغه اروايي نظریه په دا لاندې بیت کې ښه بیان شوې ده:

د بل کلي د خان په ډاډ زمونږ د کلي چڼي

اوس غواړي د خیرات په ځای قلنګ، سبحان الله

ادلر دا خبره هم کوي چې د حقارت په عقدې هغه اخته کسان چې بروالي ته نه شي رسېدلی نو د نورو په ټیټولو سره ځان بر ګڼي. ځینې کسان چې له تکړه سیالانو سره ځان نه شي سمولی، پر هغوی ملنډې وهي او تکړه‌توب یې بې اهمیته او هسې خوشې چټي ګڼي. معمولاً هغه څوک چې پر هر چا لګېږي او ټوکې پرې کوي، د حقارت عقده لري. موږ هر یو د بروالي مینان یو. هر انسان غواړي چې تر نورو بر وي خو لکه څنګه چې اید له خیالي ګناه نه هم خوند اخلي، د بروالي غریزه مو هم که واقعي لاره نه مومي نو په غیرواقعي هغې ځان خوشحالوي. په دا لاندې بیت کې انسان په دې فخر کوي چې کله دی په دار کېږي نور خلک یې تر پښو لاندې وي، حال دا چې مرګ بروالی نه دی:

څومره اوچت ښکارمه راشده چې په دار شومه

ټول جهان ته ګوره چې زما په پښو کې ولوېدو

زموږ په کلچر کې خپله تېروتنه منل او بخښنه غوښتل نادر دي. دا زموږ د وګړو د ځان غوښتنې او بې‌ځایه غرور نښه ده. که په موږ کې څوک بخښنه وغواړي هم، خپل تېروتنه یو ډول توجیه کوي:

وبخښه ساقي که تېروتنه رانه شوې وي

لږه موده کېږي چې په څښلو عادت شوی یم

په دې بیت کې شاعر اول خو خپله تېروتنه احتمالي بولي یعنې پوره اعتراف نه کوي او دغه نیمګړی اعتراف هم داسې نه کوي چې «که مې تېروتنه کړې وي» بلکې وايي «که تېروتنه رانه شوې وي» دا د انفعال حالت ښيي یعنې تېروتنه پخپله شوې ده، ما نه ده کړې او بیا ورته داسې توجیه رواړي چې «لږه موده کېږي چې په څښلو عادت شوی یم.»

د همیم جلالزي په شاعرۍ کې د بدیع او بیان صنعتونه به ډېر نه وي خو یو لوی کمال لري؛ هغه د ژوند وړې وړې خو ملموسې شېبې په شعر کې انځوروي لکه دا:

وي به تجربه مو د وروستي ځل مخه ښې

غر غوندې درانه وي قدمونه د سړي

د راشد خټک په شعرونو کې هم د داسې وړو مشخصو رومانتیکو تجربو ننداره کوو او دا چې انساني تجربې سره شریکې دي، له دې نندارې خوند اخلو.

ما وې که بیا د ستا په غېږ کې پروت یم

ته مې لېمو کې خدایزده څه لټوې

پخپلو نرمو او پستو لاسونو

زما ببر ببر ویښته لټوې

په دا بل بیت کې هغه شېبه وګورئ چې مین د معشوقې لاس په لاس کې نیولی دی او هغه شرمېږي:

ما وې که بیا دواړه جوړۍ روان یو

چې خلک وینې، سره شې وشرمېږې

رو رو زما د لاس نه لاس خلاصوې

خلاصېږي نه، خوله شې وشرمېږې

او بیا هم هماغسې وړه خو شاعرانه شېبه:

شپږ واړه حسونه مې په ګوتو کې ځای شوي وو

لاس دې زما لاس کې رپېدو د ګودر لاره وه

زموږ په شاعرۍ کې د داسې وړو شېبو او تجربو نمونې کمې دي خو ادبیات اوس د همدغو شېبو د بیانولو هنر دی، نور کُلي او عمومي خبرې نه په علم کې زیات ارزښت لري او نه په ادب کې.

د دې ټولو کمالونو تر څنګ د خټک صاحب په شاعرۍ کې ما ته یوه نیمه ستونزه هم ښکاري. په دغه لاندې بیت کې که «پنجو» په اصلي شکل ولولې، وزن ماتېږي او د وزن د سمولو لپاره مجبور یې چې د خج ځای یې بدل کړې او پر لومړۍ څپه یې راوړې:

په دشت کې د حالاتو بدنصیبه زندګي

وي تل د اجل پنجو ته قریبه زندګی

البته ښايي په ځینو لهجو کې د «پنجه» کلمه د لومړۍ څپې په خج سره وویل شي خو په ډېرو لهجو کې داسې نه ده. ځینې نور بیتونه چې اکثر یې د غزلونو مطلعې دي، لومړۍ مسره ډېره ښه راغلې ده خو په دوهمه مسره کې یې داسې څه نشته چې له لومړۍ مسرې سره دې پوره اړخ ولګوي یا به ما ته همداسې ښکاري؛ مثلاً دغه یو:

دا مرګ به هم ډېر تریخ وي خو ژوندون ته نه رسېږي

د دار د کلي لاره خو جنون ته نه رسېږي

په اوله مسره کې ژوند تر مرګ تریخ بولي خو په دوهمه کې دار او جنون یادوي. دلته دار خو له مرګ سره رابطه لري خو د جنون او ژوندون څه رابطه ده او جنون به ولې تریخ وي؟ ښه به دا وه چې په دوهمه مسره کې د ادعا لپاره ثبوت، دلیل، یا مثال راغلی وای. په دا بل بیت کې بیا شپه چې د لمر په مینه کې ناکامه شوې، خبرې کوي؛ دا د لومړۍ مسرې وینا ده خو دوهمه مسره داسې څه نه وايي زما زړه پرې اوبه وڅښي.

د لمر په مینه کې ناکامه شپه خبرې کوي

ورته غوږ غوږ یم، له ماښامه شپه خبرې کوي

که د دې غزل په نورو بیتونو کې هم د شپې د ناکامې مینې کیسه راغلې وای، بیا به صحیح وه خو هر بیت یې ځان ته جلا مضمون لري او د شپې کیسه نیمګړې پاتې ده.

دغه بل بیت کې د ردیف التزام لږ تاوان کړی دی:

ستا د ځیګر غشي زما په وینه هم لړلي

کابل ته ووایه باګرامه توبه نه ماتوم

د دې شعر ردیف دی «توبه نه ماتوم» چې د بیت مفهوم ورباندې نه تکمیلېږي. دلته باګرام له کابل سره همدردي او خواخوږي ښيي خو د توبې نه ماتول ورسره نه جوړېږي.

او دغه بل بیت کې شاعر وايي چې شپېلۍ له ځانه څه شی نه لري، دا زما د زړه نوا ده چې له شپېلۍ نه شپېلۍ جوړوي، مثال ورته د سپوږمۍ راوړي چې خپله رڼا نه لري، بلکې خپله رڼا له لمره اخلي. دا دواړه سره ورته خو دي خو پوره تناسب سره نه لري. که مثلاً له شپېلۍ سره قلم او له نوا سره ژړا راغلي وای یا له سپوږمۍ سره د یار مخ او له لمر سره د مین سترګه یاد شوي وای، نستباً ښه تناسب به یې سره جوړېده.

خپل څه لري سپوږمۍ؟ د لمر رڼا په غېږ کې نیسي

شپېلۍ زما د سوي زړه نوا په غېږ کې نیسي

نو په ټوله کې «څو ژونده مزل» مینه‌ناکې شېبې، زموږ لاشعوري تمایلات، او د ولس دردونه په خوږه صمیمي ژبه او ولسي محاورو انځوروي، شاعرانه تصویرونه راباندې ګوري، د هندي سبک تنده مو ماتوي، او د متضادو مفاهیمو تکرار د تنوع په رنګینه تابلو کې وړاندې کوي.

محب الله زغم

۰۴/۱۰/۲۰۲۱

Facebook

Twitter

Pinterest

WhatsApp

LEAVE A REPLY

Leave A Reply

Your email address will not be published.